اي اې ډي اس ۳ سیګما

په ۱۹۸۷ کال کې تاسیس شوی شرکت دی، په دې وخت کې یې مرکزي دفتر په اتن ښار کې وو خو تولید یې د کریتي په چانیا کې کوه. په ۲۰۰۲ کال کې یې نوم (EADS 3 Sigma) ته بدل شو په نوم کې یې د اروپا (EADS) ګروپ هم ورګډ شو. مختلف ډوله ډرون الوتکې تولیدوي او نورو هیوادونو ته یې صادروي. د کشف الوتکې او الکترونیکي الوتکې هم تولیدوي. د یونان ځینې پوهنتونو په څېړنو کې له شرکت سره د دې لپاره همکاري کړې چې الوتکو ته انجن جوړ کړي او د ریموټ کنټرول ټکنالوجۍ کې مرسته ورسره وکړي. په ۲۰۱۲ کال کې یې د فعالیت لپاره کافي بودیجه نلرله تر څو خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.

EADS 3 Sigma Irisjet

حوالې اوسرچینې سمول

https://rahimiz.com/2020/07/04/eads-3-sigma/ Archived 2022-04-23 at the Wayback Machine.