بادام ظریفي فقیر

=== --103.5.172.134 07:17, 18 اگسټ 2013 (UTC)ژوند لیک

===========

بادام ظریفي (فقیر) چې بادام نوم پرې مور او پلار ايښی دی ، ظریفي تخلص يې پخپله غوره کړی او د فقیر لقب ورته د چشتیه صابري طریقې پير سید علیشاه حسیني حق بابا سرکار وکړی دی . د محمد ظریف خان باشي ځوي ؛ په کال ۱۳۲۶ لمریز کې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د شلوټۍ د کلي د ساپي قوم د گربزو په ټبر کې زوکړای شوی دی ؛ لمړنۍ زده کړې يې د څوکۍ په لمړني ښوونځي کې سرته رسولي ، د زراعت د وزارت پورې تړلې د زراعت مسلکي زده کړې يې تر دولسم ټولگي پورې کړي او وروسته د ننگرهار ولایت کې د فني مامور په توگه (۱۳۴۴) لمریز کال کې په دنده گمارل شوی چې لمړی د (باغ شاهي) چې اوس ورته قصر وايي موظف مامور چې بیا وروسته د نباتاتو د ساتنې د مدیریت د مرستیال او په کال (۱۳۴۸) کې د مرکز د باغونو د امر په توگه تر (۱۳۵۱) کال پورې دنده ترسره کړې ده ؛ د مکلفیت د دورې د تیرولو څخه وروسته په (۱۳۵۲) کال کې د کابل د گذرگاه په تحقیقاتي فارم کې د کلچر د امر په توگه مقرر شو ، خو د هغه وخت پرچمي نظريې خاوند وزیر (باختري) سره د نظر د اختلاف په وجه ماموریت پریښودو ته اړ شو او د فرهنگ ډگر ته يې مخه وکړه او د افغان ټولنپال ولسواک گوند کې په فرهنگي چارو کې بوخت شو ، په (۱۳۵۷) کال کې يې پيښور ته هجرت وکړ د فرهنگی هلوځلو په ترڅ کې د کوزې پښتونخوا د ادبي ، فرهنگي او مدني کړیو سره يې خپلې اړیکې ټینگې کړې ، د پښتانه لیکوالو د ټولنې په لمړنۍ غونډه کې د پښتانه لیکوالو په شورا کې د مرستیال منشي په توگه وټاکل شو ، همداشان د ترقي پسندو مصنفینو د ټولنې سره د رحمان بابا د خاکروبانو د یونین غړیتوب يې هم حاصل کړی ، په (۲۰۰۰) لمریز کال کې د پښتو د عالمي کانفرانس د جوړیدو د انتظامیه کمیټې غړی ؤ ، چې د سیول سوساټي (مدني ټولنو) د غړو له خوا د سلیم راز په مشرۍ جوړ شوی ؤ . په (۲۰۰۱) میلادي کال کې چې کله په افغانستان کې عبوري حکومت جوړ شو نو د نصرالله بریالي ارسلايي په مرسته او لارښوونه يې د شهید عبدالحق د ټولنیزو خدمتونو اداره جوړه کړه او د دې ادارې د فرهنگي چارو مسول په توگه يې لمړی د (افغان یووالي) په نوم اخبار او بیا وروسته مجله د ډیرو فرهنگي او مدني شخصیتونو په ملتیا نشروله چې دروند مشر پروفیسور عبدالله بختیانی خدمتگار ، پوهاند محمد بشیر دودیال ، استاد فضل ولي ناگار ، غلام رسول راسخ او استاد اورنگ صمیم يې د یادولو وړ دي . د ننگرهار مشورتي شورا چې د ټولو ولسواليو قومی مشرانو ، دیني علمان ، د ننگرهار پوهنتون استادانو ، ځوانانو ، دني او فرهنگي شخصیتونو او ښځو کې په پوره اخلاص برخه درلوده او دې حرکت په هغه وخت کې چې حکومت عبوري مرحله کې ؤ د قانون وجود نه لره ډیرې لاسته لاوړنې درلودې چې په یو ځانگړي کتاب کې د ننگرهار ولسي شورا یو کلن جاج تر عنوان لاندې یو کتاب ترتیب او خپور شوی دی ، د دې څخه زیات چې د (افغان یووالي) په نوم (۱۴) گڼې اخبار او درې گڼې مجلې چاپ شوي د (د عبدالحق یاد او د شهید عبدالحق پرگنیزې هڅې)کتابونه او نورې گڼې رسالې او پامپلیټونه چاپ کړي . د شهید حاجي عبدالقدیر د (د دستار سړی) په نوم اول ټوک ، دویم ټوک او دریم ټوک کتابونه د ظریفي په اهتمام چاپ شوي چې په کال (۱۳۸۶) کې يې د ځينو دوستانو په مشوره او ملگرتیا چې الحاج شیر افضل مسلح ،الحاج عبدالغني هاشمي ، الحاج عاصم ثمرخیلی ، میر اغا منصف ، الحاج غوث حیدري ، مولوي محمد سمیع موحد ، حاجي نوراغا ملکزی ، ډاکټر ریحان الله ، زیارمل ساپی او ډاکټر زیارمل په مشوره د مدني ټولنو د انسجام شورا چې بیا وروسته د مدني ټولنو د یووالي او همغږۍ شورا شوه جوړه کړه ، چې په اوس وخت کې په دغه شورا کې (۷۱) مدني بنسټونه او ټولنې غړیتوب لري او بادام ظریفي فقیر د دغه شورا د لارښودې شورا غړی او منشي دی. په (۱۳۴۱) لمریز کال کې د شعر ښاپیرۍ ورسره ملگرې شوې چې په سوونو مقالې او مضامین يې په کورنيو او بهرنیو اخبارونو او مجلو کې نشر شوي دي ، په دې وروستیو کې يې آنلاین رسنیو (ویب پاڼو) ته هم لاسرسی پیدا کړی چې د خبریال په ویب پاڼه کې د (بادام ظریفي فقیر) په نوم ځانگړی کالم او تاند ویب پاڼه کې د (یا هو حق) په نوم کچکول تر عنوان الندې کتاب په سلسله وار ډول نشریږي او همداشان يې په ځینو نورو ویب پاڼو کې هم یو شمیر سیاسي ، ټولنیزې او ادبي لیکنې خپریږي . په لسگونو ورکشاپونو ، ملي او بین المللي سیمنارونو او کنفرانسونو کې يې گډون کړی او ځيني د عام پوهاوي پروگرامونه يې هم په مخه وړي دي ، د ( د افغانستان نن او پرون او یوه لار) کتابونه يې چاپ شوي ؛ مات کنډول ، زولنې ، افغانستان مه هیروئ ، زه چې ماشوم وم ، زمونږ کور په بانډه کې ؤ او شهیده سپوږمۍ وړې وړې بیلابیلې داستاني کیسې او د شعرونو ټولگې چاپ ته چمتو دي خو ژورنالیست او ویاند یوسف ظریفي وعده کړې چې دا ټول به د ظریفي د کُلیاتو په نوم چاپوم . ظریفي په سیاسي لحاظ نشنلست دی او د پاچا خان د عدم تشدد د لارې پيرو او د فرهاد بابا د مکتب شاگرد دی ؛ ۴۶ کاله يې د افغان ملت په گوند کې مبارزه کړې ، د دوهم ځل لپاره د (۱۳۹۰) هجري لمریز کال په گوندي جرگه کې د ټاکنو په پایله کې د عالي شورا د غړي او د فرهنگي کمیسیون د مشر په توگه وره شوی دی ؛ خو د (۱۳۹۱) کال د اسد په میاشت کې يې غړیتوب څخه استعفی ورکړه او دا وخت په یو حزب کې هم غړیتوب نه لري او یوازې مدني فعال دی . ظریفي دا وخت د عمر په (۶۵) پنځه شپیتم پړاو کې دی ؛ د یوولسو ځامنو او لوڼو پلار ، د (۳۹) لمسیانو او لسو کړوسو بابا دی .

دا هم د ظریفي د نظم او نثر څو بیلگې :
1. د نظم بیلگه : یه زما گله وطنه یه زما خپله وطنه زه دا ستا وزر وزر یم ته زما نظر نظر يې که ته سیوری يې که لمر يې خو زما په حال خبر يې څه به وایم زما تنه یه زما خپله وطنه درنه تاو چې دښمنان شي غټ لېوان که شرمښان شي دوي زمونږ وینو ته تږي دوي زمونږ د غوښو وږي هیڅ يې نشته مړینه یه زما گله وطنه د نفاق اور کې سوځیږي ورور د ورور سره جنگیږي تا په خپل لاس ورانوي دوي ستا دښمن خوشالوي دوي د یو څو پيسو غوښتنه یه زما گله وطنه شفقت په کې ورک شوی افغانیت په کې سپک شوی در په د په کې پښتون دی خوار ذلیل دی او زبون دی دی بې واک له خپل چمنه یه زما گله وطنه بې ساربانه يې کاروان دی سرخېل نه لري روان دی لکه میږې گډې وډې د پردي فصل کې گډې بې کمه بې شمنه یه زما خپله وطنه ستا بچو ته مې دا سوال دی اخر دا زمونږ څه حال دی راځئ یو موټی افغان شئ او په یوه لاره روان شئ کړئ یو بل ته تېرېدنه یه زما گله وطنه خپل تاریخ ته کړئ نظر دښمن کړئ د ځانه لر مټې ونغاړئ خدمت ته ښه ژوندون د شرافت ته (ظریفي) کړم دا غوښـــــتنه یه زما خپله وطنه

2. د نثر بیلگه انگور تروه دي په پښتو کې دا کیسه ډیره مشهوره ده چې وائي یو گیدړ د یو توت د ونې لاندې تاودیده را تاویده چې په هغه ونه انگورو خپلې زیلۍ خورې کړې وې او ښائسته ښائسته د انگورو خوشې پکې لاندې را زوړندې وې او گیدړ د دې انگورو خوشو ته نیم نیم ویلیکیده او پورته به ئي ورته کتل خو د ورختو چاره ئي نه وه ځکه چې ونې ته نه شو ورختلی په دې وخت کې سورلیډی (یو بل ځناور ) راغی او گیدړې ته وویلې چې گیدړې ترورې انگور ولې نه خورې ، گیدړې په ځواب کې ورته وویل چې خوریه انگور تروه دي . ځینې کسان په دولت نیوکې کوي خو تر هغه چې خپله دولتي شوي نه وي پيسې ئي تر هغه بدیشي چې نه ئي لرې د نورو په موټررونو ټکې کوي وائي : چې دا د ملت په ونیو او زو روان دی خو چې موټر پيدا کړي نو بیا نیمائي څنگله د موټر په کړکۍ بهر را ویستلې وي په رشوت خوړو او اداري فساد کې ککړو ته تر هغه وخته گوته نیسي تر څو ئي د رشوت په پيسو د وړو مور ته د موټر ډکه ډاله ډالۍ سودا نه وي وړي ؛ ځان تر هغه وخته روڼ اندی گڼي چې تر څو بیروکراسي هضم کړې نه وي ځان تر هغه وخته د غریبو ملگری او خدمتگار حسابوي چې ترڅو ئي د خیانت په قمچینې غریبو ته شړق نه وي ورکړی ، غم ښادۍ کې تر هغې شریکوي تر څو ئي د ښه سړیتوب نوم نه وي گټلی بیا د چا کیسه کې نه وي ، په ټولنیزو چارو کې تر هغه وخته شریک کیږی تر څو د ټولنیزو چارو رهبري مقام ته نه رسیدلي ، د هر چا د احترام او درناوي له پاره تر هغه وخته کیني او پاڅیږي تر څو ئي د محترمینو په کتار کې ځان نه وي لیدلی ؛ زه داسې خلکو ته حیران یم چې ځینې انسانان ولې داسې دوه رنگه وي ولې د انسانیت هغه لوړ او عالي مقام ته د همیشه له پاره درناوی نه لري ؛ مونږ چې واړه وو دا خبره به مو اوریدله چې اقتدار په انسان څلور موږي ټک وهي : لومړی موږی د دې په یو غوږ وي چې پاس اوامر اوري او د ښکته خلکو خبره نه اوري ؛ په دويم ځل په یوه سترگه ئي موږی ټک وهل کیږي لاندې خلک نه گوري خو پورته گوري ؛ دريم بیا هم ورته په بله سترگه ټکوهي نه پورته خلک گوري او نه ښکته خو پورته خبره اوري ښکته نه اوري او په بل ځل ورته څلورم موږي په بل غوږ ټک وهي نه پورته گوري نه ښکته نه ښکته څه اوري نه بره څه اوري او بلاخیره یو بل موږی چې د زوال موږی ورته وائي نو د دې د ټک وهلو سره چې عموماً وروسته خواته ټک وهل کیږي او دا موږی دومره قوي وي چې دا څلور واړه موږي په یو وار ترې ووځي بیا نو بره هم ویني او کوز هم بره هم اوري او ښکته هم خو افسوس کوي ځکه چې یا تقاعد شوی وي یا برطرف شوی وي او یا په قاچاقو کې نیول شوی وي بیا نو تسبح په لاس سپینه خولۍ په سر د جومات په لومړي صف کې ناست وي او راشه درشه کې دواړه لاسونه په سینه ږدي او هر چاته خوله جینگه جینگه کوي .