اېناتېزم (Innatism) یوه فلسفي او پوهنپوهنیزه (epistemological) نظریه ده چې وایي ذهن له نظرونو/پوهې سره یو ځای زیږېدلی، او له همدې امله ذهن د زیږون پر وخت یوه "خالي یا سپینه تخته" نه وي. دا نظریه د جان لاک په څېر پخوانیو تجربه‌پالو پوهانو له نظرونو سره په تضاد کې ده او د هغوی له لوري نیوکې پرې شوې دي. اېناتېزم ټینګار کوي چې ټوله پوهه د تجربې او حواسو له لارې نه ترلاسه کېږي. افلاطون او دیکارت د اېناتېزم او دغه تصور په پراختیا کې، چې ذهن له لومړي سره له نظرونو، پوهې او باورونو سره زیږېدلی، مشهور او مخکښ فیلسوفان وو. دواړه فیلسوفان ټینګار کوي چې تجربې د همدې پوهې د خلاصولو کیلي ګانې دي مګر په خپله د پوهې سرچینه نه ده. په دې نظریه کې اصلا هېڅ پوهه د یو چا د تجربو له لارې نه ترلاسه کېږي.[۱][۲]

له نېټیوېزم یا فطرت‌پالنې سره یې توپیر سمول

په عام استعمال کې د اېناتېزم (innatism) او نېټیوېزم یا فطرف‌پالنې (nativism) اصطلاحات مترادف دي ځکه دوی دواړه په ذهن کې د مخکې موجودو نظرونو او افکارو د تصور ملاتړ کوي. که څه هم، اېناتېزم په لا دقیق ډول، د افلاطون او دیکارت فلسفې ته اشاره لري، ځکه هغوی ګومان کاوه چې خدای (ج) د انسان په ذهن کې طبیعي یا فطري نظریات او اصول ځای پر ځای کړي دي.[۳]

نېټیوېزم د همدغه اقتباس یا انطباق ښودنه کوي، چې د جېنیټیک یا وراثت‌پوهنې، ادراکي ارواپوهنې، او رواني ژبپوهنې په برخو کې ریښې لري. نېټیویسټان په دې باور دي چې طبیعي یا فطري باورونه په یو ډول زموږ په ذهن کې د رامنځته کېدو لپاره په جېنیټیکي ډول پلان شوي – او دا چې فطري باورونه د مشخصو جینوټایپونو (genotypes) فینوټایپونه (phenotypes) دي چې ټول انسانان یې لري.

نېټیوېزم سمول

نېټیوېزم یا فطرت‌پالنه یوه عصري نظریه ده چې په اېناتېزم کې ریښې لري. د نېټیوېزم پلویان په ټولیزه توګه هغه فیلسوفان دي چې د ادراکي ارواپوهنې یا رواني ژبپوهنې په ډګر کې هم کار کوي: په ځانګړي توګه نوام چامسکي او جیري فوډور (که څه هم دا دویم یې په خپلو وروستیو لیکنو کې د نېټیوېزم په اړه تر ډېره انتقادي چلند غوره کړی). د تجربېزم یا تجربه‌‌پالنې پرضد د نېټیویستانو عام اعتراض اوس هم هماغه ډول دی لکه څنګه چې د عقل‌پالو پوهانو لخوا راپورته شوی و، یعني د یوه نوي زیږیدلي ماشوم ذهن تابولا راسا یا یوه خالي تخته نه ده، بلکې له یوه ذاتي جوړښت سره سمبال شوی.

فطري یا ذاتي نظریات سمول

په فلسفه او ارواپوهنه کې یوه طبیعي یا فطري مفکوره د پوهې یو مفهوم یا توکی دی چې د ټولو انسانانو لپاره عام دی – یعني هغه څه چې خلک ورسره زیږېږي، نه هغه څه چې د تجربې له لارې یې زده کړي دي.

دا مسله جنجالي ده، او ویل کېدای شي چې د طبیعت په مقابل کې د روزنې او پالنې د اوږدمهال بحث یو اړخ دی، البته د انساني ادراک د فهم پر پوښتنه متمرکز دی.

فلسفي بحث سمول

که څه هم فردي انسانان په ښکاره ډول د کلتوري، نژادي، ژبنیو او ځانګړو دورو د اغېزو له امله توپیر لري، خو بیا هم فطري افکار او نظریات د انسان د ادراک یا فهم له خورا بنسټیزې کچې سره تړاو لري. د بېلګې په توګه، فیلسوف دیکارت دا نظریه وړاندې کړه چې د خدای (ج) پېژندنه او په اړه یې پوهه د ایمان د قوې د یوه محصول په توګه په هر چا کې طبیعي او فطري ده.

نورو فیلسوفانو، په ځانګړې توګه د تجربې پلویانو، پر دې تیورۍ انتقاد کړی او د هر ډول طبیعي یا فطري نظرونو شتون یې رد کړی. د دوی په وینا، ټوله انساني پوهه د مخکېنۍ پوهې (a priori) پر بنسټ نه، بلکې د تجربو پر بنسټ ده.

په فلسفه کې د فطري مفکورو یا ایډیاوو په اړه بحث د عقل‌پالې او تجربه‌پالې پوهنپوهنې ترمنځ د تضاد او اختلاف مرکزي بحث دی. په داسې حال کې چې عقل‌پالان باور لري چې مشخصې ایډیاوې له تجربې څخه پرته شته دي، خو تجربېزم ادعا کوي چې ټوله پوهه له تجربې څخه اخیستل کېږي.

ایمانویل کانت یو آلمانی فیلسوف و، چې په عصري فلسفه کې یې د عقل‌پالو او تجربه‌پالو ترمنځ بن‌بست پای ته رسولی، او ویل کېږي چې دا دوه لومړني عصري دودونه یې په خپل فکر کې سره ترکیب کړي دي.

افلاطون سمول

افلاطون استدلال کوي چې که داسې مشخصې مفکورې او نظرونه وي چې موږ پوهېږو سمې دي، خو د تجربې له لارې نه دي ترلاسه شوې، نو باید وي، ځکه موږ یې په اړه فطري پوهه لرو او دا پوهه باید له زیږون مخکې ترلاسه شوي وي. افلاطون په خپل مینو (Meno) اثر کې د یوه داسې حالت یادونه کوي چې پکې د نوموړي روزونکي سقراط له یوه غلام هلک څخه د هندسې د یوې قضیې په اړه پوښتنې وکړې. که څه هم غلام هلک د هندسې په اړه پخوانۍ تجربه نه لرله، خو بیا هم هغه د دې توان درلود چې پوښتنو ته سم ځوابونه پیدا کړي. له دې کبله افلاطون استدلال وکړ چې دا ممکنه ده ځکه چې د سقراط پوښتنو د ریاضي په اړه د هلک د زیږون له وخته شته د ریاضي په اړه فطري پوهه رابرسیره کړه.[۴]

دیکارت سمول

دیکارت وایي چې فطري پوهه یا ایډیاوې یو ذاتي څيز دی، لکه یو څوک چې ووايي، یوه ځانګړې ناروغي ښایي 'فطري' وي ترڅو وښيي چې یو څوک ممکن پر داسې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ وي. د هغه په وینا، کوم څه چې 'فطري' وي هماغه د زیږېدو له وخته وي او که څه هم ښایي هغه مهال ځان ښکاره نه کړي، مګر دا احتمال ډېر دی چې وروسته د ژوند په اوږدو کې ځان وښيي. له یوې داسې ذاتي ناروغۍ سره د دیکارت د فطري پوهې پرتلنه، چې نښې نښانې یې یوازې د ژوند په اوږدو کې راڅرګندېدای شي، مګر دا چې د عمر یا بلوغ په څېر کوم عامل یې مخه ونیسي، د دې ښودنه کوي چې که داسې پېښه رامنځته کېږي چې یو څوک د فطري چلند یا پوهې له ښودلو څخه منع کوي، په دې معنا نه ده چې دا پوهه له سره نه وه بلکې راڅرګنده شوې نه ده – یا یې د هغې پوهې د کسب وړتیا نه ده موندلې. په بل عبارت، فطري باورونه، ایډیاوې او پوهه تجربو ته اړتیا لري چې په خوځښت راشي او له دې پرته به هغه هېڅکله هم راڅرګنده نه شي. لکه څنګه چې جان لاک وایي، چې تجربې د پوهې سرچینه نه ده، بلکې د پوهې د کشف یا رابرسېره کولو لپاره د اسانوونکو یا چټکوونکو رول ادا کوي.[۵][۶]

ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس سمول

ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس وايي، چې موږ له ځینو فطري نظرونو سره زیږیدلي یو، چې تر ټولو ډېر د پېژندلو وړ هغه یې ریاضيکي حقایق دي. دا نظر چې ۱ + ۱ = ۲ کېږي، موږ ته د تجربوي شواهدو له اړتیا پرته روښانه دی. لایبنېتس استدلال کوي چې تجربېزم یوازې موږ ته دا ښودلی شي چې مفاهیم په اوسمهال کې سم دي. په یوه مثال کې د یوې مڼې مشاهده او بیا د بلې مڼې مشاهده، موږ یوازې دې پایلې ته رسوي چې یوه او بله له دوو سره مساوي کېږي. دا خبره چې یوه او بله به تل له دوو سره مساوي وي، یوې فطري ایډیا یا نظر ته اړتیا لري، ځکه دا به د ناڅرګندو او نالیدلو شیانو په اړه خبره کول وي.

لایبنېتس دا ډول مفاهیمو ته د ریاضیاتو حقایق (truisms) "اړین حقیقتونه" ویلي. د دې ډول یوه بله بېلګه ښایي دا جمله وي، "څه چې دي، هغه دي" یا "دا ناشونې ده چې همدغه شی وي او نه وي". لایبنېتس استدلال کوي چې دا ډول حقیقتونه په نړیواله کچه منل شوي (او ټولو یې سموالی تایید کړی)؛ په دې صورت کې، باید دا د فطري نظرونو په توګه د هغوی د مقام له کبله وي. ډېری وختونه داسې نظرونه یا ایډیاوې هم وي چې په لازمي توګه د سم په توګه منل شوي وي، مګر په نړیواله کچه نه وي منل شوي. لایبنېتس وایي چې دا صرف له دې کبله دي چې اړوند کس له هغې فطري مفکورې یا ایډیا څخه خبر شوی نه دی، نه له دې کبله چې هغه مفکوره یا ایډیا نه لري. لایبنېتس استدلال کوي چې تجربوي شواهد کولی شي مخ ته ځینې هغه اصول راوړي چې دمخه زموږ په ذهنونو کې ځای پر ځای شوي دي. دا د پاتې نغمې په یاد راوړلو لپاره یوازې د لومړیو څو ټکو اورېدلو ته ورته ده.[۷]

زده کړه د فطري پوهې په مقابل کې سمول

حیوانات له دوو لارو پوهه ترلاسه کولی شي. له دغو دوو لارو څخه لومړۍ لاره یې "زده کړه" ده. دا هغه وخت دی چې یو حیوان د خپل شاوخوا چاپیریال په اړه معلومات راټولوي او بیا د دغو معلوماتو د کارولو لپاره وړاندې ځي. د مثال په توګه، که یو حیوان هغه څه وخوري چې معده یې درد پرې کوي، نو دا یې زده کړل چې بیا یې ونه خوري. دویمه لاره چې یو حیوان کولی شي پوهه پرې ترلاسه کړي د فطري یا ذاتي پوهې لاره ده. دا پوهه په جینیټیکي ډول میراثي ده. حیوان په اتوماتيک ډول پرته له کومې مخکینۍ تجربې پوهیږي. د دې پوهې مثال دا دی چې کله یو آس تولد شي سملاسي حرکت کولی شي. آس دا چلند زده کړی نه دی خو په ساده توګه پوهیږي چې څه ډول دا کار وکړي. په ځینو سناریوګانو کې، فطري پوهه د زده کړې د پوهې په پرتله خورا ګټوره ده. که څه هم، په ځینو نورو سناریوګانو کې بیا دا برعکس ده.[۸]

سرچینې سمول

  1. Stich, S. P. (1975). Innate ideas. Berkeley, CA: University of California Press.
  2. Tad M. Schmaltz, Radical Cartesianism: The French Reception of Descartes, Cambridge University Press, 2002, p. 257.
  3. Tad M. Schmaltz, Radical Cartesianism: The French Reception of Descartes, Cambridge University Press, 2002, p. 257.
  4. Lacewing, M. (n.d.). Innate knowledge. Routledge Taylor & Francis Group. Retrieved from http://documents.routledge-interactive.s3.amazonaws.com/9781138793934/AS/ReasonandExperience/Innate-knowledge.pdf
  5. Stevenson, Haberman, Matthews Wright, Leslie, David L., Peter (18 October 2012). Twelve Theories of Human Nature (الطبعة 6th). Oxford: United Kingdom: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199859030. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  6. "Summary of Plato's Theory of Human Nature - Reason and Meaning: Philosophical Reflections on life, death, and the meaning of life". www.reasonandmeaning.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pousaz, Lionel. "New evidence for innate knowledge". EPFL. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. DunlapLehtila_umn_0130E_10349.pdf Archived 2013-11-13 at the Wayback Machine.