د انسان د دفاعي نیمګړتیا ویروسونه( اچ آی وي) (HIV) د لینتي ویروس (Lentivirus) دوه ډولونه دي چې د ریتروویروس یوه فرعي څانګه ده او انسان ککړوي. د وخت په تېرېدو سره، دوی د ترلاسه شوي دفاعي نیمګړتیا سنډروم یا ایډز (AIDS) لامل کېږي او په دې حالت کې بیا د دفاعي سیستم پرمختللې بې ځواکي دا امکان رامنځته کوي چې ژوندګواښوونکی مغرض انتانونه او سرطانونه سر ونیسي. له درملنې پرته، په اچ آی وي له ککړېدو نه وروسته د ژوندي پاتې کېدو منځنی مهال د اچ آی وي ډول ته په کتو سره له ۹ تر ۱۱ کلونو پورې دی. په ډېری مواردو کې، اچ آی وی له جنسي لارې لېږېدودنکی انتان دی او له وینې، انزال نه وړاندې، مني او د مهبلي مایعاتو سره د تماس یا لېږد له لارې رامنځته کېږي. څېړنو (په دواړو همجنس او مخالف جنس جوړو کې) ښودلې ده چې، که د اچ آی وی درلودونکی [جنسي] شریک داسي ویروسي بار ولري چې د پېژندلو وړ نه وي، اچ آی وی د کاندوم نه پرته نیول شوې جنسي اړیکې له لارې د لېږد وړ نه ده. غیرجنسي لېږد ښايي له ککړې شوې مور نه د هغې بچي ته د د زېږېدو پر مهال له وینې یا مهبلي مایع سره د تماس پر وخت او یا هم د سینې شیدو له لارې ولېږدول شي. د بدن د دغو مایعاتو په دننه کې، اچ آی وي هم د آزادو ویروسي ذراتو او هم په ککړو شویو دفاعي حجرو کې د ویروس په بڼه شته دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

اېچ ای وي ويروس

اچ آی وي، د انسان د دفاعي سیستم حیاتي حجرې ککړوي، لکه مرستندويې ټي T حجرې (په ځانګړې توګه CD4+ T حجرې)، مکروفېج او دېنډرېټ حجرې. اچ آی وي انتان د یو شمېر جوړښتونو له لارې د CD4+ T د ټیټو کچو لامل کېږي، لکه د نیمګړو ککړو ټي T حجرو پیروپټوز، د ناککړو بایسټنډرډ حجرو اپوټوز، د ککړوحجرو نېغه وژنه او د CD8+ سایټوټاکسیک لېموسیت په وسیله، چې ککړې حجرې پېژني، د CD4+ T ککړو حجرو وژل. کله چې د CD4+ T حجرو شمېره د حیاتي کچې نه ښکته راولوېږي، د حجرې خوندیتوب له منځه ځي او بدن په تدریجي توګه  د مغرضو انتانونو پر وړاندې لا زیانمنونکی کېږي چې په پای کې يې ایډز رامنځته کېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ویروس پېژندنه

اچ آی وي د لینتي ویروس ډلې (genus) غړی دی چې د ریټروویریډې کورني برخه ده. لینتي ویروس ډېری ګډې مورفولوژي او بیولوژیکي ځانګړنې لرې. ډېری ډولونه (species) د لینتي ویروس په وسیله ککړېږي، او د ځانګړنو له مخې د اوږدمهالې ناروغۍ او بدن ته د میکروب له ورننوتلو نه د ناروغۍ د نښو نښانو تر څرګندېدلو پورې اوږدې مودې (long incubation period) مسئول دی. ویروسي آر اېن اې RNA جېنوم د هدف وړ حجرې ته له ننوتلو سره سم د یوه ویروسي رمزي انزایم، معکوس ترانسکریپټېز، له لارې چې د ویروسي جېنوم سره یوځای د ویروس په ذره کې لېږدول کېږي، په دوه-سره ډي اېن اې DNA بدلېږي (معکوس ترانسکرایبډ). ورپسې لاسته راغلې ویروسي ډي اېن اې د حجرې هستې ته ننوځي او له حجروي ډي اېن اې سره د ویروسي رمزي انزایم، اېنټېګرېز، او کوربه ګډوفکټورنو له لارې مدغم کېږي. وروسته له ادغام نه، ښايي ویروس ځان پټ کړي او په خپله ویروس او کوربه حجرې ته دا امکان ورکړي چې د ناټاکلي مودې لپاره د دفاعي سیستم له لوري له پېژندل کېدو نه وژغورل شي. اچ آی وي ویروس کولای شي، د انسان په بدن کې د ککړېدا له پیل نه تر لسو کلونو پورې ځان پټ وساتي او په دې موده کې ویروس د هېڅ نښې نښانې لامل نه کېږي. په بل ډول، مدغم شوې ویروسي ډي اېن اې ښايي ترانسکرایبډ شي او د هغو کوربه حجروي سرچینو نه په ګټنې سره نوي آر اېن اې جېنومونه او ویروسي پروټينونه رامنځ ته کړي چې د حجرې نه د نویو ویروسي ذراتو په توګه چې بېرته له سره به د تکثیر څرخ پیلوي، تړل شوي او آزاد شوي دي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

دوه ډوله اچ آی وي ځانګړي شوي دي: اچ آی وي ۱ او اچ آی وي ۲ (HIV-1 & HIV-2). اچ آی وي ۱ هغه  ویروس دی چې اساساً هم د لېمفادېنوپاتي پورې تړلی ویروس (LAV) او هم د انساني ټي-لېمفوټروپیک ویروس ۳ (HTLV-III) په بڼه کشف او ونومول شو. اچ آی وی ۱ د اچ آی وي ۲ په پرتله تر ډېره وژونکی او ډېر ککړونکی دی او په نړۍ کې د ډېرو اچ آی وي انتانونو لامل دی. د اچ آی وي ۱ په پرتله د اچ آی وي ۲ ټيټه ککړونه په دې معنا ده چې پر اچ آی وي ۲ پورې اړوند ډېر لږ خلک ککړېږی. لکه څرنګه چې اچ آی وي ۲ د لېږد لږ ظرفیت لري، نو دا ویروس په لویدیځه افریقا پورې محدود پاتې شوی دی. [۲۰][۲۱]

 
د اچ آی وي وایریون ډیاګرام

جوړښت او جېنوم

د اچ آی وي جوړښت، د نورو ریتروویروسونو نه توپیر لري. دا څه ناڅه  کروي دی او نږدې ۱۲۰ نانومیټره قطر لري او د وینې د سرو کرویاتو نه شاوخوا ۶۰ ځلې کوچنی دی. دا د آر اېن اې یو-سره مثبت-حس (positive-sense single-stranded RNA) له دوو نسخو نه جوړ شوی چې د ویروس نهه جینونه کوډ کوي او د هغه مخروطي کپسېډ په وسیله چاپېر شوي چې د پی۲۴ p24 د ویروسي پروټین له ۲۰۰۰ نسخو نه جوړ شوي دي. یو-سره آر اېن اې په نوکلیوکسپېډ پروټینونو، پي۷ p7 او هغو انزایمونو پورې ټینګ نښتی دی چې د ریورس ټرانسکرېپټېز، پروټیز، ریبونوکلیز او انټېګرېز په څېر ویریون د رامنځته کولو لپاره اړین دي. یو ماټریکس چې د ویروسي پروټین p17 نه جوړ شوی دی، کسپېډ احاطه کوي او د ویریون ذراتو استحکام ډاډمنوي. [۲۲][۲۳][۲۴]

دا بیا په خپل وار سره د انساني کوربه حجرې غشا نه د حجرې نوې ویروسي ذرې جوړېدو پر مهال اخیستل شوي لیپیډي دوه-پټه ویروسي پوښ په وسیله چاپېر شوی دی. په دې ویروسي پوښ کې د کوربه حجرې پروټين او د اچ آی وي پوښ پروټين نسبتاً لږې کاپیګانې شته چې د ګلیکوپروټین ۱۲۰ په نامه د درېیو مالیکولونو نه جوړ یوه برغولي او د درېیو ګلیکوپروټین۴۱ مالیکولونو له یوه ډډ نه چې د ویروسي پوښ جوړښت ټینګ ساتي تشکیل شوی دی. د اچ آی وي پوښ درلودونکي جین په وسیله کوډ شوی پوښ درلودونکی پروټین، ویروس ته د دې امکان ورکوي چې په هدف وړ حجرو

 
د اچ وي سپایک پروټین (شین رنګ) یو ډیاګرام، په فیوژن پېپټاید پورې نښتی په سره رنګ په نښه شوی فیوژن پېپټایډ اېپيټوپ او په پراخه توګه خنثی کوونکې انټي باډي (ژېړ رنګ)

پورې ونښلي، د هدف وړ حجرې له غشاء سره ویروسي پوښ ګډ کړي، حجرې ته ویروسي محتویات ورننباسي او انتاني څرخ پیل کړي. [۲۵][۲۶]

پوښ درلودونکی پروټین د اچ آی وی واکسین د هڅو یو ستر هدف دی، ځکه دا د ویروس پر مخ یوازنی ویروسي پروټین دی. د تریمیري پوښ سپایک له نیمايي ډېر حجم په N پورې تړلي ګلیکانونه (N-linked glycans) دي. کثافت يې لوړ دی ،ځکه ګلیکانونه لاندینی ویروسي پروټین د انټي بادۍ په وسیله د خنثی کولو نه خوندي ساتي. دا د پېژندل شویو ګلیکوسایلیټيډ مالیکولونو یو تر ټولو ډېر کثافت درلودونکی دی چې په انډوپلازمي او ګولګي جهاز کې د بایوجینیز پر مهال د ګلیکانونو د عادي بلوغ پروسې د مخنیوي لپاره پوره لوړ کثافت لري. له همدې امله، ډېری ګلیکانونه د نابالغو "لوړ-مانوز" ګلیکانونو په بڼه پاتې کېږي چې په عادي توګه په انساني ګلیکوپروټینونو کې چې د حجرې پر مخ ترشح کېږي یا شته دي، نشته. غیرعادي پروسس او لوړ کثافت په دې معنا دی چې نږدې ټول پراخ خنثی کوونکي انټې باډي، چې تراوسه (د هغو ناروغانو له فرعي ټولګو نه چې له ډېرو میاشتو نه تر کلونو راپه دې خوا ککړ دي) پېژندل شوې دي، له دغو پوښ درلودونکو ګلیکانونو سره تړلي یا له هغوی سره د ځان عیارولو لپاره جوړ شوي دي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

اوس د ویروسي سپایک مالیکولي جوړښت د اکسرې کرېسټالوګرافي او کریوجینیک الکټرون مایکروسکوپي په وسیله معلومېږي. په جوړښتي بیالوژۍ کې دغه پرمختګونه د ویروسي سپایک د بیاترکیب شویو ثابتو بڼو رامنځته کېدو له لارې ممکن شوي دي. [۳۲][۳۳][۳۴]

سرچینې

  1. Weiss RA (May 1993). "How does HIV cause AIDS?". Science. 260 (5112): 1273–9. Bibcode:1993Sci...260.1273W. doi:10.1126/science.8493571. PMID 8493571.
  2. Douek DC, Roederer M, Koup RA (2009). "Emerging Concepts in the Immunopathogenesis of AIDS". Annual Review of Medicine. 60: 471–84. doi:10.1146/annurev.med.60.041807.123549. PMC 2716400. PMID 18947296.
  3. Powell MK, Benková K, Selinger P, Dogoši M, Kinkorová Luňáčková I, Koutníková H, Laštíková J, Roubíčková A, Špůrková Z, Laclová L, Eis V, Šach J, Heneberg P (2016). "Opportunistic Infections in HIV-Infected Patients Differ Strongly in Frequencies and Spectra between Patients with Low CD4+ Cell Counts Examined Postmortem and Compensated Patients Examined Antemortem Irrespective of the HAART Era". PLOS ONE. 11 (9): e0162704. Bibcode:2016PLoSO..1162704P. doi:10.1371/journal.pone.0162704. PMC 5017746. PMID 27611681.
  4. UNAIDS; WHO (December 2007). "2007 AIDS epidemic update" (PDF). p. 10. Archived from the original (PDF) on November 22, 2008. نه اخيستل شوی 2008-03-12.
  5. Rodger AJ, Cambiano V, Bruun T, Vernazza P, Collins S, Degen O, et al. (June 2019). "Risk of HIV transmission through condomless sex in serodifferent gay couples with the HIV-positive partner taking suppressive antiretroviral therapy (PARTNER): final results of a multicentre, prospective, observational study". Lancet. 393 (10189): 2428–2438. doi:10.1016/S0140-6736(19)30418-0. PMC 6584382. PMID 31056293.
  6. Eisinger RW, Dieffenbach CW, Fauci AS (February 2019). "HIV Viral Load and Transmissibility of HIV Infection: Undetectable Equals Untransmittable". JAMA. 321 (5): 451–452. doi:10.1001/jama.2018.21167. PMID 30629090. S2CID 58599661.
  7. Mabuka J, Nduati R, Odem-Davis K, Peterson D, Overbaugh J (2012). Desrosiers RC (ed.). "HIV-Specific Antibodies Capable of ADCC Are Common in Breastmilk and Are Associated with Reduced Risk of Transmission in Women with High Viral Loads". PLOS Pathogens. 8 (6): e1002739. doi:10.1371/journal.ppat.1002739. PMC 3375288. PMID 22719248.
  8. Hahn RA, Inhorn MC, eds. (2009). Anthropology and public health : bridging differences in culture and society (2nd ed.). Oxford: Oxford University Press. p. 449. ISBN 978-0-19-537464-3. OCLC 192042314.
  9. Mead MN (2008). "Contaminants in human milk: weighing the risks against the benefits of breastfeeding". Environmental Health Perspectives. 116 (10): A426–34. doi:10.1289/ehp.116-a426. PMC 2569122. PMID 18941560. Archived from the original on 6 November 2008.
  10. "Preventing Mother-to-Child Transmission of HIV". HIV.gov. 2017-05-15. نه اخيستل شوی 2017-12-08.کينډۍ:PD-notice
  11. Cunningham AL, Donaghy H, Harman AN, Kim M, Turville SG (August 2010). "Manipulation of dendritic cell function by viruses". Current Opinion in Microbiology. 13 (4): 524–9. doi:10.1016/j.mib.2010.06.002. PMID 20598938.
  12. Doitsh G, Galloway NL, Geng X, Yang Z, Monroe KM, Zepeda O, et al. (January 2014). "Cell death by pyroptosis drives CD4 T-cell depletion in HIV-1 infection". Nature. 505 (7484): 509–14. Bibcode:2014Natur.505..509D. doi:10.1038/nature12940. PMC 4047036. PMID 24356306.
  13. Garg H, Mohl J, Joshi A (November 2012). "HIV-1 induced bystander apoptosis". Viruses. 4 (11): 3020–43. doi:10.3390/v4113020. PMC 3509682. PMID 23202514.
  14. Kumar V (2012). Robbins Basic Pathology (9th ed.). p. 147. ISBN 978-1-4557-3787-1.
  15. International Committee on Taxonomy of Viruses (2002). "61.0.6. Lentivirus". National Institutes of Health. نه اخيستل شوی February 28, 2006.
  16. International Committee on Taxonomy of Viruses (2002). "61. Retroviridae". National Institutes of Health. نه اخيستل شوی February 28, 2006.
  17. Levy JA (November 1993). "HIV pathogenesis and long-term survival". AIDS. 7 (11): 1401–10. doi:10.1097/00002030-199311000-00001. PMID 8280406.
  18. Smith JA, Daniel R (May 2006). "Following the path of the virus: the exploitation of host DNA repair mechanisms by retroviruses". ACS Chemical Biology. 1 (4): 217–26. doi:10.1021/cb600131q. PMID 17163676.
  19. Siliciano RF, Greene WC (September 2011). "HIV latency". Cold Spring Harbor Perspectives in Medicine. 1 (1): a007096. doi:10.1101/cshperspect.a007096. PMC 3234450. PMID 22229121.
  20. Gilbert PB, McKeague IW, Eisen G, Mullins C, Guéye-NDiaye A, Mboup S, Kanki PJ (February 28, 2003). "Comparison of HIV-1 and HIV-2 infectivity from a prospective cohort study in Senegal". Statistics in Medicine. 22 (4): 573–593. doi:10.1002/sim.1342. PMID 12590415.
  21. Reeves JD, Doms RW (2002). "Human Immunodeficiency Virus Type 2". Journal of General Virology. 83 (Pt 6): 1253–65. doi:10.1099/0022-1317-83-6-1253. PMID 12029140.
  22. McGovern SL, Caselli E, Grigorieff N, Shoichet BK (2002). "A common mechanism underlying promiscuous inhibitors from virtual and high-throughput screening". Journal of Medicinal Chemistry. 45 (8): 1712–22. doi:10.1021/jm010533y. hdl:11380/977912. PMID 11931626.
  23. Compared with overview in: Fisher B, Harvey RP, Champe PC (2007). Lippincott's Illustrated Reviews: Microbiology. Lippincott's Illustrated Reviews. Hagerstown, MD: Lippincott Williams & Wilkins. p. 3. ISBN 978-0-7817-8215-9.
  24. Various (2008). HIV Sequence Compendium 2008 Introduction (PDF). نه اخيستل شوی March 31, 2009.
  25. Chan DC, Fass D, Berger JM, Kim PS (April 1997). "Core structure of gp41 from the HIV envelope glycoprotein" (PDF). Cell. 89 (2): 263–73. doi:10.1016/S0092-8674(00)80205-6. PMID 9108481. S2CID 4518241.
  26. Klein JS, Bjorkman PJ (May 2010). "Few and far between: how HIV may be evading antibody avidity". PLOS Pathogens. 6 (5): e1000908. doi:10.1371/journal.ppat.1000908. PMC 2877745. PMID 20523901.
  27. Behrens AJ, Vasiljevic S, Pritchard LK, Harvey DJ, Andev RS, Krumm SA, et al. (March 2016). "Composition and Antigenic Effects of Individual Glycan Sites of a Trimeric HIV-1 Envelope Glycoprotein". Cell Reports. 14 (11): 2695–706. doi:10.1016/j.celrep.2016.02.058. PMC 4805854. PMID 26972002.
  28. Pritchard LK, Spencer DI, Royle L, Bonomelli C, Seabright GE, Behrens AJ, et al. (June 2015). "Glycan clustering stabilizes the mannose patch of HIV-1 and preserves vulnerability to broadly neutralizing antibodies". Nature Communications. 6: 7479. Bibcode:2015NatCo...6.7479P. doi:10.1038/ncomms8479. PMC 4500839. PMID 26105115.
  29. National Institute of Health (June 17, 1998). "Crystal structure of key HIV protein reveals new prevention, treatment targets" (Press release). Archived from the original on February 19, 2006. نه اخيستل شوی September 14, 2006.
  30. Pritchard LK, Harvey DJ, Bonomelli C, Crispin M, Doores KJ (September 2015). "Cell- and Protein-Directed Glycosylation of Native Cleaved HIV-1 Envelope". Journal of Virology. 89 (17): 8932–44. doi:10.1128/JVI.01190-15. PMC 4524065. PMID 26085151.
  31. Crispin M, Doores KJ (April 2015). "Targeting host-derived glycans on enveloped viruses for antibody-based vaccine design". Current Opinion in Virology. 11: 63–9. doi:10.1016/j.coviro.2015.02.002. PMC 4827424. PMID 25747313.
  32. Julien JP, Cupo A, Sok D, Stanfield RL, Lyumkis D, Deller MC, et al. (December 2013). "Crystal structure of a soluble cleaved HIV-1 envelope trimer". Science. 342 (6165): 1477–83. Bibcode:2013Sci...342.1477J. doi:10.1126/science.1245625. PMC 3886632. PMID 24179159.
  33. Lyumkis D, Julien JP, de Val N, Cupo A, Potter CS, Klasse PJ, et al. (December 2013). "Cryo-EM structure of a fully glycosylated soluble cleaved HIV-1 envelope trimer". Science. 342 (6165): 1484–90. Bibcode:2013Sci...342.1484L. doi:10.1126/science.1245627. PMC 3954647. PMID 24179160.
  34. Sanders RW, Derking R, Cupo A, Julien JP, Yasmeen A, de Val N, et al. (September 2013). "A next-generation cleaved, soluble HIV-1 Env trimer, BG505 SOSIP.664 gp140, expresses multiple epitopes for broadly neutralizing but not non-neutralizing antibodies". PLOS Pathogens. 9 (9): e1003618. doi:10.1371/journal.ppat.1003618. PMC 3777863. PMID 24068931.