اړي وندونه ( Affix):
تاړي هغه نا خپلواک يا تړلي او مقيد مورفيمونه دي، چې د ازادو مورفيمونو سره د يو ځايوالي او يوځايوالي په صورت کې مانا او مفهوم څرګندېږي. تاړي يا وندونه په دوه ډوله دي: ۱_ مختاړی ( Affix) ۲_ وروستاړی ( Saffix) ۱_ مختاړی ( Affix): هغه تاړي دي، چې هميشه د کلمو يا خپلواکو مورفيمونو د مخه يوځای راځي او د هغوی مانا تغير ورکوي، لکه: بې ازاره، بې درده، بې درمانه، نا اهله، نا سازه، نا کاره، ناپوهه او داسې نور.... ۲_ وروستاړي (Saffix): هغه مورفيمونه دي، چې د کلمو له پای سره نښلي او نوې مانا او مشتق جوړوي. په پښتو ژبه کې په دوه ډوله دي: ۱_ صرفي وروستاړي ۲_ کلمه جوړونکي وروستاړي ۱_ صرفي وروستاړي لکه: (ام، ې، ي...، ځم، ځې، ځي..) ۲_ کلمه جوړونکي وروستاړي لکه( وال، زي، ګی.. پکتياوال، دولت زی، کورګی..) کلمه جوړونکي وروستاړي په پښتو ژبه کې ډېر دي، خو دلته به يې ډولونه او بېلګې واويو: ۱_ نسبت وروستاړي: چې يو نوم، قوم، ځای، وخت، جنس او نورو ته نسبت ورکوي، لکه: وال، خېل، زی،نی، ييز). ۱_ وال= کليوال_ مينوال. ۲_ خېل= زاخېل، مندوخېل. ۳_زی= احمدزی، دولت زی. ۲_ صغيري وروستاړي: ګوټی، ټی،اک، ګی. لکه: کتاب ګوټی، کوچنوټی، تورک، زويک، غټګی،تورګی..) ۳_ مکان وروستاړي: چې له نښلېدو يې د يو عمل اجرا کېدو ځای په لاس راځي، لکه: ۱_ ځی+لوست= لوست ځی. ۲_ پوهنه+ ځی= پوهنځی. ۳_ وسله+ تون=وسله تون. ۴_ درمل + تون= درملتون. ۵_ اور+ غالی= اور غالی. ۶_ لوب+ غالی= لوبغالی.
ليکوال: عابد الله حافظ د ژبژغورنې غورځنګ