اډمونډ بارټن

ښاغلی اډمونډ «ټوبي» بارټن (د ۷- ۱۸۴۹ز کال جنوري ۱۸مې تر د ۱۹۲۰ز کال جنوري) د اسټرالیا سیاستوال او قاضي و، چې له ۱۹۰۱ز کال نه تر ۱۹۰۳ز کال پورې یې د اسټرالیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله، د محافظه کار ګوند مشر هم پاتې شوی دی. هغه غوښتل چې د اسټرالیا د سترې محکمې د بنسټګرو غړی شي، نو له همدې امله یې استعفا ورکړه او تر مړینې پورې یې هلته دنده ترسره کوله.

اډمونډ بارټن
(انګلیسي: Edmund Barton د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اډمونډ بارټن
اډمونډ بارټن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ جنوري ۱۸۴۹[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 7 جنوري 1920 (71 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (1  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱ جنوري ۱۹۰۱  – ۲۴ سپټمبر ۱۹۰۳ 
 
الفریډ ډیکین  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ
قاضي   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
آلماني ژبه [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج (۱۹۰۲)[۷]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اډمونډ بارټن
اډمونډ بارټن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بارټن د اسټرالیایي استعمار د فدراسیون لومړی ملاتړی و، چې هدف یې: «د یوې وچې لپاره ملت او د یوه ملت لپاره وچه» دی. هغه د هنري پارکس له تقاعد وروسته په نوي سویلي ویلز کې د فدراسیون د مشر په توګه راڅرګند شو. هغه د اساسي قانون د کنوانسیونونو استازی و، چې د ملي اساسي قانون په جوړولو کې یې مهمه ونډه لرله او په وروستیو ټولپوښتنو کې یې د فدراسیون لپاره یو له مخکښو مبارزینو نه و. د ۱۹۰۰ز کال په وروستیو کې، پر ابتدایي «هوپټون غلطۍ» سربېره بارټون د اسټرالیا د لومړي وزیر په توګه د سرپرست حکومت د جوړولو لپاره وټاکل شو. د هغه دوره د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شوه، چې په ورته مهال کې فدراسیون هم رامنځته شو.

د ۱۹۰۱ز کال په مارچ کې په لومړیو فډرالي ټاکنو کې، بارټن او محافظه کارانو ډېرې چوکۍ وګټلې، خو د اکثریت له پلوه کم وو. هغه وتوانید، چې د اسټرالیا له کارګر ګوند (ALP) سره ائتلاف جوړ کړي او ورسره د لومړي وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي. دغه ګوند د واک توازن درلود. د بارټن حکومت ځینې نوې ملي ادارې جوړې کړې، لکه: د اسټرالیا د دفاعي ځواک او او د مشترک المنافع د عامه خدمتونو ادارې. دغه قانون په ټول هېواد کې د ښځو د رایې ورکولو حق معرفي کړ او د ۱۹۰۱ز کال د کډوالۍ د محدودیت له قانون سره یې د سپینې اسټرالیا د تګلارې بنسټ کېښود.

بارټن په ۱۹۰۳ز کال کې سیاست پرېښود، ترڅو د سترې محکمې د درېیو بنسټګرو په شمېر کې راشي، دغه محکمه د بارټن په حکومت کې جوړه شوې وه. الفریډ ډیکین چې د بارټن ځایناستی و، د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. بارټن په محکمه کې وتوانید، چې د اساسي قانون قضایي تفسیر ته  ښه بڼه ورکړي، دا هغه اساسي قانون و، چې بارټن یې په لیکلو کې مرسته کړې وه.

د ژوند لومړي وختونه سمول

بارټن د ۱۸۴۹ز کال د جنورۍ په ۱۸مه د نوي سویلي ویلز د سیډني په ګلیب کې زېږېدلی و. هغه د ویلیم بارټن او مري لویزا «کورنی نوم ویدا» له دوولسو بچیانو نه، یولسم زوی و. بارټن اووه خویندې او څلور وروڼه لرل، چې یو په کې لیکوال جورج برنیټ بارټن و. د هغه درې وروڼه او خویندې، د هغه د ماشومتوب پرمهال مړه شوي وو. د بارټن مور او پلار دواړه په لندن کې زېږېدلي، خو د پلار کورنۍ یې په اصل کې ډېون وه. دوی په ۱۸۲۷ز کال کې د نوي سویلي ویلز مستعمرې ته ورسېدل او له دوو ماشومانو پرته یې نور ټول په اسټرالیا کې وزېږېدل. ویلیم بارټن د محاسب، د بازار څښتن، کمېشن کار او د املاکو د استازي په توګه یې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی. د هغه سوداګریزې چارې تل بریالۍ نه وې او یو مهال له ناکامۍ سره مخ شو.[۸][۹][۱۰]

ماشومتوب او زده کړه سمول

بارټن خپل لومړي کلونه په ګلیب کې تېر کړل، خو په ۱۸۵۱ز کال کې یې کورنۍ ښار ته لاړه او د راکز په کمبرلینډ سیمه کې یې ژوند کاوه. بارټن یو څه ارامه روزنه درلوده، که څه هم پلار یې په ځینو مواردو کې له مالي ستونزو سره مخامخ و. په دې موده کې یې مور د کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره د نجونو په شپني او ورځیني ښوونځي کې ښوونکې وه. پلار او مور یې دواړه ډېر لوستي وو او په ځانګړې توګه یې مور اډمونډ ته د اغېزمنې تحصیلي لاسته راوړنې لپاره ډېره لارښوونه کوله او هڅاوه یې. بارټن خپلې رسمي زده کړې په هغه ځای کې پیل کړې، چې اوس د فورټ سټریټ عمومي ښوونځي په نامه یادېږي. هغه وروسته د سیډني ګرامر ښوونځي ته ولاړ او ښايي په ۱۸۵۷ز کال کې د ښوونځي تر پرانیستلو وروسته د لومړیو زده کوونکو په ډله کې وي. په ځوانۍ کې د هغه نږدې ملګری ریچارډ اوکونور و، چې په ستره محکمه کې ورسره یوځای شو. بارټن په ۱۸۶۳ز او ۱۸۶۴ز کلونو کې د سیډني ګرامر ښوونځي په کچه لومړی دریځ خپل کړ. بارټن په ۱۸۶۵ز کال کې د ۱۶ کلونو په عمر په سیډني پوهنتون کې شامل شو او د پوهنتون سنا ورته ځانګړې جایزه ورکړه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

بارټن په پوهنتون کې په کلاسیکه برخه کې تخصص درلود، خو په انګلیسي ادبیاتو، ریاضیاتو، فزیک او په فرانسوي ژبه کې یې هم مطالعه درلوده. هغه لرغونې یوناني او لاتیني ژبې هم زده کړې او په خپل ژوند کې یې د دواړو انډول وساته.[۱۱][۱۵]

د نوي سویلي ویلز سیاست سمول

بارټن په ۱۸۷۶ز کال کې د سیډني د پوهنتون د فارغانو په رایې ورکولو سره، د مقننه مجلس لپاره ځان نوماند کړ، خو د ویلیم چارلس وینډیر له خوا د ۴۹ په مقابل کې د ۴۳ رایو په اخیستلو سره ناکام شو. په ۱۸۷۷ز کال کې بیا د هماغې څوکۍ لپاره ناکام شو، خو د ۱۸۷۹ز کال په اګست کې بریالی شو. کله چې دا په ۱۸۸۰ز کال کې لغوه شوه؛ نو د ۱۸۸۰ز کال له نومبره تر ۱۸۸۲ز کال پورې د ولینګټون او د ۱۸۸۲ز کال له نومبره تر د ۱۸۸۷ز کال تر جنورۍ پورې د ختیځ سیډني غړی و. په دې لړ کې هغه دا تقریبا نا اړینه وګڼله، چې د ازادې سوداګرۍ لپاره خپل ملاتړ په ډاګه کړي.[۱۶][۱۷]

بارټن په ۱۸۸۲ز کال کې د نوي سویلي ویلز د مقننه مجلس مشر شو. هغه ۳۳ کلن و او تر ټولو ځوان کس و، چې د اسټرالیا په مقننه خونه کې د رئیس په توګه وټاکل شو. په ۱۸۸۴ز کال کې د سیډني پوهنتون رئیس شو او په ۱۸۸۷ز کال کې د سر هینري پارکس په هڅونه د مقننه شورا لپاره وټاکل شو. د ۱۸۸۹ز کال په جنوري کې هغه د آزادې سوداګرۍ پر پخواني ملاتړ سربېره موافقه وکړه، چې د نوي سویلي ویلز د لوی څارنوال په توګه د جورج ډیبس په محافظه کار حکومت کې دنده واخلي. د پارکس د دویم ځلي حکومت له جوړېدو سره، د جورج ډیبس حکومت یوازې تر مارچ پورې دوام وکړ.[۱۸][۱۹]

لومړی وزیر (۱۹۰۱- ۱۹۰۳ز) سمول

بارټن د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، دا هغه ورځ و چې نوی فډرالي اساسي قانون نافذ شو. هغه او بېلابېل نور شخصیتونه د سیډني پر سړکونو روان وو او په زرګونو نندارچیانو یې ننداره کوله. د دوی یون له غونډۍ پیل او په سنتنیال پارک کې پای ته ورسېد. د نوي حکومت د لوړې مراسم د فدراسیون په تالار کې، چې د لوړې په موخه جوړ شوی و، ترسره شول. اصلي تمرکز د اسټرالیا پر ولسمشر لارډ هوپټون و، چې درې لوړې یې وکړې او د ملکې ویکټوریا پیغام یې ولوست. بارټن او د هغه وزارت یوازې د وفادارۍ لوړه وکړه او تر ماسپښین وروسته یې په رسمي ډول فډرالي اجرایوي شورا ته قسم یاد نه کړ. د دغې ورځې ټولې پېښې یې د یو فلم په توګه جوړې کړې او د مشترک المنافع تر سرلیک لاندې یې ووېشلې. د لوړې په مراسمو کې د مخکښو او اصلي ګډون کوونکو شمېر لږ و. دا فلم د اسټرالیا د لومړي اوږد مستند فلم په توګه وپېژندل شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

بارټن ته د لومړي وزیر کېدو نه یوه اونۍ مخکې د حکومت د جوړولو دنده وکړل شوې وه، دا هغه څه و چې د «هوپټون غلطۍ» په نامه یاد شو. نوی ولسمشر لارډ هوپټون د ۱۹۰۰ز کال د دسمبر په ۱۵مه اسټرالیا ته ورسېد. هغه ته د استعماري ادارې له خوا دنده ورکړل شوې وه، چې له لومړیو فډرالي ټاکنو مخکې، د سرپرست حکومت د جوړولو لپاره یو کس غوره کړي، دا کس به د اسټرالیا لومړی وزیر وي. ډېر تصور کېده، چې دغه مقام به بارټن ته وړاندیز کېږي او هغه د لومړیو فډرالي ټاکنو لپاره د پلیټ فورم د مسودې چمتووالی هم پیل کړی و. په هر حال، هوپټون د دسمبر په ۱۹مه ویلیم لین د حکومت جوړولو لپاره وټاکه، د هغه د چارې پر دلایلو ډېر بحثونه وشول، خو دا پرېکړه یې یوه لویه تېروتنه  وبلله شوه. د نوي سویلي ویلز لومړي وزیر لین د فدراسیون پر ضد کار کاوه له همدې امله د نورو مستعمرو مخکښو سیاستوالو یې له خدمته انکار وکړ. لین د ډسمبر په ۲۴مه هوپټون ته خبر ولېږه، چې دی د حکومت په جوړولو کې ناتوانه دی او مشوره یې ورکړه، چې دا مقام دې بارټن ته ورکړي. په پایله کې، له لوړې دوه ورځې مخکې، یعنې د ډسمبر تر ۳۰مې پورې د اسټرالیا د لومړۍ کابینې جوړښت په رسمي ډول اعلان نه شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

ستره محکمه (۱۹۰۳ز- ۱۹۲۰ز) سمول

بارټن د ۱۹۰۳ز کال د اکټوبر په ۷مه په ستره محکمه کې له خپلو نږدې ملګرو سمویل ګریفیت او ریچارډ اوکونور سره لوړه وکړه. ګریفیت د محکمې د پرانیستې په مراسمو کې د قاضي القضات په توګه وټاکل شو. نوو قاضیانو د اساسي قانون لپاره د مسودې په جوړولو کې یوځای کار کاوه او د غرمې ډوډۍ یې هم په ګډه خوړه. د محکمې په لومړیو کلونو کې د دوی ترمنځ اختلافات لږ وو؛ ځکه دوی سره ملګري وو او د قضیو شمېر هم لږ و. [۳۲]

ډیکین د لومړي وزیر په توګه د بارټن ځایناستی شو، خو د ۱۹۰۳ز کال په دسمبر کې د حکومت کړنې کمزورې وې. د ۱۹۰۴ز کال په اپرېل کې، نامعلوم پارلمان کریس واټسن او ALP ته د حکومت جوړولو اجازه ورکړه، خو دغه موده لنډمهاله وه او جورج ریډ د لومړي وزیر په توګه د واټسن ځایناستی شو. جوسیا سیمون د ریډ له خوا د محکمې د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو، چې وروسته ورسره د محکمې مخالفتونه پیدا شول. سیمون د هر ایالت په پلازمېنه کې د قاضیانو د قضیو په څېړلو اعتراض وکړ او ویې ویل چې: محکمه باید یوازې په میلبورن او سیډني کې جوړه شي، ځکه فکر یې کاوه چې د دوی د سفر لګښتونه ډېر دي. د حکومت او محکمې ترمنځ اړیکې دومره خرابې شوې، چې قاضیانو د قضیوو له څېړلو ډډه وکړه او بارټن په جدي توګه د استعفا په اړه فکر وکړ. دا حالت یوازې د ۱۹۰۵ز کال په جون کې هغه مهال حل شو، چې ډیکین د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.[۳۳][۳۴]

مړینه او کورنۍ سمول

بارټن د ۱۹۲۰ز کال د جنورۍ په ۷مه د نوي سویلي ویلز په هایډرو مجسټیک هوټل کې د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو. هغه د سیډني په واکلوز ښار کې په سویلي عمومي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. له بارټن نه د هغه مېرمن او شپږ ماشومان پاتې شول. [۳۵]

  • اډمونډ الفریډ (۱۸۷۹ز د می ۲۹مه - ۱۹۴۹ز د نومبر ۱۳مه) د نیو ساوټ ویلز قاضي.
  • ولفرډ الکساندر (۱۸۸۰ز- ۱۹۵۳ز).
  • ژان الیس (۱۸۸۲ز- ۱۹۵۷ز).
  • ارنولډ هوبرټ (۱۸۸۴ز د جنوري ۳مه- ۱۹۴۸ز).
  • اوسوالډ (۱۸۸۸ز د جنورۍ ۸مه- ۱۹۵۶ز د فبرورۍ ۶مه).
  • لیلا سټیفاني (۱۸۹۲ز- ۱۹۷۶ز)[۳۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rx9ppm — subject named as: Edmund Barton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11081818 — subject named as: Edmund Barton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p47365.htm#i473641 — subject named as: Edmund Barton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0008026.xml — subject named as: Edmund Barton — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=6094 — subject named as: Edmund Barton — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/55350627
  7. Australian honours ID: https://honours.pmc.gov.au/honours/awards/1073797
  8. Bolton 2000، صص. 2–5.
  9. Bolton 2000، صص. 6–7.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Bolton 2000، ص. 5.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Bolton 2000، ص. 9.
  12. Bolton 2000، ص. 6.
  13. Bolton 2000، ص. 15.
  14. Bolton 2000، ص. 4.
  15. Bolton 2000، ص. 10.
  16. کينډۍ:Australian Dictionary of Biography
  17. Clifford, Eamonn (2006). Antony Green; David Clune (المحررون). The Electoral Atlas of New South Wales. New South Wales Department of Lands. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9752354-2-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. کينډۍ:Cite NSW Parliament
  19. "Edmund Barton, before". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. La Nauze, John (1962). Alfred Deakin: A Biography. Melbourne University Press. د کتاب پاڼې 214. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . Inauguration of the Commonwealth (1901). National Film and Sound Archive
  22. Bolton 2000، ص. 228.
  23. La Nauze 1962، ص. 215.
  24. La Nauze 1962، ص. 210.
  25. Bolton 2000، ص. 222.
  26. La Nauze 1962، ص. 209.
  27. La Nauze 1962، ص. 208.
  28. Bolton 2000، ص. 220.
  29. Bolton 2000، ص. 217.
  30. Bolton 2000، ص. 219.
  31. Bolton 2000، ص. 218.
  32. Bolton 2000، ص. 301.
  33. Bolton 2000، ص. 303.
  34. Bolton 2000، ص. 302.
  35. کينډۍ:Australian Dictionary of Biography
  36. (په 15 January 1916 باندې). Australians Abroad..