برسات (د ۱۹۹۵ فيلم)
برسات (پښتو ژباړه؛ باران) د ۱۹۹۵ کال د هند د هندۍ ژبې يو رومانټيک اکشن فيلم دی، مرکزي ستورې يې بابي ډېول او ټوینکل کنها ده. ويل کېږي چې بابي ډېول او ټوينکل کنا د لومړي ځل لپاره په همدې فيلم کې د ستورې په توګه راڅرګند شوي دي. دا فيلم د راجکمار سنتوشي لخوا ډايرکټ شوی وو.
برسات | |
---|---|
لارښود(ه) | راجکومار سنتوشي |
توليدوونکی(ې) | درمندر |
ليکوال(ه) | شيام ګوپتا راجکومار سنتوشي |
لوبغاړي | بابي ډېول ټنوېکل کنها راج بابړ موکېش کنها داني دينزوکپا |
د سندرو جوړوونکی/ې | سندرې: نديم-شروان ثبت: لوييس بانکس |
فيلم اخيستونکی/ې | سنتوش سيوان |
ايډېټور | ماييکار |
تولیدوونکې کمپنۍ | ويجيتا فيلمز |
وېشونکی | ويجيتا فيلمز |
خپرېدو نېټه |
|
وخت | ۲ ساعته او ۵۰ دقيقې |
هېواد | هند |
ژبه | هندي |
پانګه | 8.25 کروړه هندي روپۍ[۱] |
د پلور ګټه | 34 کروړه هندي روپۍ[۱] |
ډېول او کنها دواړو د غوره پیل کولو کټګوریو کې د «فيلم فاير» جایزه وګټله. د یادولو وړ ده چې ډېول له دې فيلم لس کلونه وروسته په ۲۰۰۵ کې يوځل بيا په دې نوم فيلم جوړ کړ.
کيسه
سمولبادل (بابي ډېول) یو کليوال خو هوښیار ځوان دی چې له یوه کوچيني کلي څخه لوی ښار ته په پوهنتون کې د زده کړې لپاره راځي. هغه د ښار ژوند ته د خپل پخواني کلیوال ډمرو (هاریش پټیل) لخوا هڅول شوی. په پوهنځي کې د هغه له ښکلې او مغرورې ټینا اوبرای (ټوینکل کنها) سره لیدل کېږي او د یو څو غلط فهمیو او غلطو کارونو وروسته، دوی په مینه کې سره ښکېلېږي. او په مېنځ کې...
لوبغاړي
سمول- بابي ډېول د بادل په توګه
- ټوینکل کنها د ټینا اوبرای په توګه
- راج ببر د دنیش اوبیري په توګه
- موکیش کنها د بهیرون په توګه، د بادل پلار
- هریش پټېل د ډمرو "ډیني" په توګه
- انجان سریواستو د مولا رام په توګه
- بهارت کپور د آر کې مهرا په توګه
- اشوین کوشل د بهوشي په توګه
- وجې کشیپ د کپورچند په توګه
- ویجو کوټ د ټام ټام په توګه
- شهزاد خان د خان ورور په توګه
- سریش بهګاوت د رییس په توګه
- ډیني ډینزونګپا د ACP نیګي په توګه
- کرن جونیجا د ټینا مړې شوي مور په توګه
توليد
سمولپه پیل کې شیکر کپور د دې فلم ډایرکټرۍ لپاره ټاکل شوی وو او له ډېول سره یې یوه صحنه ډکه کړې وه. [۲] خو وروسته د يوه دليل له امله راج کمار سنتوشي د ډایرکټر په توګه وټاکل شو او دنده يې ترسره کړه.
په لندن کې د یوې صحنې د ډکولو پر مهال ډېول په پښه ټپي شو او د یو کال لپاره یې لکړې کارولې. هغه د خپلې ټپي پښې سره د ګپت: پټ حقیقت فلم شوټینګ ته دوام ورکړ. [۳] [۴]
سندرې
سمول# | عنوان | سندرغاړي | اوږدوالی |
---|---|---|---|
1. | "همکو سرف تمسه" | کمار سانو ، الکا یاګنیک | ۰۶:۴۹ |
2. | "مینه توجه مینه مین کارته" | کمار سانو، الکا یاګنیک | ۰۵:۴۶ |
3. | "دل پاگل دیوانه" | کمار سانو | ۰۵:۴۹ |
4. | "ایک حسین لادکی سی" | سونو نګام ، الکا یاګنیک | 08:34 |
5. | "عشق مې یو پال" | سونو نګام، کویتا کرشنامورتي | ۰۸:۱۶ |
6. | "نه یه هو نه سکته" | کمار سانو، سادنا سرګم | 06:04 |
7. | "همکو پادهی سی کیا" | کمار سانو | 06:41 |
۸. | "همکو سرف تمسه" | ( وسيله ) | ۰۵:۴۴ |
۹. | "مینه توجه مینه مین" | ( وسيله ) | ۰۵:۱۲ |
د فيلم جايزې
سمول- غوره نارینه لومړی فلم - بابي ډېول (ګټونکی) [۵]
- غوره ښځینه لوباغاړې - ټوینکل کنها (ګټونکې) [۶] [۷]
- غوره سینماګرافر - سنتوش سیوان (ګټونکی)
- غوره غږ - راکیش رنجن (ګټونکی)
- په منفي رول کې غوره فعالیت - ډیني ډینزونګپا ( نوماند)
اړونده ليکنې
سمول- د 1995 کال د بالیووډ فلمونو لیست
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Barsaat – Movie". Box Office India.
- ↑ . 1 March 2020.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 18 December 2019.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 15 June 2018.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 6 July 2015.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . Mumbai. 18 February 2015.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 10 September 2015.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help)