بست (خپرونه)

بست په هلمند کې لومړنۍ خپلواکه جريده ده چې په خپرونو يې پيل کړى دى. تر ٤٠ زياتې گڼې يې چاپ شوي دي او په وړيا ډول په هلمند او ورڅېرمه ولايتونو کې پر خلکو وېشل شوي دي. مسوول چلوونکى يې احمدشاه پاڅون او د امتياز څښتن يې صالح دى.

مخينه سمول

د بست جريدې لومړۍ گڼه د ١٣٨٥ل کال د زمري په ٣١مه خپره شوه، چې د ٢٠٠٦ز کال د اگست له ٢٢مې سره برابرېږي. په پيل کې په څلورو مخونو کې په لويه کچه خپرېده، وروسته يې اندازه کمه او ٨ مخونو ته زياته شوه.

په پيل کې يې چلوونکى غلام سخي نوريوال و، اوس يې احمدشاه پاڅون چلوي.

د لومړۍ گڼې سرليکنه سمول

هلمند ته په دې وروستيو كې يوڅه پام واوښت چې د كلتوري ښېرازۍ لپاره يې څه هڅې وشوې، په سيمه كې څلور كاله وړاندې په لومړي ځل بست فرهنگي ټولنه فعاله شوه چې دغې ټولنې د پگړۍ په نامه يوه خپلواكه درې مياشتنۍ خپرونه چاپ كړه، د روغتيا رياست هم د روغتيا پلوشې تر نامه لاندې يوه درې مياشتنۍ مجله خپره كړه، په لښكرگاه كې درې ازادې راډيوگانې فعالې شوې، د )هلمند( په نامه مياشتني دولتي اخبار نوې بڼه خپله كړه او داسې نورې هڅې... چې دا دى موږ هم د بست مياشتني اخبار د خپراوي لپاره تابيا كوو.

خو داسې ښكاري چې په كلتوري ساحه كې لا زياتو هڅو ته اړتيا ده، ځكه هلمند ولايت د مساحت په لحاظ د افغانستان لسمه برخه جوړوي، چې يو اعشاريه څلور مليونه نفوس لري، په كار وه چې په دغه ولايت كې د دولتي خپرونو تر څنگ خپلواكې او ازادې مجلې، ورځپاڼې او نورې خپرونې ډېرې واى، خو له بده مرغه چې دا برخه لا ډېره له پامه لوېدلې ده. خو بيا هم وينو چې ځينې بااحساسه ځوانان په دې برخه كې په هڅو بوخت دي، چې نورو ته د الهام يوه سرچينه گڼل كېږي، موږ د بست په نامه مياشتنى اخبار په دې نيت خپروو، چې وكړاى شو، په هلمند كې ځوان پښت ته د روزنې زمينه برابره كړو، ټولنيزو ستونزو ته د اوارۍ لار پيدا كړو، چې تر هرې مبارزې غښتلې بڼه لري او پايله يې تر ډېره پاتې وي. بست اخبار د بست فرهنگي ټولنې له خوا نه خپرېږي، خو له دغې فرهنگي ټولنې سره په تفاهم او ملگرتيا كې كار كوو.

موږ په دې برخه كې پر ځوانو فرهنگپالو، په ځانگړې توگه د هلمند ولايت پر ځوانو ليكوالو او فرهنگيانو ږغ كوو چې بايد د خپل افغاني او اسلامي رسالت له مخې دغه اړخ ته پام وكړي او د خپلو كلتوري ارزښتونو د بيا ژوندي كولو په لار كې اوچت گامونه واخلي.