ايلويز (۱۱۰۰-۰۱؟ -۱۶ مۍ ۱۱۶۳-۶۴؟) بل ډول د «ايلويس ډي ارګينټيول» يا «ايليوس ډو پاراسليټ» په نوم پېژندل شوې، يوه فرانسوۍ راهبه، فيلسوفه، ليکواله، پوهانده او د صومعې مشره وه.[۱][۲][۳]

ايلويز«د ليکونو پېژندل شوې ښځه»، د مينې او ملګرتيا فيلسوفه وه، تر څنګ يې په کاتولیکه کليسا کې د صومعې لوړ پوړې مشره وه. نوموړې په ۱۱۴۷ز کال کې، کله چې هغې ته د سترې پادرۍ درجه ورکړل شوه، نږدې د يو مسيحي پادري کچې ته ورسېده او په همدې اندازه سياسي ځواک يې تر لاسه کړ.[۴][۵]

هغه په تاریخ او عام کلتور کې د منځنیو پېړيو د مخکښ منطق پوه او د الاهياتو ماهر «پيټر ابيلارډ» سره د عاشقۍ او ليکونو له لارې د اړيکو له امله مشهوره شوې، څوک چې د هغې ملګری، همکار او مېړه شو. نوموړې همدا راز د هغه په کارونو  فکري تنقيدي اغېز درلود او له هغه څخه د ډېرو ګواښوونکو پوښتنو له امله هم پېژندل کېږي، لکه په « Problemata Heloissae » (ابيلارډ ته د ايلويز يو ليک و) کې چې کومې پوښتنې شوې.[۶]

د هغې پاتې لیکونه د فرانسوي او اروپايي ادب بنسټ او د اصيلې مينې لومړي الهام بښونکي بلل کېږي. د هغې پوهنيز او کله ناکله له شهواني اړخ څخه ډک ليکونه د « bildungsroman » (د يو ناول نوم دی) ژانر (نوږ) لپاره بنسټ بلل کېږي او د ابيلارډ د « Historia Calamitatum» سره يو ځای د کلاسيکو ليکونو د ژانر يوه بېلګه ګڼل کېږي. د هغې اغېز په وروستيو ليکوالانو هم خپور دی، لکه «کريټين ډي ټرايس، جيفري چوسر، ماډام ډي لافايټ، تامس ايکيناس، چډرلوس ډي لاکوس، والټير، روسو، سيمون وايل» او «ډومينيک اوري».

هغه په علمي برخه کې د ښځو د استازولۍ مهمه څېره ده او د جنس او واده په اړه د خپلو اختلافي څرګندونو له امله شهرت لري، کومو چې د اوسني ښځمنپالنې په جوړولو هم اغېز پرېښی.

فلسفه او میراثسمول

ايلويز د ابيلارډ په اخلاقياتو، الاهياتو او د مينې پر فلسفې ستر اغېز درلود. ايلويز چې د «سيسرو» د باورونو تعقيبونکې پوهانده وه، د سوچه ملګرتيا او سوچه بې ځان غوښتنې مينې په اړه يې ليکل کړي. د هغې لیکونه په جدي ډول يوه اخلاقي فلسفه منځ ته راوړي، په کومه کې چې د يو کار د اخلاقي سموالي يا «ګناه» د ټاکلو لپاره نيت مرکزي ځای لري. هغې ادعا کړې: «اصلاً يو کار خپله بد نه دی، بلکې دا د تر سره کونکي نيت دی چې بد ځينې جوړوی. برابري نه شي تول کېدای، هغه څه وزن نه لري چې انصاف پرې تر سره کيږي، بلکې هغه جذبات وزن لري چې انصاف پرې کېږي». همدې تصور د ابيلارډ په نيت محوره اخلاقو اغېز وکړ چې د هغه په لیک  « Etica (Scito Te Ipsum) » (۱۱۴۰ز کال) کې تشريح شوي دی او په دې ډول د «اکويناس» څخه مخکې د منځنيو پېړيو په فلسفه کې ارادي اخلاقياتو د اخلاقو د علم د ودې لپاره د بنسټ په توګه کار کړی.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

هغه خپله مېنه «بې ګناه» بولي تر څنګ يې «ګنهګاره» بولي، ځکه چې همدا مينه د سزا لامل ګرځېدلې (د ابيلارډ castration). هغه نه غواړي چې د خپلو تش په نوم ګناهونو څخه توبه وکړي، ټينګار کوي چې خدای له واده کولو وروسته هغې ته سزا ورکړې ده او هغه له مخکې څخه له تش په نوم «ګناه» څخه لرې شوې وه. د نوموړې ليکنې ټينګار کوي نيت د دې پېژندنې لپاره چې ايا يو کار ګناه/ناسم دی يوه کيلې ده، په داسې حال کې چې ټينګار کوي د تل لپاره يې ښه نيت درلودلی دی.[۱۲]

ايلويز د واده په اړه له نيوکو ډکې ليکنې کړي، واده د تړون پر اساس ولاړې بدلمنۍ سره پرتله کوي او له «سوچه مينې» او وفادارې مينې څخه يې جلا ګڼي، کټ مټ هغه شان لکه هغې چې کومه مينه او ملګرتيا له پيټر ابيلارډ سره کوله. د هغې په لومړي ليک کې نوموړې ليکلي چې هغې «مينې ته په واده، ازادۍ ته په بنديدو غوراوی ورکړی». هغه همدا راز وايي «باوري خبره ده، هر څوک چې شهوت يې د واده پر لور بيايي، نو هغه د مينې پر ځای د مزد وړ ګرځي؛ ځکه دا روښانه ده چې هغه د سړي د مال پسې ځي، نه خپله د سړي پسې او په دې ډول غواړي چې که چېرې وکولای شي د يو بل زيات شتمن لپاره هم خپل ځان بدلمنه کړي». پيټر ابيلارډ خپله هم په «Historia Calamitatum» کې د هغې استدلالات بيا وړاندې کړي دي (د ايلويز حوالو په ورکولو سره). هغې همدا راز په ماشوم زېږولو او د ماشومانو په پالنه، تر څنګ يې په يو وخت کې د پوهې او والدين کېدلو د ناشونتيا په اړوند هم تنقيدي لیکنې کړي. ايلويز په څرګند ډول په ايماندارۍ سره جنسي کار کولو ته په هغه څه غوراوی ورکړ چې هغې د واده منافقت باله: «که چېرې د مېرمنې نوم ډېر سپيڅلی او اغېزمن برېښي، نو زما په غوږونو د معشوقې نوم د تل لپاره ډېر خوږ لږيږي، که ته په هغې نه شرمېږې، د کچنۍ يا رنډۍ په نوم... خدای مې شاهد دی، که چېرته اګوستس، چا چې په ټوله ځمکه حکومت کړی و، که چېرته هغه زه د دې وړ بللې وای او ماته يې د واده وياړ راکړی وای او د تل لپاره يې زه د ټولې نړۍ واکمنه ګرځولې وای، نو زما لپاره به دا ډېره خوږه او زيات د وياړ ځای برېښېدو چې ماته ستا معشوقه وويل شي نه ستا ملکه». (هغې چې اوس د «رنډۍ» کوم لاتيني توری کارولی دی یعنې « scortum » [له scrotum څخه اخستل شوی]، د ا ټکی په منځنيو پېړيو کې په دقيق ډول د نارينه فاحش يا «کرايې» هلک لپاره کارېدو).[۱۳][۱۴][۱۵]

ايلويز په خپلو وروستيو لیکونو کې له خپل مېړه ابيلارډ سره د ښځو د ديني مديريت او ښځينه پوهې لپاره يوه کړنلاره جوړه کړې، ټينګار کوي چې د ښځو يو عبادتځای بايد د اصولو تر مخې پر مخ يوړل شي، کوم چې په ځانګړي ډول د ښځو د اړتياوو سره سم وړاندې شوي وي.[۱۶][۱۷]

ايلويز د نويو ښځمنپالو پوهانو يوه مهمه استازې ده، تر څنګ يې د ښځو له حقوقو دفاع کونکې لومړۍ عالمه ده، د منځنيو پېړيو لومړۍ ښځينه عالمه ده، چا چې د واده، ماشوم زېږولو او جنسي کار په اړوند تنقيدي بحث کړی.[۱۸][۱۹]

نقل قولونهسمول

«له دې امله چې زما زړه له ما سره نه و، ستا سره و. خو اوس له پخوا څخه ډېر زيات که چېرته له تا سره نه وي، نو بيا هېچرته نه شته. ځکه چې له تا پرته په بل ځای کې شته کېدای نه شي».[۲۰]

«خپله کار بد نه دی، بلکې د کونکي نيت دی چې بد ترې جوړوي. انصاف په هغه څه نه تلل کېږي چې تر سره شوی، بلکې په هغه جذبه تلل کېږي چې په کومه جذبه تر سره کېږی». [۲۱][۲۲]

«که چېرته د مېرمنې نوم ډېر سپيڅلی (ديني) او اغېزمن برېښي، نو زما لپاره تر ټولو خوږ ټکی ملګری دی، يا که ته چېرته اجازه ورکړې، نو د کچنۍ يا رنډۍ ټکی... خدای مې شاهد دی، که چېرته اګوستس، چا چې په ټوله ځمکه حکومت کړی و، که چېرته هغه زه د دې وړ بللې وای او ماته يې د واده وياړ راکړی وای او د تل لپاره يې زه د ټولې نړۍ واکمنه ګرځولې وای، نو دا به ماته ډېره ګرانه او ستر درناوی وای چې د هغه د ملکې پر ځای راته يوه رنډۍ (لونځۍ چې یوه ښځه له يو سړي سره ژوند کوي خو واده يې ورسره نه وي شوی) وويل شي».[۲۳]

«ما هڅه وکړه چې تا له خپل واده، له يو ناروغ بستر څخه د لرې ساتلو هڅه وکړه... زه مينې ته په واده، ازادۍ ته به ځنځيرونو ترجيح ورکوم».[۲۴]

«هېڅ ښځه [چې د يو مېړه په لټه کې وي] بايد د خپل ځان په اړه له خرڅلاو کم څه په اړه فکر ونه کړي، که چېرته هغه د واده لپاره د يو بې وزله پر ځای شتمن غوره بولي. [هغه] به هغه څه تر لاسه کړي چې غواړي يې...خپله له مېړه يو زيات څه. دا ډول حرص ته د نقدو په بڼه بدل ورکړه، نه د مينې په بڼه، ځکه چې هغه يواځې د شتمنۍ پسې ده او که چېرته فرصت تر لاسه کړي، نو په یو زیات شتمن چا به ځان وپلوري.[۲۵]

د محصلينو او رنځورپالانو، ميزونو او زانګوګانو، کتابونو او دړو او د څرخو، قلم يا د ډول پېژندونکي او سنۍ د څرخې تر منځ څه موافقت کېدای شي؟ ....کوم فيلسوف چې د فلسفي يا ديني اندونو په اړوند کوږ وي، کولای شي د يو ماشوم ژړا وزغمي...؟»

«کومه ښځه ماشومان زغملی شي؟»

سرچينېسمول

  1. Historia Calamitatum, in Betty Radice, trans, The Letters of Abelard and Heloise, (Penguin, 1974), p. 66
  2. Charrier, Charlotte. Heloise Dans L'histoire Et Dans la Legende. Librairie Ancienne Honore Champion Quai Malaquais, VI, Paris, 1933
  3. Charrier, Charlotte. Heloise Dans L'histoire Et Dans la Legende. Librairie Ancienne Honore Champion Quai Malaquais, VI, Paris, 1933
  4. "A letter from Pope Eugene III to Heloise". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Herbermann, Charles, ed. (1913). Praelatus Nullius. Catholic Encyclopedia. New York: Robert Appleton Company.
  6. Du Paraclete, Heloise. "The Problems of Heloise - Problemata Heloissae". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Clanchy, Michael. Abelard: A Medieval Life. 1999.
  8. Mews, Constant. Abelard and Heloise (Great Medieval Thinkers). Oxford, 2005.
  9. McGlaughlin, Mary Martin. Listening to Heloise. https://www.palgrave.com/gp/book/9780312213541
  10. McGlaughlin, Mary and Bonnnie Wheeler. The Letters of Heloise and Abelard.
  11. Findley, Brooke Heidenreich (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Does the Habit Make the Nun? A Case Study of Heloise's Influence on Abelard's Ethical Philosophy"]. Vivarium 44 (2/3): 248–275. doi:10.1163/156853406779159446. 
  12. Jeske, Diana. Wholly Guilty and Wholly Innocent. https://blue-stocking.org.uk/2008/04/01/wholly-guilty-and-wholly-innocent/
  13. "Astonishing Heloise: Review of The Letter Collection of Peter Abelard and Heloise edited by David Luscombe Oxford". London Review of Books 36 (2). 2014-01-23. https://www.lrb.co.uk/the-paper/v36/n02/barbara-newman/astonishing-heloise. 
  14. Fordham University. "Medieval Sourcebook Heloise: Letter to Abelard." Accessed 8 October 2014.
  15. Adams. University of Koeln. Words for Prostitute in Latin. http://www.rhm.uni-koeln.de/126/Adams.pdf
  16. Levitan, William. Abelard and Heloise: The Letters and Other Writings.
  17. Griffiths, Fiona J. (1 March 2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "'Men's duty to provide for women's needs': Abelard, Heloise, and their negotiation of the cura monialium"]. Journal of Medieval History 30 (1): 1–24. doi:10.1016/j.jmedhist.2003.12.002. 
  18. Lara, Emily. Heloise: The Life of an Early Feminist. http://medium.com/@laraemily/the-life-of-an-early-feminist-df20f37f1d57
  19. Chewning, SM. Review of Bonnie Wheeler: Listening to Heloise. https://ir.uiowa.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1246
  20. Radice, Betty. The Letters of Abelard and Heloise
  21. Heloise in Radice, Betty. The Letters of Abelard and Heloise.
  22. Radice, Betty. The Letters of Abelard and Heloise.
  23. Heloise in Radice, Betty. The Letters of Abelard and Heloise
  24. Heloise in Radice, Betty. Heloise: The Letters of Abelard and Heloise.
  25. Heloise in Radice, Betty. The Letters of Abelard and Heloise.