برني سندرز
برنارد سندرز (د ۱۹۴۱ کال د سېپټمبر په ۸مه زېږېدلی) یو امریکايي سیاستوال او فعال چې له وېرمانټ څخه د متحده ایالاتو په سنا کې باتجربه سناتور دی. سندرز د متحده ایالاتو د کانګرس په تاریخ کې تر ټولو اوږدې مودې لپاره د ناپېیلې سیاستوال په توګه خدمت کړی، خو له دیموکرات ګوند سره نږدې اړیکې لري، چې د خپلې کاري مودې په ډېره برخه کې یې په کانګرس کې د مشرانو جرګې او سنا له دیموکراتانو سره همکاري کړې او په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې ولسمشرۍ ته د دغه ګوند د نوماندۍ په هڅه کې و چې په یادو دواړو ټاکنیزو سیالیو کې دویم شو. هغه غالباً په متحده ایالاتو کې د پرمختګ پاله غورځنګ د مشر په توګه پېژندل کېږي.
سندرز د کاریګرې طبقې په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی او د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې رالوی شوی، له شیکاګو پوهنتون څخه تر فارغېدو مخکې یې په ۱۹۶۴ کال کې په بروکلین کالج کې زدهکړې وکړې. کله چې زدهکوونکی و، هغه د مدني حقونو د غورځنګ په جریان کې د نژادي مساواتو ګانګرس (CORE) او د زدهکوونکو د عدم تشدد د همغږۍ کمېټې (SNCC) لپاره د لاریون سازمانوونکی و. په ۱۹۶۸ کال کې په وېرمانټ کې تر مېشتېدو وروسته هغه د ۱۹۷۰یمې لسیزې له پیل تر منځني مهال پورې د درېیمې سیاسي ډلې کمپاینونه ناکام کړل. هغه په ۱۹۸۱ کال کې د یو خپلواک په توګه د برلینګټون ښاروال وټاکل شو او درې ځله نور هم همدې بست ته وټاکل شو. هغه په ۱۹۹۰ کال کې د وېرمانټ کانګرس د سترې حوزې په استازولۍ د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې په ټاګنو کې بریالی شو او وروسته یې د کانګرس د پرمختګ لپاره د ګوندي استازو ډله رامنځته کړه. هغه په ۲۰۰۶ کال کې د متحده ایالاتو سنا ته تر ټاکل کېدو مخکې د ۱۶ کلونو لپاره د متحده ایالاتو استازی و او په ځانګړې توګه لومړنی جمهوري غوښتونکی و چې ۱۵۲ کاله وروسته دغې چوکۍ ته ټاکل شوی و. سندرز په ۲۰۱۲ کال او ۲۰۱۸ کې بیاځلي سنا ته وټاکل شو. هغه له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د سنا د تجربه کارانو د چارو د کمېټې او له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د سنا د بودیجې کمېټې مشري وکړه. د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې هغه د مشرانو جرګې د روغتیا، تعلیم کار او تقاعد کمېټې رئیس شو او له مشرانو جرګې څخه د پیټریک لیهي تر تقاعد وروسته د وېرمانټ کانګرس لوړپوړی سناتور او رئیس شو.
سندرز په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د دیموکراتیک ولسمشریزې نوماندۍ ته نوماند شو چې په هر یوه کې دوهم کس شو چې ډېرې رایې یې خپلې کړې. د لومړنیو لږو غوښتنو سره سره په ۲۰۱۶ کال کې د هغه ټاکنیزو سیالیو د وړو ډالرو له بسپنه ورکوونکو څخه د پام وړ لېوالتیا رامنځته کړه چې هغه یې مخکې له دې چې په جولای کې د نهايي نوماندې هېلاري کلینټون پر وړاندې ماته وخوري په ۲۳ مقدماتي او ګوندي ټاکنو کې بریا ته ورساوه. په ۲۰۲۰ کال کې په لومړنیو مقدماتي ټاکنو د او ګوندي ډلو په ټاکنو کې د هغه ځواکمن حضور هغه د دیموکرات نوماندانو په پراخ تاریخي پېر کې په مخکښ نوماند بدل کړ. د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې سندرز خپله نوماندې بایډین ته پرېښوه چې د میدان له محدودېدو سره یې یو لړ غوڅې بریاوې خپلې کړې. هغه پهخپلو ټاکنیزو سیالیو کې د ډونالډ ټرامپ پر وړاندې له کلینټون او بایډن څخه ملاتړ وکړ. هغه له همهغه مهال راهیسې د بایډن د نږدې متحد په توګه څرګند شو. [۱][۲][۳]
سندرز د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو تر کمپاین وروسته د دیموکرات ګوند پر چپ لور د تر ټولو اغېزمن کس په توګه پېژندل کېږي. هغه د پرمختللیو سیاستونو مدافع و، چې له اقتصادي نابرابرۍ او نئولبرالیزم سره د مخالفت او د کاریګرانو له فردي مدیریت څخه د ملاتړ له امله پېژندل شوی دی. هغه د داخلي سیاست په برخه کې د کار له حقونو، د واحدې تادیې روغتیاپالنې، د والدینو له معاش سره رخصتۍ، له فیس پرته درېیمه درجه زدهکړو، اقليمي بدلونو ته له پام سره د دندو د رامنځته کولو لپاره د ګرین نیوډیل (په متحده ایالاتو کې یوه وړاندیز شوې محرکه اقتصادي برنامه، ژباړن) یو داوطلبانه تړون او د کوپراتیفونو، اتحادیو او دیموکراتیکو دولتي شرکتونو له طریقه د صنعتي کارخانو د کاریګرانو له کنترول څخه ملاتړ وکړ. په خارجي سیاست کې هغه د نظامي لګښتونو له راټيټولو، د ديپلوماسۍ او نړیوالې همکارۍ څخه ملاتړ وکړ او د کار حقونو او د نړیوالو سوداګریزو تړونونو په اړه د مذاکرې پر مهال پر چاپېریالي اندېښنو ډېر ټینګار و. سندرز د کاري چاپېریال له دیموکراسۍ څخه ملاتړ کوي او د نورودیک موډل (د دنمارک، ناروې، ایسلند، ناروې او سویډن هېوادونو ټولنیز او اقتصادي موډل، ژباړن) ستاینه یې کړې. ځینو د هغه سیاست له چپ اړخي پاپولیزم/ولس پلوۍ او د ولسمشر فرانکلین ډي. روزولت د نیو ډیل له سیاستونو سره پرتله کړی. [۴]
د ژوند لومړي کلونه
سمولبرنارد سندرز د ۱۹۴۱ کال د سېپټمبر په ۸مه د نیویارک ښار په بروکلین کې زېږېدلی. پلار يې الیاس بن یهودا سندرز (زوکړه ۱۹۰۴-مړینه ۱۹۶۲) د اتریش د ګالیسیا په اسلوپنیس ښار کې چې هغه مهال د اتریش – هنګري برخه و او اوس په پولنډ کې موقعیت لري زېږېدلی و. الیاس سندرز یو پولنډی یهودي کډوال و چې په ۱۹۲۱ کال کې يې متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړ او رنګ پلورونکی شو، که څه هم د هغه کورنۍ په هلوکاسټ کې ووژل شوه. د برني مور ډوروټي سندرز (د ګلسبېرګ له کورني نوم سره) (زوکړه ۱۹۱۲-مړینه ۱۹۶۰) په نیویارک ښار کې زېږېدلې وه. هغه د لري سندرز کشری ورور دی. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سندرز وایي د خپلې کورنۍ مخینې له امله يې په ټيټ عمر کې له سیاست سره مینه پیدا شوه. په ۱۹۴۰ لسیزه کې د هغه ډېر خپلوان د المان تر اشغال لاندې پولنډ کې په هلوکاسټ (د یهودو ټولوژنه) کې ووژل شول. [۱۳][۱۴][۱۵]
سندرز د بروکلین په مېډووډ کې ژوند کړی. ابتدایه ښوونځي يې د P.S. 197 په دولتي ښوونځي کې لوستی چې هلته یې د سیمې په کچه د بسکتبال په سیالۍ کې اتلولي خپله کړه. هغه تر غرمې وروسته په عبري ښوونځي ګدون کاوه او په ۱۹۵۴ کال کې یې د بار میتصوا (په یهودي مذهب کې د مکلفیت یا بلوغ عمر ته د رسېدو مراسم، ژباړن) مذهبي مراسم ونمانځل. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سندرز د جیمز مډېسون په عالي لېسه کې زدهکړې وکړې چې هلته د پللارې د ټيم مشر و او د نیویارک ښار دننه په یو مایلي واټن کې درېیم ځای خپل کړ. په لېسه کې هغه خپلې لومړۍ ټاکنې وبایللې او په هغه کمپاین کې چې په کوریا کې له جګړې ځپلو یتیمانو سره په مرسته متمرکز و، چې د زده کوونکو د پلاوي د ریاست لپاره يې درېیم ځای خپل کړ. هغه له ماتې سره سره د کوریايي یتیمانو لپاره د خپل ښوونځي د مالي مرستو د راټولولو په فعالیتونو کې مرسته وکړه او د بسکتبال یوه خیریه لوبه یې سازمان کړه. سندرز په لېسه کې له اقتصادپوه والټر بلاک سره یوځای زدهکړې وکړې. کله چې هغه ۹ کلن و مور یې د ۴۷ کلونو په عمر کې مړه شوه. پلار یې دوه کاله وروسته د ۵۷ کلونو په عمر ومړ. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
سندرز د یو کال لپاره د ۱۹۵۹ او ۱۹۶۰ کلونو تر منځ د بروکلین په کالج کې زدهکړې وکړې، شیکاګو پوهنتون ته تر انتقال وروسته يې په ۱۹۶۴ کال کې له سیاسي علومو پوهنځۍ څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. په ورپسې مرکو کې سندرز پهخپله ځان د یو متوسط زدهکوونکي په توګه تعریف کړ، ځکه درسي ټولګی ورته «بېربطه او خسته کوونکی و» او ویې ویل چې ټولنیز فعالیتونه تر زدهکړو ورته مهم وو. [۲۵][۲۶]
سرچينې
سمول- ↑ Gambino, Lauren (March 10, 2019). "'Not the billionaires': why small-dollar donors are Democrats' new powerhouse". The Guardian. ISSN 0362-4331. بياځلي په February 25, 2020.
- ↑ McCrummen, Stephanie (February 5, 2016). "His Most Radical Move". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په February 5, 2016. بياځلي په January 21, 2017.
- ↑ Vargas, Ramon Antonio (2023-08-28). "Bernie Sanders urges left to back Biden to stop 'very dangerous' Trump". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2023-09-01.
- ↑ Müller, Jan-Werner (2020-01-23). "Opinion | Please Stop Calling Bernie Sanders a Populist". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2023-09-04.
- ↑ * Horowitz, Jason (July 24, 2015). "Bernie Sanders's '100% Brooklyn' Roots Are as Unshakable as His Accent". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په July 24, 2015. بياځلي په February 18, 2016.
- "Bernie Sanders". Jewish Virtual Library. American-Israeli Cooperative Enterprise. بياځلي په February 18, 2016.
- "Bernie Sanders Biography". Biography.com. A&E Television Networks, LLC. بياځلي په February 18, 2016.
- "Sanders, Bernard (1941 – )". Biographical Directory of the United States Congress. Office of the Clerk of the United States House of Representatives' Office of History and Preservation and the Office of the Historian of the United States Senate. بياځلي په February 18, 2016.
- ↑ "Season 4, Episode 1: The Impression". Finding Your Roots. October 3, 2017. بياځلي په February 9, 2020.
- ↑ "Bernie Sanders' ancestral town in Poland kvells over his Iowa performance". Jewish Telegraphic Agency. February 2, 2016. بياځلي په February 3, 2016.
- ↑ New York Passenger Lists, 1820–1957 immigration record: Eliasz Gitman, sailing from Antwerp, mother Jetti Gutman, citizenship in 1927 as Elias Sanders.
- ↑ Chana, Jas (August 20, 2015). "Straight Outta Brooklyn, by Way of Vermont: The Bernie Sanders Story". Tablet. بياځلي په January 20, 2016.
Soltys told them that at the time the Nazis invaded Poland, Romek was the leader of Slopnice's Jewish community. "Which of course," Larry said, "meant he was one of the first to be killed."
- ↑ Kelly, Amita (April 29, 2015). "5 Things You Should Know About Bernie Sanders". NPR. بياځلي په July 19, 2015.
- ↑ Gaudiano, Nicole (April 28, 2015). "OnPolitics: 6 things to know about Bernie Sanders". USA Today. خوندي شوی له the original on July 27, 2015. بياځلي په July 19, 2015.
- ↑ * Leibovich, Mark (January 21, 2007). "The Socialist Senator". The New York Times Magazine. خوندي شوی له اصلي څخه په January 24, 2007. بياځلي په July 18, 2015.
- Kelly, Amita (April 29, 2015). "5 Things You Should Know About Bernie Sanders". NPR. بياځلي په July 19, 2015.
- McCaskill, Nolan D (March 6, 2016). "Sanders: 'My father's family was wiped out by Hitler'". Politico. بياځلي په April 15, 2017.
- ↑ * Sathish, Madhuri (August 28, 2015). "Bernie Sanders' Quote About Hitler Winning An Election Is Powerful. It's Also Misleading". Bustle. خوندي شوی له اصلي څخه په January 21, 2016.
- Feldmann, Linda (June 11, 2015). "Bernie Sanders: 'I'm Proud to be Jewish'". The Christian Science Monitor. بياځلي په June 13, 2015.
'I'm proud to be Jewish,' the Independent from Vermont – and candidate for the Democratic presidential nomination – responded Thursday at a press breakfast hosted by the Monitor. Though, he added, 'I'm not particularly religious.' As a child, Sanders said, being Jewish taught him 'in a very deep way what politics is about. A guy named Adolf Hitler won an election in 1932,' the senator said. 'He won an election, and 50 million people died as a result of that election in World War II, including 6 million Jews. So what I learned as a little kid is that politics is, in fact, very important.'
- Keith, Tamara (November 2, 2015). "Sanders Could Be The First Jewish President, But He Doesn't Like To Talk About It". NPR. بياځلي په February 9, 2020.
- Feldmann, Linda (June 11, 2015). "Bernie Sanders: 'I'm Proud to be Jewish'". The Christian Science Monitor. بياځلي په June 13, 2015.
- ↑ "Season 4, Episode 1: The Impression". Finding Your Roots. October 3, 2017. بياځلي په February 9, 2020.
- ↑ * Leibovich, Mark (January 21, 2007). "The Socialist Senator". The New York Times Magazine. خوندي شوی له اصلي څخه په January 24, 2007. بياځلي په July 18, 2015.
- Kelly, Amita (April 29, 2015). "5 Things You Should Know About Bernie Sanders". NPR. بياځلي په July 19, 2015.
- McCaskill, Nolan D (March 6, 2016). "Sanders: 'My father's family was wiped out by Hitler'". Politico. بياځلي په April 15, 2017.
- ↑ * Horowitz, Jason (July 24, 2015). "Bernie Sanders's '100% Brooklyn' Roots Are as Unshakable as His Accent". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په July 24, 2015. بياځلي په February 18, 2016.
- "Bernie Sanders". Jewish Virtual Library. American-Israeli Cooperative Enterprise. بياځلي په February 18, 2016.
- "Bernie Sanders Biography". Biography.com. A&E Television Networks, LLC. بياځلي په February 18, 2016.
- "Sanders, Bernard (1941 – )". Biographical Directory of the United States Congress. Office of the Clerk of the United States House of Representatives' Office of History and Preservation and the Office of the Historian of the United States Senate. بياځلي په February 18, 2016.
- ↑ Bump, Philip (January 29, 2016). "The untold story of Bernie Sanders, high school track star". The Washington Post. بياځلي په January 29, 2016.
- ↑ Felsenthal, Carol (May 4, 2015). "Bernie Sanders Found Socialism at the University of Chicago". Chicago. بياځلي په July 18, 2015.
He graduated from Brooklyn's P.S. 197 and James Madison High School where he was captain of his high school track team.
- ↑ Smith, Nicola (January 17, 2016). "Bernie ropes in British brother for showdown with Clinton". London: Sunday Times. کينډۍ:ProQuest.
- ↑ Bump, Philip (January 29, 2016). "The untold story of Bernie Sanders, high school track star". The Washington Post. بياځلي په January 29, 2016.
- ↑ * Leibovich, Mark (January 21, 2007). "The Socialist Senator". The New York Times Magazine. خوندي شوی له اصلي څخه په January 24, 2007. بياځلي په July 18, 2015.
- Kelly, Amita (April 29, 2015). "5 Things You Should Know About Bernie Sanders". NPR. بياځلي په July 19, 2015.
- McCaskill, Nolan D (March 6, 2016). "Sanders: 'My father's family was wiped out by Hitler'". Politico. بياځلي په April 15, 2017.
- ↑ Hamm, Theodore (July 7, 2020). "In Bernie's Brooklyn, Political Revolution Was Mainstream". Jacobin. بياځلي په July 25, 2020.
- ↑ Chana, Jas (August 20, 2015). "Straight Outta Brooklyn, by Way of Vermont: The Bernie Sanders Story". Tablet Magazine. Nextbook Inc. بياځلي په March 15, 2021.
- ↑ "Eli Sanders". Geni.com. September 12, 1904. بياځلي په January 23, 2016.
- ↑ "Bernie Sanders Fast Facts". CNN. August 20, 2015. بياځلي په October 13, 2015.
- ↑ Talbot, Margaret (October 12, 2015). "The Populist Prophet". The New Yorker. بياځلي په February 9, 2020.