بازارک
بازارک د افغانستان د شمال ختیځ پنجشېر ولایت مرکز دی. دا یو کوچنی ښار دی چې د ۲۰۱۵ کال د شمېرو پر بنسټ یې ټول نفوس ۲۴۷۲۳ تنه اټکل سوی دی، او یوازې دری اداري ولسوالۍ (ناحیې) لري. د بازارک ښار ټول مساحت ۹۱۲۲ هکتاره دی او په دې ښار کې ۲۷۴۷ ودانۍ اړ شپږ کلي شتون لري، چې خانز، جنګلک، ملسپه، پارنده او رحمان خېل نومیږي. [۱][۲]
تاریخ
سمولله ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ، بازارک او د پنجشېر دره د طالبانو ضد د شمالي ټلوالې د پخوانیو مجاهدینو اصلي مرکز و چې مشري یې مشهوره جنګسالار احمدشاه مسعود کوله.[۳]
په افغانستان کي د اسلامي جمهوریت د شل کلني دورې پر مهال بازارک د پنجشېر ولایت د مرکز په توګه سياسي او جغرافیایي رول ترسره کاوه، او په ۲۰۲۱ کال کي کله چي طالبانو د دویم ځل لپاره افغانستان ونیوی، بازارک د پنجشېر د مرکز په توګه د پخوانیو جنګسالارانو او شمالي ټلوالي مرکز وګرځېدی. طالبانو ددې ولایت د نیولو لپاره په لمړیو ورځو کي له خبرو کار واخیست، خو کله چي یې پایله ورنکړه، د یو برید په پایله کي یې ولایت سقوط او جنګسالاران یې تیښتي ته اړ ایستل.
اقلیم
سمولبازارک د ښاري سیمې په توګه طبقه بندي کېږي. ددې ځای آباده ځمکه لکه کورونه، بنسټونه او کرنیزه ځمکه د پنجشېر سیند په اوږدو کې پرته ده، او بنسټونه یې د آبادې خاورې نږدې ۳۰٪ برخه جوړوي، خو د ټولې خاورې لویه برخه (۸۴ سلنه) بی ثمره ده. [۴]
د کوپن د اقلیمي طبقه بندی د سیسټم پر بنسټ، بازارک مرطوب براعظمي اقلیم لري چې ګرم او وچ اوړي، ساړه او واورین ژمي لري. د اورښت کلنۍ کچه زیاتره په ژمي کې را منځ ته کېږي او د کلنۍ تودوخې منځنۍ درجه ۵.۶ سانتیګراد (۴۲ فارانهایت) ده.
Climate data for Bazarak
د بازارک اقلیمي ډېټا | |||||||||||||
میاشت | جدی | دلو | حوت | حمل | ثور | جوزا | سرطان | اسد | سنبله | میزان | عقرب | قوس | کال |
ورځنی اوسط په سانتیګراد (فارانهایت) | -۷.۴ (۱۸.۷) | -۵.۱ (۲۲.۸) | ۰.۴ (۳۲.۷) | ۵.۲ (۴۱.۴) | ۱۰.۵ (۵۰.۹) | ۱۵.۶ (۶۰.۱) | ۱۷.۶ (۶۳.۷) | ۱۶.۵ (۶۱.۷) | ۱۲.۵ (۵۴.۵) | ۶.۶ (۴۳.۹) | ۰.۲ (۳۲.۴) | -۵.۳ (۲۲.۵) | ۵.۶ (۴۲.۱) |
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) | ۵۷ (۲.۲) | ۸۱
(۳.۲) |
۸۹ (۳.۵) | ۶۹ (۲.۷) | ۴۵ (۱.۸) | ۱۵ (۰.۶) | ۵ (۰.۲) | ۲ (۰.۱) | ۴ (۰.۲) | ۱۶ (۰.۶) | ۲۹ (۱.۱) | ۳۸ (۱.۵) | ۴۵۰ (۱۷.۷) |
منځنی نسبي رطوبت (٪) | ۵۱ | ۵۵ | ۵۹ | ۶۳ | ۵۵ | ۴۵ | ۳۸ | ۳۵ | ۳۴ | ۴۰ | ۴۸ | ۴۸ | ۴۸ |
سرچینه ۱: ClimateCharts(1988-2017) | |||||||||||||
سرچینه ۲: Climate-data.org (precipitation & humidity) |
سرچينې
سمول- ↑ "The State of Afghan Cities Report 2015, volume 1". خوندي شوی له the original on 31 October 2015. بياځلي په 21 October 2015.
- ↑ "The State of Afghan Cities Report 2015, volume 2". خوندي شوی له the original on 31 October 2015. بياځلي په 20 October 2015.
- ↑ Gall, Sandy (2021). Afghan Napoleon: The Life of Ahmad Shah Massoud. London: Haus Publishing. pp. 20–21, 22. ISBN 978-1-913368-22-7.
- ↑ "The State of Afghan Cities Report 2015, volume 2". خوندي شوی له the original on 31 October 2015. بياځلي په 20 October 2015.