ایزاک فلورانسو اډیول
ایزاک فلورانسو اډیول (Isaac Folorunso Adewole؛ زوکړه: د ۱۹۵۴ زکال د مۍ ۵ مه) د نسایي ولادي ناروغیو په برخه کې نایجریايي ښوونکی و. نوموړی د ۲۰۱۵ زکال له نومبر میاشتې څخه د ۲۰۱۹ زکال تر می میاشتې پورې د ولسمشر محمد بوهاري په کابینه کې د نایجریا د عامې روغتیا وزیر و. نوموړی د ایبادان د پوهنتون پخوانی مرستیال او د سرطان ناروغۍ په برخه کې د څېړنیز او روزنیز بنسټ مشر و. د یاد پوهنتون د یوولسم مرستیال په توګه هغه د دغه پوهنتون د طب په پوهنځي کې د ښوونکي په توګه خدمت وکړ چې د نایجریا تر ټولو لوی او پخوانی طبي روزنیز بنسټ دی. د نوموړي څېړنو په انساني پاپیلومای، ایډز او ښځینه انکولوژي تمرکز لرلی؛ چې ښځینه انکولوژي هغه ځانګړې تخصصي طبي څانګه ده چې د تخمدان د سرطان، د رحم د سرطان، د واژن د سرطان، د رحم د خولې د سرطان او د فرج د سرطان په ګډون د ښځو د تناسلي آلې په سرطانونو تمرکز لري. اډیول د آدلکه پوهنتون د مشرتابه پلاوي غړی او همدارنګه د رحم د خولې د سرطانونو د کنټرول د ملي پالیسۍ د پلاوي مشري په غاړه لري. هغه یوازنی نایجریایي ښوونکی دی چې د ټولګټو پوهنتونونو د سازمان د شورا د غړي په توګه ټاکل شوی. نوموړی همدارنګه د افریقا د سرطانونو د انستیتوت د نړیوالو سلاکارانو د پلاوي غړی دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ایزاک فلورانسو اډیول | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۵ مې ۱۹۵۴ |
تابعیت | نايجېريا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | يوروبايي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه ، يوروبايي ژبه |
سمول |
نوموړي په ۲۰۱۴ زکال کې خپله ۶۰ مه کالیزه ولمانځله. د ایبادان پوهنتون د نړیوالو کنفرانسونو په تالار کې د یوې عامه غونډې پر مهال یادونه وشوه چې په ۲۰۱۰ زکال کې څه ډول یو شمېر کسانو په بې وقفې ډول هڅه وکړه څو د دغه پوهنتون مرستیالۍ ته د ده لار موندنه سبوتاژ کړي. د هغه د ۶۰ مې کالېزې د لمانځونکې غونډې مشري ول اولانیپیکون پر غاړه لره چې د یو حقوقي شخصیت د لرلو سربېره د نایجریا مخکښ وکیل، د نایجریا د وکیلانو د ټولنې پخوانی مشر او د دغه پوهنتون له پخوانیو مشرانو څخه و. هغه اډیول، «د ۹ ځله ژوند لرونکې پشکې پر ځای د ۱۸ ځله ژوند لرونکې پشکې په توګه توصیف کړ چې د مخالفینو د هر ډول هڅو او توطئو څخه بریالی راوتلی». په ۲۰۱۲ زکال کې نوموړی د نایجریا د علومو اکاډمۍ د غړي په توګه چې په نایجریا کې مخکښ علمي بنسټ دی، وټاکل شو. نوموړي په لاګوس پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس له ښوونکي مجید اولاید عباس او د لویدیځې افریقا د جراحۍ د کالج د مشر او په ایبادان پوهنتون کې د طبي کالج د پخواني ښوونکي اکینینکا اومیګبودون سره یوځای د علومو اکاډمۍ ته لار ومونده. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
په ۲۰۱۴ زکال کې نوموړی د آدلکه پوهنتون د مدیره پلاوي او همدارنګه د ۲۰۱۵ زکال په جون میاشت کې د پان افریقايي پوهنتون د مدیره پلاوي د غړي په توګه وټاکل شو. پان افریقايي پوهنتون د دوکتورا په کچه د افریقا د پنځو برخو هغه مشترکه روزنیزه او څېړنیزه شبکه ده چې د افریقايي اتحادیې له خوا یې ملاتړ کېږي. د ۲۰۱۵ زکال د مارچ په ۲۸ مه د نایجریا د ۲۰۱۵ زکال په عمومي ټاکنو کې د لاګوس ایالت د ټاکنو د خپلواک ملي کمیسیون د مشر او همدارنګه د ۲۰۱۵ زکال د اپرېل په ۱۱ مه د لاګوس ایالت د ایالتي ټاکنو د ټاکنیز مشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۵ زکال د نومبر په ۱۱ مه نوموړی د نایجریا د فدرال جمهوریت د عامې روغتیا د وزیر په توګه وټاکل شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
لومړی ژوند
سمولاډیول د ۱۹۵۴ زکال د مۍ په ۵ د نایجریا د سویل لویدیځ اوسون ایالت په ایلیسا ښار کې وزېږېد. د هغه مور او پلار سوداګر و او هغه ته یې مسلک پلار ټاکلی و. پلار یې د یونایټد افریقا د کمپنۍ استازی و؛ هغه بریتانوي کمپنۍ چې د شلمې پېړۍ پر مهال یې تر ډېره پورې لویدیځي افریقا ته سوداګریزې چارې ترسره کولې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د هغه لومړنی پلان دا و چې د هوانوردۍ مسلک په ځانګړې توګه د هوا فضا انجینري انتخاب کړي؛ په داسې حال کې چې په ښوونځي کې یې لارښود ورته د داسې موضوعاتو لارښوونه کړې وه چې د طبابت لپاره ګټمنې وې. په ۱۹۶۰ زکال کې هغه په ایلیسا کې میتودیست ابتدایه ښوونځي ته لاړ او هلته یو کال پاتې شو، ورپسې د ایبادان اوکه آدو میتودیست ښوونځي ته لاړ او هلته یې هم یو کال تېر کړ؛ هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د اکوره په سنت ماتیاس ښوونځي کې بشپړې کړې. وروسته له هغه نوموړی د ایلیسا ګرامر ښوونځي ته لاړ او په ۱۹۷۰ زکال کې یې له هغه ځایه د لومړۍ درجې زده کوونکي سند او بیا یې په ۱۹۷۲ زکال کې له دغه ښوونځي څخه د فراغت سند هم ترلاسه کړ. د ۱۹۷۳ زکال په اکتوبر میاشت کې یې د ایبادان په طب پوهنځي کې داخله وکړه او په ۱۹۷۸ زکال کې یې له دغه ځایه د لیسانس سند ترلاسه او همدارنګه یې همدغه کال د ماشومانو په برخه کې د عالي درملنې له امله د ګلکسو النبری جایزه هم ترلاسه کړه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
مسلک
سمولپه ۱۹۷۸ زکال کې وروسته له هغه چې له ایبادان پوهنتون فارغ شو د ایبادان پوهنتون په تدریسي روغتون کې یې دنده پیل کړه. په ۱۹۷۹ زکال کې یې د ځوانانو د ملي سرتېرو په اډانه کې د یو کال اجباري خدمت د ترسره کولو په موخه روغتون د سوکوټو په هوډ پرېښود. د پوځي ډاکټر په توګه له یو کال خدمت وروسته وړاندې له دې چې د تدریسي روغتون د نسايي ولادي برخې مشر شي؛ هغه د ایبادان په ادئویو نسايي ولادي روغتون کې کار وکړ. نوموړی وړاندې له دې چې په ۱۹۸۲ زکال کې د نفوسو د ثبت د مدیر په توګه وټاکل شي د یوکال لپاره یې په دغه ځایګي کې خدمت وکړ. [۲۹]
په ۱۹۸۵ زکال کې هغه د لندن په چرینګ کراس روغتون کې د انکولوژي په څانګه کې د څېړنیز فیلوشیپ ترسره کولو په موخه نایجریا پرېښوده. د دغه فیلوشیپ پروګرام له بشپړولو وروسته هغه نایجریا ته راوګرځېد څو د ایبادان له سلطنتي تخصصي کالج سره یوځای شي چېرې چې نوموړي د پوهنتون تدریسي روغتون ته له بېرته ستنېدو څخه وړاندې د څلورو کلونو لپاره د نسایي ولادي برخې د سلاکار په توګه تېر کړل. [۳۰]
نوموړي په ۱۹۲۲ زکال کې خپل اکاډمیک کار د ایبادان د طبي کالج د لومړۍ درجه ښوونکي په توګه پیل کړ او په دغه کالج کې د طبابت مخکښ ښوونکی شو. د ۱۹۹۷ زکال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه هغه د ایبادان پوهنتون د طب پوهنځي د ښوونکي په توګه وګمارل شو او همدغه کال یې د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته لار ومونده. په ۱۹۹۹ زکال کې نوموړی د نسايي ولادي برخې مشر وټاکل شو او یو کال یې په دغه څوکۍ خدمت وکړ. د ۲۰۰۰ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د کلینیکي علومو او ستوماتولوژۍ د پوهنځۍ د رئیس په توګه وټاکل شو او د ۲۰۰۲ زکال د جولای تر ۳۱ مې نیټې پورې یې په دغه څوکۍ کار وکړ. [۳۱][۳۲]
د ۲۰۰۲ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د طبي کالج د مشر په توګه وټاکل شو او پروفیسور اکینینکا اومیګوبودون د هغه ځای ونیو. په دغه څوکۍ باندې د دندې ترسره کولو سربېره نوموړي د ښوونکو او د پوهنتونو د مشرانو د کمېټو غړیتوب او همدارنګه د پوهنتون دننه د ایډز د کمېټې مشري په غاړه لرله. نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۴ زکال کې د پوهنتونونو د علمي پرسونل د ارزونې د کمېټې د مشر په توګه خدمت وکړ. د ۲۰۱۰ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه د شیکاګو په شمال لویدیځ پوهنتون کې فرعي ښوونکی شو. د ۲۰۱۰ زکال د ډسمبر په میاشت کې د میخانیک انجینرۍ د ښوونکي او د نایجریا د انجینرۍ د اکاډمۍ د غړي اولوفمی بامیرو پر ځای د ایبادان پوهنتون علمي مرستیال شو. [۳۳]
د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۲ زکلونو ترمنځ هغه د نایجریا د طبي مجلې د لیکونکي پلاوي سلاکار و او په ۱۹۷۷ زکال کې د همدغې مجلې د لیکونکي پلاوي غړی شو. نوموړی اوس مهال د انکولوژي په برخه کې د طبي ارزونو د پلاوي د غړي په توګه په کار بوخت دی. همدارنګه د The Global Santé Journal د لیکونکي پلاوي غړی دی. نوموړي له ۱۸۰ زیاتې علمي مقالې او لسګونه کتابونه لیکلي او همدارنګه یې د سلګونو نورو کتابونو په لیکلو کې مرسته کړې. [۳۴]
سرچينې
سمول- ↑ "18 former ministers who didn't make Buhari's new list". Premiumtimesng.com. 23 July 2019. نه اخيستل شوی 8 November 2021.
- ↑ Sunday Saanu (4 May 2015). "Adewole: Celebrating a quintessential administrator, scholar at 61". Nigerian Tribune. Archived from the original on 17 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "UI sets tone for selection of new VC". Nigerian Tribune. Archived from the original on 19 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "PROFESSOR ISAAC FOLORUNSO ADEWOLE FAS RECEIVES AWARD OF THE ORDER OF RISING STAR, GOLD AND SILVER STAR OF JAPAN". www.com.ui.edu.ng. نه اخيستل شوی 2022-04-28.
- ↑ "Search | Britannica". www.britannica.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-26.
- ↑ "Stakeholders salute UI VC". The Punch News. Archived from the original on 14 May 2014. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Isaac Folorunso Adewole". frontend (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-28.
{{cite web}}
: Check|url=
value (help)[مړه لينکونه] - ↑ "Prof Isaac Folorunsho Adewole". DAWN Commission. Archived from the original on 19 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Governing Council – Adeleke University". Adelekeuniversity.edu.ng. نه اخيستل شوی 13 September 2015.
- ↑ "The Association of Commonwealth Universities | ACU". www.acu.ac.uk. نه اخيستل شوی 2022-04-26.
- ↑ "Celebrating UI VC at 60". New Telegraph. Archived from the original on 18 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "UI VC gets new roles". The Nation Nigeria. 5 September 2013. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Definition of international | Dictionary.com". www.dictionary.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-26.
- ↑ "Celebrating UI VC @ 60". Nigeria Headlines. Archived from the original on 19 November 2015. نه اخيستل شوی 13 September 2015.
- ↑ "Forget Past Injustices Olanipekun Tells UI VC". Thisday News. Archived from the original on 19 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Fellows of the academy". nas.org.ng. Archived from the original on 9 November 2015. نه اخيستل شوی 15 September 2015.
- ↑ "Professor I.F. Adewole- VICE-CHANCELLOR". University of Ibadan. Archived from the original on 22 September 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "President Buhari Keeps Petroleum Ministry, Assigns Others". Channels TV. نه اخيستل شوی 10 November 2015.
- ↑ "Finally, Ambode Emerges Winner in Lagos Guber Contest". Thisday News. Archived from the original on 19 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Guber Poll: APC Sweeps Out PDP". Leadership Newspaper. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ Sunday Saanu (4 May 2015). "Adewole: Celebrating a quintessential administrator, scholar at 61". Nigerian Tribune. Archived from the original on 17 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Ifa Foundation". ifaf.org.ng. 2014. Archived from the original on 31 May 2016. نه اخيستل شوی 16 April 2016.
- ↑ Martins, Ameh (2017-09-06). "ADEWOLE,Isaac Folorunsho". Biographical Legacy and Research Foundation (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-28.
- ↑ "Nigeria: My Greatest Challenge As UI VC – Adewole". Daily Independent. 27 April 2014. نه اخيستل شوی 26 November 2015.
- ↑ "My Life At 60 – Prof. Adewole". The News Nigeria. 20 May 2014. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "I'll Make UI Greater – New VC". Thisday News. Archived from the original on 19 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Adewole, UI VC, at 60 – The Sun News Online". The Sun News. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "ADEWOLE, UI VC AT 61: The doctor farm activist". Newswatch Times. نه اخيستل شوی 18 September 2015.[مړه لينکونه]
- ↑ "Race for the Strongest". New Telegraph. Archived from the original on 27 سپټمبر 2015. نه اخيستل شوی 18 سپټمبر 2015.
- ↑ "Day UI stood still for 'IFA'". Daily Independednt. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Professor Isaac Folorunso Adewole awarded an honorary Doctor". thechronicleofeducation.com. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Isaac Adewole, MBBS : Faculty Profile". feinberg.northwestern.edu. Archived from the original on 22 November 2015. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
{{cite web}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ "Nigeria: UI – Agenda for Adewole". allAfrica.com. نه اخيستل شوی 18 September 2015.
- ↑ "Why Nigerian varsities are poorly ranked". Daily Independent. نه اخيستل شوی 18 September 2015.