بایوماس (له بيولوژيکي موادو سون توکي)
بايوماس له بوټو منځ ته راغلي مواد دي چې د سون توکو په توګه کارول کېږي، څو تودوخه او برېښنا توليد کړي. بېلګې يې لرګي او د لرګي پاتې شوني دي، د انرژۍ فصلونه، کرنيز پاتې شوني او د صنعت، کروندو او کورونو فاضله مواد دي. له دې امله چې بايوماس نېغ په نېغه د سون توکو په توګه کارول کېدای شي (لکه د لرګيو څانګې)، ځينې خلک د بايوماس او ژوندي تون توکو ټکي يو د بل پر ځای کاروي. ځينې نور بيا يوه اصطلاح د بلې فرعي بولي. په متحده ايالاتو او اروپايي اتحاديه کې دولتي مسئولين د بيالوژيکي سوند توکو تعريف د مايعو يا ګازي سون توکو په توګه کوي، کوم چې د نقل او حمل لپاره کارول کېږي. د اروپايي اتحاديې شريک څېړنيز مرکز د جامدو بيولوژيکي سون توکو تصور کاروي او دا د انرژۍ لپاره کارېدونکي حياتياتي مادې د خامې يا پروسس شوې ژوندۍ مادې په توګه تشريح کوي، د بېلګې په ډول، د اور لرګی، د لرګي دړې او د لرګي دړوکي. [۱]
په ۲۰۱۹ز کال کې، له بايوماس څخه د انرژۍ ۵۷ (Exajoules) EJ توليد شوي وو (EJ د Exajoule مخفف او د انرژۍ د واحد لپاره کارول کېږي)، د دې په پرتله له خامو تېلو څخه ۱۹۰ EJ، له ډبرو سکرو څخه ۱۶۸ EJ، له طبيعي ګاز څخه ۱۴۴ EJ، له هستوي موادو څخه ۳۰ EJ، له ترکيبي اوبو څخه ۱۵ EJ او د هوا، لمريزې او ځمکنۍ تودوخې څخه يو ځای ۱۳ EJ توليد شوي وو. د اوسنۍ بايوانرژۍ شا او خوا ۸۶٪ د تودوخې د فعاليتونو لپاره کارول کېږي، ۹٪ يې د نقل او حمل لپاره کارول شوي او ۵٪ يې د برېښنا لپاره کارول کېږي. د نړۍ په کچه له بايوماس څخه تر لاسه شوې انرژي له ځنګلي سرچينو څخه توليد شوې ده. هغه کارخونې چې د بايوماس د سون توکو په توګه کاروي، کولای شي د لمريزې يا هوا د فارمونو څخه په وقفه وقفه پيدا کېدونکې برېښنا په پرتله يوه ثابته برېښنا پیدا کړي. [۲]
IEA (د انرژۍ نړيواله اداره) بايوانرژي په ۲۰۱۷ز کال کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تر ټولو مهمې سرچينې په توګه تعريف کړې ده. IEA همدا راز دليل وړاندې کړی چې د بايوانرژۍ استعمال په راتلونکي کې د ښکته کاربن د حالاتو له اړينې کچې څخه په زیاته اندازه کم دی او په بېړه يې زيات خپرېدو اړتيا ده. تر ۲۰۵۰ز کال پورې د IEA په نيټ زېرو کې (Net Zero له شنو خونو څخه د خوشې کېدونکو ګازاتو د بشپړ خنثی کولو لپاره کارېدونکې اصطلاح ده)، دوديزه بايوانرژي به تر ۲۰۳۰ز کال پورې ختمه شي، او د نوې بايواينرژۍ برخه چې په ۲۰۲۰ز کال کې ۶.۶٪ ده، په ۲۰۳۰ز کال کې به ۱۳.۱٪ ته لوړه شي او په ۲۰۵۰ز کال کې به ۱۸.۷٪ ته ورسېږي. په ۲۰۱۴ز کال کې، IRENA (د نوې کېدو وړ انرژۍ نړيواله اداره) په ۲۰۳۰ز کال کې د بايوماس څخه د توليدېدونکې انرژۍ د دوه برابره کېدو اټکل کړی، په داسې حال کې چې د دوديزې بايوانرژۍ برخه به پکې کوچنۍ وي (6 EJ). د IPCC (د اقليم د بلون په اړوند بين الحکومتي پلاوی) د استدلال پر بنسټ که په سمې طريقې سره تر سره شي، نو بايوانرژي د هوا د زيان د کمولو د پام وړ وړتيا لري او د IPCC د زيان کمولو په ډېرو لارو کې په ۲۰۵۰ز کال کې د بايوانرژي له خوا د پام وړ ونډې موجودې دي (د منځنۍ کچې ۲۰۰EJ). ځينې څېړونکي د کم اخراج په ساتنې، لوړې کچې ابتدايي کاربن په سخت والي او / يا مثبت اقليم د اغېزو له راتګ مخکې د اوږد انتظار سره د بايوانرژي پر کارولو نيوکه کوي. [۳][۴][۵]
په راتلونکي کې د خامو موادو لپاره لومړي توکي « lignocellulosic» (غېر خوراکي توکي) بايوماس (د بېلګې په ډول، پرې شوې ونې يا بوټي يا د اوږدې مودې د انرژۍ محصولات)، کرنيز پاتې شوني او بيالوژيکي فاضله مواد دي. دا لومړي توکي په اقليم کې د ګټو د توليد څخه مخکې ډېر کم ځنډ لري. د تودوخې توليد عموماً د برېښنا د توليد په پرتله له اقليم سره زيات دوستانه وي، له دې امله چې له کيمياوي موادو څخه په حرارتي انرژۍ بدلون، له کيمياوي موادو څخه په برېښنايي انرژۍ بدلون ډېر اغېزناک وي. همدا راز ستونزمنه ده چې د بايوماس له سوځولو څخه د تودوخې د تر لاسه کولو پر ځای له يوې بديلې نوې کېدونکې انرژۍ له سرچينې څخه تودوخه تر لاسه شي؛ ځکه دا چاره يا زياته ګران بيه وي، يا د تپ (بړاس/بخار) د زياتې تودوخې درجې له امله محدود وي، کومه تودوخه چې توليدوي. د مايعو بيالوژيکي سون توکو په پرتله جامد بيالوژيکي سون توکي تر ممکنه بريده له اقليم سره زيات موافق دي، ځکه چې د جامدو بيالوژيکي سون توکو توليد زياته ګټوره انرژي لري.
د بايوماس کتګورۍ
سمولبايوماس يا خو د انرژۍ لپاره نېغ په نېغه د رېبل شويو بايوماس په توګه ډلبندي کېږي (ابتدايي بايوماس)، يا د پاتې شونو او فاضله مادو په څېر: (د دويمې درجې بايوماس):
هغه بايوماس چې نېغ په نېغه د انرژۍ لپاره رېبل شوي وي
سمولد انرژۍ لپاره نېغ په نېغه رېبل کېدونکو بايوماس مهم قسمونه لرګی، ځينې خوراکي فصلونه او ټول هغه فصلونه دي چې د وخت په تېرېدو سره انرژي تولېدولای شي:
نېغ په نېغه د انرژۍ لپاره رېبل شوي لرګين بايوماس کې ونې او بوټي شامل دي، کوم چې د دوديز پخلي او تودوخې د موخو لپاره پرې شوي وي (تر ډېره بريده په پرمختللیو هېوادونو کې)، په نړیواله کچه د دوديز پخلي او تودوخې لپاره په کلني ډول 25 EJ لګښت شوی. IEA دليل وړاندې کړی چې دوديزه بايوانرژي پايښت نه مومي او د IEA تر ۲۰۵۰ز کال پورې د «نيټ زيرو» د حالت تر مخې، ۲۰۳۰ز کال پورې به دوديزه بايوانرژي په پړاويز ډول ختمه شوې وي. د لنډ دوران پرې کېدونکي ونې بوټي او د لنډ دوران ځنګلونه هم نېغ په نېغه د انرژۍ لپاره پرې کېږي او له دې لارې وړاندې شوي انرژۍ مواد 4 EJ دي. دې کښتونو ته د پايښت موندونکو په سترګه کتل کېږي او وړتيا يې (د اوږدې مودې انرژۍ فصلونو سره يو ځای) تر ۲۰۵۰ز کال پورې په کلني ډول لږ تر لږه 25 EJ اټکل شوې ده.[۶]
د انرژۍ لپاره رېبل کېدونکي مهم غذايي فصلونه د بورې توليدونکي فصلونه دي (لکه ګنی)، نشايسته تولیدونکي فصلونه (لکه جوار) او د تيلو تولیدونکي فصلونه (لکه د شړشم/شلغم). ګنی د اوږدې مودې فصل دی، په داسې حال کې چې جوار او د شړشم تخم کلنی فصل دی. د بورې او نشايستي تولیدونکي فصلونه د بايوايتانول د جوړولو لپاره کارول کېږي، او د تيلو توليدونکي فصلونه د بايوډيزل د جوړولو لپاره کارول کېږي (بايوايتانول تيل د انسان له خوا اوبايوډيزل تيل د ماشينونو لپاره کارول کېږي). د امريکا متحده ايالات د بايوايتانول تر ټولو ستر توليدونکی او اروپايي اتحاديه د بايوډيزل تر ټولو ستر تولیدونکي دي. بایوايتانول او بايوډيزل په نړيوال توليد کې د انرژۍ د موادو په ترتيب سره ۲.۲ او ۱.۵ EJ په يو کال کې وړاندې کوي. د انرژۍ لپاره تر لاسه کېدونکو خوراکونو له فصلونو څخه بیالوژيکي سون توکو ته د «لومړي نسل» يا «دوديز» بيالوژيکي سون توکي ويل کېږي او په پرتليز ډول په دې کې د اخراج سپما کمه وي. [۷] [۸] [۹]
د اوږدې مودې انرژۍ فصلونو ته «[...] د انرژۍ د توليد لپاره د غوره کتګورۍ فصل[...]» په توګه بلل کېږي، ځکه چې زیات محصول او «[...] له کلنيو فصلونو څخه (زياتې) چاپېريالي ځانګړتياوې[...]» لري. په هر حال، د دې فصلونو سوداګريز توليد اوسمهال په نړیواله کچه مهم نه دی. په انګلستان کې، په ۲۰۲۱ز کال کې حکومت اعلان وکړ چې د اوږدې مودې انرژۍ فصلونو او د لنډ جريان ځنګلونو لپاره ځانګړې کړای شوې ځمکنۍ سيمې له ۱۰۰۰۰ څخه زياتې او بايد تر ۱۰۴۰۰۰ هکتاره پورې ورسېږي. تر ۲۰۳۰ز کال پورې د IRENA نړيوال اټکل ۳۳-۳۹ EJ دی چې دا يو محافظه کار اند بلل کېږي. يواځې د اوږدې مودې انرژۍ د فصلونو لپاره تخنيکي نړيوالې انرژۍ وړتيا اټکل په کلني ډول ۳۰۰ EJ شوی دی.[۱۰][۱۱]
د IRENA تر مخې، اوسمهال ۱.۵ ميليارده هيکتاره (3.7×109 جريبه) ځمکه د خوراک د توليد لپاره کارول کېږي، په داسې حال کې چې «[...] شا او خوا ۱.۴ ميليارده هيکتاره اضافي ځمکه يې وړتيا لري، خو تر اوسه پورې استعمال شوې نه ده او په همدې بنسټ شونې ده چې په راتلونکي کې د بايوانرژي د مهيا کولو لپاره ځانګړې شي.». د دې ځمکې ۶۰٪ يواځې د ديارلسو هېوادونو په واک کې ده. IPCC اټکل کړی چې په نړۍ کې د ۰.۳۲ او ۱.۴ ميليارده هيکتاره تر منځ معمولي ځمکه شته، کومه چې د بايوانرژي لپاره مناسبه ده. د اروپايي اتحاديې پروژه MAGIC (د صنعتي محصولاتو د ودې لپاره حاشيوي ځمکې) اټکل کړی چې په اروپايي اتحاديه کې د اوږدې مودې فصل Miscanthus × giganteus لپاره ۴۵ ميليونه هيکتاره (449 901 km2; په اندازه کې له سويډن سره پرتله کېدای شي) ځمکه شته (12 EJ) او په عموم کې د بايو انرژي لپاره دوه شپېته ميليونه هکتاره (619 182 km2; چې په اندازه کې له اوکراين سره پرتله کېدای شي) حاشيوي ځمکه موجوده ده. [۱۲][۱۳]
د څلور ميليارده هيکتاره نړيوالې ځنګلي سيمې څخه يو په درېيمه برخه د لرګي د توليد يا د نورو سوداګريزو موخو لپاره کارول کېږي. ځنګلونه په نړيواله کچه د انرژۍ لپاره د کارېدونکي ټول بايوماس ۸۵٪ وړاندې کوي. ځنګلونه همدا راز په اروپايي اتحاديه کې د انرژۍ لپاره کارېدونکي د ټول بايوماس ۶۰٪ هم مهيا کوي او د ځنګلي بايوماس انرژۍ تر ټولو ستره سرچينه د لرګيو پاتې شوني او فاضله مواد دي.[۱۴][۱۵][۱۶]
سرچينې
سمول- ↑ EIA 2021a.
- ↑ IEA 2019.
- ↑ Norton او نور 2019، مم. 1256–1263.
- ↑ IPCC 2019b، م. B 7.4.
- ↑ IEA 2021a.
- ↑ IEA 2021d.
- ↑ IRENA 2014، م. 20-21.
- ↑ IEA 2021c.
- ↑ ETIP Bioenergy 2022.
- ↑ IRENA 2014، مم. 1, 5.
- ↑ Brauch او نور 2009، م. 384.
- ↑ MAGIC 2021.
- ↑ IRENA 2014، م. 8.
- ↑ JRC 2014، م. 75.
- ↑ JRC 2019، م. 3.
- ↑ WBA 2016، م. 4.