اېریوپس د دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده، د پېرمیان دورې په ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا شوي. پیرمیان دوره (Permian period) د ۲۹۹میلیونه او ۲۵۱ میلیونه کاله وړاندې تر منځ دوره ګڼل ده. اېریوپس یو غټ ژوی وو چې اوږدوالی یې تر دوه متره (۶ فټه) پورې ده. د سر کوپړۍ یې ډبل هډوکی چې هوار نده لري، د سترګو کور یا ساکت (eye sockets) یې غټ او مخې لور ته جوړښت لري، د بدن جوړښت یې ښیي چې په ځمکه باندې له ژوند کولو سره برابرتیا لري، پوستکي یې د هډوکي غوټې لرلې چې ممکن د خپلې ساتنې لپاره به یې کارولي وي. د بدن له ځانګړنو یې ښکاري چې اېریوپس ښکاري ژوي وو او ممکن کبان یې ښکار کول او له دې پرته یې ممکن په نورو شمزي لرونکو (vertebrate) ځان تغذیه کړی وي.

تړلې لیکنې سمول

کاکوپس