ايمان په لغت کې باور ، يقين ، تصديق او امن ته وېلی کيږي ، ډاډ او اطمېنان ته وېلی کيږي ، او په شرعي اصطلاح کې فقهاو د ايمان جامخ تعريف داسې کړی دی:

الا يمانُ هُوَ عَقْد بِالقلبِ ، وَ قَول بِا للسَانِ ، وَ عَمَل بِالجَوارِحِ ، يَزِيدُ بِالطاعَتهِ وَ اَ عمَالِ الصالِحَتهِ، ويَنقُصُ بِالمَعصِيَتهِ .


«ايمان پر زړه باندې باور، تصدق او يقين او پر ژبه باندې اقرار ، او په اندامونو باندې شرعي عمل ته ويل کيږي ، په طاعت او نورو نېکو اعمالو سره ايمان زياتيږي ، په معصيت او گناه کولو سره کميږي .»