بابا قشقار ولي

(له بابا قشقار ولی نه مخ گرځېدلی)

بابه قشقار ولی کلی د جغرافیی موقعیت له پلوه د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ په شمال شرق کې پروت دی. ددی کلي له نومه څرگنده ده چې دلته د بابا قشقار ولي زیارت او روضه شتون لري چې د خپل وخت ولي تېر شوی دی په دې کلي کی بابکرخېل او ځیني نور قومونه اوسي چې د وگړو شمېر یې له ۳۰۰۰۰ څخه هم اوړي. ډېری وگړي یې باسواده دي او د علم کچې په کې لوړه ده البته یوه عالي لیسه چې د بابه قشقار ولي په نوم یادېږی؛ لري او اوس اوس په کې د نجونو یو ښوونځی هم پرانیستل شوی دی ددې کلي ډېر ځوانان په زده کړه بوخت دي او ډېری نور یې ورځیني کارونه مخ ته وړي. بابه قشقار ولي یو له هغه پنځو ولیانو څخه دی ې په کابل یې زیارتونه موجود دي چې د دې کلي د نوم وجه هم د ده د زیارت موجودیت په بابا قشقار کلي کې دی. ورځنی ژوند په کی ښه دی خلک یی په مسلکی کارونو دولتی دندنې او بزگری اخته دی ددې جنوب ته د هندوکش د غرو لمنې پرتې دی چې ددی ځای ځایی خلک یی شوگار بولي چې ښه مالڅر هم دی او ډیری نورې گټې هم ځینی اخلی دا خلک که څه هم په یو کوچنی کلی پورې تړلي خو په وطن مین خلک د ی او تل یی لکه نور افغانان خپله میړانه د دین او هیواد پهوړاندې ښودلې ده او بې برخې نه دي پاتې شوي

په دې کلی کې ډیر فرهنگپال او ادیبان تیر شوي او موجود دی چې د پير صاحب عبيد الله جان اخوند نوم اخیستی شو چې په پښتو ژبه یی منظومه صلوات هم چاپ شوی دی ددې کلي یو تن مشر راته داسې وویل چې دا کلی د کوشانیانو له وخته اباد دی او ددې خبرې د اثبات لپاره له هغه سره د کوشانیانو د دورې سکې چې د دې کلي په شاوخوا سیمه کې په لاس ورغلي چې د افغانستان د ملي ارشیف د مسکوکاتو په کتاب کې ثبت دی موجودې دي او وایی چې ددې کلي قدامت له میلاده هم مخکې ته رسیږی اوس نو ډاډه ویلی شو چې پښتانه یو لرغونی تاریخ لري دا چې ولې یی ځینی پښتون دښمنه او متعصبه خلک وروسته له اسلامه ټبر گڼي نو له لویی غلطی سره مخ دي او ژر ده چې دا ملت به خپل ځان نړیوالو ته وښایي چې یو متدینه او په علم مین ملت دی.