اپولو پروګرام

اپولو پروګرام چې د اپولو پروژې په نامه هم پېژندل کېږي، په متحدو ایالتونو کې د انسان د فضايي الوتنې درېیم پروګرام و چې د ملي هوايي او فضايي ادارې (ناسا) له‌خوا ترسره شو. دغه پروګرام په دې بریالی شو چې له ۱۹۶۸ څخه تر ۱۹۷۲ ز کال پورې د سپوږمۍ پر مخ لومړنی انسان ښکته کړي. دغه پروګرام په لومړي ځل د «ډوایت ایزونهاور» د واکمنۍ پر مهال د مرکوري یو کسیزې پروژې د تعقیب لپاره چې لومړني امریکایان یې فضا ته لېږل، د یوې درې کسیزې فضايي بېړۍ په توګه طرحه شو. وروسته بیا اپولو پروګرام په ۱۹۶۰مه ز لسیزه کې د ولسمشر «جان اف کنډي» پر ملي موخه بدل شو، یعنې "د سپوږمۍ پر مخ د انسان ښکته کېدل او بېرته روغ ځمکې ته راستنېدل" چې دا خبره یې د ۱۹۶۱ ز کال د مې میاشتې په ۲۵مه نېټه کانګرېس ته په وینا کې وکړه. دا په متحدو ایالتونو کې د انسان د فضايي الوتنې درېیم پروګرام و، تر دې وړاندې په ۱۹۶۱ ز کال کې د فضايي الوتنې د وړتیاوو لوړولو لپاره «د جمیني دوه کسیزه پروژه» جوړه شوې وه.

د کنډي موخه په «اپولو ۱۱» ماموریت کې هغه مهال پوره شوه چې ستور مزلو «نیل ارمسټرانګ» او «بوز الډرین» خپله فضايي بېړۍ د ۱۹۶۹ ز کال د جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه د سپوږمۍ پر مخ کېنوله او دوی د سپوږمۍ پر مخ قدمونه واخیستل، درې واړه ختلي کسان بېرته د جولای په ۲۴مه نېټه روغ رمټ ځمکې ته را وګرځېدل. د اپولو راتلونکو پنځو ماموریتونو هم ستور مزلي سپوږمۍ ته ورسول، تر ټولو ورستی ماموریت یې د ۱۹۷۲ ز کال په ډسمبر میاشت کې «اپولو ۱۷» و. په دغو شپږو فضايي الوتنو کې ۱۲ کسانو د سپوږمۍ پر مخ قدمونه واخیستل.

اپولو له ۱۹۶۱ څخه تر ۱۹۷۲ ز کال پورې الوتنه وکړه چې د خدمې د لېږدولو لومړنی الوتنې یې په ۱۹۶۸ ز کال کې و. په ۱۹۶۷ ز کال کې هغه مهال له یوې لویې ماتې سره مخامخ شوه چې «اپولو ۱ کابین» د یوه ازمېښت پر مهال تر توغول کېدو وړاندې اور واخیست او ټوله خدمه یې ووژله. تر لومړني بریالي الوتنې وروسته د راتلونکو ۹ الوتنو لپاره کافي وسایل موجود وو چې دا الوتنه د ځمک‌پوهنې او ستورفزیکي موندنو لپاره له پلانونو سره مل وو. د بودیجې کمښت په دغو مواردو کې د درېیو هغو د لغوه کېدو لامل شو. د پاتې شپږو ماموریتونو په ډله کې پنځه ماموریتونه بریالي وو، خو د «اپولو ۱۳» الوتنې سپوږمۍ ته د لېږد پر مهال د اکسیجن د بوشکې یا ټانک د چاودېدو له امله ودرول شو، دغې چاودنې د الکتریکي ځواک د تأمین لپاره د سروېس وړتیا له منځه یوړه او CSM سیستمونه یې فلج کړل. خدمې یا ستور مزلو د «لیونر ماډیول» په مرسته ځانونه روغ ځمکې ته را ورسول.

په ټولیز ډول اپولو پروګرام د سپوږمۍ ۸۴۲ پونډه (۳۸۲ کیلو ګرامه) تیږې او خاورې ځمکې ته راوړې چې د سپوږمۍ د جوړښت او د ځمک‌پوهنې د تاریخ له اړوندې پوهې سره یې ډېره مرسته وکړه. دغه پروګرام د انساني فضايي الوتنو لپاره د ناسا ادارې د راتلونکو وړتیاوو زړي وکرل او د «جانسون فضايي مرکز» او «کنډي فضايي مرکز» د جوړېدو بودیجه یې تأمین کړه. اپولو پروګرام د انسان د فضايي الوتنېونو او توغوندیو د اړوندې تکنالوژۍ د ډېرو برخو د پرمختګ لامل هم شو چې له دې ډلې ایونیک، مخابرات او کمپیوټر یادولی شو.

مخینه سمول

سرچینه او د فضايي بېړۍ د امکان سنجولو څېړنې سمول

اپولو پروګرام د ۱۹۶۰ کال په لومړیو کې د «ایزونهاور» د واکمنۍ پر مهال د «مرکوري» پروژې د تعقیبي پروګرام په توګه طرحه شو. د مرکوري کپسول د ځمکې مداري ماموریت ته یوازې د یوه ستور مزلي د لېږدولو وړتیا لرله، خو اپولو درې ستور مزلي لېږدولی شوای. په احتمالي ماموریتونو کې فضايي سټېشن ته د خدمې لېږدول، د سپوږمۍ شاوخوا ته الوتنېونه او بالاخره د سپوږمۍ پر مخ د خدمې یا ستور مزلو ښکته کول شامل وو.

د دغه پروګرام نوم په یوناني او رومي اسطورو کې د روښنایۍ، موسیقۍ او لمر د رب‌النوع له نامه څخه اخیستل شوی چې د ناسا مدیر «ابه سیلورسټاین» پرې کېښود او وروسته یې وویل: "پر فضايي بېړۍ مې داسې نوم اېښود لکه پر خپل زوی یې چې ږدم." سیلورسټاین دغه نوم د ۱۹۶۰ کال په لومړیو کې یو ماښام په خپل کور کې انتخاب کړ. [۱][۲][۳]

د سیاسي فشار رامنځته کېدل سمول

جان اف کنډي د ۱۹۶۰ ز کال په نومبر میاشت کې تر هغو ټاکنیزو کمپاینونو وروسته ولسمشرۍ ته وټاکل شو چې د فضايي اکتشافاتو او توغندیزې دفاع په برخو کې یې پر شوروي اتحاد د امریکا د برترۍ وعدې ورکولې. د ۱۹۶۰ ز کال تر ټاکنو پورې یې د هغې «توغندیزې تشې» په اړه خبرې کولې چې ده او ډېرو سناتورانو احساس کاوه چې د ولسمشر «ایزونهاور» د اقدام نه کولو له امله د متحدو ایالتونو او شوروي اتحاد تر منځ رامنځته شوې وه. کنډي تر پوځي ځواک ور هاخوا فضايي تکنالوژي د ملي اعتبار د سمبول په توګه کاروله او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالات به په دې برخه کې سر کړي. که څه هم کنډي په دې اړه ډېرې خبرې کولې، خو تر ولسمشر کېدو وروسته یې د اپولو پروګرام په اړه کومه پرېکړه ونه‌کړه. د فضايي پروګرام په اړه یې کم تخنیکي جزئیات لرل او دا چې پر سپوږمۍ یې د ستور مزلو د ښکته کولو لپاره کړې ژمنه له مالي پلوه ګرانه وه، دا پروګرام یې وځنډاوه. کله چې د ناسا نوي ټاکل شوي مدیر «جمیز وب» د خپل مرکز لپاره د بودیجې د ۳۰ سلنه ډېرېدو غوښتنه وکړه، کنډي یې هرکلی وکړ، خو په دې اړه یې پرېکړه وځنډوله.[۴][۵][۶][۷]

د ۱۹۶۱ ز کال د اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه د شوروي اتحاد ستور مزلی «یوري ګاګارین» لومړنی کس و چې په فضا کې یې الوتنې وکړې او د امریکایانو دا وېره یې زیاته کړه چې په تکنالوژيکي سیالیو کې به له شوروي اتحاد څخه شا ته پاتې شي. د ګاګارین تر الوتنې یوه ورځ وروسته د علومو، فضا او تکنالوژۍ لپاره د امریکا د کنګرې په یوه ناسته کې زیاترو استازو د داسې یوه پروګرام ملاتړ اعلان کړ چې پایله یې د امریکا برتري وي. کنډي په دې اړه محتاطانه عمل وکړ او شوروي ته یې د امریکا له غبرګون ښودلو څخه ډډه وکړه.[۸][۹]

کنډي د اپرېل میاشتې په ۲۰مه نېټه مرستیال ولسمشر «لینډون جانسن» ته یو یادښت ولېږه او ترې ویې غوښتل چې د امریکا د فضايي پروګرام حالت وارزوي او هغه پروګرامونه وګوري چې ناسا ته د مخته تګ موکه ورکولی شي. جانسن کابو یوه اونۍ وروسته ځواب ورکړ او دې پایلې ته ورسېد چې "موږ دا مهال خپله ټوله هڅه نه کوو او هغه پایلې هم نه ترلاسه کوو چې زموږ د برترۍ لامل کېږي." د جانسن له یادښته دا پایله هم اخیستل کېده چې سپوږمۍ ته د خدمې لېږلو ته لا ډېر وخت دی چې احتمالاً متحد ایالتونه به تر ټولو لومړی دغه کار وکړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ناسا پراختیا سمول

کله چې کنډي خپل پروګرام اعلان کړ، تر هغه څه کم یوه میاشت مخکې یوازې یوه امریکايي په فضا کې الوتنې کړی وې او ناسا تر هغه مهاله هېڅ ستور مزلی مدار ته نه و لېږلی. ان د ناسا ځينې کارکوونکي وېرېدل چې د کنډي دغه لویه موخه به ترلاسه شي که نه. حتی کنډي په ۱۹۶۳ ز کال کې د سپوږمۍ لپاره د متحدو ایالتونو او شوروي اتحاد یوه ګډ ماموریت ته نږدې شو، تر څو دوه‌ګونې هڅې له منځه یوسي.[۱۴][۱۵]

د ۶۰مې لسیزې تر پای پورې سپوږمۍ ته د انسان لېږلو په تکنالوژۍ کې یوه لوی ناڅاپي نوښت او تر ټولو لویې مالي ژمنې (۲۵ میلیارده ډالرو) ته اړتیا لرله (دا شمېر د ۲۰۲۰ ز کال له مخې ۱۵۸ میلیارده ډالره کېږي) چې په غیر جګړه‌ييز حالت کې هېڅ هېواد دغه کار نه دی کړی. د دغه فضايي پروګرام لپاره ناسا ۴۰۰۰۰۰ کارکوونکي وګومارل او د څه باندې ۲۰۰۰۰ صنعتي شرکتونو او پوهنتونونو ملاتړ ته یې اړتیا لرله.[۱۶][۱۷]

سرچینې سمول

  1. Murray & Cox 1989, p. 55
  2. "Release 69-36" (Press release). Cleveland, OH: Lewis Research Center. July 14, 1969. د لاسرسي‌نېټه June 21, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Brooks, et al. 1979, Chapter 1.7: "Feasility Studies". pp. 16–21.
  4. Preble, Christopher A. (2003). ""Who Ever Believed in the 'Missile Gap'?": John F. Kennedy and the Politics of National Security". Presidential Studies Quarterly. 33 (4): 813. doi:10.1046/j.0360-4918.2003.00085.x. JSTOR 27552538. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Beschloss 1997
  6. Sidey 1963, pp. 117–118
  7. Beschloss 1997, p. 55
  8. 87th Congress 1961
  9. Sidey 1963, p. 114
  10. Kennedy, John F. (April 20, 1961). "Memorandum for Vice President". The White House (Memorandum). Boston, MA: John F. Kennedy Presidential Library and Museum. د اصلي آرشيف څخه پر July 21, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Launius, Roger D. (July 1994). "President John F. Kennedy Memo for Vice President, 20 April 1961" (PDF). Apollo: A Retrospective Analysis (PDF). Washington, D.C.: NASA. OCLC 31825096. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Key Apollo Source Documents Archived 2020-11-08 at the Wayback Machine..
  12. Johnson, Lyndon B. (April 28, 1961). "Memorandum for the President". Office of the Vice President (Memorandum). Boston, MA: John F. Kennedy Presidential Library and Museum. د اصلي آرشيف څخه پر July 1, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Launius, Roger D. (July 1994). "Lyndon B. Johnson, Vice President, Memo for the President, 'Evaluation of Space Program,' 28 April 1961" (PDF). Apollo: A Retrospective Analysis (PDF). Washington, D.C.: NASA. OCLC 31825096. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Key Apollo Source Documents Archived 2020-11-08 at the Wayback Machine..
  14. Murray & Cox 1989, pp. 16–17
  15. (په October 2, 1997 باندې). Soviets Planned to Accept JFK's Joint Lunar Mission Offer. SpaceDaily.
  16. "Soyuz – Development of the Space Station; Apollo – Voyage to the Moon". د لاسرسي‌نېټه June 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Brooks, et al. 1979, Chapter 2.5: "Contracting for the Command Module" Archived 2015-10-05 at the Wayback Machine.. pp. 41–44