ایلام ( په انګلیسي: Elam،/ˈiːləm/، په ایلامي خطی لیکدود: چې هتمتي تلفظ کېږي؛ په مېخي خط 𒁹𒄬𒆷𒁶𒋾، په سومري: 𒉏𒈠 ایلام؛ په اکدي: 𒉏𒈠𒆠  ایلامتو، په عبري: עֵילָם ایلام؛ په لرغونې فارسي: 𐎢𐎺𐎩  هوجا) یو لرغونی مدنیت و چې د اوسني ایران په لرې لوېدیځ او سوېل لوېدیځ کې یې موقعیت درلود، او د اوسني خوزستان او ایلام ولایت او همدارنګه د عراق د یوې کوچینۍ برخې تر منځ غځېدلی و. د ایلام معاصر نوم له سومري ایلام او ورسره اکدي الامتو، او ایلامي هلمتي له لفظي نقل څخه رېښه لري. ایلامي دولتونه د لرغوني نږدې ختیځ د مخکښو سیاسي ځواکونو څخه وو. په کلاسیکو ادبیاتو کې، ایلام همدارنګه د سوسیانا (په امریکايي انګلیسي: /ˌsuːʒiˈænə/، په انګلستاني انګلیسي: /ˌsuːziˈɑːnə/، په لرغونې یوناني: Σουσιανή چې تلفظ یې په لاتیني تورو: Sousiānḗ دی) په نامه، هغه نوم چې د هغه له پلازمېنې شوش څخه اخیستل شوی دی،  پېژندل کېده. [۱][۲][۳][۴]

ایلام د نږدې ختیځ د چالکولیتیک دورې (د مسو د دورې) د لومړیو ښاري مېشتېدنو یوه برخه وه، د ۳۰۰۰م.ز په شاوخوا کې د لیکلیو اسنادو ظهور هم د سومري تاریخ سره موازي و،  په داسې توګه چې یو څه مخکیني لیکلي اسناد موندل شوي دي. په پخوانۍ ایلامې دوره کې (د ژېړو منځنۍ دوره)، ایلام په ایراني مرتفعو سیمو کې ټولواکۍ درلودې چې مرکزیت یې په انشان کې و، او د دویمې مخزېږدې زریزې له نیمایي څخه راوروسته یې مرکز د خوزستان په جلګو کې په شوش کې و. کلتور یې د هخامنشیانو د سلسلې په بهیر کې چې د ایلام ځایناستې شوه حیاتي رول ولوباوه، په داسې توګه چې ایلامي ژبه د هغو ژبو تر منځ حفظ شوه کومې چې په رسمياتو کې کارېدې. ایلامي ژبه په ټولیز ډول یوه جلا او له هرې بلې ژبې سره ناپېیلې ژبه بلل کېږي. د جغرافیایي او د لرغونپوهنې اړوند ورته والي سره ځینې تاریخ پوهان ادعا کوي چې ایلاميان د اوسنیو لورانو (Lurs) د اجدادو لویه برخه تشکیلوي، چې ژبه یې، لوري، د منځنۍ فارسي یا پهلوي څخه جلا شوې ده. [۵][۶][۷][۸]

رېښه سمول

داسې ښکاري چې د یو هېواد په توګه د یلام په نظر کې نیولو سره د ایلامي ژبې ځایي نوم هتمتي (په مېخي ایلامي:)، یا هلتمي ( په مېخي ایلامي ژبه: 𒁹𒄬𒆷𒁶𒋾 چې تلفظ یې هلتمتی کېږي) و. بهرني نومونه یې د NIM.MAki𒉏𒈠𒆠 او ایلام (ELAM) سومري نومونه، اکادي نوم یې ایلامو(مذکر/مخنث) او ایلامیتو (مونث) و، چې معنا یې په ایلامي کې د سوسیانا اوسیدونکی وه. [۹]

له لیکلي تاریخ څخه د مخه، ایلام په اوسني خوزستان او ایلام ولایت کې متمرکز و، د خوزستان نوم په نهایت کې د لرغونې فارسۍ له: 𐎢𐎺𐎩  هوجا څخه راویستل شوی دی چې معنا یې شوش/ایلام ده. نوموړی نوم په منځنۍ فارسي کې په: 𐭧𐭥𐭰 هوز یعنې "سوسیانا" واوښت او په اوسني فارسي: خوز چې د مکاني نامه له پسوند -ستان (یعنې ځای - -stån) سره ترکیب شوی دی.[۱۰][۱۱]

جغرافیه سمول

په جغرافیاي اصطلاحاتو کې، سوسانیا اصلاً د کارون ولایت په شاوخوا کې د ایراني خوزستان ولایت ښودنه کوي. په پخوانیو عباراتو کې، د دې ساحې د توصیف لپاره بېلابېل نومونه کارېدل. پخوانی جغرافیه پوه بطلیموس، تر ټولو لومړنی کس و چې دغه ساحه یې د شوش په اطرافو کې پراته هېواد ته د اشارې په توګه سوسیانا ونوموله.

یو بل لرغونی جغرافیه پوه، سترابون ایلام او سوسیانا ته د دوو بېلابېلو جغرافیایي سیمو په سترګه کتل. هغه ایلام د (د ایلایمایي د ځمکې) یوازې د خوزستان د لوړو ځمکو په توګه باله. [۱۲]

دانیال ټي. پاټس وایي چې په یهودي تاریخي منابعو کې هم د دغه ځای د موقعیت په اړه اختلاف شتون لري. ځینې لرغوني منابع د خوزستان د لوړو ځمکو په توګه د ایلام او د هغه ځای د جلګو په توګه سوسیانا تر منځ په جلا والي باندې قایل دي. حال دا چې ځینې نور لرغوني منابع ایلام او سوسیانا ته د مترادفو په سترګه ګوري.

د دغې سیمې په اړه نامعلومتیا تر معاصرو مطالعاتو پورې غځېدلې ده. د لرغوني انشان (Anshan) له کشفېدو او په ایلامي تاریخ کې د هغه په لوی اهمیت د پوهېدو څخه راهیسې، تعریفونو دوباره تغییر وکړ. ځینو پوهانو ادعا وکړه چې د ایلام مرکز په انشان او د هغه په شاوخوا کې په لوړو ځمکو کې واقع دی او نه دا چې د خوزستان په جلګو کې په شوش کې دې پروت وي.[۱۳]

دانیال پاټ له هغې وړاندیز سره چې د ایلام اصطلاح په خاصه بڼه جلګو ته یا لوړو ځمکو/ارتفاعاتو ته له اشارې کولو پرته، په ځانګړې توګه د بین النهرینیانو له خوا رامنځته شوې وه تر څو په عمومي عبارت سره دغه سیمه توصیف کړي. ایلام یوه ایرانۍ اصطلاح نه ده او له هغه فرضیې سره چې د ایران د لوړو ځمکو خلکو د خپلو ځانونو په اړه لرله، هېڅ تړاو نه لري. هغوی انشانیان، مرهشانیان، شیمسکیا، زابشالیان، شیریهومیان، اوانیان او داسې نور وو. دا چې انشانیانو د هغو لوړو ځمکو د بېلابېلو ډلو په سیاسي چارو کې مخکښه ونډه درلوده چې د ایران په سوېل لوېدیځ کې اوسېدل، واضح ده. اما هغه استدلال چې انشان له ایلام سره ګډه پوله لري د ایلام په اړه د یوې ساختګۍ په اړه غلط فهمي او په حقیقت کې له باندې څخه د تپل شوو یو ډول دروغو نه بې خبر تیا ده چې د زاګروس د غرونو په لړۍ کې د سوېل لويدیځو هسکو ځمکو، د فارس د سواحلو او د هغو رسوبي هموارو ځمکو په خلکو ور تپل شوي دي چې د کارون-کارخه د سیندونو سېستم ته وربهېږي. [۱۴]

تاریخ سمول

له ماقبل التاریخي پلوه، دا ساحه د عبید د دورې په بهیر کې په ښه ډول اباده شوې وه او د عبید د کلتورونو زیات شمېر اړخونه یې شریکول.

د ایلامي تاریخ په اړه پوهه تر ډېره ناقصه ده، چې بیا رغونه یې په عمده ډول د بین النهریني (سومري، اکدي، اشوري، او بابلي) منابعو پر بنسټ تر سره شوېده. د ایلام تاریخ په عرفي ډول په دریو دورو وېشل شوی دی، چې له دوو زریزو څخه زیاته محدوده په بر کې نیسي. هغه دوره چې له لومړنۍ ایلامي دورې څخه وړاندې ده، د پروتو- ایلامي دورې په نامه پېژندل کېږي.

  • پروتو-ایلامي دوره: له شاوخوا ۲۷۰۰م.ز کال څخه تر شاوخوا ۲۷۰۰م.ز کال پورې (په شوش کې پروتو-ایلامي خط)
  • منځنۍ ایلامي دوره: له شاوخوا ۱۵۰۰م.ز څخه تر شاوخوا ۱۱۰۰م.ز کال پورې (تر سوکلمې سلسلې پورې تر ټولو پخواني اسناد)
  • نوې ايلامي دوره: له شاوخوا ۱۱۰۰م.ز کال څخه تر شاوخوا ۵۴۰م.ز کال پورې ( مشخص شوی اشوري او میدي نفوذ. ۵۹۳م.ز کال د هخامنشیانو د دورې پیل په ګوته کوي.)

پروتو-ایلامي دوره (له شاوخوا ۳۵۰۰م.ز کال څخه تر شاوخوا ۲۷۰۰م.ز کال پورې سمول

پروتو-ایلامي مدنیت د دجلې او فرات سیندونو په ختیځو رسوبي دښتو کې وده وکړه؛ د نوموړي مدنیت تر واک لاندې ساحه په شمال او ختیځ کې د ټیټو ځمکو یا جلګو او ورسره جوختو ارتفاعاتو یو ترکیب و. لږ تر لږه درۍ پروتو ایلامي دولتونه سره یو ځای شول تر څو ایلام جوړ کړي: چې له انشان، اوان او شیماشخي څخه عبارت دی. د اوان سره په تړاو سرچینې په عموم کې د انشان له هغو څخه پخوانۍ دي، او ځینې څېړونکي په دې اند دي چې دغو دواړو دولتونو په مختلفو دورو کې یو واحد قلمرو په بر کې نیوه (په ایرانیکا دایرة المعارف کې، هانسون وګورئ). د دې اصل له مخې شوشیانا په دوره یي ډول ضمیمه کېده او بېلېده. له دې څخه علاوه، د پروتو-ایلامي دورې ځینې ساحې له دې سیمې څخه پوره بهر موندل شوې دي، چې د ایران په ارتفاعاتو کې خورې شوې دي؛ لکه په کرمان ولایت کې ورکشه، سیالک (چې د اوسني کاشان ښار څنډه ده) او جیرفت. د ایلام دولت د پخوانۍ ایلامي دورې په بهیر کې د سومریانو د یرغل په ځواب کې له دغو کم شمېر ایالتونو څخه تشکیل شو. د ایلام قدرت د هغې وړتیا پر بنسټ ولاړ و چې دغه بېلابېلې سیمې یې تر یو منظم حکومت لاندې په داسې بڼه سره یو ځای کړې وې چې له هرې سیمې بې ساري طبیعي منابعو ته یې د اعظمي راکړې ورکړې اجازه ورکوله. چې دا کار په دودیز ډول، د یو متحد حکومتي جوړښت په واسطه تر سره کېده.[۱۵]

د شوش پروتو-ایلامي ښار د ۴۰۰۰م.ز کال شاوخوا د د کارون د سیند په حوضه کې تاسیس شو. نوموړی ښار د پروتو-الامي کلتور د رامنځته کېدو ساحه بلل کېږي. د شوش ښار د خپل د لومړني تاريخ په بهیر کې، د بین النهريني او ایلامي قدرتونو تر منځ یو او بل لوري ته په لاسته لوېدو کې په نوسان کې و.[۱۶]

سرچينې سمول

  1. "Elam (GN)". Oracc: The Open Richly Annotated Cuneiform Corpus. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Elamtu [ELAM] (GN)". Oracc: The Open Richly Annotated Cuneiform Corpus. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Elam: surveys of political history and archaeology, Elizabeth Carter and Matthew W. Stolper, University of California Press, 1984, p. 3
  4. Skolnik, Fred; Berenbaum, Michael (2007). Encyclopaedia Judaica, Volume 6. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0028659343. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hock, Hans Heinrich (2009). Language History, Language Change, and Language Relationship: An Introduction to Historical and Comparative Linguistics (الطبعة 2nd). Mouton de Gruyter. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3110214291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gnanadesikan, Amalia (2008). The Writing Revolution: Cuneiform to the Internet. Blackwell. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1444304688. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Elam: surveys of political history and archaeology, Elizabeth Carter and Matthew W. Stolper, University of California Press, 1984, p. 4
  8. Edwards, I.E.S.; Gadd, C.J.; Hammond, G.L. (1971). The Cambridge Ancient History (الطبعة 2nd). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 644. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521077910. lurs. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Iranian plateau gave birth to writing: French archaeologist". MSN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jeremy Black; Andrew George; Nicholas Postgate, المحررون (1999). A Concise Dictionary of Akkadian. Harrassowitz Verlag. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 3-447-04225-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kent, Roland (1953). Old Persian: Grammar, Texts & Lexicon. 33). American Oriental Society. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-940490-33-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. D. T. Potts, The Archaeology of Elam: Formation and Transformation of an Ancient Iranian State. Cambridge World Archaeology. Cambridge University Press, 2015 کينډۍ:ISBN p11
  13. F. Vallat 1980
  14. The Archaeology of Elam (excerpt) assets.cambridge.org/
  15. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  16. Current Projects in Luristan penn.museum