بت (بت) ړنګوونه

بت ړنګوونه (له یوناني څخه: εἰκών، eikṓn، 'بت، نښه یا شکل' + κλάω، kláō '  ماتول ' ) د نښو او نورو انځورونو یا تاریخي آثارو د وېجاړولو ټولنیز باور دی. هغه خلک چې په بت ړنګوونه کې ښکېل دي یا یې ملاتړ کوي بت ماتوونکي بلل کېږي، دا اصطلاح له انځوریز پلوه هر هغه شخص ته کارول کېږي چې " ګرانې عقیدې یا درانه بنسټونه په دې اساس چې ناسم یا زیانمن دي، ننګوي."   [۱]

برعکس، هغه څوک چې د دیني انځورونو ته درناوی کوي یا هغوی ته په درنه سترګه ګوري، (د بت ماتوونکو له لوري) بت پاله بلل کېږي؛ په بیزانسي مفهوم کې داسې شخص ته آکنوډول (iconodule) یا آکنوفایل (iconodule) ویل کېږي. په بت ړنګوونه کې عموماً د یوه ځانګړي واکمن یا واکمنې له مړینې یا له واکه لرې کېدو څخه وروسته د دوی د انځورونو وېجاړول شامل نه دي، دا عمل د یادښت محکومیت (damnatio memoriae) په نوم یادېږي.   [۲]

پداسې حال کې چې بت ړنګوونه ممکن د یوه بېل دین پیروانو له خوا ترسره شي، چې معمولا د همدې دین د فرقو ترمنځ د مذهبي شخړو پایله ده. دا اصطلاح د بیزانس بت ماتونې څخه سرچینه اخلي، هغه مبارزې چې په بیزانسي سترواکۍ کې د ۷۲۶ میلادي کال څخه تر ۸۴۲ میلادي کال پورې د دیني نښو د پلویانو او مخالفینو ترمنځ وې. د بت ماتونې درجې د دینونو او د څانګو په منځ کې یې زیات توپیر لري، خو د ابراهیمي دینونو په څېر په هغو دینونو کې ډېرې پیاوړي دي چې د بت پرستۍ مخالفت کوي، د دیني مفهوم څخه باندې، بت ړنګوونه هغو غوځنګونو ته ویل کېدی شي د یوې آیډیالوژۍ یا لامل نښې پراخې وېجاړې وکړي، لکه د فرانسې د انقلاب په اوږدو کې د سلطنتي نښو وېجاړونې.  

لومړنۍ دیني بت ړنګوونه   سمول

لرغونی دوران   سمول

د برونزو په دوران کې، د بت یا نښو د ماتونې ترټولو مهمه پېښه په مصر کې د عمارنه دورې په په اوږدو کې رامنځ ته شوه، په دې دوره کې آخناتون، چې په خپله نوې پلازمېنه، آختاتون کې مېشت ؤ، د دودیزو خدایانو په وړاندې د نازغمۍ د مبارزې او په دولتي واحد پرسته دود باندې د نوي ټینګار ترڅنګ چې په آتن خدای، د لمر سترګه باندې تمرکز کوي، د مصر په هنري طریقو کې د پام وړ بدلون رامنځته کړ، چې په پایله کې یې زیاتره معبدونه او تاریخي آثار وېجاړ شول:   [۳][۴]

آخناتون د زاړه دین او د آمون ځواکمنو پادریانو په وړاندې په بغاوت کې د مصر د ټولو دودیزو خدایانو د له منځه وړلو امر وکړ. هغه شاهي چارواکي واستول ترڅو په قبرونو، د معبد په دېوالونو او لوحو باندې د آمون او نورو معبودانو د نومونه هره نښانه تراش او له منځه یوسي ترڅو د خلکو په فکرونو کې ځایناستی کړي چې آتن یو رېښتینی خدای ؤ.  

د آخناتون عامه نښانې د هغه له مړینې وروسته ژر له منځه یوړل شوې. جان اسمان د لرغونو مصریانو او د بني اسرائیلو په پرتله کولو سره داسې لیکي:   [۵]

د مصر لپاره ترټولو لوی ډار د فرقې د انځورونو وېجاړول یا تښتول وو. د بنی اسرائیلو له نظره د انځورونو جوړول د الهي شتون د له منځه وړلو په معنی وو؛ د مصریانو له نظره د انځورونو په له منځه وړلو سره همدا اغېزه لاسته راتله. په مصر کې بت ړنګوونه تر ټولو ناوړه دیني جرم ؤ. په اسرائیلو کې ترټولو لوی دیني جرم بت پرستي وه. په دې برخه کې اوسارسیف چې مستعار نوم یې آخناتون ؤ، بت ماتوونکی، او همدارنګه زرین خوسکی، د بت پرستۍ بېلګه یو له بل سره متضاد دي او د تعجب ځای دی چې هارون په آسانۍ سره د دیني مجرم ونډې څخه ډډه کولی شوی. ډېر احتمال لري چې دې دودونو تر متقابل نفوذ لاندې وده کړې. په دې برخه کې په نهایت کې موسی او آخناتون نږدې تړاو وموند.  

یهودیت   سمول

د عبري انجیل له مخې خدای اسرائیلو ته لارښوونه وکړه چې موعود خاورې یا ارض المیعاد ته په ننوتو سره د اصلي کنعانیانو ټولې حکاکي شوې ډبرې له منځه یوسي، ټول قالب شوي انځورونه له منځه یوسي او ټول لوړ ځایونه وېجاړ کړي.   [۶]

په یهودیت کې، پاچا حزقیا په بیت المقدس کې د سلیمان معبد تصفیه کړ او د اسرائیلو په خاوره کې یې د نهوشتان (Nehushtan) په ګډون ټول انځورونه هم وېجاړ کړل، دا د پاچاهانو په دوهم کتاب کې ثبت شوي دي. اصلاحات يې د خپل زوی مناسه (Manasseh) په واکمنۍ کې بدل شول.   [۷]

د عیسویت په تاریخ کې بت ړنګوونه  سمول

د انځورونو د کارولو په اړه د مخالفت کډوډې څرګندونې خبر ورکړل شوی دی : په ۳۰۵ -  ۳۰۶ میلادي کال کې د اېلویرا شورا (Synod of Elvira) د بت ماتونې ملاتړ وکړ؛  ۳۶ قانون وايي، "عکسونه باید په کلیساګانو کې کېښودل نه شي، ترڅو د عبادت او د ستایسې په توکو بدل نه شي." د بت پرستانو د معبدونو له ړنګېدو وروسته محکومیت بند شو. که څه هم وروسته له هغې چې د روم سترواک کنستانتین ( شاوخوا ۳۱۲ میلادي کال) له لوري عیسویت قانوني شو، عیسویت د جنټایلانو (gentiles) ترمنځ په زیاتېدونکي توګه خپور شو او عیسوي انځورګرۍ پراخه کارونه پیل شوه. د کنستانتین په مشرۍ د عیسویت پروسې په جریان کې عیسوي ډلو هغه انځورونه او مجسمې وېجاړې کړې چې د روم سترواکۍ د دولت څوګوني خدای پرسته دین څرګندوی وو.   [۸][۹]

د کلیسا د لومړنیو الهیات پوهانو په منځ کې الهیات پوهانو لکه: ترتولیان، د الکساندریا کلیمینټ ، اوریګین، لاکتانتیوس، جسټین مرتایر، اوسیبیوس او ایپیفانوس د بت ماتونې تمایلات ملاټر کول.    [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د بیزانس دوران   سمول

د بیزانس سترواک جسټینین (۵۲۷ - ۵۶۵) د واکمنۍ وروسته دوره په ښکاره ډول د انځورونو په کارونه کې هم د حجم او هم کیفیت له پلوه د ډېر زیاتوالي او همدارنګه د بت ماتونې ضد غبرګون ودې شاهده وه.  

د بیزانس په سترواکۍ کې په ۶۹۵ کال کې د پام وړ یو بدلون راغی، په دې کال کې د دوهم جسټینین حکومت د سترواکۍ د سرو زرو سکو په مخ باندې د مسیح د ټول مخ انځور اضافه کړ. دا بدلون د دې لامل شو چې خلیفه عبدالملک د هغو بیزانسي سکو ډولونه بند کړي چې هغه مخکې منلې وې. ده د یوې بشپرې اسلامي سکې ضرب یوازې د توریو سره پیل کړ. د روحاني مشر جرمنوس له لوري یو لیک چې د ۷۲۶ کال څخه  وړاندې دوو بت ماتکوونکو سرپادریانو ته لیکل شوی ؤ، داسې په کې لیکل شوي "اوس ټول ښارونه او زیاتره خلک د دې مسلې پر سر د پام وړ ناکراره دي،" خو د دې بحث په اړه لږ لیکل شوي شواهد موجود دي.  [۱۶][۱۷]

د حکومت تر مشرۍ لاندې بت ړنګوونه د بیزانس سترواک دریم لیو په راتلو سره پیل شوه، دریم لیو د ۷۲۶ او ۷۳۰ کلونو ترمنځ انځورنو ته د درناوي پر وړاندې یو لړ حکمونه صادر کړل. دیني نښتو په بیزانسي ټولنه کې سياسي او اقتصادي اختلافونه رامنځته کړل. د سترواکۍ د ختیځ بې وزلو، غیر یوناني خلکو چې په مکرر ډول د مسلمانانو نوې سترواکۍ له بریدونو سره مخ کېدل، عموماً د بت ماتونې ملاتړ کاوه. له بل پلوه د قسطنطنیې شتمن یونانیانو او د بالکان او اېټالیوي ولایتونو خلکو په کلکه د بت ماتونې مخالفت وکړ.   [۱۸][۱۹]

مخکیني اصلاحات سمول

د برویز پیټر (Peter of Bruys) د دیني انځورونو د کارونې مخالف ؤ، سټریګولنیکيان (Strigolniki) هم احتمالا بت ماتونکي ؤ. د تورین کلوډیوس (Claudius of Turin) د ۸۱۷ کال څخه تر خپلې مړینې پورې د تورین سرپادري ؤ. نوموړی د بت ماتونې د ښوونې په پار ډېر مشهور دی.   [۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. "Iconoclast, 2," Oxford English Dictionary; see also "Iconoclasm" and "Iconoclastic."
  2. "icono-, comb. form". OED Online. Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه March 28, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. H. James Birx, Encyclopedia of Anthropology, Volume 1, Sage Publications, US, 2006, p. 802
  4. "Akhenaten." Encyclopedia of World Biography. 20 June 2020. via Encyclopedia.com.
  5. Assmann, Jan. 2014. From Akhenaten to Moses: Ancient Egypt and Religious Change. American University in Cairo Press, کينډۍ:ISBN. p. 76.
  6. Bible, کينډۍ:Bibleverse and similarly Bible, کينډۍ:Bibleverse
  7. "2 Kings 21 / Hebrew–English Bible / Mechon-Mamre". mechon-mamre.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Elvira canons, Cua, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جولای ۲۰۱۲ باندې, Placuit picturas in ecclesia esse non debere, ne quod colitur et adoratur in parietibus depingatur الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  9. The Catholic Encyclopedia, This canon has often been urged against the veneration of images as practised in the Catholic Church. Binterim, De Rossi, and Hefele interpret this prohibition as directed against the use of images in overground churches only, lest the pagans should caricature sacred scenes and ideas; Von Funk, Termel, and Henri Leclercq opine that the council did not pronounce as to the liceity or non-liceity of the use of images, but as an administrative measure simply forbade them, lest new and weak converts from paganism should incur thereby any danger of relapse into idolatry, or be scandalized by certain superstitious excesses in no way approved by the ecclesiastical authority. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jensen, Robin Margaret (2013). Understanding Early Christian Art (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-95170-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Strezova, Anita (2013-11-25). "Overview on Iconophile and Iconoclastic Attitudes toward Images in Early Christianity and Late Antiquity". Journal for the Study of Religions and Ideologies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dimmick, Jeremy; Simpson, James; Zeeman, Nicolette (2002). Images, Idolatry, and Iconoclasm in Late Medieval England: Textuality and the Visual Image (په انګلیسي ژبه کي). OUP Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-154196-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. O'Gorman, Ned (2016). The Iconoclastic Imagination: Image, Catastrophe, and Economy in America from the Kennedy Assassination to September 11 (په انګلیسي ژبه کي). University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-31023-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Humphreys, Mike (2021). A Companion to Byzantine Iconoclasm (په انګلیسي ژبه کي). Brill. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-46200-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kitzinger, 92–93, 92 quoted
  16. Cormack, Robin. 1985. Writing in Gold, Byzantine Society and its Icons. London: George Philip. کينډۍ:ISBN.
  17. Mango, Cyril. 1977. "Historical Introduction." pp. 2–3 in Iconoclasm, edited by Bryer & Herrin. Birmingham: Centre for Byzantine Studies, University of Birmingham. کينډۍ:ISBN.
  18. Treadgold, Warren. 1997. A History of the Byzantine State and Society. Stanford University Press. pp. 350, 352–353.
  19. Mango, Cyril. 2002. The Oxford History of Byzantium. Oxford University Press.
  20. Kim, Elijah Jong Fil (2012). The Rise of the Global South: The Decline of Western Christendom and the Rise of Majority World Christianity (په انګلیسي ژبه کي). Wipf and Stock Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61097-970-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Michalski, Sergiusz (2013). Reformation and the Visual Arts: The Protestant Image Question in Western and Eastern Europe (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-92102-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. F. L. Cross; E. A. Livingstone, المحررون (1997). The Oxford Dictionary of the Christian Church, 3rd edition. US: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 359. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-211655-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)