بازګل راډیو

بازګل دا راډيو همدا په فيض اباد ښار کې جوړه شوې او خپلې شپږ ساعته خپرونې يې هم په ازمايښتي ډول پيل کړې دي، خو د خپرونې د پيل او پاى کره وخت يې نه دى معلوم. ددې راډيو مالي چارې د بدخشان پوهنتون د استاد بهروز له خوا ورکول کېږي، خو مشري يې ددې ولايت د خبريالانو ټولنې د رييس عبدالبصير حقجو پر غاړه ده. ددې راډيو د کارکوونکو دجذب لړۍ همدا اوس روانه ده.