اپولو ۱۷ (ډيسمر ۷-۱۹-۱۹۷۲) د ناسا د اپولو د پروګرام وروستی ماموريت و، وروستی ځل چې انسانانو په سپوږمۍ قدم کېښود يا يې د ځمکې له مدار څخه دباندې سفر وکړ. قوماندان «جين کرنن» او د سپوږميز واحد پيلوټ «هيريسن شمټ» په سپوږمۍ وګرځېدل، په داسې حال کې چې د مشرتابه واحد ډلګۍ پيلوټ «رونالډ ايونز» دپاسه وڅرخېد. «شمت» په سپوږمۍ يواځينی کوز شوی ځمکپېژندونکی و چې سپوږمۍ ته د يو سانيسپوه د استولو لپاره د ناسا تر فشار لاندې د «جو اينګل» پر ځای وټاکل شو. په دې ماموريت پر ساينس د زيات ټينګار کولو مطلب د ډېرو نويو تجربو تر لاسه کول و، د يوې بيالوژيکي تجربې په ګډون، په کومه کې چې مديريت برخه (command module د انسان لېږدونکې فضايي بېړۍ هغه برخه ده چې له بېړۍ جلا کېږي او ماموريت مديريت کوي) کې لېږدول کېدونکي پنځه موږکان هم شامل وو.

د دې ماموريت طراحانو د ښکته کېدو د سيمې په ټاکلو کې دوه بنسټيزې موخې تر نظر لاندې ونيولې: له Mare Imbrium څخه پخواني سپوږميزو لوړو سيمو موادو نمونه اخيستل او په نسبي ډول د وروستي اورشيندي د فعاليت د شونتيا پلټنه کول. په همدې بنسټ دوی «Taurus–Littrow» غوره کړ، چېرته چې داسې شکلونه وو چې له مدار څخه ليدل شوي وو او د هغوی انځور اخيستل شوي او باور کېدو چې په طبيعيت کې اورشيندي دي. له دې امله چې د دې عملې درې واړو غړیو د پخوانيو اپولو سپوږميز ماموريتونه تعقيب کړي وو، دوی د اپالو له فضايي بېړۍ سره بلد و او د ځمکپېژندنې د روزنې لپاره يې زيات وخت درلود.

د ۱۹۷۲ز کال د ديسمبر په اومه نېټه د ختيځ په معياري وخت (EST) د سهار په دولس بجو او دري دېرش دقيقو روان شو، د هارډوير د يوې ستونرې له امله د اپولو په پروګرام کې يواځې د استولو په دريځ کې ځنډ راغی، اپولو ۱۷ د يو « J-type» ماموريت و، په کوم کې چې د سپوږمۍ په سطحه درې ورځې، غزول شوې ساينسي وړتيا او درېیم سپوږميز تاويدونکی موټر (LRV) استعمال شامل و. Cernan او Schmitt په « Taurus–Littrow»  دره کې کوز شول او د سپوږمۍ د نمونو په اخيستلو او د ساينسي وسايلو په استولو سره يې په سپوږمۍ درې قدم وهل بشپړ کړل. د نارنجي رنګ خاوره په « Shorty» څوکه کې وموندل شوه او ثابته شوه چې طبيعيت يې اورشيندی دی، که څه هم د سپوږمۍ د تاريخ له لومړيو وه. Evans  د ادارې او خدمت په نمونه (CSM)  کې د سپوږمۍ په مدار کې د ساينسي اندازه کولو او انځورونو اخيستلو لپاره پاتې شو، دا فضايي بېړۍ د ديسمبر په نولسمه نېټه بېرته ځمکې ته راستنه شوه.

دې ماموريت د عملې سره يو ځای د فضايي الوت ډېر رکارډونه مات کړل چې په هغې کې په سپوږمۍ د ښکته کېدونکي تر ټولو اوږد هغه ماموريت شامل دی چې عمله يې درلوده (دولس ورځې څوارلس ساعته)؛ همدا راز د هر ډول له موټر څخه ورهاخوا فعاليت پر مهال له فضايي بېړۍ حخه تر ټولو زيات واټن (۷.۶ کيلومتره يا ۴.۷ ميله)؛ د سپوږمۍ په کچه له موټرو څخه پرته تر ټولو اوږده فعاليتونه (دوه ويشت ساعته څلور دقيقې)، د سپوږمۍ تر ټولو ستره نمونه راوړل (تقريباً ۱۱۵ کيلوګرامه يا ۲۵ پاونډه)، د سپوږمۍ په مدار کې تر ټولو اوږد وخت (شپږ ورځې څلور ساته) او تر ټولو زیات سپوږميز مدارونه (څرخونه) (۷۵) تر سره کول.[۱][۲][۳][۴]

عمله او د ماموريت د مديريت مهم اشخاص سمول

دنده[۵] ستورپېژندونکی
مشر مسئول یوجين ای کرنن

درېیم او تر ټولو وروستی فضايي الوت

د مديريت د واحد پيلوټ (CMP) رونالډ اي ايونز

يواځې فضايي الوت

د سپوږميز واحد پيلوټ (LMP) هيريسن ايچ شمټ

يواځې فضايي الوت


په ۱۹۶۹ز کال کې ناسا اعلان وکړ چې د اپولو ۱۴ تعقيبي عمله به جين کرنن، رونالډ ايونز او پخوانی X-15 پيلوټ جيو اينګل وي. دې چارې دوی د اپولو ۱۷ د ابتدايي عملې لپاره په ليکه کې ودرول، ځکه چې د اپولو پروګرام د عملې د څرخ لپاره عموماً مطلب دا وي چې يوه تعقيبي عمله به له درې ماموريتونو وروسته د لومړۍ عملې په توګه الوت کوي. هيريسن شمټ، څوک چې پر يو ستورپېژندونکي سربېره يو ماهر ځمکپېژندونکی هم و، د اپولو ۱۵ په تعقيبي عمله کې خدمات وړاندې کړل او د څرخ په پايله کې به د اپولو ۱۸ سپوږميز ماموريت پرواز د پيلوټ په توګه الوت وکړي.[۶][۷][۸][۹]

د ۱۹۷۰ز کال د سپتمبر په اتلسمه نېټه اپولو ۱۸ لغوه کړای شو. ساينسي ټولنې پر ناسا فشار راوړ چې د اپولو د ښکته کېدو لپاره د هغه غېر مسلکي ځمکپېژندنې روزنې تر لاسه کونکي پيلوټ پر ځای يو ځمکپېژندونکی وټاکي. وروسته ناسا شمټ د اپولو۱۷ سپوږميز واحد پيلوټ په توګه وټاکه. اپولو ۱۷ د عملې لپاره د شمټ ټاکنې د ناسا د الوتونکي عملې فعاليتونو رئیس «ډيک سليټن» له دې پوښتنې سره مخ کړ چې د اپولو ۱۷ دوه نور ځايونه به څوک ډک کړي: د اپولو ۱۵ پاتې عمله (ډک ګورډن او وينس برانډ) يا د اپولو ۱۴ تعقيبي عمله (له اينګل پرته).په پای کې «سليټن»  «کرنن» او «ايوانز» وټاکل، په داسې حال کې چې د اپولو ۱۷ لپاره د کرنن د ټاکلو پر سر د ناسا په داخل کې پر ملاتړ اتفاق نه و شوی. کرنن د ۱۹۷۱ز کال د جنورۍ په مياشت کې د يو روزنيز تمرين پر مهال يوه Bell 47G ډوله هلیکوپتر د کيپ کينډي سره نږدې د هند په سمندر کې غورځولې وه؛ وروسته د دې پېښې لامل د پيلوټ تېروتنه وبلل شوه، ځکه چې کرنن په اوبو کې له غورځېدو مخکې خپله ارتفاع سمه نه وه ارزولې. جيم ميک ډیوټ، څوک چې هغه مهال د اپولو تشيال بېړۍ پروګرام د دفتر مدير و، دې پېښې ته په اشارې سره د کرنن په ټاکل کېدو نيوکه وکړه، په داسې حال کې چې «سليټن» دا اندېښنه رد کړه. وروسته له دې چې د ماموريت د مشرتابه وړانديز ورته وشو، کرنن استدلال وکړ چې په دې ماموريت له هغه سره بايد «اينګل» ولاړ شي، خو د شميټ له ټاکنې سره يې موافقه څرګنده کړه، کله چې دا روښانه شوه چې شمټ اپولو۱۷ کې له کرنن سره يا له هغه پرته هم ځي. د اپولو ۱۷ ابتدايي عملې اعلان د ۱۹۷۱ز کال د اګست په ديارلسمه نېټه په عام ډول وشو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

کرنن چې د اپولو ۱۷ پر مهال د متحده ايالاتو په سمندري ځواک کې يو ۳۸ کلن کپتان و، په ۱۹۶۳ز کال کې د ستورمزلو په درېيم ګروپ کې وټاکل شو. هغه په ۱۹۶۶ز کال کې د « Gemini 9A» د پيلوټ په توګه د اپولو ۱۰ سپوږميز ماموريت د پيلوټ په توګه الوت وکړ او دا په ۱۹۶۹ز کال کې د اپولو ۱۴ په تعقيبي عمله کې د خپلو خدماتو وړاندې کولو څخه مخکې و. ايونز، څوک چې په ۱۹۶۶ز کال کې د ستورمزلو د پنځمې ډلې د برخې په توګه ټاکل شوی و، د اپولو ۱۷ پر مهال نهه دېرش کلن و او د امریکا په سمندري ځواک کې يو بريدمن و. د اپولو ۱۷ پر مهال شميټ يو عام ملکي سړی و، د اپولو ۱۷ پر مهال اوه دېرش کلن و. نوموړی له هارورډ پوهنتون څخه په ځمکپېژندنه کې دوکتورا تر لاسه کړې وه، په ۱۹۶۵ز کال کې د ستورمزلو په څلورمه ډله کې ټاکل شوی و. ايونز او شمټ دواړو خپل لومړی تشيال سفر کاوه.[۱۴]

د اپولو ۱۶ او ۱۷ لپاره چې وروستی اپولو سپوږميز ماموريت و، ناسا د ستورپېژندنکو (ستورمزلو) د تعقيبي عملې ټاکنه وکړه، چا چې له خپلو تجربو څخه د ګټه اخيستنې لپاره مخکې هم اپولو سپوږميز ماموريت الوزولی و او د دې لپاره چې نويو شاملو شويو کسانو د روزنې لپاره مصرفېدونکې پيسې او وخت سپماوکړي، د چا چې په اپولو ماموريت کې د الوتلو امکان نه و. د اپولو ۱۷ لپاره اصلي تعقیبي عمله، د کوم اعلان چې هغه مهال د ابتدايي عملې په توګه شوی و، د اپولو ۱۵ عمله وه، په دې کې ډيوډ سکاټ د قوماندان په توګه، الفريډ ورډن د CMP او جيمز ارون د LMP په توګه ټاکل شوي وو، دوی د ۱۹۷۲ز کال کې د اپولو ۱۵ پوسته خانې د پوښونو په پېښه کې د ونډې له امله ليرې کړای شوي وو. د دوی ځای د اپولو ۱۶ د ښکته کېدو عملې ونيو چې هغه «جان ډبليو. يانګ» د تعقيبي عملې د قوماندان او چارلس ډيوک د LMP په توګه وټاکل شول او د اپولو ۱۴ CMP، سټيورټ روزا يې بدل کړل. په اصل کې د اپولو ۱۶ CMP کين ميټنګلي هغه څوک و چې د هغه د عملې سره به يو ځای ټاکل کېدل، خو هغه دا خبره رد کړه، څو وکولای شي له خپلې کورنۍ سره زيات وخت تېر کړي، د هغه زوی تازه زېږېدلی و او د دې پر ځای يې د فضايي شټل پروګرام کې يوه دنده واخيسته. روزا هم د اپولو ۱۶ لپاره د تعقیبي عملې د CMP په توګه کار وکړ.[۱۵][۱۶][۱۴][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. "Astronaut Friday: Ronald Evans". Space Center Houston. December 28, 2018. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Extravehicular Activity". NASA. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Astronaut Friday: Ronald Evans". Space Center Houston. December 28, 2018. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Orloff 2004، Apollo 17: The Eleventh Mission.
  5. "Apollo 17 Crew". The Apollo Program. Washington, D.C.: National Air and Space Museum. د اصلي آرشيف څخه پر July 5, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jones, Eric M.; Glover, Ken (المحررون). "A Running Start – Apollo 17 up to Powered Descent Initiation". Apollo 17 Lunar Surface Journal. NASA. د اصلي آرشيف څخه پر March 20, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 25, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Apollo 14 Crew". The Apollo Program. National Air and Space Museum. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Astronauts – Craters of the Moon". National Park Service. د لاسرسي‌نېټه February 8, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wilhelms 1993، صص. 309–310.
  10. Jones, Eric M.; Glover, Ken (المحررون). "A Running Start – Apollo 17 up to Powered Descent Initiation". Apollo 17 Lunar Surface Journal. NASA. د اصلي آرشيف څخه پر March 20, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 25, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kraft 2002، صص. 346–348.
  12. (په October 18, 1971 باندې). News – Released at NASA Headquarters. Manned Spacecraft Center: Public Information Offie
  13. (په August 13, 1971 باندې). News – MSC 71-56. Manned Spacecraft Center: Public Information Office
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Orloff & Harland 2006، صص. 507–508.
  15. Shayler & Burgess 2017، صص. 289–290.
  16. (په August 13, 1971 باندې). News – MSC 71-56. Manned Spacecraft Center: Public Information Office
  17. Slayton & Cassutt 1994، ص. 279.
  18. (په May 23, 1972 باندې). Release No. 72-113: Astronauts Mitchell and Irwin to Retire. NASA: Manned Spacecraft Center
  19. Orloff & Harland 2006، ص. 471.
  20. Shayler & Burgess 2017، ص. 296.
  21. Phinney 2015، ص. 130.
  22. Chaikin 1995، ص. 549.