ايوانا اينی ډي لا کروز

«ډونا اينيس ډي ازبا جی وای ريمیرز ډی سانتالينا» چې شهرت يې د «Sor Juana Inés de la Cruz[a] OSH» په نوم موندلی و (۱۲ نومبر ۱۶۴۸ – ۱۷ اپريل ۱۶۹۵ز کال) يوه مکسيکويي ليکواله، فيلسوفه، کمپوزره او د «باروک» د پړاو شاعره وه، همدا راز د «هيرونوميتي» راهبه وه. د هسپانيې د زرين پير د واقعي استادې په توګه هغې د «The Tenth Muse» (لسمه الهام ورکونکې) يا «د امريکا عنقا» لقبونه خپل کړل، دا ځکه چې اټکلاً نوموړې د هسپانوي امریکا په ټول تاريخ کې تر ټولو بريالۍ ليکواله او د «مذهبي امريت» له ايرو څخه راپورته شوې لمبه وه.[۱][۲]

«سور جوانا» د مکسيکو د استعماري پړاو پر مهال ژوند کړی، له همدې امله يې هم د لومړيو هسپانوي ادبياتو او تر څنګ يې د هسپانوي زرين پړاو له پراخوادبياتو سره مرسته کړې. له دې امله چې په کم عمرۍ کې يې په مطالعه پيل کړی و، «سور جوانا» په لاتيني ښه پوهېده او په «ناهواټل» کې يې ليکنې کړي، په لس کلنۍ کې د خپلو فلسفيانه اندونو له امله مشهوره شوه. سور جوانا په خپل کتابتون کې په خپله زده کړې وکړې چې تر ډېره بريده يې دا کتابتون له خپل نېکه په ميراث وړی و. په ۱۶۶۷ز کال کې د راهبۍ د چارو له پيلولو وروسته، سور جوانا د شعر او نثر په ليکلو پيل وکړ، د هغې په موضوعاتو کې مينه، ښځمنپالنه او دين شامل و. هغې د خپل رهبانيت ځای په يو تالار بدل کړ چې د نوې هسپانیې ښځينه نخبه پوهانې به ورته راتلې، په دې پوهانو کې «ډونا الينورا ډيل کاريټو»، «د مانسيرا مارچيونيس» او د «پايډيس ډي ناوا» «کاونټيس»  «ډونا ماريا لويس ګونزاګا» چې د نيو سپين د نائيب الحکومة (وایسرای) مېرمن هم وه په دوی کې شاملې وې. له ښځو څخه د سړيو په کرکه او د سړيو په دوه مخکې د هغې نيکې د دې لامل ګرځېده چې د «پيوذلا» پادري هغه وغندي، په ۱۶۹۴ز کال کې هغه اړ کړای شوه چې د خپلو کتابونو ټولګه وپلوري او خپله توجه له بې وزلو سره مرستې ته واړوي. يو کال وروسته مړه شوه، هغه مهال چې د خپلې خور درملنه یې کوله په وبا اخته شوې وه.  [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له اکاډميکو بحثونو څخه د سلګونو کلونو لپاره له وتلو وروسته، د نوبل جايزې ګټونکي «اوکټاوي پاز» په عصري وختونو کې يو ځل بيا د «سور جوانا» اهميت پر ځای کړ.  اوسمهال پوهان نوموړې د «پروټو فيمينسټ» (د ښځمنپالنې د حقيقي پړاو له پيل کېدو مخکې د ښځمنپالنې پلوۍ) په توګه معرفي کوي او نوموړې د نيواک، زده کړې د حقوقو، ښځو د مذهبي واک او ليکوالي د ښځمنپالنې د پلوۍ د بېلګو په موضوعاتو په اړند د ژونديو بحثونو موضوع ده.  [۱۰]

ژوند سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

ډونا اينيس ډي ازبا جی وای ريمیرز ډی سانتالينا د مکسيکو د ښار سره نژدې د «سان ميګويل نيپانټلا» کې زېږېدلې وه (اوس دا سيمه د نيپانټلا ډي سور جوانا اينيس ډي لا کروز په نوم يادېږي). د پلار نسب يې هسپانوي او د مور يې مکسيکويي و، «اينس» په همدې سبب «کريوالا» بلل کېږي. نوموړې د «Don Pedro Manuel de Asuaje y Vargas-Machuca » نامشروع بچی و، څوک چې يو اسپانوي افسر و، مور يې «Doña Isabel Ramírez de Santillana y Rendón » يوه شتمنه «کريوالا» وه، څوک چې د مکسيکو ښار سره نژدې د «پانويا» په هغه سيمه کې اوسېده چې تر ټولو زيات اسپانوي ژبي پکې ژوند کوي. نوموړې ته د ۱۶۵۱ز کال د ديسمبر په دویمه نېټه د تعميد غسل ورکړل شو او د «اينيس» نوم پرې کېښودل شو (جوانا يې له نوم سره هغه مهال زيات کړای شو، کله چې هغه د راهبۍ پړاو ته داخله شوه)، د تعميدي غسل په سجل کې د کليسا د لور په توګه معرفي شوې ده. د هغې نوم «اينيس» د هغې د مورنۍ ترور « Doña Inés Ramírez de Santillana » له نوم څخه اخستل شوی دی، چا چې بيا په خپل وار سره دا نوم د خپلې اندلسي نيا « Doña Inés de Brenes » څخه اخستی و. اينس نوم د دوی په ترلو کې هم موجود و « cousin Doña Inés de Brenes y Mendoza »، هغې د لومړي امريکايي الاصله شاعر «Antonio de Saavedra Guzmán» سره واده کړی و، هغه لومړی امريکايي شاعر و چې آثار يې چاپ شوي وو. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ټولو روايتونو پر بنسټ، د هغې بيالوژيکي پلار (اصلي پلار) په بشپړ ډول د هغې له ژوند څخه بهرو، خو د هغې د مورني نېکه د پاملرنې له امله چې په «اميکامیکا» کې يې حاصلخيزه شتمني درلوده، اينس د هغه په جايداد «پانويا» له خپلې مور سره سوکاله ژوند وکړ، له دوی سره د دوی د نومياليو خپلوانو يوه ډله ملګرې وه چې په پرله پسې ډول به يې له هغوی څخه ليدنه کوله، يا به يې د دوی د شا او خوا جايدادونو څخه لیدنه کوله.[۱۴]

په ماشومتوب کې به اينيس د کروندې په کليسا کې پټېده، څو له نژدې کتابتون څخه د خپل نیکه هغه کتابونه ولولي، چې کله ناکله به يې نجونو ته لوستل منع و. په درې کلنۍ کې هغې د لاتیني ژبې لوستل او ليکل زده کړي وو. د معلوماتو پر بنسټ په پنځه کلنۍ کې هغې محاسبه کولای شوه. په اته کلنۍ کې د مذهبي شکريې او نمانځلې په ورځ هغې يو شعر ولیکه. په تنکۍ ځوانۍ کې اينيس په يوناني منطقو کې پوره پوهه تر لاسه کړې وه او په ديارلس کلنۍ کې يې کوچنيو ماشومانو ته لاتيني ژبه تدريسوله. هغې همدا راز د «ناهواټل» «ازټيک» ژبه هم زده کړه او په دې ژبه يې ځينې لنډ شعرونه وليکل. [۱۵]

په ۱۶۶۴ز کال کې، کله چې هغه شپاړس کلنه وه، په مکسيکو ښار کې اوسېدو ته واستول شوه. ان هغې له خپلې مور څخه د دې اجازه غوښتې وه چې په پوهنتون کې د داخلې لپاره د نارينه وو په څېر ځان جوړ کړي، خو بريالۍ نه شوه. پرته له دې چې د رسمي تعليم وړتيا يې تر لاسه کړه، جوانا په شخصي ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. د هغې د کورنۍ اغېزناک دریځ د هغې لپاره د وايسرای په دربار کې د خادمې دنده تر لاسه کړه، دلته د وايسرای د مېرمنې « Donna Eleonora del Carretto» تر سرپرستۍ لاندې راغله، څوک چې د ايټاليې د يوې نوميالۍ کورنۍ غړې او د نيو سپين د وايسرای (نايب الحکومة) « Don Antonio Sebastián de Toledo, Marquis of Mancera» مېرمنه وه. وايسرای « Marquis de Mancera » هيله درلوده چې د دې اولس کلنې نجلۍ زده کړه او ذهانت و ا زمايي، د الاهياتو ګڼ پوهان، وکيلان، فلسفيان او شاعران يې يوې ناستې ته راوغوښتل، هغې بايد له چمتوالي پرته په دې ناسته کې ګڼو پوښتنو ته ځواب ويلای وای او د ګڼو علمي او ادبي مضامينو په اړوند يې زياتې بېلا بېلې نکتې تشریح کړې وای. په کومه طريقه چې هغه له دې حالت څخه بريالۍ راووته، ټول حاضر يې حيران او په دې ډول  د دې شهرت زيات شو. د هغې ادبي لاسته راوړنو په ټول نوي سپين کې د هغې شهرت خوندي کړ. د وايسرای په دربار کې د هغې ډېره ستاينه وشوه، د واده لپاره يې ګڼ وړانديزونه تر لاسه کړل چې هغې رد کړل.[۱۶]

په ۱۶۶۷ز کال کې، هغه د «سينټ. جوزف» په رهبانيت کې داخله شوه، دا يوه ....چېرې چې هغه د څو مياشتو لپاره پاتې شوه. وروسته په ۱۶۶۹ز کال کې، هغه د «هايرونايمیټ» راهبانو په رهبانيت کې شامله شوه، کوم چې ډېر ارام اصول درلود، دلته یې خپل نوم په « Sor Juana Inés de la Cruz» بدل کړ، د اټکل تر مخې د نوم د بدلېدو لامل يې «Sor Juana de la Cruz Vázquez Gutiérrez» ته اشاره وه، څوک يوه هسپانوۍ راهبه وه، د چا پوهې چې د ښځو لپاره له څو هغو احکامو څخه يو ورکړ چې کولای شي، د انجيل تبليغ وکړي. د هغې يوه بله همنومې «Saint Juan de la Cruz» وه، څوک چې د هسپانيې له باروکانو څخه يوه پېژندل شوې ليکواله وه. هغې له دې امله رهبانيت غوره کړل، چې وکولای شي مطالعه وکړي، ځکه د هغې هيله دا وه چې غوښتل يې «کومه ټاکلې دنه ونه لري، چې شونې ده زما د زده کړې لړۍ پرې کړي».[۱۷]

سرچينې سمول

  1. Gobernación, Secretaría de. "Conoce más acerca de Sor Juana Inés de la Cruz". gob.mx (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Murray, Stuart (2009). The Library: An Illustrated History. Chicago: Skyhorse Publishing. کينډۍ:ISBN.
  3. TOWNSEND, C. (2015). SOR JUANA'S NAHUATL. Le Verger – bouquet VIII, September 2015 [۱].
  4. "Sor Juana Ines de la Cruz Biography". Biography.com. A&E Television Networks. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Sor Juana Ines de La Cruz, famous women of Mexico". Mexonline.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Leonard, Irving A. (1960). Baroque Times in Old Mexico: Seventeenth-Century Persons, Places, and Practices (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 12th). University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 191–192. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780472061105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Cabrera, Portrait of Sor Juana Inés de la Cruz". Khan Academy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Manuel Fernandez de Santa Cruz, bishop of Puebla". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Stephanie, Merrim. "Sor Juana Ines de la Cruz". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bergmann, Emilie L.; Schlau, Stacey (2017). The Routledge Research Companion to the Works of Sor Juana Inéz de la Cruz. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317041641. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kennett, Frances (May 2003). "Sor Juana and the Guadalupe". Feminist Theology. 11 (3): 307–324. doi:10.1177/096673500301100305. S2CID 144363376. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cervantes, Biblioteca Virtual Miguel de. "La Fe de bautismo de "Inés hija de la iglesia" de Sor Juana". Biblioteca Virtual Miguel de Cervantes (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Arenal, Electa; Powell, Amanda (1993). "A Life Without and Within: Juana Ramírez / Sor Juana Inés de la Cruz (1648/51-1695)". Women's Studies Quarterly. 21 (1/2): 67–80. ISSN 0732-1562. JSTOR 40003874. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Sor Juana Inés de la Cruz", Academy of American Poets
  15. کينډۍ:Cite Appletons'
  16. کينډۍ:Cite Appletons'
  17. "Sor Juana Inés de la Cruz Biography". Biography.com. A&E Television Networks. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)