بابولاله
بابولاله
سمولبابولاله په انګیسي Babulala.
د پښتنو ﻳﻮﻩ ﺳﻨﺪرﻩ ﺩﻩ چي ﺩ ﻧﺎﻭﯤ ﺩ ﻧﺎﻭﯤ ﮐﻮﻟﻮ په وخت د ښځینه وو له خوا ویل کيږي.
بابولاله د پښتو له ولسي ادبیاتو څخه ګڼل کيږي، چي په لوی کندهار او ور څيرمه سیمو کښي ډير رواج لري.
بابولاله د ناوې د وړلو په وخت (ورا) کښي د زوم د کورنۍ له خوا څخه ویل کيږي.
بابولاله د سندرغاړو له خوا څخه هم په ښایسته، ښکلي او بیلابیلو طرزونو کښي ویل کيږي.
د بابولالي څو بېلګي او د ویلو طرز یي
سمولبابولاله:
ناوې ځه په مخ دي ښه سه
چي ستا په سر کي درد سي نېلی آس دي صدقه
د ویلو طرز:
ناوې ځه په مخ دي ښه سه - وای وای - بابولاله - الله ناوې ځه وۍ - ووی الله په مخ دي ښه سه - وای وای
ای چي ستا وۍ- په سر کي درد سي - وای وای- بابولاله - الله نېلی آس - وۍ - دي صدقه سه - وای وای
بابولاله:
وروره راسه لار یي باسه
که لار د زرو نه وي د هوسۍ په ښکر یي باسه
د ویلو طرز:
وروره راسه لار یي باسه - وای وای - بابولاله - الله وروره راسه وۍ - ووی الله لار یي باسه - وای وای
که لار - وۍ - د زرو نه وي - وای وای - بابولاله - الله د هوسۍ - وۍ - په ښکر یي باسه - وای وای
بابولاله:
در بالښت لاندي انار دی
داسي زوم مو در وستلی چي نامي د کندهار دی
د ویلو طرز:
در بالښت لاندي انار دی - وای وای - بابولاله - الله در بالښت وۍ - ووی الله لاندي انار دې وای وای
داسي زوم وۍ - مو در وستلی وای وای - بابولاله - الله چي نامي وۍ - د کندهار دی وای وای
چي په پای کښي بابولاله تېزيږي او د ویلو طرز یي هم بدليږي.
بابولاله:
د سهار خونه توده ده
زما ګران ځيني را وځي چي په لاس کي وظيفه ده
د ویلو طرز:
د سهار خونه توده ده - د سهار خونه توده ده - د سهار خونه توده ده
زما ګران ځيني را وځي چي په لاس کي وظيفه ده - چي په لاس کي وظیفه ده بابولاله:
ناوې ټيټه ولاړیږي
زما جان امېل ورکړې په لمن کي نه ځایږي
د ویلو طرز:
ناوې ټيټه ولاړیږي - ناوې ټيټه ولاړيږي - ناوې ټيټه ولاړيږي
زما جان امېل ورکړې په لمن کي نه ځایږي - په لمن کي نه ځایږي
او لاندي بیت سره بابولاله پای ته رسوي.
بیت:
څلور نیم زره مو ورونه زما د جان د ناوې پسول دې
دا هم د دنیا دود دی ناوې وړي افسوس یي نور دې
د ویلو طرز:
څلور نیم زره مو ورونه زما د جان د ناوې پسول دې - زما د جان د ناوې پسول دې
ای دا هم د دنیا دود دی ناوې وړي افسوس یي نور دې - ناوې وړي افسوس یي نور دې - ناوې وړي افسوس یي نور دې.
سرچینې
سمولولسي ادبیات