ای. ای. ميلن

ايلن اليګزينډر ميلن (18 جنوري 1882 – 31 جنوري 1956) یو انګريز ليکوال و، چا چې د « Winnie-the-Pooh» په نوم د نانځکه يږ په اړه د خپلو کتابونو، او تر څنګ يې د ماشومانو د شاعرۍ له امله شهرت موندلی و. مخکې تر دې چې د «Winnie-the-Pooh» په نوم د هغه د اثر ستره بريا د هغه ټول پخواني اثار تر خپل سيوري لاندې راولي، ميلن په بنسټيز ډول يو ډرامه لیکونکی و. ميلن په دواړو نړيوالو جګړو کې خدمت کړی و، په لومړۍ نړيواله جګړه کې د شاهي ورکشاير د پوځي کنډک د دويم بریدمن په توګه او په دويمه نړيواله جګړه کې د پوځ د وسله والې ملاتړې مليشې د جګړن په توګه.[۱]

ميلن د کتاب پلورونکي «کرسټوفر رابن ميلن» پلار و، څوک چې د «کرسټوفر رابن» کردار بنسټ دی. د لندن د ژوبڼ څخه د ليدنې پر مهال، د «وينپيګ» په نوم يو اهلي او مينه ناک يږ ځان ته جلب کړ، او له همدې څخه په الهام اخيستنې يې خپل زوی ته د «Winnie-the-Pooh» کيسه وليکله. ميلن د Winnie-the-Pooh د کيسو اصلي نسخه د کيمبريج ټرنيټي کالج د «ورين» کتابتون ته واستوله، چېرته چې هغه زده کړه کړې وه.[۲][۳]

د ژوند لومړي کلونه او پوځي دنده

سمول

ايلن اليګزينډر ميلن د 1882ز کال د جنورۍ په اتلسمه نېټه، د لندن په «کيلبرن» کې زېږېدلی و، پلار يې «جان واين ميلن» و چې په جيميکا کې زېږېدلی و، مور يې «سارا ميري ميلن» وه (چې د هيګن بوتم په نوم پېژندل کېده). نوموړی د «کيلبرن» د 6/7 مورټيمر روډ په هينلي هاوس سکول کې ستر شو (اوس د کرسنټ سيمه ده)، دا يو کوچنی خپلواک ښوونخی و، چې پلار يې اداره کاوه. «ايچ. جي. ويلز» د هغه له ښوونکو يو و، چې په 1889-90ز کلونو کې يې د هغه استادي کړې وه. ميلن د کامبريج په ويسټ منستر ښوونځي او ټرنيټي کالج کې زده کړه وکړه، چېرته چې هغه د رياضياتو په بورسيې تحصيل وکړ، او د لسانس سند يې په 1903ز کال کې په رياضياتو کې تر لاسه کړ. نوموړي د «ګرانټا» په نوم د محصلينو د مجلې کره کتونکی و او همدې مجلې ته يې لیکنې کولې. نوموړي له خپل ورور «کينت» سره همکاري درلوده او د دوی ليکنې د AKM په نوم خپرېدې. د مخکښې برتانوۍ طنزيه مجلې «پنچ« توجه د ميلن اثارو ته واوښته، چېرته چې ميلن لومړی همکار او وروسته يې مرستيال کره کتونکی شو. ميلن چې د کرکټ لوبې لوبغاړی بلل کېدو، د دوه شوقي (غيرحرفوي) لوبډلو لپاره ولوبېد، چې تر ډېره بريده د برتانوي ليکوالانو څخه جوړې وې او دا لوبډلې د Allahakbarries او Authors XI په نوم وې. د هغه همکار لیکوالان «جی. ايم. بيري، ارتر کونن ډويل» او «پي.جي. ووډهاوس» د هغه په لوډبله کې شامل وو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ميلن د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د برتانیې له پوځ سره یوځای شو او د شاهي واروکشاير له کنډک سره يې د افسر په توګه خدمات وړاندې کړل. نوموړی د 1915ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د دويم بريدمن په توګه د شاهي واروکشاير د کنډک په څلورمه لواء کې په  (په امتحاني ډول) دنده وګومارل شو. د 1915ز کال د ديسمبر په شلمه نېټه د هغه ګومارنه تاييد شوه. نوموړی د 1916ز کال د جولای-نومبر کې د «سوم» په جګړه کې د اړيکو د افسر په توګه خدمات تر سره کړل، خو په يو ډول سخته تبه اخته شو او بېرته انګلستان ته واستول شو. له رغېدو وروسته، نوموړي د اړيکو د لارښود په توګه کار وکړ، له دې وروسته د 1917 او 1918ز کلونو تر منځ موده کې د «MI7 (b)» لپاره د تبليغاتي مضامينو د لیکلو په موخه په پوځي استخباراتو کې استخدام شو. نوموړی د 1919ز کال د فبرورۍ په څوارلسمه رخصت کړای شو، او د چيلسي په مالورډ ستريټ کې مېشت شو. هغه د 1920ز کال د فبرورۍ په نولسمه نېټه په داسې حال کې خپله دنده پرېښوده چې د دويم بریدمن رتبه يې درلوده. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له جګړې وروسته، نوموړي د «Peace with Honour» (1934) په نوم د جګړې يوه غندنه وليکله، له کوم څخه چې نوموړی په 1940ز لسيزه کې د «War with Honour» په ليکلو څخه يو څه په شا شو. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، ميلن پر خپل ملګري انګريز ليکوال (او د Authors XI په نوم د کرکټ لوبډلې غړي) «پي.جي. ووډ هاوس» سختې نيوکې کولې، څوک چې په خپل کلیوالي کور کې په فرانسه کې نازيانو ونيو او د یو کال لپاره يې بندي کړ. «ووډ هاوس» د خپلې نظربندۍ په اړه راديوي خپرونې وکړې، کومې چې له برلين څخه خپرې شوې. که څه هم دې پام غلطونکو (سات تېرونکو) خپرونو المانينا مسخره کړل، ميلن ووډ هاوس تورن کړ چې د خپل هېواد سره په همکارۍ کولو د خيانت مرتکب شوی دی. ووډ هاوس له خپل پخواني ملګري څخه يو څخه غچ واخيست (لکه. د The Mating Season په نوم ناول کې)، په دې ډول چې په خپلو ځينو وروستيو کيسو کې يې د «کرسټوفر رابن» د شعرونو خندونکې نقل جوړ کړ، او ادعا يې وکړه چې "ښايي ميلن له نورو ټولو لیکوالانو سره کينه درلوده....خو زه د هغه شيان خوښوم".[۱۷][۱۸][۱۹]

ميلن په 1913ز کال کې له «ډوروتي» "Daphne" « de Sélincourt» (1890-1917) سره واده وکړ، او  د دوی زوی «کرسټوفر رابن ميلن» په 1920ز کال کې وزېږېد. په 1925ز کال کې، ميلن له ښاره دباندې، د ايسټ سسيکس په هارټفيلډ کې يو کور راونيو، چې د «Cotchford Farm» په نوم و. [۲۰]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، ميلن په هارټفيلډ او «فاريسټ رو» کې د برتانېې د پوځ ملاتړې مليشه کې جګړن و، او ټينګار يې کاوه چې بايد په خپله ډلګۍ د ساده "ښاغلي ميلن" په توګه ياد شي. نوموړی په 1925ز کال کې د فالج او دماغو د جراحي عملیاتو څخه خپلې کروندې ته ولاړ، د کومو له امله چې هغه نور له کاره غورځېدلی و؛ او د 1953ز کال تر اګست پورې، "نوموړی ډېر زوړ او ناهيلې ښکارېدو". ميلن د 1956ز کال د جنورۍ په مياشت کې په څلور اويا کلنۍ کې ومړ.[۲۱][۲۲]

ادبي مسلک

سمول

1903 څخه تر 1925 پورې

سمول

په 1903ز کال کې د کامبريج له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، «ای. ای. ميلن» په «پنچ» مجله کې طنزيه شعرونه او غير جدي لیکنې وکړې، په 1906ز کال کې د دې مجلې له کارکونکو سره يوځای او بيا يې مرستيال کره کتونکی شو.[۲۳][۲۴][۲۵]

په دې موده کې نوموړي اتلس ډرامې او درې ناولونه خپاره کړل، چې د The Red House Mystery (1922) په نوم د مرموز قتل يو ناول هم پکې شامل و. د 1920ز کال د اګست په مياشت کې يې زوی وزېږېد او په 1924ز کال کې ميلن د ماشومانو د شعرونو یوه ټولګه ترتيب کړه، چې د «When We Were Very Young» په نوم وه، د «پنچ» کارتون جوړونکي «اي.ايچ شيپارډ» د دې ټولګې لپاره انځورونه جوړ کړل. د «A Gallery of Children» په نوم د ماشومانو لپاره د لنډو کيسو يوه ټولګه، او نورې کيسې چې د «Winnie-the-Pooh» د کتابونو برخه شوې، په لومړي ځل په 1925ز کال کې خپرې شوې وې.

ميلن د نوې زېږېدلي برتانوي فلمي صنعت لپاره ابتدايي کيسه ليکونکی و، څلور کيسې يې ولیکلې چې په 1920ز کال کې ورڅخه د Minerva Films شرکت فلمونه جوړ کړل (دا شرکت د ممثل ليسلي هاورډ او د هغه د ملګرو او د کيسو د کره کتونکي ايډرين برونيل له خوا په 1920ز کال کې جوړ شوی و). دا فلمونه د يو يې د «The Bump» په نوم چې «اوبري سميت» پکې تمثيل کړی؛ دویم د «Twice Two; Five Pound Reward» او بل يې «Bookworms» په نومونو وو. یو شمېر دا فلمونه د برتانيې د فلم انستيتيوت په ارشيف کې خوندي شوي دي. ميلن له «هاورډ» سره هغه مهال وليدل، کله چې نوموړي په لندن کې د «Mr Pim Passes By» په نوم د ميلن په ډرامه کې تمثيل کاوه.[۲۶][۲۷]

دې پړاو ته په کتنې سره (په 1926 کې)، ميلن وايي چې کله هغه خپل استازي ته وويل چې غواړي د جاسوسۍ يوه کيسه وليکي، هغه ورته ويلي و چې هېواد د "پنچ له طنز ليکونکي" څخه د طنز کيسه غواړي؛ کله چې دوه کاله وروسته هغه وويل چې هغه د کوچنیانو نکلونه لیکل غواړي؛ د هغه استازی او خپرونکی قانع شوي وو، چې هغه يوه بله جاسوسي کيسه وليکي؛ او له دوه نورو کلونو وورسته؛ هغه ته ويل کېدل چې د ماشومانو د کتابونو د تقاضا په نظر کې نيولو سره به د جاسوسۍ د کيسې لیکل تر ټولو بې خونده وي. نوموړی دې پايلې ته ورسېد چې "د هر څه د لیکلو لپاره يوازينۍ بهانه چې ما موندلې هغه دا ده چې زه غواړم ويې ليکم؛ او زه بايد د تليفون د لارښود پر وړاندې کولو دومره ووياړم، څومره چې زه بايد د نورو په وينا د بې قافيې شعر د ناورين پر تخليق وشرمېږم".[۲۸]

سرچينې

سمول
  1. "A.A. Milne | British author". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 5 September 2018.
  2. "The bear who inspired Winnie-the-Pooh". Zoological Society of London. نه اخيستل شوی 12 June 2022.
  3. "A A Milne's Winnie-the-Pooh goes to London". Trinity College Cambridge. 2017. نه اخيستل شوی 27 April 2023.
  4. کينډۍ:Cite ODNB
  5. Thwaite, Ann. A.A. Milne: His Life. London: Faber and Faber, 1990. ISBN 0571138888 p. 8
  6. کينډۍ:Cite ODNB
  7. "Hampstead: Education". A History of the County of Middlesex. 9: 159–169. 1989. نه اخيستل شوی 9 June 2008.
  8. کينډۍ:Acad
  9. "What is the connection between Peter Pan, Sherlock Holmes, Winnie the Pooh and the noble sport of cricket?. BBC. Retrieved 25 November 2014
  10. Parkinson, Justin (26 July 2014). "Authors and actors revive cricket rivalry". BBC News Magazine. نه اخيستل شوی 21 March 2019.
  11. کينډۍ:London Gazette
  12. London Gazette. issue 29408 17 December 1915. Retrieved 26 February 2015
  13. Thwaite, Ann. A.A. Milne: His Life. London: Faber and Faber, 1990. ISBN 0571138888 pp. 172–185
  14. Finch, Christopher (2000). Disney's Winnie the Pooh: A Celebration of the Silly Old Bear. Disney Editions. p. 18. ISBN 978-0-7868-6352-5.
  15. Davidson, Max (27 March 2013). "For sale: Winnie-the-Pooh creator A A Milne's home". The Daily Telegraph. London. Archived from the original on 28 March 2013.
  16. کينډۍ:London Gazette
  17. کينډۍ:Cite ODNB
  18. Capitalization as in the British Library Catalogue
  19. "The Art of Fiction – P.G. Wodehouse" (PDF). The Paris Review. 2005. p. 18. Archived from the original (PDF) on 29 May 2008. نه اخيستل شوی 22 May 2008.
  20. "Cotchford Farm". National Monument Records. English Heritage. Archived from the original on 12 October 2008. نه اخيستل شوی 29 September 2008.
  21. "Letter La Z 5 July 1917 – John Middleton Murry to Beatrice Elvery". George Lazarus Collection. 12 August 1953. نه اخيستل شوی 9 June 2008.
  22. Jill C. Wheeler (2010). "A. A. Milne." p. 21. ABDO Publishing Company,
  23. "A. A. Milne". Encyclopædia Britannica Online. 
  24. Milne, A. A. (August 1904). "Lillian's Loves". Punch, or the London Charivari. 127 (24 August 1904): 142.
  25. Milne, A. A. (November 1904). "Answers to [Fictional] Correspondents". Punch, or the London Charivari. 127 (9 November 1904): 333.
  26. Eforgan, E. (2010). Leslie Howard: The Lost Actor. ISBN 978-0-85303-971-6.
  27. Thomas Burnett Swann (1971). A. A. Milne. Twayne Publishers. p. 41. ISBN 978-0805713961.
  28. Milne, Alan Alexander (1926) [1922]. "Introduction (dated April 1926)". The Red House Mystery. London: Methuen. pp. ix–xii.