بارومتر/فشار سنجونکې آله

بارومتر یا فشارسنجونکې آله هغه علمي آله ده چې په یو ځانګړي چاپېریال کې د هوا د فشار د اندازه کولو په موخه ترې ګټنه کېږي. فشار ته په پام کېدلای شي د لنډ مهال لپاره دهوا د حالاتو وړاندوینه وشي. د هوا د فشار له ډېری اندازه کوونکو وسایلو څخه د یوې سطحې د هوا د تحلیل په موخه کار اخیستل کېږي؛ هغه چې په مرسته یې کېدای شي د یوې سطحې ژوروالی، د فشار سیسټمونه او د ګرمې او سړې هوا ترمنځ پوله وموندل شي.

د فشار او د فشار د ارتفاع سنجونکې الې (د فشار د ارتفاع سنجونکې ابتدایي او معاصرې وسیلې) په اصل کې هغه یوبل ته ورته آلې دي چې د مختلفو موخو لپاره ترې ګټنه کېږي. د فشار د ارتفاع سنجوونکو آلو څخه د مرکبې ارتفاع (altitude) سره په تناظر د اتومسفیر فشار د موندلو په موخه ګټه اخیستل کېږي په داسې حال کې چې یو بارومتر یا فشار سنجونکی په یو سطح کې ساتل کېږي چې د هوا او د هوا د عناصرو له امله د هوا په حالاتو ظریف بدلونونه اندازه کوي. د ځمکې پر سطحه باندې د اتموسفیر فشار له ۹۴۰ څخه تر ۱۰۴۰ hPa ((mbar پورې تغیرکوي. د سمندر په سطحه کې د اتومسفیر فشار منځنۍ کچه ۱۰۱۳ hPa ((mbar ده.

تاریخچهسمول

په داسې حال کې چې په ۱۶۴۳ زکال کې د بارومتر د اختراع امتیاز په نړیواله کچه اوانلیستا توریچلی ته ورکړل شوی، یو شمېر تاریخي اسناد ښيي چې ایټالوي ریاضي پوه او ستور پژندونکي ګاسپارو برټي په ناغوښتلې توګه د ۱۶۴۰ او ۱۶۴۳ زکلنو ترمنځ د اوبو بارومتر اختراع کړی. فرانسوي عالم او فیلسوف رنه دکارت د ۱۶۳۱ زکال په لومړیو کې د اتومسفیر فشار ټاکلو په موخه  طرحه بیان کړه، خو هغه مهال د یوې فشار سنجونکې آلې د جوړولو اړوند هېڅ شواهد شتون نه لري. [۱][۲][۳]

د ۱۶۳۰ زکال د جولای په ۲۷ مه نېته جووانی باتیستا بالیانی؛ ګالیلیو ګالیلي ته لیک ولیکه او په هغه کې یې ورته د یوې یوویشت متره لوړې غونډۍ په لوړوالي د سیفون جوړولو اړوند خپله تجربه توضیح کړې وه. ګالیله د دغې ښکارندې اړوند خپله توضیح کې ځواب ورکړ او څرګنده یې کړه چې دا د خلا قدرت دی چې اوبه یې ساتلي، خو هغه مهال چې اوبه یې له کچې زیاتېږي بیا نو دا ځواک نشي کولای د یو طناب په څېر زیات وزن تحمل کړي. دغه تیوري د horror vacui («طبیعت له خلا بېزاره دی») تیوري بیاځلي بیانول و چې ارسطو ته اړوندېږي او ګالیه هغه د resistenza del vacuo په توګه بیان کړه. [۴][۵]

دغه نظریه د ۱۶۳۸ زکال په ډسمبر میاشت کې د هغه د کتاب Discorsi په مرسته روم ته ورسېده. رفایل ماګیوټي (Raffaele Magiotti) او ګسپارو برټي (Gasparo Berti) له دغې نظریې هک پک شول او پرېکړه یې وکړه چې له سیفون پرته د خلا جوړولو په موخه غوره لار ومومي. ماګیوټي دغه ډول ازموینه ابداع کړه او د ۱۶۳۹ زکال څخه تر ۱۶۴۱ زکال پورې برټي (د ماګیوټي، آتاناسیوس کرچر او نیکولو زوکي په شتون کې) دغه ازموینه ترسره کړه.[۵]

د برټي د ازموینې اړوند څلور روایتونه شتون لري، د دغې ازموینې یو ساده ماډل دا و چې یو اوږد ټیوب یې له اوبو څخه ډک او دواړه خواوې یې ورته وتړلې او بیا یې له اوبو څخه په ډک حوض کې کېښود. د ټیوب لاندنۍ خوا پرانیستل شوه او یوه کچه اوبه له حوض ترې ووتې. له دې سره په دغه ټیوب کې د اوبو سطحه په دقیقه بڼه ۱۰.۳ متره (۳۴ فوټه) پاتې شوه، هماغه ارتفاع چې بالیاني او ګالیله په سیفون کې موندلې وه. د دغې ازموینې تر ټولو مهمه موندنه دا وه چې لاندې راغلو اوبو د ټیوب په پورتنۍ خوا کې خالي فضا پرېښې وه او له هوا سره یې د ډکېدو په موخه هېڅ منځنۍ اړیکه نه لرله. همدا و چې د اوبو د پاسه فضا کې یې د خلا شتون څرګند کړ. [۵][۶]

د ګالیله شاګرد او ملګري توریچلي د دغې ازموینې پایلې د ناول په بڼه تفسیر کړې. هغه وړاندیز وکړ چې د جاذبې قوې پر ځای د اتومسفیر وزن په ټیوب کې د اوبو خلا ساتلې. نوموړي په ۱۶۴۴ زکال کې میشل آنژلو ریچي (Michelangelo Ricci) د دغې ازموینې په اړه ولیکل:

ډېری کسان وايي چې خلا شتون نه لري او یو شمېر نور هم مني چې د طبیعت د انزجار له امله په ډېرې سختۍ سره شتون لري. زه داسې څوک نه پېژنم چې ویلي یې دي وي چې له کومې ستونزې او د طبیعت له مقاومت پرته دې شتون ولري. ما داسې استدلال وکړ: که چېرې وکولای شو داسې ښکاره علت پیدا کړو چې د خلا جوړولو په موخه دې له هغو مقاومت حاصل شي زما په نظر دا یوه احمقانه چاره ده چې وغواړو هغه چاره چې په ښکاره توګه له یو بل علت څخه سرچینه اخلي له خلا سره اړونده وبولو؛ له همدې امله ما د یو شمېر ساده محاسباتو پر بنسټ موندلې چې زما له خوا ټاکل شوی علت (د اتومسفیر وزن) هغه مهال چې موږ د خلا جوړولو په موخه هڅه کوو باید په یوازې توګه کافي مقاومت وړاندې کړي. [۷]

په سنتي توګه (په ځانګړې توګه د ارسطويي کسانو له خوا) داسې انګېرل کېده چې هوا وزن نه لري: یعنې د ځمکې د سطحې پر سر په کیلومترو هوا په لاندې اجسامو باندې هېڅ وزن نه بار کوي. آن ګالیله خپله د هوا بې وزني د یو ساده حقیقت په توګه منلې وه. توریچلي دغه انګېرنه له پوښتنې سره مخ کړه او پر ځای یې وړاندیز وکړ چې هوا وزن لري او دویمي یې (د خلا د جاذبې قوه نه ده) هغه چې د اوبو سطح ساتي (یا په سمه توګه ووایو، فشار ورکوي). هغه فکر کاوه چې هغه سطح چې اوبه په کې پاتې کېږي (نږدې ۱۰.۳ متره) د هوا د فشار د قوې منعکس کوونکی دی (په ځانګړې توګه هغه مهال چې د ټیوب اوبو ته د حوض پر لوري فشار ورکوي او دا محدوده کوي چې څومره اوبه دې په ټیوب کې پاتې شي). په بل عبارت هغه بارومتر ته (یوازې د خلا جوړونې د یوې وسیلې په مقابل کې) د یو بلانس یا هغې آلې په توګه چې ورڅخه د اندازه کولو په موخه ګټنه کېږي وکتل. له همدې امله هغه له لومړنیو کسانو څخه و چې دغې چارې ته یې پام شو او په سنتي بڼه د بارومتر (د هغو د معاصرې معنی له مخې) مخترع وبلل شو. [۵]

د ایټالیا په ګاونډ کې د دغو شایعاتو له امله چې ګویا توریچلي په یو ډول جادوګرۍ بوخت دی هغه اړ شو خپلې ازموینې پټې ترسره کړي څو د نیونې له ګواښ ځان وساتي. هغه له دغه ډول مایع څخه ګټنې ته اړتیا لرله چې له اوبو درنه وي؛ هغه له ګالیله سره د پخوانۍ ملتیا او د هغو له وړاندیزونو دا پایله ترلاسه کړه چې له سرپو څخه په کار اخیستو کولای شي له لنډ تیوب څخه هم کار واخلي. سرپ چې له اوبو څخه ۱۴ چنده درانه و نور نو هغه اړتیا نه لرله له ۱۰.۵ متره ټیوب څخه کار واخلي او یوازې ۸۰ سانتي متره ټیوب ته یې اړتیا لرله. [۸]

په ۱۶۴۶ زکال کې بلز پاسکال له پیرپتيت سره په ګډه د توریچلي ازموینه له مارین مرسن څخه د هغو په اړه له اورېدو وروسته چې خپله توریچلي ورته د ۱۶۴۴ زکال په وروستیو کې توضیح کړې وه؛ تکرار او کمال ته ورسوله. [۵]

سرچينېسمول

  1. Heidorn, Keith C. (1 January 2002). "The Invention of the Barometer". Islandnet.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "History of the Barometer". Barometerfair.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Drake, Stillman (1970). "Berti, Gasparo". Dictionary of Scientific Biography 2. New York: Charles Scribner's Sons. 83–84. ISBN 978-0-684-10114-9. 
  4. Shea, William R. (2003). Designing Experiments & Games of Chance: The Unconventional Science of Blaise Pascal. Science History Publications. د کتاب پاڼي 21–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88135-376-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ ۵٫۴ "History of the Barometer". Strange-loops.com. 2002-01-21. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gillispie, Charles Coulston (1960). The Edge of Objectivity: An Essay in the History of Scientific Ideas. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 99–100. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-02350-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Torricelli's letter to Michelangelo Ricci". Web.lemoyne.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Brief History of the Barometer". Barometer.ws. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)