ایډیټ
ايډيت (سمونه) ايډيت يوه انګريزي کلمه ده ،معادلې کلمې يې سمونه يا تصحيح دي.د ايډيټ پروسه په رسنيو کې ډېره پراخه ده، ډېري شيان چې له رسنيو خپريږي ايډيټ ته اړتيا لري، يا مخکې له دې چې يو شي له نورو سره شريک شي، د ايډيټ له غلبيله بايد ووځي. ټولې هغه غږيزې ثبتي برنامې چې د راډيو له امواجو خپريږي، لومړي ايډيټ کېږي او بيا تر مخاطب رسېږي. همدارنګه کوم کليپونه، فلمونه او ټلويزيوني ثبتي برنامې چې د ټلويزيون پر پردو کتل کيږي د ايډيټ له غورچاڼه راوتلي دي.
نو په لنډه توګه ايډيټ داسې تعريفوو: ايډيټ، هغه پروسه ده، چې په يو متن کې د جملو او کلمو په لرې کولو، ورزياتولو، بدلولو، د ګرامري تيروتنو، شميرو او... په سمولو متن کره والى مومي.
يا: د قواعدو او معيارونو داسې کارونه ده، چې د هغوى په چوکاټ کې د رسنۍ راټول شوي مطالب، په ښه، روښانه او معياري توګه وړاندې شي . يا: ايډيټ هغه فعاليتونه دي چې د يوه اثر( کتاب، خبر ، مقالې ...) له ليکلو وروسته تر چاپ او خپراوي پورې تر سره کيږي. لکه د املايي غلطيو مخنيوي، د ليک نښو په ځاى کارونه، دقت، وضاحت....
په يوه مطلب کې فزيکي بدلون، منطقي تسلسل او د منځپانګې د سمون ترڅنګ د مطلب ارايش د ايډيټ په نوم ياديږي.
د تکنالوژۍ په رامنځ ته کيدو سره د غږ ايډيټ په (Adobe adition) د تصويرونو ايډيټ په (Photo Shop) او د ويډيو ايډيت په (Adobe Premier) کمپيوټري پروګرامونو کې ترسره کيږي.
ايډيټر Editor ايډيټر هغه څوک دى چې په يوه رسنۍ کې د ايډيټ چارې مخ ته وړي يا ايډيټر هغه چاته ويل کېږي چې يوه رسنۍ اداره کوي . يا: ايډيټر هغه څوک دى چې د کلمو، جملو، پراګرافونو په لرې کولو او ور زياتولو د متن مانا او پيغام روښانوي او هم د رسنۍ د پاليسۍ له مخې د خبرونو اهميت ټاکي. يا هغه کس ته ويل کيږي چې په رسنيو کې هر خپريدونکي مطالب له خپريدو مخکې د ادارې د پاليسي او ژورنالستيکو معيارونو په پام کې نيولو سره برابر کړي.
د ايډيټ اهميت: سهوه او تېروتنه يو داسې عمل دى چې له هر انسانه سر وهي، خو که دغه تېروتنې تر نورو هم ورسېږي نو ستونزې جوړوي. په خبر کې ځينې وخت تېروتنې املايي، انشايي او کله د شمېرو، موقعيتونو، رتبو او... په برخه کې وي، چې هره تېروتنه يوه ستونزه رامنځ ته کوي. لويه ستونزه داده چې که خبريال يا يوه رسنيزه اداره همداسې تيروتنې تکرار کړي، نو مخاطبين پرې باور له لاسه ورکوي او کله چې يوې رسنۍ خپل اعتماد له لاسه ورکړ، نو همدا يې مرګ دي. ځکه هره رسنۍ د خلکو لپاره توليدات لري او که څوک يې توليدات (خبر،فيچر،مرکه...) خوښ نه کړي، نو فعاليت يې مانا نه لري. يوه رسنۍ شايد ډېر مهم مطلب وړاندې کړي، خو چې املا، ګرامر، انشا، نومونو، موقعيتونو او ... کې يې تېروتنې کړي وي، لوستونکي پرې باور نه کوي. هغوى داسې انګيري چې يوه رسنۍ په املا او انشاء نه پوهيږي نو مطالب به يې څنګه دقيق وي؟ له همدې کبله ترې واټن نيسي. پښتو متل دى: خپل عيب د ولو منځ او د بل عيب د کلي منځ. مطلب دا چې خپل عيب چاته سم نه ښکاري او د بل ورته له لرې او ډېر واضح ښکاري په ليکلو کې هم همداسې ده . ليکوال له خپلې ليکنې سره ډېرې نږدې اړيکې لري نو خپلو نيمګړتياو ته سم نه متوجه کېږي او بل چاته دغه نيمګړتياوې ښې رڼې ښکاري . يا کېداى شي دغه ليکوال د ليکنې په مهال له کومې ستونزې سره مخ وي، فکر يې سم کار ونه کړي او تېر وتنې ترې وشي چې د دغو تير وتنو مخنيوي په ايډيټ سره کېږي .