اپولو په کلاسيکي يوناني او رومي مذهب او يوناني او رومي افسانو کې يو له «اولمپين» خدايانو دی. د يونانيانو ملي الوهيت، اپولو د غشي ويشتلو، موسيقۍ او نڅا، ريښتينولۍ او پېغمبرۍ، رغېدو او ناروغيو، د لمر او رڼا، شاعرۍ او نورو ډېرو د خدای په توګه منلی و. هغه د يوناني خدايانو يو له تر ټولو مهم او پېچلی خدای، د «زيوس» او «ليټو» زوی او د «ارټيمس» غبرګونی ورور، د ښکار ښځينه ربن النوعه (ښځينه خدای/الهه) دی. دا تر ټولو ښکلی خدای او د «کوروس» (ايفيبي، يا له ږېرې پرته، د غښتلتيا ځوان) د يوې بېلګې په توګه بلل کېږي، اپولو په ټولو خدايانو کې زيات يوناني بلل کېږي. اپولو (Apollo) تر يوناني اغېز لاندې د «اتروسکي» په افسانو کې د «Apulu» په نوم پېژندل کېږي.[۱]

د «ډيلفي» (اپولو پايتيوس) د سرپست خدای په توګه، اپولو د وحی يو منځګړی خدای دی – د ديلفي روحاني منځګړي لپاره پيغمبري خدای. اپولو هغه خدای دی، څوک چې مرسته کوي او له بدۍ څخه خونديتوب ورکوي؛ بېلا بېل لقبونه هغه ته د بدۍ مخنيونکی وايي. ډيلفي اپولو د سمندري د مسافرو او بهرنيانو سرپرست او د تښتېدونکو او کډوالو ساتونکی دی.

درمل او رغېدنه د اپولو سره تړلي دي، که هغه په خپله د خدای له خوا وي يا د هغه د زوی «اسکليپيس» له خوا د منځګړيتوب په مخ وي. اپولو خلک له وبايي ناروغيو وژغورل، بیا هم دا يو داسې خدای دی، څوک چې په خپلو غشو سره ناروغي-روغتيا او مرګونی طاعون راوستلای شي. د غشي ويشتلو د ايجاد امتياز هم خپله اپولو او د هغه خور «ارټيمس» ته منسوب دي. اپولو عموماً د سپينو زرو يا سرو زرو د غشو يا غشو کڅوړې د لېږدونکي په توګه تشريح کېږي. ځوانانو ته د ودې ورکولو لپاره د  اپولو وړتيا د هغه «پانهلينيک» فرقې د شخصيت د غوره تاييد شويو اړخونو څخه يو دی. د ځوانانو (کوروټروفوس) د ساتونکي په توګه، اپولو د ماشومانو د روغتيا او زده کړې په اړه فکر درلود. هغه زلميتوب ته د دوی پر رسېدو څارنه کوله. اوږده ويښتان، کومو چې د هلکانو لپاره ځانګړی حيثيت درلود، په راتلونکي عمر (ايفيبيا) کې غوڅ شوي او اپولو ته وقف شوي و.

اپولو د شپنو يو مهم خدای دی او د شپنو او پادوانانو ساتونکی و. له خزنده ګانو او ښکاريانو څخه د رمو، پادو او فصلونو ساتنه د هغه بنستيزې دندې وې. له بلې خوا، اپولو همدا راز د نويو ښارونو د بنسټ اېښودلو او مدني قانون د جوړولو هڅونه هم کړې ده. هغه پر نېواکګرو تسلط سره هم تړلی دی. هغه د قانون ورکونکی و او په کوم ښار کې د قوانينو جوړولو څخه مخکې د هغه له ويناوو سره مشوره کېده.

د «ماوسيک» د خدای په توګه، اپولو په ټولو موسيقيو، سندرو، نڅا او شاعرۍ مشري کوله. هغه د تارونو د موسيقۍ (د موسيقۍ هغه ډول چې داسې وسايل پکې کاريږي چې تارونه پکې استعمال شوي وي لکه رباب) مخترع و او د ميوز (لرغونی يوناني دين او افسانې) تکراري ملګری و چې په لمانځلو کې يې د هغوی د سندربولې ډلې د مشر په توګه کار کاوه. «لاير» (رباب ته ورته د موسيقۍ يوه اله/چنګ) د اپولو يوه شريکه ځانګړتيا ده. په هلينستي وختونو کې، په ځانګړي ډول په پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې، د اپولو هيليوس په توګه په يونانيانو کې د هيليوس، د لمر د شخصيت لرونکي په توګه وپېژندل شو. په هر حال، په لاتيني متن کې، تر لومړۍ زېږدېزې پېړۍ پورې، د کلاسيکي لاتيني شاعرانو په منځ کې له «سول» سره د اپولو هېڅ ادغام نه وموجود. اپولو او هيليوس/سول تر پنځمې پېړۍ پورې ادبي او افسانوي لېکنو کې جلا جلا مخلوقات پاتې شوي دي.[۲][۳]

ارپوهنه سمول

اپولو (په اټيک، لونيک او هوميريک يوناني کې Ἀπόλλων Apollōn  ، (جين Ἀπόλλωνος)؛ ډوريک کې: Ἀπέλλων، اپيلين؛ ارکاډوکيپرويوټ کې: Ἀπείλων، اپيلين، ايوليک کې: Ἄπλουν، اپلون؛ لاتيني کې: اپلولو)

اپولو نوم – د اړوند زوړ نوم پاين په عکس – عموماً په B خطي (مسيني يوناني) متنونو کې نه موندل کېږي، که څه هم په «ليکونيوس» بڼه ]pe-rjo-[ (Linear B: ]𐀟𐁊-[) KN E 842 تخته کې يې يو ممکنه تايید موجود دی، که څه هم دا هم وړانديز شوی دی چې اصلي نوم کې په ([u]-pe-rjo-[ne]) « Hyperion» بڼه لوستل کېدای شي.[۴][۵][۶][۷]

د نوم ارپوهنه مبهمه ده. ليکل يې په Ἀπόλλων (چې په کلاسيکي اټيک کې د [a.pól.lɔːn] په بڼه تلفظ کېږي) د شريک پړاو تر پيل پورې نږدې په ټولو نورو بڼو پياوړی دی، خو ډوريک بڼه يې چې Apellon (Ἀπέλλων) ده، ډېره لرغونې ده، ځکه چې دا له يو لومړني *Ἀπέλjων څخه اخيستل شوی ټکی دی. دا غالباً د ډوريک مياشتي «ايپلايوس» (Ἀπελλαῖος) او کورني د مېلې «ايپلای» (ἀπέλλαι) پر مهال د ځوانانو د پيل پر مهال وړاندې کېدونکي «ايپيليا» (ἀπελλαῖα) سره نږدې دی. د ځينو پوهانو په وينا، دا ټکي د ډورک ټکي «اپيلا» (ἀπέλλα) څخه اخيستل شوی دی، د کوم اصلي معنا چې ده «ديوال»، «د ژويو لپاره بند» او وروسته «د مربع په حدودو کې راټولېدل». اپيلا (Ἀπέλλα) په سپارټا کې د مشهورو راټولېدو نوم دی، کوم چې د ايکليسيا (ἐκκλησία) سره يو شان دی. «ار. ايس. پي. بريکس» د اپلای سره د «تيونيم» اړيکه رد کړې ده او يو له يوناني څخه مخکې د پروټو بڼې «اپاليون» وړانديز يې کړی دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

له لرغونو ليکوالانو څخه د مشهورو ارپوهنو ګڼې بېلګې تاييد شوي دي. په همدې بنسټ، يونانيانو عموماً د «اپولو» نوم د یوناني فعل ἀπόλλυμι (apollymi) سره تړلی دی، يعنې «له منځه وړل».، اپلاتون په «کريټايلس» کې دا نوم د ἀπόλυσις (apolysis) «قربانۍ» سره تړلی دی، له ἀπόλουσις (apolousis) «سپېڅلتيا» سره او له ἁπλοῦν ([h]aploun) يعنې «ساده» سره، په ځانګړي ډول «تيالين» ته په اشارې سره د Ἄπλουν له نوم څخه او بالاخره له Ἀειβάλλων (aeiballon) سره، يعنې «تل غشي ويشتل». «هزيشيس» د اپولو نوم ته د ډوريک ټکي ἀπέλλα (apella) سره اړيکه ورکړې ده، د کوم معنا چې ده «راټولېدل»، په همدې بنسټ اپولو به د سياسي ژوند خدای وي او هغه همدا راز د σηκός (sekos) تشريح هم ورکوي، چې معنا يې ده «تاوېدل»، په کوم صورت کې به چې اپولو د رمو او پادو خدای وي. په لرغوني مقدونيايي ژبه کې د πέλλα (pella) ټکي معنا ده «ډبره» او شونې ده چې ځينې حغرافيايي نومونه له دې ټکي څخه اخيستل شوي وي: لکه Πέλλα (Pella د لرغونې مقدونيې پلازمېنه) او Πελλήνη (Pellēnē/Pellene).[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د دې نوم لپاره ګڼ غېر يوناني تشبيهات وړاندې شوي دي، هايټي بڼه يې اپاليوناس ده (dx-ap-pa-li-u-na-aš)، کومه چې په مناپا-ترهونټا ليک کې تاييد شوې ده. د هايټي تاييد يې د *Apeljōn بڼې ښودنه کوي، کومه چې د قبرصي د Ἀπείλων له ډوريک Ἀπέλλων سره په پرتله کې اټکل شي. د «لديان» خدای د Qλdãns /kʷʎðãns/ نوم له پيلاټلايزيشن، سنکوپ او لديان څخه مخکې اواز بدلون *y > d څخه مخکې د /kʷalyán-/ ښودنه کوي. له ډورک څځه مخکې Ἀπέλjων او هايټي اپاليوناس کې موندل کېدونکي په ژبه تلفظ کېدونکی /p/ توري پر ځای په پرانيستو ژبو تلفظ کېدنکی توری په پام کې ونيسئ.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د اپاليوناس لپاره يو وړانديز شوی يو لوين ارنوم د «يو په لومه کې نښتي» معنا جوړوي، شونې ده چې د «ښکاري» په معنا وي.[۲۴]

یوناني-رومي القاب سمول

د اپولو تر ټولو اصلي نوم «فويبيوس» و (/ˈfiːbəs/ FEE-bəs; Φοῖβος، فويبوس چې یوناني تلفظ يې په دې ډول دی: [pʰó͜i.bos]))،  لفظي معنا يې ده «روښانه». دا عموماً یونانيانو او روميانو دواړو د روښنايۍ د خدای په توګه د اپولو د وڼدې لپاره کارولی دی. د نورو يوناني خدايانو په توګه، پر هغه ډېر نور هم پلي شوي دي چې د ګڼو فعاليتونو، دندو او اړخونو ښودنه کوي، کوم چې خدای ته منسوب دي. په هر حال، په داسې حال کې چې اپولو په يوناني افسانو کې په ډېر شمېر نومونه لري، يواځې يو څو يې په لاتيني ادب کې موندل کېږي.[۲۵]

سرچينې سمول

  1. Krauskopf, I. 2006. "The Grave and Beyond." The Religion of the Etruscans. edited by N. de Grummond and E. Simon. Austin: University of Texas Press. p. vii, p. 73-75.
  2. For the iconography of the Alexander–Helios type, see H. Hoffmann, 1963. "Helios", in Journal of the American Research Center in Egypt 2, pp. 117–23; cf. Yalouris 1980, no. 42.
  3. Joseph Fontenrose, "Apollo and Sol in the Latin poets of the first century BC", Transactions of the American Philological Association 30 (1939), pp 439–55; "Apollo and the Sun-God in Ovid", American Journal of Philology 61 (1940) pp 429–44; and "Apollo and Sol in the Oaths of Aeneas and Latinus" Classical Philology 38.2 (April 1943), pp. 137–138.
  4. R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 118.
  5. Herda, Alexander (2008). "Apollon Delphinios – Apollon Didymeus: Zwei Gesichter eines milesischen Gottes und ihr Bezug zur Kolonisation Milets in archaischer Zeit". Internationale Archäologie (په الماني ژبه کي). Arbeitsgemeinschaft, Symposium, Tagung, Kongress. Band 11: Kult(ur)kontakte. Apollon in Milet/Didyma, Histria, Myus, Naukratis und auf Zypern. Akten des Table Ronde in Mainz vom 11.–12. März 2004: 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-89646-441-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "KN 842 E", DĀMOS: Database of Mycenaean at Oslo, University of Oslo. Department of Philosophy, Classics, History of Art and Ideas, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Logozzo, Felicia; Poccetti, Paolo (7 November 2017). Ancient Greek Linguistics: New Approaches, Insights, Perspectives. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼې 644. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783110551754. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. van der Toorn, Karel; Becking, Bob; van der Horst, Pieter Willem (1999). Dictionary of Deities and Demons in the Bible. Brill. د کتاب پاڼې 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-11119-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The young men became grown-up کينډۍ:Transliteration, and Apollon was the کينډۍ:Transliteration (The Great Kouros) : Jane Ellen Harrison (2010): Themis: A study to the Social origins of Greek Religion Cambridge University Press. pp. 439–441, کينډۍ:ISBN
  10. Leiden, E. J. (1985). Visible Religion. Volume IV–V. Approaches to Iconology. Brill. د کتاب پاڼې 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004077723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The word usually appears in plural: Hesychius: Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). (کينډۍ:Transliteration), Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). ("folds"), Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). ("assemblies"), Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). ("elections"): Nilsson, Vol. I, p. 556
  12. Doric Greek verb: Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). ("to assemble"), and the festival Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). کينډۍ:Transliteration), which surely belonged to Apollo. Nilsson, Vol I, p. 556.
  13. Beekes, 2009, pp. 115, 118–119.
  14. Campbell, Mike. "Meaning, Origin and History of the Name Apollo". Behind the Name. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 1168.
  16. Nilsson Vol I, p. 558
  17. کينډۍ:LSJ.
  18. Freese 1911، ص. 184.
  19. The Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). suggestion is repeated by Plutarch in Moralia in the sense of "unity".
  20. Martin Nilsson, Die Geschichte der Griechische Religion, vol. I (C. H. Beck), 1955:555–564.
  21. The reading of Apaliunas and the possible identification with Apollo is due to Emil Forrer (1931). It was doubted by Kretschmer, Glotta XXIV, p. 250. Martin Nilsson (1967), Vol I, p. 559
  22. Angel, John L.; Mellink, Machteld Johanna (1986). Troy and the Trojan War: A Symposium Held at Bryn Mawr College, October 1984. Bryn Mawr Commentaries. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-929524-59-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Melchert, Harold Craig (1994). Anatolian Historical Phonology (په انګلیسي ژبه کي). Rodopi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9051836974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Immerwahr, Sara Anderson; Chapin, Anne Proctor (2004). Charis: Essays in Honor of Sara A. Immerwahr. Amer School of Classical. د کتاب پاڼې 254. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87661-533-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 1582.