ایریک ایرکسون

ایریک هومبرګر ایرکسون )د ۱۹۰۲ز کال د جون له ۱۵مې- د ۱۹۹۴ز کال د می تر ۱۲مې) یو المانی-امریکایي ارواپوه او رواني شنونکی و، چې د انسانانو د روانپوهنې د ودې د نظریې له امله وپېژندل شو. هغه د هویت د کړکېچ عبارت رامنځته کړ.

ایریک ایرکسون
ایریک ایرکسون
ایریک ایرکسون

د شخص مالومات
پيدايښت
فرانکفورت [۲][۳]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت جرمني

د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم اکسفورډ پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر انا فرويډ   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ

سره له دې چې ایرکسون د پوهنتون سند نه درلود، خو بیا یې هم په ډېرو نامتو پوهنتونونو کې؛ لکه په هاروارډ، کلفورنیا، برکلی او ییل کې د پروفیسور په توګه دنده ترسره کړې ده. د عمومي ارواپوهنې بیاکتنه، چې په ۲۰۰۲ز کال کې یې خپره کړه؛ نو ایرکسون یې د ۲۰مې پېړۍ دولسم غوره ارواپوه معرفي کړ. [۴][۵]

د ژوند په لومړیو کې

سمول

د ایرکسون مور کارلا ابراهامسن د ډنمارک په کوپنهاګن کې له یوې لوړې یهودۍ کورنۍ نه وه. هغې له یهودي سهام خرڅوونکي والدمار ایسیدور سالومونسن سره واده کړی و، خو د ایریک د زېږون پرمهال څو میاشتې تر جلا شوې وه. د ایریک د اصلي پلار په اړه ډېر لږ معلومات شته، هغه دا چې پلار یې یو نا یهودی ډنمارکی و. کله چې کارلا متوجه شوه چې امیدواره ده؛ نو د المان فرانکفورت ته وتښتېده، دلته د ۱۹۰۲ز کال د جون په ۱۵مه ایریک وزېږېد او د سالومونسن کورنی نوم ورکړل شو. هغه مخکې له واده نه امیدواره شوې وه او له همدې امله وتښتېده؛ نو د ایریک د پلار هویت هېڅکله هم روښانه نه شو. [۶][۷]

د ایریک له زېږون وروسته، کارلا د یوې نرسې په توګه وروزل شوه او د المان کارلسروهه ته لاړه. هغې په ۱۹۰۵ز کال کې د اریک د یهودي ماشومانو له متخصص ټیوډور هومبرګر سره واده وکړ. په ۱۹۰۸ز کال کې د اریک سالومونسن نوم اریک هومبرګر ته بدل شو او په ۱۹۱۱ز کال کې د خپل میرني پلار له خوا د زوی په توګه ومنل شو. کارلا او ټیوډور ایریک ته وویل چې ټیوډور یې اصلي پلار دی او یوازې د ماشومتوب په وروستیو کې ورته ریښتیا په ډاګه شول؛ نو دا یې د ټول ژوند لپاره ورته د فریب ترخه خاطره وه. [۸][۹]

داسې ښکاري، چې د هویت پراختیا د ایرکسون په ژوند کې د هغه لپاره لویه اندېښنه وه او په نظري چارو کې یې هم مرکزي ونډه لرلې ده. د یوه سپین ږیري په توګه یې د هویت د ګډوډۍ په اړه په اروپایي وختونو کې د خپلې ځوانۍ په اړه لیکنې وکړې. هغه ولیکل: «ځینې وختونه د ځوانانو د رواني او عصبي ناروغیو ترمنځ پوله موجوده ده». د ایریکسون لور ولیکل، چې د هغې د پلار ریښتینی شننیز هویت تر هغه وخته نه و ثابت شوی، ترڅو یې چې د خپل میرني پلار تخلص «هومبرګر» له خپل جوړ شوي نوم «ایرکسون» سره یوځای کړ. د کورني نوم د بدلولو پرېکړه یې هغه وخت وکړه، چې په ییل کې یې کار پیل کړ او د ایرکسون نوم یې د کورنۍ له خوا هغه وخت ومنل شو، چې دوی د امریکا تابعیت واخیست. ویل کېږي، چې ماشومان یې له دې حقیقیت نه خوند اخلي، چې هغوی ته به نور هومبرګر نه ویل کېږي.  [۱۰][۱۱]

د رواني شننې تجربه او روزنه

سمول

کله چې ایریک ۲۵ کلن و، ملګري یې پیټر بلوس هغه وین ته راوغوښت، ترڅو د بورلینګهام-رزنفلډ په کوچني ښوونځي کې د هغو ماشومانو لپاره، چې بډایه مور او پلار یې د زیګموند فرویډ د لور انا فروید تر رواني شننې لاندې وو، ورته د هنر تدریس وکړي. انا متوجه شوه، چې اریکسون په ښوونځي کې د ماشومانو پر وړاندې حساسیت ښیي او هغه یې دې ته وهڅاوه، چې د وین د رواني شننې په موسسه کې دې د رواني شننې په برخه کې زده کړې وکړي، دا هغه ځای و، چې ډېرو غورو شنونکو لکه اګوسټ ایشهورن، هاینز هارتمن او پل فدرن په کې د هغه پر نظري مطالعاتو څارنه کوله. هغه د ماشوم په شننه کې تخصص درلود او له انا فروید سره یې د روزنې تحلیل وکړ. هلن دویچ او اډوارډ بیبرینګ له یو پاخه عمر لرونکي سره د هغه لومړۍ درملنه څارله. هغه په هممهالي ډول د مونته سوري تعلیمي مېتود مطالعه کړ، چې د ماشوم پر ودې او پر جنسي مراحلو یې تمرکز درلود. په ۱۹۳۳ز کال کې یې د وین د رواني شننې له موسسې نه خپل ډیپلوم ترلاسه کړ. دغه او د مونته سوري سند د ایرکسون د ژوند او کار لپاره یوازینی تحصیلي سند و. [۱۲][۱۳][۱۴]

متحده ایالات

سمول

په ۱۹۳۰ز کال کې ایرکسون له موات سرسون سره واده وکړ، دا یوه کاناډایي نڅاګره او هنرمنده وه او له هغې سره یې په محفلي جامو کې لیدلي وو. ایرکسون د واده په لړ کې مسیحیت ته مخه کړه. په ۱۹۳۳ز کال کې په المان کې اډولف هټلر واک ته ورسېد، په برلین کې د فرویډ کتابونه وسوځول شول او اطریش ته د نازیانو له خوا ګواښ د دې لامل شو، چې هغه له خپلو دوو ماشومانو سره غریبانه وین پرېږدي او کوپنهاګن ته کډوال شي. د استوګنې د شرایطو له امله دغې کورنۍ ونه شو کولای، چې د ډنمارک تابعیت ترلاسه کړي؛ نو متحده ایالاتو ته لاړل او هلته یې له استوګنې سره هېڅ ستونزه نه لیده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ایرکسون د متحده ایلاتو په بوستون کې د ماشومانو لومړی روانپوه شو او د ماساچوست په عمومي روغتون، د قاضي بېکر د لارښوونې په مرکز، د هاروارډ په طبي پوهنځي او د ارواپوهنې په کلینیک کې یې مقامونه ترلاسه کړل. دا په داسې حال کې، چې هغه د ډاکټر په توګه یو ځانګړی شهرت ترلاسه کړی و. ایرکسون په ۱۹۳۶ز کال کې هاروارډ پرېښود او د ییل پوهنتون له کارمندانو سره یوځای شو، دلته یې د ټولنیزو اړیکو په موسسه کې کار وکړ او ورسره په خوا کې یې په طبي پوهنځي کې هم تدریس کاوه.  [۲۰]

د شخصیت په اړه د ایرکسون نظریه

سمول

د ایرکسون د ژوند مرحلې په اتو برخو وېشل شوې، چې په هغوی کې یې ژوند راپېژندل کېدای شي. دا مرحلې په لاندې ډول فهرست شوي او د ځینو فضیلتونو یادونه هم کوي، چې ایرکسون له دغو مرحلو سره یوځای کړي دي.

  1. هیله، لومړنی باور د لومړۍ بې باورۍ پر وړاندې، دا د هغه د ماشومتوب مرحله ده، چې له 0- 1½ کلنۍ پورې دوره رانغاړي. دا د ژوند تر ټولو اساسي مرحله ده؛ ځکه دا هغه مرحله ده، چې د ژوند زیاتره نورې مرحلې ترې جوړېدای شي. دا چې یو ماشوم بنسټیز باور یا بنسټیزه بې باوري پیدا کوي؛ نو دا یوازې یوه تربیتي موضوع نه ده؛ څو اړخیزه ده او پیاوړې ټولنیزې برخې لري، د مور د  اړیکې له کیفیت سره اړیکه لري. مور خپل د باور کولو داخلي ادراکات، د شخصي معنا احساس او نور رامنځته کوي او بېرته یې منعکسوي. د ماشوم لپاره په دغې مرحله کې مهمه برخه  هغه ته دوامداره او مستمره پاملرنه ده. دا له ماشوم سره مرسته کوي، ترڅو داسې یو باور رامنځته کړي، چې پر والدینو سربېره، له نورو سره اړیکې جوړې کړي. پر دې سربېره، ماشومان د نورو د ملاتړ لپاره پر نورو باور کوي. که چېرې بریا خپله کړي؛ نو ماشوم د باور حس رامنځته کوي، چې «په ماشوم کې د هویت د احساس بنسټ جوړوي». د دغه باور په نشتون کې ښایي د ډار او ځورولو احساس او د نړۍ د وړاندوینې خلاف احساس رامنځته شي. [۲۱][۲۲][۲۳]

شخصي ژوند

سمول

ایرکسون په ۱۹۳۰ز کال کې له امریکايي نڅاګرې او هنرمندې سره چې په کاناډا کې زېږېدلې وه، واده وکړ. د هغې نوم جان ایرکسون (د پېغلتوب کورنی نوم یې، سارا لوکرتیان سرسون و)، چې له هغې سره تر مرګه یوځای پاتې شو. [۲۴]

ایرکسون څلور ماشومان درلودل: کای ټي ایرکسون، جان ایرکسون، سو ایرکسون بلولنډ او نیل ایرکسون. مشر زوی یې کای ټي ایرکسون یو امریکایي ټولنپوه دی. د دوی لور سو یوه رواني رغونکې او رواني شنونکې وه، چې خپل پلار یې د ټول عمر لپاره د بې کفایتۍ په احساس اخته وباله. هغې فکر کاوه، چې له خپل خاوند سره به د منابعو ترکیب جوړ کړي او له دې لارې به داسې پېژندنه ترلاسه کړي، چې ښایي ورته د کفایت احساس رامنځته کړي.  [۲۵][۲۶][۲۷]

ایرکسون د ۱۹۹۴ز کال د می په ۱۲مه د ماساچوست په هارویچ کې ومړ. هغه په هارویچ کې د ډله ییزې کلیسا په لومړۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۲۸]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11853078X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 11853078X  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. https://www.nytimes.com/books/first/f/friedman-architect.html
  4. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018.
  5. Haggbloom et al. 2002.
  6. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018.
  7. Friedman 2000، م. 29.
  8. "Erik H. Erikson". Sweet Briar, Virginia: Sweet Briar College. خوندي شوی له the original on 15 مې 2013. بياځلي په 30 اگسټ 2013.
  9. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018.
  10. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018.
  11. Erikson Bloland 2005، مم. 62, 64.
  12. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018.
  13. "Erik H. Erikson". Erikson Institute. بياځلي په 3 April 2016.
  14. Hoare 2002، م. 9.
  15. Schlein, Stephen, ed. (2009) [2005]. "Stephen Schlein Erik Erikson Papers". Cambridge, Massachusetts: Harvard University. خوندي شوی له the original on 12 March 2014. بياځلي په 11 March 2014.
  16. Olsen, Rodney D.; Friedman, Lawrence J. (December 2000). "Identity's Architect: A Biography of Erik H. Erikson". The Journal of American History. 87 (3): 1112. doi:10.2307/2675414. ISSN 0021-8723. JSTOR 2675414.
  17. Thomas, Robert McG., Jr. (8 August 1997). "Joan Erikson Is Dead at 95; Shaped Thought on Life Cycles". The New York Times. بياځلي په 30 August 2013.{{cite news}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  18. Hoare 2002، م. 10.
  19. Stevens 2008، م. 8.
  20. "Erik Erikson | American psychoanalyst | Britannica". www.britannica.com (in انګليسي). بياځلي په 2021-12-04.
  21. study.com https://study.com/academy/lesson/basic-trust-mistrust-erik-eriksons-theory.html. بياځلي په 2021-07-06. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help)
  22. Rotenberg, Ken J. (1995-12-01). "The Socialisation of Trust: Parents' and Children's Interpersonal Trust". International Journal of Behavioral Development (in انګليسي). 18 (4): 713–726. doi:10.1177/016502549501800408. ISSN 0165-0254. S2CID 145704944.
  23. McLeod, Saul (2017). "Erik Erikson". Simply Psychology.
  24. Thomas, Robert McG., Jr. (8 August 1997). "Joan Erikson Is Dead at 95; Shaped Thought on Life Cycles". The New York Times. بياځلي په 30 August 2013.{{cite news}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  25. Erikson Bloland, Sue (2015). "Show Me a Hero and I Will Write You a Tragedy". New Philosopher. No. 10. Interviewed by Boag, Zan. ISSN 2201-7151. خوندي شوی له the original on 20 October 2017. بياځلي په 20 October 2017.
  26. Leiter, Robert (29 November 1999). "The Corrosive Nature of Fame". Jewish World Review. بياځلي په 20 October 2017.
  27. Erikson Bloland 2005، مم. 67.
  28. Scribner's Encyclopedia of American Lives