د بسوس جګړه (عربي: حرب البسوس) هغه اوږده جګړه وه چې له اسلام څخه مخکې د عربو د دوو قبیلو ترمنځ ونښته او ۴۰ کاله یې دوام وکړ. دا جګړه د سعد بن شمس، چې د البسوس بنت منقذ په نامه عربي شاعرې ګاونډی وو، د اوښې د وژلو له کبله رامنځته شوه. البسوس، د هغه مهال نورو عربو په شان، دا کار یې په خپل شان کې ستر توهین وګاڼه او هماغه وو چې ځینې پېښې د دې جګړې لامل شول. تغلب بن وائل او بکر بن وائل قبیلې کابو څلوېښت کاله (۴۹۴ – ۵۳۴ز) وجنګېدل او یو له بله به یې د وژنو غچ اخیسته. د بسوس جګړه نن سبا د جنګ، جنجال او غچ اخیستنې د مخنیوي لپاره په عربو کې د متل په توګه کارېږي.

د جګړې کیسه سمول

دا کیسه په عربو کې د اسلام له راتګه مخکې تېره شوې ده. د البسوس بنت منقذ په نامه عربه شاعره په بکر بن وائل قبیله کې د خپلو خوریانو جلیلة بنت مرة او جساس بنت مرة لیدو ته ځي. جلیلة د تغلب قبیلې د مشر کلیب بن ربیعة مېرمن وي. کلیب په خپلو ځمکو کې یوه نابلده اوښه ويني او په غشې یې ولي. دا د البسوس اوښه وي. البسوس غوسه کېږي، دا کړنه د خپل شان توهین ګڼي او خپل خوریي جساس ته شکایت کوي. جساس په ډېرې جذبې سره خپل اخښي کلیب ته ورځي او وژني یې. د مړینې پر مهال، کلیب پر یوه ډبره خپل ورور عدي بن ربیعة ته، چې په سالم الزیر سره مشهور وي، دا وصیت لیکي چې (سالم لا تصالح) – سالمه! روغه مه ورسره کوه.

د کلیب وژنه د دواړو قبیلو ترمنځ د جګړې لامل کېږي.

د بکر قبیلې یو مشر، الحارث بن عباد، نه غواړي چې په دې جګړه کې را ښکېل شي. نوموړی هڅه کوي چې د دې جګړې مخه ونیسي، نو ځکه خپل زوی جبیر د تغلب قبیلې اوسني مشر او د کلیب ورور عدي بن ربیعه ته د روغې جوړې لپاره ورلېږي.

هغه مهال په عربو کې دا کار دود وو چې یو لوی کس به یې د مړي په بدل کې مقابل لوري ته د قربانۍ لپاره ور لېږی، او داسې تمه کېده چې مقابل لوری به هغه کس بښي او له همدې لارې به د دواړو خواوو ترمنځ روغه کېږي. خو د تمې او د هغوی د دود خلاف، جبیر یې وواژه. د جبیر غمځپلي پلار الحارث یو اوږد شعر (۴۰ بیتونه) ووایه او په هغه شعر کې یې دا خبره روښانه کړه چې اوس نوموړی په دې جګړه کې برخه اخلي. هغه پر خپلو خلکو غږ وکړ چې خپل سرونه وخریي؛ او د خپل اس د سر او لکۍ وېښتان یې هم وخریل، چې وروسته بیا دا په عربو کې د غم او غچ اخیستنې په توګه یو دود شو. په جګړې کې د تغلب قبیلې ډېر کسان ووژل شول او الحارث دا لوړه وکړه چې تر هغو به د تغلب له خلکو سره خبرې ونه کړم تر څو چې ځمکه زما سره خبرې نه وې کړې، یانې هيڅکله.

د تغلب قبیلې خلک په دې وپوهېدل چې نوره جګړه نه شي ورسره کولای، نو د لارې پر څنګ یې یوه اوږده کنده وکیندل او خپل یو سړی یې په کې پټ کړ. کله چې الحارث پر دې لاره تېرېده، نو په کنده کې پټ شوي سړي په شعر کې له الحارث څخه د بښنې غوښتنه وکړه او د هغه د ځمکې د خبرې کولو لوړه یې ور پر ځای کړه.

الحارث د خپل زوی غچ اخیستی وو او نور یې نه غوښتل چې د ځمکې د خبرې کولو پر لوړې ټینګ شي، نو هماغه وو چې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېده.

تړلې لیکنې سمول

عرب قبایل

اخځونه سمول

العقد الفريد، ټوک۲، مخ۲۸۶

المفصل في تاريخ العرب قبل الإسلام، ټوک ۱، مخ ۶۰۳۲

أيام العرب في الجاهلية محمد جاد المولى وصاحباه، مخ ۱۴۲

الأنوار ومحاسن الأشعار، مخ ۱۱

ثمار القلوب في المضاف والمنسوب الثعالبي، مخ ۹۵

المفصل في تاريخ العرب قبل الإسلام، ټوک ۱، مخ ۲۴۴۷

العقد الفريد، ټوک ۲، مخ ۲۸۷

الأغاني، مخ ۴۹۵

الجوهرة في نسب النبي وأصحابه العشرة، مخ ۱۶۶

خزانة الأدب، مخ ۱۶۳

المعارف لابن قتيبة، مخ ۱۳۶

الأغاني، مخ ۴۹۶

العقد الفريد، ټوک ۲، مخ ۲۸۸

الحلل في شرح أبيات الجمل، مخ ۴۴