باروک موسيقي
باروک موسيقي (UK: /bəˈrɒk/ or US: /bəˈroʊk/) [د موسيقۍ نامتوازن سبک] له نږدې ۱۶۰۰ څخه تر ۱۷۵۰ کالونو پورې د لرغوني لويديځې موسيقۍ يوه دوره يا ډول دی، چې په لويديځه اروپا کې رامنځته شو. دا دوره له رنسانس موسيقۍ دورې څخه وروسته وه او ورپسې په خپل وار د لرغونې دورې ګالانت ډول يا سبک و، چې د باروک او لرغونې دورو تر منځ لېږد په نښه کوي. د باروک دوره په درې سترو پړاوونو باندې وېشل شوې ده، چې لومړنی، منځنی او وروستی دي. د وخت د رانغاړلو له مخې ياد پړاوونه له ۱۵۸۰ څخه تر ۱۶۵۰ پورې، له ۱۶۳۰ څخه تر ۱۷۰۰ پورې او له ۱۶۸۰ څخه تر ۱۷۵۰ پورې دي. باروک موسيقي د canon په نوم «لرغونې موسيقۍ» يوه ستره برخه جوړوي او اوس په پراخه ډول څېړل کېږي، غږول کېږي او اورېدل کېږي. د باروک “baroque” اصطلاح له پرتګالي “barroco” څخه اخيستل شوی دی، چې د «بد شکله ملغلرې» معنا لري. د Georg Friedrich Handel او Johann Sebastian Bach فعاليتونه د باروک دورې منارې يا لوړې څوکې ګڼل کېږي. د دې دورې مهم کمپوزران؟ Claudio Monteverdi, Domenico Scarlatti, Alessandro Scarlatti, Antonio Vivaldi, Henry Purcell, Georg Philipp Telemann, Jean-Baptiste Lully, Jean-Philippe Rameau, Marc-Antoine Charpentier, Arcangelo Corelli, François Couperin, Heinrich Schütz, Dieterich Buxtehude او نور دي. [۱][۲]
د باروک دوره د غږ د څرنګوالي د عمومي تمرين شاهده وه؛ چې دا د موسيقۍ د ليکنې هغه لاره ده، چې يوه سندره يا يوه برخه په کې په يو ځانګړي ار کې ليکل کېږي. د هم غاړيتوب يا برابروالي دې ډول په لويديځ لرغوني او نامتو موسيقي کې په پراخه ډول کارونې ته دوام ورکړی دی. د باروک دورې پر مهال له مسلکي موسيقي پوهانو څخه تمه کېدله، چې د يو کسيز سندريزو ليکو او غبرګونو برخو دواړو ناڅاپي يا له چمتووالي پرته تر سره کوونکي وي. د باروک کنسرتونه په نمونه ډول د بم غږ لرونکي سندرغاړي پرله پسې ډلې () په واسطه بدرګه کېدل، په داسې حال کې چې د بم يا ډډ غږ لرونکي موسيقي توکي لکه ويلون وزمه اله، مو يا لوی وايلون او دوه ګونې بنګا د بم غږ ليکه ولوبوله. د ځانګړي باروک بڼه د نڅا ډله وه. په داسې حال کې چې د نڅا په ډله کې ټوټې د رښتيني نڅا له موسيقۍ څخه الهام اخيسته، د نڅا ډلې په سوچه ډول د اورېدلو په موخه جوړې شوې وې، نه د نڅا کوونکو د بدرګه کولو په موخه.
د يادې دورې پر مهال د هرې الې د برخې لپاره د يو بشپړ غږ په موندلو سره ازمايل شويو کمپوزرانو (لکه د ارکسترا رامنځته کول) د موسيقۍ يادګيرنه کې بدلونونه راوستل (د يوې چټکې لارې په توګه د يوې سندرې يا ټوټې [ادبي] د تار [د موسيقۍ تار] پرمختګ څخه د يادونې په موخه، د انځوريز ډډ يا بم غږ پرمختګ) او د سندريزو توکو د غږونې نوې لارې چارې يې رامنځته کړې. باروک موسيقۍ د سندريزو وسيلو د سرته رسونې اندازه، لړۍ او پېچلتيا پراخه کړه او د موزيکال ډرامې، د cantanta په نوم د موسيقي کمپوز او oratorio [د ډرامې نظم چې له موسيقۍ سره ويل کېږي] غږيزې او وسيلوي ګډې بڼې او د موسيقي سبکونو يا ژانرونو په توګه يې د يو کسيز ګډ ساز او سوناتا (sonanta) سبک هم رامنځته کړل. د Dense په نوم څو غږيزه پېچلې موسيقي چې په ورته وخت کې په کې ګڼې خپلواکه سندريزې کرښې غږول شوې وې (د دې يوه نامتو بېلګه اّنی [د موسيقي هغه ډول چې بېلابېلې برخې په کې په پرله پسې ډول تکرارېږي] ده)، د زياتو باروک سندرغاړو ډلو او سندريزو توکو د کارونو يوه مهمه برخه وه. په ټوله کې باروک موسيقي د غاړې (اهنګ) او اړيکې يو توکی و. [۲]
ايتمولوژي او پېژندنه
سمولد باروک (baroque) ريښه ښايي له فرانسوي baroque (چې په اصل کې د يوې نامنظمې بڼې ملغلرې ته وايي) او پرتګالي barroco (نامنظمه ملغلره) څخه وي او همدرانګه په هسپانوي barrueco او ايټالوي barocco پورې هم اړه لري. ياده اصطلاح له ناڅرګند وروستي اصل څخه ده، مګر ښايي له لاتيني verruca (زخه، غوټه يا دانه) يا هم کېدای شي له Boroco څخه اخيستل شوې وي، چې د پوهې يا علمي منطق يوه تخنيکي اصطلاح ده. [۳]
د “baroque” اصطلاح په عمومي ډول د موسيقي د برخې تاريخپوهانو له لورې له يوې پراخه جغرافيوي سيمې څخه د سبکونو يا ډولونو د يوې پراخه لړۍ د تشرېح کولو په موخه کارول کېږي، چې زياتره يې په اروپا کې دي او د نږدې ۱۵۰ کالونو څخه د زياتې دورې پر مهال ترتيب شوي دي. که څه هم د اوږدې مودې لپاره باور دا و، چې ياد ويی د يوې مهمې اصطلاح په توګه په لومړي ځل معمارۍ کې وکارول شوه، مګر په حقيقت دا د موسيقۍ په برخه کې د ۱۷۳۳ په اکتوبر کې د Rameau د مشرې لوبغاړې د (Hippolyte et Aricie) تر سرليک لاندې د غندنې يا هجوې په يوه بې نومه کتنه کې (چې د ۱۷۳۴ په می کې په Mercuri de France کې چاپ شوه) له معمارۍ څخه وړاندې ښکاري. نيوکه کوونکی دې پايلې ته رسېده، چې په دې موزيکال ډرامه کې نوی والی “du barocque” و او ګيله يې کوله چې په موسيقۍ کې راګېر يا ننښتی خوږه نغمه په پرله پسې نامنظمۍ څخه ډکه وه، په ثابت ډول يې سور او وزن بدل کړ او په چټکۍ سره د هرې جوړښتي يا ترکيبي وسيلې څخه پر مخ لاړه. [۲][۴]
ژان ژاک روسو Jean-Jacques Rousseau چې يو موسيقي پوه، کمپوزر او همدرانګه فيلسوف و، په ۱۷۶۸ کې يې انسايکلوپيډي کې وليکل: باروک موسيقي هغه ده، چې همغړي په کې ګډه وډه وي او په انډولونو او توپيرنو سره بار وي. سندرې يې سختې يا زيږې او ناطبيعي وي، تلحين يا د غږ پورته والی او ښکته والی يې سخت وي او خوځښت په کې ټاکلی دی. داسې ښکاري چې باروک اصطلاح له “baroco” څخه اخېستل شوي وي چې د منطق پوهانو له لورې کارول کېږي. روسو د baroco فلسفي اصطلاح ته ورګرځېده، چې له ۱۳ پېړۍ راهيسې د يو بشپړ او د ځينو لپاره د يو نا اړين پېچلي علمي دليل د تشرېح کولو په موخه ترېنه ګټه پورته کېده. [۵][۶][۷]
د دورې موسيقۍ ته د “baroque” اصطلاح د تاريخپوهانو له لورې منظم کاريال يو څه وروستی پرمختګ دی. په ۱۹۱۹ کې Curt Sachs لومړنۍ شخص شو، چې په موسيقي کې د په منظم ډول د Baroque په اړه د Heinrich Wolfflin د نظريې پينځه ځانګړتياوي پلي کوي. [۸]
سرچينې
سمول- ↑ Mackay and Romanec 2007.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Palisca 2001.
- ↑ "baroque - Wiktionary". en.wiktionary.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-13.
- ↑ Palisca 1989، مم. 7–8.
- ↑ Antoine Arnauld, Pierre Nicole, La logique ou l'art de penser, Part Three, chapter VI (1662) (in French)
- ↑ "BAROQUE : Etymologie de BAROQUE". www.cnrtl.fr. نه اخيستل شوی 2019-01-04.
- ↑ Encyclopedie; Lettre sur la Musique Francaise under the direction of Denis Diderot
- ↑ Sachs 1919، مم. 7–15.