برابره موکه

برابره موکه د انصاف او بې پلوۍ هغه حالت دی، چې له وګړو سره په کې په ورته ډول چلند کېږي، چې له هغه وخت څخه پرته، چې ځانګړي توپيرونه په کې په څرګند ډول عادلانه ثابتېږي، د مصنوعي خنډونو او تعصب يا غوره توبونو په واسطه په کې لاسوهنه نه کېږي. موخه دا ده چې په يوه اداره کې مهمې دندې بايد هغو خلکو ته ورکړل شي، چې خورا وړ دي (هغه اشخاص چې يوه ورکړل شوې دنده په خورا مناسب ډول تر سره کړي) او د هغو لاملونو له مخې بیاد اشخاصو ته ورنه کړل شي، چې اختياري وي يا هم په دندې پورې اړه ونه لري. لکه: د زېږون حالتونه، پالنه، غوره خپلوان يا ملګري درلودل، مذهب، جنسيت، توکم، نژاد، ذات يا نسب، يا بې اختياره شخصي صفتونه لکه معلوليت، عمر، د جنډر پېژندنه يا جنسيتي تمايل. [۱][۲][۳][۴][۵]

د دې مفهوم د پلويانو له نظره د پرمختګ موکې بايد د هر چا لپاره پرانېستې وي، پرته له دې چې شتمني، دريځ يا په يوه امتيازي ډله کې غړيتوب په پام کې ونيول شي. دا نظريه په اصل کې د ټاکنې له بهير څخه د خپلسرۍ يا اختياري غوراوي له منځه وړل دي، چې د دندې د ډول اړوند د ارزونې بهير په درلودلو سره ټاکنه د انصاف د وار له مخه منل شوي بنسټ پر اساس کوي او پر کړنلارو او قانوني لارو چارو ټينګار کوي. اشخاص بايد لکه د مور او پلار د ښه اړيکې درلودلو په څېر نا اړوند شرطونو پر ځای د خپلو هڅو پر بنسټ بريالي يا بې پايلې شي. برابره موکه د خپلوۍ پالنې يا نيپوټيزم خلاف ده او په دې برخه کې ونډه لوبوي، چې ايا يو ټولنيز جوړښت مشروع ګڼل کېږي که نه. ياد مفهوم د عامه ژوند د ګومارنې او زده کړو په څېر برخو کې د پلي کېدلو وړ دی، چې ګټې په کې کسب او تر لاسه کېږي، که څه هم په نورو زياتو برخو کې هم پلي کېدلی شي. د برابرې موکې مفهوم د غوريز واکۍ [د تر ټولو وړ وګړو په لاس د چارو اداره کول] د مفهوم پر وړاندې مرکزي حيثيت لري. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

بېلابېل سياسي نظرونه سمول

بېلابېل سياسي نظر لرونکي زياتره وخت مفهوم ته په بل ډول ګوري. د برابرې موکې مانا د سياسي فلسفې، ټولنپوهنې او روانپوهنې په څېر برخو کې تر بحث لاندې نيول کېږي. دا مفهوم د پور ورکولو، کور جوړولو، پوهنځي ته د ننوتلو د حقونو، د رايې کارونې حقونو او داسې نورو په ګډون له ګومارنې ورهاخوا په زياتېدونکي ډول پراخه برخو کې پلې کېږي. په لرغوني يا کلاسيک مفهوم کې، برابره موکه د قانون د برابرۍ او د وړتيا له مخې د اشخاصو په واسطه د چارو د اداره کولو له نظريې سره نږدې تړاو لري. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په عمومي ډول د موکې برابري او برابره موکه اصطلاحات کله ناکله په لږو توپيرونو سره يو پر بل بدلېدونکي دي؛ لومړنۍ اصطلاح د يو مجرد يا ذهني سياسي مفهوم اوسېدلو يو څه زياته معنا لري، په داسې حال کې چې «برابره موکه» ځيني وختونه د يو ګومارونکي، د ګومارنې د لارې چارې يا قانون د مشخص کولو په موخه، په عمومي ډول د ګومارنې د مقرراتو په برخه کې د يو صفت په توګه کارول کېږي. د برابرې موکې احکام په مقرراتو کې ليکل شوي او محکمو کې تر بحث لاندې نیول شوي دي. دا اصطلاح ځيني وختونه د توپيري چلند پر وړاندې د قانون حق په توګه درک کېږی. دا يوه هيله ده چې د وروستيو څو پېړيو پر مهال لويديځو هېوادونو کې په زياتېدونکي ډول خپره شوې ده او له ټولنيز فعاليت (زياتره د پرمختګ او پانګې له کيسو) سره نغښتل شوې ده: [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د فرانسې راتلونکی ولسمشر د بوټ جوړونکي لمسی دی. اوسنی ولسمشر د يو بزګر زوی دی. له هغه څخه مخکې ولسمشر يو ځل بيا په عاجزۍ سره د کښتۍ له لارې د توکو د لېږد رالېږد سوداګرۍ برخه کې خپل ژوند پيل کړ. په لرغوني ملت يا هېواد کې د نوي قانون له مخې په يقيني ډول د موکې برابري شته. [۲۰]

نظريه سمول

د فلسفې د سټينفورډ دايرة المعارف “Stanford Encyclopedia of Philosophy” له مخې نوموړی مفهوم انګيري، چې ټولنه د ونډو يو له بل څخه د بېلې لړۍ په درلودلو سره ډلبندي کېږي، چې ځينې ونډې د نورو په پرتله ډېرې د پام وړ دي. د موکې د برابرۍ ګټه دا ده، په شرکتونو، ټولنو، غير انتفاعي ادارو، پوهنتونونو او داسې نورو ځايونو کې د غوښتل شويو ونډو لپاره د ټاکنې عادلانه بهير رامنځته کوي. د يوې نظريې له مخې د موکې د برابرۍ او سياسي جوړښت تر منځ هيڅ «رسمي اړيکه» نه شته، په دې مانا چې په ديموکرات، اتوکرات يا مطلق العنال [هغه حکومت چې ټول واک په کې د يو شخص په لاس کې وي] او کمونيستي هېوادونو کې د موکې برابري شتون لرلی شي، که څه هم دا مفهوم په بنسټيز ډول د سيال بازار اقتصاد سره تړاو لري او د ديموکراتيک ټولنو په قانوني چارچوکاټ کې ځاي ځای په ځای شوی دی. د بېلابېلو سياسي ليدلوريو لرونکي خلک د موکې برابرۍ ته په بېلابېل ډول ګوري: ليبرالان د ياد مفهوم د ډاډمنولو لپاره د اړينو شرطونو په اړه همغږي نه دي او د زياتره «پخواني دود» له مخې محافظه کاران نابرابري او د مراتبو سلسله په ټوله کې د دود لپاره د درناوي په توګه ګټور ګڼي. دا اصطلاح کولی شي د ځانګړې ګومارنې د پرېکړو، يا د يو مشخص شرکت له لورې د ګومارنې د ټولو پرېکړو او يا د ټول هېواد لپاره د ګومارنې د پرېکړو د واکمنو اصولو په برخو کې پلي شي. د برابرې موکې د عمل سيمه د لږه کيو ډلو د حقونو اړوند مسايلو د رانغاړلو په پرتله پراخه شوې ده، مګر د استخدام، ګومارنې، روزنې، له کار څخه د ايستنې، د دندې له منځه وړلو، پرمختګونو، ځواب وينې، معاشونو، د ناروغۍ رخصتي، رخصتۍ، تر ټاکلي وخت زيات کار، بيمې، تقاعد، د تقاعد د حقونو او بېلابېلو نورو ګټو اړوند لارې چارې پوښي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ياد مفهوم د رايې اچونې مرکزونو ته د لاسرسي، د ايډز ناروغانو ته د چمتو شوې پاملرنې، دا چې ايا سړي او ښځې په يوه فضايي بېړۍ کې د سفر کولو برابرې موکې لري، دوه ژبنۍ زده کړو، برازيل کې د پوستکي د موډل د پوستکي د رنګ، سياسي نوماندانو لپاره د تلوېزيوني وخت، پوځي پرمختګونو، پوهنتونونو کې د داخلې يا ننوتلو د حق او متحده ايالتونو کې د توکم په ګډون د عامه ژوند په بېلابېلو اړخونو کې پلی شوی دی. نوموړې اصطلاح د برابرۍ له ځينو مفکورو سره تړاو لري او زياتره وخت د پايلې د برابرۍ او د خپلواکۍ د برابرۍ په څېر مفهومونو سره توپير لري. برابره موکه د ټولنيز پوړ یا نژاد يا پراخه کورنۍ په څېر يوه ډله کې د غړيتوب پر بنسټ د يو شخص د وړتياوو پر ځای د نوموړي پر شخصي هيله او ذکاوت او وړتياوو باندې ټينګار کوي. برسېره پر دې دا اصطلاح هغه وخت ناعادلانه ګڼل کېږي، چې د يو شخص خپلسري يا غير ارادي عوامل هغه څه د پام وړ اغېزمن کړي، چې له نوموړي سره پېښېږي. برابره موکه بيا پر يو مناسب بهير باندې ټينګار کوي، چې په خلاف يې د پايلې برابري پر مناسبه پايله ټينګار کوي. په ټولنپوهنيزه شننه کې برابره موکې هغه عامل ګڼل کېږي، چې له ټولنیز فعاليت سره مثبت تړاو لري؛ په دې مانا چې  برابره موکې لوړې کچې ته د هوساينې په رسولو سره ټولنې ته ګټه رسولی شي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

بېلابېل ډولونه سمول

بېلابېل مفاهيم شته چې د موکې د برابرۍ تر بحث لاندې نيول کېږي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د موکې رسمي برابري د ناعادلانه مستقيم توپيري چلند نه شتون ته وايي. دا برابري غواړي چې فکري توپيري چلند بايد مناسب او د وړتيا له مخې وي. د بېلګې په ډول: د دندې مرکې بايد د غوښتونکو پر وړاندې يوازې د دندې لپاره د نه وړتيا يا بې کفايتۍ له امله توپيري چلند وکړي. پوهنتونونه بايد د هغه زيات وړ غوښتونکي پر ځای چې د زده کړو اداينه نه شي کولی، لږ وړ غوښتونکی ونه مني.

د برابرۍ رښتينې برابري د نامستقيم توپيري چلند نه شتون ته وايي. دا ډول برابري غواړي چې ټولنه بايد عادله وي او چارې په کې د وړتيا له مخې اداره شي. د بېلګې په ډول: د کار پر مهال د يو شخص د مړينې شونتيا بايد له دې امله زياته نه وي، چې نوموړی په داسې هېواد کې زېږېدلی دی، چې د کار ککړ يا فاسد قانون په کې نافذ دی. هيڅوک بايد له ښوونځي څخه له دې امله ونه ويستل شي، چې کورنۍ يې پوره وخت ساتونکي يا معاش اخېستونکي ته اړتيا لري.[۳۸]

د موکې رسمي بر ابري د موکې د رښتينې برابرۍ مانا نه لري. د هرې اميندواره کارکونکې ګوښه کول په رسمي ډول برابر دي، مګر په رښتيني ډول ښځو ته خورا زيان رسوي.

سرچينې سمول

  1. Paul de Vries (September 12, 2011), "equal opportunity", Blackwell Reference, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Richard Arneson (August 29, 2008). "Equality of Opportunity". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  “(Fall 2008 Edition)” 
  3. Yo Jackson, المحرر (2006), Encyclopedia of multicultural psychology, Sage Publications, د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4129-0948-1, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nicole Richardt; Torrey Shanks (2008), Equal Opportunity, International Encyclopedia of the Social Sciences, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱, via Encyclopedia.com الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kamarck, Kristy N. "Diversity, Inclusion, and Equal Opportunity in the Armed Services: Background and Issues for Congress" (PDF). eCommons. Cornell University Library. د کتاب پاڼې 42. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. John W. Gardner (1984), Excellence: Can we be equal and excellent too?, Norton, د کتاب پاڼې 47, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-393-31287-9, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Gender Equality". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2015-12-16. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Valentino Dardanoni, University of Palermo, Gary S. Fields, Cornell University, John E. Roemer, Yale University, Maria Laura Sánchez Puerta, The World Bank (2006), "How Demanding Should Equality of Opportunity Be, and How Much Have We Achieved?", Cornell University – Digital Commons ILR, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۲, Agreement is widespread that equality of opportunity holds in a society if the chances that individuals have to succeed depend only on their efforts and not on extraneous circumstances. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  9. Marjorie Conley (په September 9, 2003 باندې). Sciences Po – an elite institution's introspection on its power, position and worth in French society. portfolio
  10. Crossman, Ashley. "Understanding Meritocracy From a Sociological Perspective". ThoughtCo (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ricardo Paes de Barros. Francisco H. G. Ferreira, Jose R. Molinas Vega, and Jaime Saavedra Chanduvi (2009), Measuring inequality of opportunity in Latin America and the Caribbean, Palgrave Macmillan and the World Bank, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8213-7745-1, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱, page xvii الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  12. Carol Kitman (September 12, 2011), equal opportunity, Merriam-Webster Dictionary, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Swire, Peter P. "Equality of opportunity and investment in creditworthiness. (Symposium – Shaping American Communities: Segregation, Housing & the Urban Poor)". University of Pennsylvania Law Review. University of Pennsylvania, Law School. 1995. Highbeam Research article September 12, 2012.
  14. Young, Michael (1963) [1958]. The Rise of the Meritocracy. Great Britain: Penguin Books. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56000-704-4. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Steven Greenhouse (په December 21, 2010 باندې). E.E.O.C. Sues Kaplan Over Hiring.
  16. Nicole Richardt; Torrey Shanks (2008), Equal Opportunity, International Encyclopedia of the Social Sciences, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱, via Encyclopedia.com الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hill, Gerald N.; Hill, Kathleen (1997). Real life dictionary of the law: taking the mystery out of legal language. Los Angeles: General Pub. Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781575440545. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. equal opportunity, Merriam-Webster, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mark Bevir, المحرر (2010), Encyclopedia of Political Theory, SAGE Publications, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412958653, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱, (see pages 452–453) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. The Montreal Gazette (په January 20, 1906 باندې). Equal Opportunity.
  21. Richard Arneson (August 29, 2008). "Equality of Opportunity". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  “(Fall 2008 Edition)” 
  22. Boyd Childress (September 12, 2011), Equal Opportunity, Encyclopedia of Business, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. John Michael Jenkins, J. J. J. Pigram (editors) (2005), Encyclopedia of leisure and outdoor recreation, Routledge, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-203-67317-4, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱, (see page 141) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  24. Gordon Marshall (1998), Social justice, Encyclopedia.com, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱, John Rawls's famous 'difference principle' ... (see his A Theory of Justice, 1972) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. staff writers (په November 30, 2009 باندې). The Royal College of Nursing has called for an increase in the number of specialist nurses working with HIV patients.. BBC News.
  26. (په March 5, 2002 باندې). Army Promotion Process Is Held Unconstitutional by U.S. Judge.
  27. Howard Klieman (په September 12, 2011 باندې). Equal Time Rule: U.S. Broadcasting Regulatory Rule. Museum of Broadcast Communications
  28. (په June 20, 2009 باندې). Brazil fashion week goes equal opportunity.
  29. Robert Garcia (په August 18, 1989 باندې). Bilingual Education Means Equal Opportunity (letter to the editor).
  30. (په April 17, 2010 باندې). Space mom wants equal opportunity for all.
  31. staff writers (په September 21, 2010 باندې). Equality of opportunity committee. BBC
  32. (په September 14, 1993 باندې). Illiterate Americans (opinion).
  33. Celia W. Dugger (په February 29, 1992 باندې). U.S. Study Says Asian-Americans Face Widespread Discrimination. The New York Times.
  34. Laura, Laubeová (2000), Encyclopedia of The World's Minorities, Fitzroy Dearborn Publishers, د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 13, 2012 باندې, د لاسرسي‌نېټه سيپټمبر 12, 2011, This complex and contested concept ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Mark Bevir, المحرر (2010), Encyclopedia of Political Theory, SAGE Publications, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412958653, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱, (see pages 452–453) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Barbara Bagihole, Equal Opportunities and Social Policy: Issues of gender, race and disability, (pp. 37–39, 183–84)London: Longman, 1997
  37. Mark Bevir, المحرر (2010), Encyclopedia of Political Theory, SAGE Publications, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412958653, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. https://milescorak.files.wordpress.com/2013/07/income-inequality-equality-of-opportunity-and-intergenerational-mobility.pdf کينډۍ:Bare URL PDF