بریټانیا د جګړو په دوره کې

په بریټانیا کې د جګړو پر مهال (۱۹۱۸ ـ ۱۹۳۹ز کلونو) د ایرلینډ له وېش وروسته، که څه هم اقتصادي ناورین و خو نسبي ثبات حاکم و. په سیاسي ډګر کې د لیبرال ګوند سقوط وکړ او کارګر ګوند د واکمن محافظه کار ګوند د اصلي مخالف په توګه راڅرګند شو. له اقتصادي او سیاسي پلوه ستر ناورین د نورو لویو هېوادونو په پرتله په کمه کچه انګلستان تر اغېز لاندې راوست. که څه هم ځینې سیمې په ځانګړې توګه د سکاټلیند او د انګلستان په شمال لویدیځې برخې کې معدني سیمې لاهم له اوږدې مودې بېکارۍ او سختۍ نه ځورېدلې.

د ارتور مارویک په نامه تاریخ لیکونکی د انګلستان د ټولنې بنسټیز بدلون د لویې جګړې له امله بولي، هغه سیلاب چې ډېری پخواني لیدلوري یې له منځه یوړل او یوه مساوي ټولنه یې رامنځته کړه. هغه د ۱۹۲۰ ز لسیزې نامتو ادبي بدبیني یا ناهیلي غلطه بولي او داسې استدلال کوي، چې جګړې بریټانیایي ټولنې ته د اوږدې مودې لپاره ډېرې لویې مثبتې پایلې لرلې دي. هغه د کارګرانو په منځ کې یوې ځواکمنې ځان پېژندنې ته اشاره کوي، چې په چټکۍ سره یې د کارګر ګوند رامنځته کړ، د ښځو د رایې ورکولو نسبي حق، او دغه راز د ټولنیزو اصلاحاتو چټکوالی او اقتصاد باندې دولت د کنټرول درلودل. هغه په عمومي توګه د اشرافو او د واکمن ځواک پر وړاندې د درناوي کمېدل او په انفرادي اخلاقي چلند کې د ځوانانو تر منځ د دودیزو محدودیتونو کمزوري ویني. سیمه ییزو کیمیاپوهانو د امیندوارۍ ضد درمل وپلورل. مارویک وايي چې د دې دورې په لړ کې طبقاتي توپیرونه راکم او ملي یووالی ډېر شو او په بریتانیایي ټولنې کې نور هم مساوات او برابرۍ رامنځته شوه. [۱][۲]

سیاسي تاریخ سمول

د لوید جورج ایتلافي دولت: ۱۹۱۸ – ۱۹۲۲ ز سمول

د ډیویډ لویډ جورج په مشرۍ ایتلافي حکومت د ۱۹۱۸ ز کال په عمومي ټاکنو کې په زړه پورې بریا ترلاسه کړه ، او ژمنه یې وکړه چې «د اتلانو د ژوند کولو لپاره به مناسب هیواد» جوړوي. د ددې ایتلاف اکثریت وکیلان محافظه کار وو، همداراز په ټاکنو کې د H. H. Asquith لیبرال او د کارګر ګوند بریا مخ په ځوړ روانه وه.[۳]

د حګړې د وخت ځیني قوانین او مقررات لکه د صنعت دولتي کېدل، د نرخ کنټرول، د خامو موادو کنټرول، او بهرنۍ سوداګرۍ لغوه شوه، او سوداګریزو اتحادیو د دوی پر وړاندې ځیني محدودونکې لارې چارې رامنځته کړې. په دې توګه د خوراکي توکو بسته بندي یا ډلبندي تر ۱۹۲۱ ز کاله پورې پاتې شوه. قیمتونه د ۱۹۱۹ ز کال په لړ کې د جګړې د وخت په پرتله دوه چنده زیات شول او دا هرڅه د حق الزحمې د زیاتوالي لامل شو. لوړ مالیات د دولت د بېځایه لګښتونو د لامل په توګه وګڼل شوو او په ۱۹۲۱ ز کال کې د ضایعاتو ضد غورځنګ پیل شو، چې په «بېځایه او اضافي» عامه لګښتونو باندې د خپلو نیوکو او پر بنسټ یې د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړ. دولت سر ایرک ګېدس د دولتي لګښتونو اړوند کمیټې د مشر په توګه وټاکه او د ۱۹۲۲ ز کال په فبروري میاشت کې یې خپل راپور خپور کړ، چې په دې راپور کې یې د وسله والو ځواکونو او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د لګښتونو د کمولو وړاندیز کړی و. په دولتي لګښتونو باندې د «ګېدس تبر وهل» او په ۱۹۲۲ ز کال کې له جګړې وروسته د اقتصادي ودې پای ته رسېدو د بیارغونې او «د اتلانو لپاره د کورونو» د ورکولو اړوند ژمنو عملي کېدل ناممکنه کړي و. [۴][۵][۶][۷][۸]

د ډیموکراسۍ پراختیا سمول

د خلکو د استازولۍ یا نمایندګۍ قانون په ۱۹۱۸ز کال کې بالاخره په ۲۱ کلنۍ کې نارینه وو ته رایې ورکولو نړیوال حق، پرته له دې چې د مالکیت صلاحیت ولري ورکړ. ان په بې څاري ډول دې امر له ۳۰ کالو نه پورته عمر لرونکو ښځو لپاره د رایې ورکولو د حق لاره پرانیسته. په ۱۹۲۸ ز کال کې ټولې ښځې د نارینه وو په څیر په ورته شرایطو باندې تر پوښښ لاندې وې. د انقلابي ځواکونو په راڅرګندېدو سره، په ځانګړې توګه په بالشویک روسیه او سوسیالیستي المان کې، په مجارستان، ایټالیا او نورو ځایونو کې انقلاب د نخبه ګانو او اشرافو د راپرځولو لپاره و. کارګر ګوند تر ډېره د کارګرې طبقې سیاست کنترولوو، او په کلکه یې د لندن د حکومت ملاتړ کاوه او د تاوتریخوالي لرونکي انقلاب سره مخالف و. محافظه کاران په ځانګړې توګه په صنعتي سکاتلیند کې د «رید کلایدساید Red Clydeside» په هکله اندېښمن وو. د دوی وېره غلطه وه، ځکه چې د هېڅ ډول انقلاب لپاره کومه منظمه هڅه موجود نه وه. په رید کلایدساید کې سپین پوسته کیڼ اړخي افراطي سړي د تورپوستو او ښځو له ښو دندو نه د ګوښه کولو په هکله اندېښمن و. [۹][۱۰][۱۱]

سره له دې د جمهوریت غوښتنې په هکله اندیښنې موجودې وې. پاچا او د هغه نږدې سلاکاران د بریټانیا پاچاهۍ ته د جمهوریت ګواښ په اړه خورا اندیښمن وو. دغه راز عصبي محافظه کارانو جمهوریت غوښتنه له سوسیالیزم او د کارګرانو مخ پر ودې غورځنګ سره یوځای کړه. د دوی اندیښنې، که څه هم له مبالغې ډکې وې؛ خو په پایله کې د پاچاهۍ د داسې ټولنیز رول بیا جوړولو لامل شوې، چې د کارګر طبقه او د هغو اړوند استازي یې هم په برکي ونیول، د جورج لپاره داسې یو د پام وړ بدلون و، چې د سمندري ځواک له افسرانو او دغه راز د ځمکې له مشرانو او اشرافو سره ډېر هوسا و. په حقیقت کې سوسیالیستانو تر ۱۹۱۱ ز کاله پورې نور د پاچاهۍ ضد خپلو شعارونو باندې باور نه درلود او د پنځم جورج پر وړاندې یې د صبر او انتظار چلند اختیار کړ. هغوی دې ته چمتو وو، چې د لومړي ګام په اخیستلو یا کوچنۍ لېوالتیا په لیدو له پاچاهۍ سره موافقه وکړي، چې جورج د جګړې پر مهال دا ګام پورته کړ، هغه شاوخوا ۳۰۰ ځلې د کیښتیو او وسلو اړوند فابریکو نه لیدنه وکړه، له عادي کارګرانو سره یې خبرې وکړې او د جګړې د هلو ځلو او هڅو لپاره یې د دوی د سخت کار له امله هغوی وهڅول او مبارکي یې ورکړه. هغه یو ډېر ډیموکراټیک دریځ غوره کړ، چې له طبقاتي لیکو نه تېر شو او د خلکو او پاچاهۍ تر منځ واټن یې ختم کړ. پاچا د کارګر ګوند له مخکښو سیاستوالو او د سوداګرۍ اتحادیې له اړوندو چارواکو سره هم ښې او دوستانه اړیکې جوړې کړې. د پنځم جورج په وسیله د ټولنیز واټن او بېوزلیو له منځه وړلو د شاهي کورنۍ چلند ښه کړ او د ۱۹۲۰ ز لسیزې اړوند اقتصادي ناورینونو په لړ کې او له هغه وروسته د دوه نسلونو لپاره د هغوی محبوبیت یې لا ډېر کړ. د بېلګې په توګه، په ۱۹۲۴ ز کال کې پاچا دې ته چمتوالی وښود، چې غواړي د درې ګوندونو د واضح اکثریت په غیاب کې د هر یوه ګوند لپاره استنلي بالدوین محافظه کاره لومړی وزیر د رمزي مک دونالډ ځایناستی کړي، چې مک دونالډ د کارګر ګوند لومړنی صدراعظم و. د مک دونالډ له حکومت نه د پاچا جورج عالمانه او هوښیار ملاتړ او تود هرکلي په ټول هیواد کې د ګوند د پلویانو شکونه له منځه یوړل.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ایرلنډ سمول

د ایرلنډ جمهوریت غوښتونکو په وسیله یو وسله وال پاڅون د پاک اختر (ایستر رایزینګ) په نامه رامنځته شو، چې دا پاڅون د ۱۹۱۶ ز کال د پاک اختر په اونۍ کې ترسره شو. دا پاڅون په غلط ډول تنظیم شوی و، چې ډېر ژر د اردو سرتېرو په وسیله مات او وځپل شو. دولت د سخت جبر او زور زیاتي له لارې د ۲۰۰۰ تنو په نیولو او د ۱۵ تنه مشرانو په چټک اعدام سره دې پاڅون ته ځواب ورکړ. تر دې وروسته د کاتولیکي ایرلنډیانو په مزاج او خوی کې پراخ بدلون رامنځته شو او د غچ اخیستلو او خپلواکۍ غوښتنه یې وکړه. په ۱۹۱۷ ز کال کې ډیویډ لویډ جورج د ایرلند د ۱۹۱۷ – ۱۹۱۸ ز مجلس راوغوښت، ترڅو د ایرلنډ لپاره د کورني قانون مهمې موضوع د حل او فصل په هکله، چې په کمه کچه ملاتړ یې درلود پرېکړه وکړي. په ایرلنډ کې له پاک اختر یا ایستر رایزینګ پاڅون نه وروسته د جمهوریت غوښتونکو د خواخوږۍ زیاتوالی د ۱۹۱۸ ز کال په اپریل میاشت کې ایرلنډ ته د جبري خدمت کولو اړوند قانون د تمدید کولو په برخه کې د لویډ جورج سختې هلې ځلې د ۱۹۱۸ ز کال د ډسمبر میاشتې په ټاکنو کې د واکمن ګوند له منځه تلو لامل شوې. هغوی د بریټانیا له جنګي هڅو ملاتړ وکړ چې بیا وروسته د سین فین له خوا بې ځایه شوو، چې ډېری مخالفین یې د بریټانیا له حکومت سره د مرستو لپاره راټول کړي وو. د سین فین استازو د بریټانیا په پارلمان کې خپلې څوکۍ ونه نیولې، د هغه پرځای یې دوبلین کې خپل نوی پارلمان جوړ او سمدلاسه یې د ایرلنډ جمهوریت اعلان کړ. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. John Peel, "The manufacture and retailing of contraceptives in England." Population Studies 17.2 (1963): 113–125.
  2. Arthur Marwick, The Deluge: British Society and the First World War (1965)
  3. A. J. P. Taylor, English History 1914–1945 (Oxford: Oxford University Press, 1965), p. 128.
  4. A. J. P. Taylor, English History 1914–1945 (1965), p. 139.
  5. A. J. P. Taylor, English History 1914–1945 (1965), p. 140.
  6. A. J. P. Taylor, English History 1914–1945 (1965), p. 183.
  7. A. J. P. Taylor, English History 1914–1945 (1965), pp. 183-184.
  8. A. J. P. Taylor, English History 1914–1945 (1965), pp. 183, 187-188.
  9. Robert Blackburn, "Laying the foundations of the modern voting system: The Representation of the People Act 1918." Parliamentary History 30.1 (2011): 33–52.
  10. Jacquelin Jenkinson, "Black Sailors on Red Clydeside: rioting, reactionary trade unionism and conflicting notions of ‘Britishness’ following the First World War." Twentieth Century British History 19.1 (2007): 29–60.
  11. Kay Blackwell, "Women on Red Clydeside: The Invisible Workforce Debate." Journal of Scottish Historical Studies 21.2 (2001): 140–162.
  12. Kenneth Rose, King George V (2000) p 215 [https://books.google.com/books?id=9BuIAgAAQBAJ&pg=PA40 online excerpt.
  13. Neville Kirk, "The conditions of royal rule: Australian and British socialist and labour attitudes to the monarchy, 1901–11." Social History 30.1 (2005): 64–88, especially p. 80.
  14. H. C. G. Matthew, "George V (1865–1936)" Oxford Dictionary of National Biography
  15. Frank Prochaska, "George V and Republicanism, 1917–1919." Twentieth Century British History 1999 10(1): 27–51.
  16. Fearghal McGarry, The Rising: Easter 1916 (2010).
  17. Caoimhe Nic Dhaibheid, "The Irish National Aid Association and the Radicalisation of Public Opinion in Ireland, 1916–1918." The Historical Journal 55.3 (2012): 705–729.
  18. Nick Pelling, Anglo-Irish Relations: 1798–1922 (2003) pp. 98–109.