بخت خان يا جنرال بخت خان بړېڅ ( په انگرېزي ژبه : Bakht Khan Rohilla ) يو افغان پوځي مېړنی ځوان و چې (1797–1859زېږيز) کې ژوند کړی . د ځينو سرچينو په حواله دی د موغل باچا بهادرشا ظفر په وخت د انگرېزانو په پوځ کې د سيمې او پولو ساتنې عمومي بولندوی و .

په پېښور کې د بخت خان بړېڅ پژۍ

مخينه

جنرال بخت خان بړېڅ د بخت خان په نامه شهرت موندلی و . دی د عبدالله خان ضيغم زوی و ، چې د نواب حافظ الملک حافظ رحمت خان بړېڅ د کورنۍ له مهمو غړو څخه گڼل کېده . د هند د آزادۍ په جگړه کې بخت خان بړېڅ يو فعال پوځي بولندوی و . د همدې فعالې ونډې څخه ېې د عمر اټکل شوی چې ویل کېږي دغه مهال به نوموړی د دېرشو يا پنځه دېرشو کلونو په شاوخوا کې و . نوموړی د پرنگيانو په توپخانه کې نوکر شو ، خو د لږې مودې وروسته چې کله ېې د انگرېز نارواوې وليدې نو د هغه د پښتني او اسلامي اخلاقو له کبله چې ېې درلودې ځان خپلواکه کړ . دی د تېر مهال د تاریخ په کتو ، د عالمانو سره ناستې پاڅې د غزا او جرگو په هکله د مالوماتو ترلاسه کولو په لړ کې دېته اړ شو چې د انگرېزانونوکري پرېږدي او په مقابل کې ېې راپورته شي .

زده کړې

جنرال بخت خان خپل د وخت دوديزه علوم لوستلي و او همدا رنگه ېې د جنگ فنون هم په ښه توگه زده کړي و .

دهند جگړې کې ونډه

کله چې په کال ۱۸۷۵م .ز له ميرټهـ څخه تر کلکتې پورې د يرغلگرو پرنگيانو پر خلاف د هند د آزادۍ جنگ ونښت ، جنرال بخت خان بړېڅي د روهيلکهنډ په برېلي کې د خپل پير سرفراز علی شاه څخه د جهاد اجازه او فتوا واخيستله . د همدې کال د مۍ د مياشتې په ۲۹مه نېټه ېې د توپ په يوه ډز سره په بريلي کې د سپېڅلي جهاد اعلان وکړ او د مې په يودېرشمه نېټه ېې نواب خان بهادر خان بړېڅي د روهيلکهنډ د نوابۍ په دريڅ کېناوه .

د روهيلکهنډ نواب او سکه وهل

د روهيلکهنډ نواب خان بهادر خان بړېڅ نومېده . دی د نواب رحمت الله خان بړېڅ لمس و چې د بخت خان په مېړانې او ټينگ تدبير سره ېې پر (برېلي) ولکه جوړه کړه او شاوخوا سيمې هم د هغه ولکې ته ورغلې . بخت خان ، خان بهادر خان ته د ( بهادر شاه) لقب ورکړ . ده لومړی ( بدايون ) ونيو بيا له فرخ آباد نومي سيمې څخه تېر شو پر (بلب گړهـ ) وروخاته او دلته د بهادرشاه (نواب خان بهادرخان بړېڅي ) سکه جاري شوه .

د هندوـ انگرېز چل اود بهادرشاه دار ته خېجول

سرچينې

  1. en.wikipedia.org
  2. د آريانا دايره المعارف ۲۰۰۸ ز.

باندنۍ تړنې

http://www.pukhtunkhwa.com/id4.html Archived 2012-03-14 at the Wayback Machine.