اپيډيمولوژي


Epidemiology د وېش (څوک، کله او چېرته)، فردي ځانګړتياوو او معلومه وګړو کې د روغتيا او ناروغيو حالتونو څېړل او شننه ده.

دا پوهه د عامې روغتيا بنسټ دی  او د وقايوي روغتيايي پاملرنې لپاره د ناروغيو او نښو لپاره د ګواښو عواملو د مشخص کولو له مخې د کړنلارې پرېکړې او د شواهدو پر بنسټ عمل ته بڼه ورکوي. د دې برخط پوهان د معلوماتو، د ژباړې يا تعبير ښه کولو او د پايلو (د کره کتنې او د وخت له مخې د منظمې کتنې په ګډون) خپرولو د مطالعه په ډيزاين يا پلان جوړولو، راټولولو او احصايوي شننې سره مرسته کوي. اپيډيمولوژي په کلينکي څېړنه، عامې روغتيا څېړنو کې او د بيولوژيکي پوهو په بنسټيزه څېړنه کې په لږه اندازه د کارول کېدونکې ميتودپوهنې وده کې مرسته کړې ده. [۱]

د اپيډيمولوژي د څېړنې په سترو برخو کې د ناروغۍ سبب، لېږد، د خپرېدنې پلټنه، د ناروغۍ څارنه، چاپيريالي اپيډيمولوژي، عدلي اپيډيمولوژي، وظيفوي اپيډيمولوژي، انځور يا عکس اخيستنه (screening)، biomonitoring او د لکه په کلينيکي ازمايښتونو کې د درملنې د اغېزو پرتلنه شاملېږي. اپيډيمولوژي پوهان په ځينو نورو علمي سمونونو باندې تکيه کوي. د ناروغيو پر پړاوونو د غوره پوهېدنې لپاره پر بيولوژي، د معلوماتو د اغېزناکې کارونې او مناسبو پايلو رسمولو په موخه پر احصايې، په اټکلي او بنسټيز سبب باندې د غوره پوهېدلو په موخه پر ټولنيزو پوهو او د ارزونې د وړاندې کولو په موخه پر انجنيرۍ باندې تکيه کوي.

اپيډيمولوژي په ادبي ډول «د هغه څه څېړل چې پر خلکو باندې دي»، د يوناني epi (د پاسه، له منځه)، demos (خلک، سيمه) او logos (څېړل، ويی، وينا يا ليکنه) څخه اخېستل شوې ده، چې د وړاندیز له مخې يې يوازې پر انساني نفوس باندې پلې کېږي. که څه هم ياده اصطلاح د ژويو نفوس (د ژويو د طب اپيډيمولوژي) په څېړنو کې په پراخه ډول کارول کېږي. د epizoology اصطلاح هم شته او د نباتي نفوس (بوتاني يا د نباتي ناروغيو اپيډيمولوژي) څېړنو کې پلي شوې ده. [۲]

د ساري او ټول نيونکي تر منخ توپير د لومړي ځل لپاره د هايپوکرات (Hippocrates) له لوري وړاندې شو. له دې کار څخه يې موخه د هغو ناروغيو يو له بل څخه بېلول وو، چې په يو نفوس باندې (epidemic) کتل کېږي او يا د يو نفوس په دننه کې (Endemic) کې استوګنه لري. معلومېږی چې د اپيډيمولوژي اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۸۰۲ کې د هسپانوي فزيکپوه Villalba له لوري په (Epidemiología Española) [د نوموړي اثر دی] کې د ساري (epidemic) د تشرېح کولو لپاره کارېدلې ده. د اپيډيمولوژي پوهان په يو نفوس کې د ناروغيو تعامل يا غبرګون هم څېړي، چې دا حالت د syndemic په نوم پېژندل کېږي. [۳][۴]

د اپيډيمولوژي اصطلاح په اوس وخت کې نه يوازې د ساري يا عفوني ناروغيو د تشرېح او سبب د پوښلو لپاره په پراخه ډول پلي کېږي، بلکې د اړوندو حالتونو په ګډون په ټوله کې د ناروغۍ لپاره پلي کېږي. د اپيډيمولوژي په واسطه د ازمايل شويو موضوعګانو ځينې بېلګې د وينې لوړ فشار، ذهني ناروغي او چاغوالی دي. د همدې له امله دا اپيډيمولوژي پر دې بنسټ ده، چې د ناروغۍ د سببونو بېلګې يا ځانګړنې څه ډول د ژونديو موجوداتو دندو کې بدلون راوړي.

تاريخچه سمول

يوناني فزيکپوه هايبوکرات چې د طب د پلار په توګه پېژندل شوی دی، د ناروغۍ په اړه د يو منطق يا دليل غوښتنه وکړه. نوموړی لومړنی پېژندل شوی شخص دی، چې د ناروغۍ د پېښېدنې او چاپيريالي اغېزو تر منځ يې اړيکې پلټلې دي. هايپوکرات باور درلود چې د انساني بدن ناروغي د څلورو خويونو (له تريخې څخه وتونکې توره مايع، زيړه مايع، وينه او بلغم) د نابرابرۍ له امله ده. د ناورغۍ درملنه د خوی؟ له منځه وړل يا يې د بدن د متوازن کولو په موخه پلټل وو. دې باور په طبابت کې وينې ته د اجازې ورکولو او پرهېز کاريال ته لاره هواره کړه. نوموړي د endemic (هغو ناروغيو لپاره چې په عادي ډول ځينو ځايونو کې موندل کېږي او نورو ځايونو کې نه وي) او epidemic (هغو ناروغيو لپاره چې ځينو وختونو کې ليدل کېږي، مګر نورو وختونو کې نه وي) اصطلاحګانې اختراع کړې. [۵][۶][۷][۸][۹]

معاصره دوره سمول

د ۱۶ پېړۍ په منځ کې د Girolamo Fracastoro په نوم د Verona [د ځای نوم] يو ډاکټر د دې نظريې لومړنی وړاندې کوونکی و، چې د ناروغيو سبب خورا کوچنۍ او په سترګو نه ليدونکې ذرې ژوندۍ وې. د يادو کوچنيو ذرو په اړه فکر کېده، چې د هوا له لارې خپرېږي، خپل ځاني زياتېږي او د اور په واسطه له منځه تلونکې دي. نوموړي په دې دول د ګالين د بد يا مسموم کوونکي بوی نظريه (په ناروغانو کې زهري ګاز) درواغ ثابته کړه. نوموړي په ۱۵۴۳ کې د De contagion et contagioses morbis تر سرليک لاندې لاندې يو کتاب وليکه، چې نوموړی په کې لومړنی هغه څوک و، چې د ناروغۍ د مخنيوي په موخه يې شخصي او چاپيريالي روغتيا پوهنې ته وده ورکړه. په ۱۶۷۵ کې د Antonie van Leeuwenhoek له لوري د پام وړ پياوړي مايکروسکوپ پرمختګ د ناروغۍ د مېکروب نظريې په ګډون د ژونديو ذرو عيني ثبوت يا شواهد چمتو کړل.

د مينګ کورنۍ پر مهال Wu Youke (۱۶۵۲ – ۱۵۸۲) دا نظريه رامنځته کړه، چې ځينې ناروغۍ د لېږد وړ عواملو له امله وې، چې ياد عوامل يې د ۱۶۴۱ او ۱۶۴۴ تر منځ خپل چاپيريال کې د بېلابېلو ساري عواملو؟ د کتنې پر مهال Li Qi (戾气) يا وبايي عوامل ونومول. د Wen Yi Lun  (瘟疫论 د وبا په اړه تيزس يا د ساري ناروغيو په اړه تيزس) تر سرليک لاندې د نوموړي کتاب د هغه اصلي etiological کار په توګه پام کې نيول کېدلی شي، چې ياد مفهوم يې پرمخ ويوړ. د نوموړي مفاهيم اوس هم په ۲۰۰۴ کې د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د SARS وبا په شننه کې د دوديز چينايي طبابت په برخه کې په پام کې نيول شوي وو. [۱۰][۱۱][۱۲]

يو بر سرلاری يا مخکښ Thomas Sydenham (۱۶۸۹ – ۱۶۲۴) لومړنی شخص و، چې د ۱۶۰۰ پېړۍ په وروستيو کې يې د لندنيانو تبې بېلې کړې. د تبې د درملنې په اړه د نوموړي نظرياتو د هغه وخت د دوديزو فزيکپوهانو له خورا مقاومت سره مخ شوې. نوموړي د چيچک تبې چې هغه وڅېړله او درملنه يې وکړه؛ د ناروغۍ د اصلي سبب موندلو وس يې نه درلود. [۱۳]

Joh Graunt د نارينه لباس خرڅونکی او اماتور احصايه پوه په ۱۶۶۲ کې د مړينې د Bills په اړه طبيعي او سياسي کتنې خپرې کړې. په دې کې يې له سترې وبا څخه وړاندې په لندن کې د مړينې ونډې تحليل کړې، د لومړي ژوند لښتليکونه يې وړاندې کړل او د زياتو نويو او پخوانيو ناروغيو لپاره يې د وخت تمايل راپور کړې. د ناروغۍ په اړه يې د زياتو نظرياتو لپاره احصايوي ثبوت چمتو کړ او د دوی په اړه يې ځيني پراخه [نړيوالې] نظريې ناسمې ثابتې کړې.

John Snow د ۱۹ پېړۍ د کلورا وبا د سببونو په اړه د نوموړي د پلټنو له امله او همدارنګه د معاصرې اپيډيمولوژي د پلار په توګه مشهور او پېژندل شوی دی. نوموړي د Southwark شرکت په ملاتړ په دوه سيمو کې په اغېزناک ډول د لوړې مړينې کچو په يادښت کولو سره خپل فعالیت پيل کړ. د Soho وبا د سبب په توګه د Broad Street پمپ [د اوبو بمبه] پېژندنه ته د اپيډيمولوژي لرغونې بېلګه وايي. Snow د اوبو پاکولو په موخه په يو هڅه کې کلورين وکارول او د بمبې لاستی يې لرې کړ، چې همدې چارې ياده وبا پای ته ورسوله. دا عمل د عامې روغتيا په تاريخ کې د يوې سترې پېښې په توګه پېژندل کېږي او د اپيډيمولوژي د پوهې د بنسټ ايښودونکې پېښې په توګه ورته پام کېږي، چې په ټوله نړۍ کې د عامه روغتيايې کړنلارو په جوړولو کې مرسته کوي. که څه هم د نورو وبا مخنيوي په پار د Snow څېړنې او د مخنيوي معيارونه په بشپړ ډول نه و منل شوي يا د هغه وخت د بد يا مسموم کوونکي بوی نظريې (Miasma Theory) د عظمت له امله د نوموړي له مړينې څخه وروسته عمل ته وړاندې شوه. د Miasma نظريې له مخې بې کيفيته هوا د ناروغۍ لامل وه. ياده نظريه د کمزوري تغذيې او په علمي ډول د ناروغيو د خپرېدو مخنيوی د بنسټيزو مسئلو په ګوته کولو پر ځای په غريبو سيمو کې د ناروغۍ د لوړې کچې خپرېدنې ثابتولو لپاره کارېدلې وه او د نوموړي د کار په واسطه ناسمه ثابته شوه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. Porta, Miquel (2014). A Dictionary of Epidemiology (الطبعة 6th). New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-997673-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nutter, Jr., F.W. (1999). "Understanding the interrelationships between botanical, human, and veterinary epidemiology: the Ys and Rs of it all". Ecosystem Health. 5 (3): 131–40. doi:10.1046/j.1526-0992.1999.09922.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hippocrates (~200 BC). Airs, Waters, Places.
  4. Carol Buck, Alvaro Llopis; Enrique Nájera; Milton Terris (1998) The Challenge of Epidemiology: Issues and Selected Readings. Scientific Publication No. 505. Pan American Health Organization. Washington, DC. p. 3.
  5. Alfredo Morabia (2004). A history of epidemiologic methods and concepts. Birkhäuser. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7643-6818-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Historical Developments in Epidemiology. Chapter 2. Jones & Bartlett Learning LLC.
  7. Ray M. Merrill (2010). Introduction to Epidemiology. Jones & Bartlett Learning. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7637-6622-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Merril, Ray M., PhD, MPH. (2010): An Introduction to Epidemiology, Fifth Edition. Chapter 2: "Historic Developments in Epidemiology". Jones and Bartlett Publishing
  9. "Changing Concepts: Background to Epidemiology" (PDF). Duncan & Associates. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Joseph, P Byre (2012). Encyclopedia of the Black Death. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1598842548. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Guobin, Xu; Yanhui, Chen; Lianhua, Xu (2018). Introduction to Chinese Culture: Cultural History, Arts, Festivals and Rituals. Springer. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9811081569. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "SARS: Clinical Trials on Treatment Using a Combination of Traditional Chinese Medicine and Western Medicine". World Health Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Merril, Ray M., PhD, MPH. (2010): An Introduction to Epidemiology, Fifth Edition. Chapter 2: "Historic Developments in Epidemiology". Jones and Bartlett Publishing
  14. Doctor John Snow Blames Water Pollution for Cholera Epidemic, by David Vachon UCLA Department of Epidemiology, School of Public Health May & June 2005
  15. John Snow, Father of Epidemiology NPR Talk of the Nation. 24 September 2004
  16. The Importance of Snow. Gro Harlem Brundtland, M.D., M.P.H.former Director-General, World Health Organization. Geneva, Switzerland Talk, Washington, DC, 28 October 1998
  17. Dr. John Snow. John Snow, Inc. and JSI Research & Training Institute, Inc.
  18. Johnson, Steven, The ghost map : [the story of London's most terrifying epidemic – and how it changed science, cities, and the modern world], OCLC 1062993385, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)