نوم یې له دوه یونانۍ کلیمو ترکیب شوی. د (ἀήρ – aer) مانا هوا ده او د (στατός – statos) مانا درېدنه ده. د هوا په پرتله سپکه الوتکه ده کوم چې د خپل الوت کوونکي ګاز په ذریعه پورته تګ کوي. دوه ډوله بالونونه دي یو ډول یې د ځواک په ذریعه الوت کوي د هوایي بېړۍ (airship balloon) په نامه یادیږي او بل ډول یې له ځواک پرته الوت کوي او یوازې بالون نوم ورته اخیستل کیږي. ممکن تړل شوی وي او یا په هوا کې ازاد وي. د دې ډول الوتکو غلظت د اتموسفیر د هوا د غلظت په پرتله کم وي. یو یا څو نري پوښونه وي کوم چې په الوت کوونکي ګآز پړسول شوي وي. په هوایي بېړیو کې کوم پوښ چې ګاز لري په بهرني بل استر باندې د ساتنې لپاره پوښل شوی وي.

دوتنه:MarfaTX.jpg
یو عصري ایروسټاټ چې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت لخوا کارول کیږي، د ټیترډ ایروسټاټ رادار سیسټم (TARS)

په اتموسفیر کې افقي خوځښت نه کوي او له همدې امله پرې ایروستات نوم کېښودل شوی او همدا یې د هوا په پرتله درندو الوتکو سره کومې چې د الوتنې لپاره اېروډانامیک ځواک کاروي توپیر دی.