اوډي ای جي “Audi AG” چې په عمومي ډول ورته اوډي “Audi” وايي، د لېږد رالېږد د مجللو وسايلو يو المانی توليدونکی شرکت دی، چې مرکزي اداره يې د المان د باوريا په انګولسټاډټ “Ingolstadt, Bavaria, Germany” کې ده. اوډي د اولکسوېګين ګروپ “Volkswagen Group” په نوم د خپل اصل شرکت د څانګې په توګه په نړيواله کچه نهه اسانتياوو [بېلابېلو ډولونو] کې ګاډي توليدوي.

د شرکت اصليت پېچلی دی، چې نېټه يې د ۲۰ پېړۍ لومړيو او لومړنيو تشبثونو (هورچ “Horch” او اوډيويرکي “Audiwerke”) ته چې انجنير اګسټ هورچ “August Horch” يې بنسټ کېښود او د ډي کی ډبليو “DKW” او وېنډرر “Wanderer” په نوم دوه نورو توليدونکو شرکتونو ته ورګرځي، چې په ۱۹۳۲ ز کال کې د (Auto Union) شرکت د رامنځته کېدنې لامل شول. د اوډي معاصره دوره په ۱‍۹۶۰ ز لسيزه کې هغه مهال پيل شوه، چې “Auto Union” د اولکسوېګن له لورې له “Diamler-Benz” څخه وګټل يا تر لاسه شوه. د اوډي اف ۱۰۳ “Audi F103” لړۍ د ۱۹۶۵ ز کال په توليد سره د اوډي د نښې له بيا پيل څخه وروسته اولکوېګن په ۱۹۶۹ ز کال کې له “NSU Motorenwerke” سره له “Auto Union” شرکت سره يو ځای شو او په دې ډول يې د شرکت ننۍ بڼه جوړه کړه. [۱]

د شرکت نوم د هغه د بنسټګر اوګوسټ هورچ “August Horch” د کورني نوم د لاتيني ژباړې پر بنسټ دی. هورچ “Horch” ويی په الماني کې د «اورېدلو» معنا لري، چې په لاتيني کې يې بڼه اوډي “Audi” کېږي. د اوډي لوګو څلور کړۍ هره يوه په انفرادي ډول د هغو څلورو شرکتونو استازولي کوي، چې د د اوډي د مخکيني شرکت “Auto Union” د رامنځته کولو په موخه سره يو کړۍ يا يو ځای شول. د اوډي شعار “Vorsprung durch Technik” دی، چې «د ټيکنالوژۍ له لارې د مخ پر وړاندې اوسېدلو» معنا لري. اوډي شرکت د “BMW” او “Mercedes-Benz” الماني مارکز شرکتونو تر څنګ په نړيواله کچه د لېږد رالېږد د کوچنيو په خپل سر يا اتومات چليدونکو ښکلو يا مجللو موټرانو له غوره پلورونکو شرکتونو څخه دی. [۲][۳]

تاريخچه سمول

د شرکت پيدايښت او نوم سمول

وېنډرر “Wanderer” د موټرانو شرکت په اصل کې په ۱۸۸۵ ز کال کې رامنځته شو او وروسته د اوډي ای جي “Audi AG” يوه څانګه شوه. د NSU په نوم يو بل شرکت چې دا هم وروسته له اوډي شرکت سره يو ځای شو، د همدې وختونو پر مهال جوړ شو او وروسته يې د ګوټلېب ډايملر “Gottlieb Daimler” د څلور ارابه لرونکو موټرانو لپاره شاسي سا د موټرانو چوکاټونه چمتو کړل. [۴]

د ۱۸۹۹ ز کال د نومبر پر ۱۴ نېټه اوګوسټ هورچ (۱۸۶۸ – ۱۹۵۱ز کال) د کولوګني “Cologne” په ايهرينفيلډ ‘Ehrenfeld’ سيمه کې ای هورچ اينډ سای “A. Horch & Cie” شرکت جوړ کړ. نوموړی په ۱۹۰۲ ز کال کې له خپل شرکت سره ريچينبېچ ايم اوګټلېنډ “Reichenbach im Vogtland” ته لاړه. هغه د ۱۹۰۴ ز کال د می پر ۱۰ د August Horch & Cie. Motorwagenwerke AG شرکت بنسټ کېښود، چې د ساکسون ايالت په زويکاو “Zwickau” کې د ګډې ونډې شرکت و.

د هورچ شرکت له مالي جګپوړي مامور سره له ستونزو څخه وروسته اوګوسټ هورچ “Motorwagenwerke” شرکت پرېښود او د ۱۹۰۹ ز کال د می پر ۱۶ يې د August Horch Automobilwerke GmbH په نوم خپل دويم شرکت رامنځته کړ. د نوموړي پخوانيو ملګرو د سوداګريزې نښې د سرغړونې له امله له هغه څخه محکمې ته غوښتنليک وړاندې کړ. په ليپزيګ کې د المان سترې محکمې په پای کې پرېکړه وکړه، چې د هورچ “Horch” نښې د نوموړي په پخواني شرکت پورې اړه لرله. [۵][۶]

دا چې اوګوسټ هورچ د موټرانو په نوي سوداګرۍ کې د “Horch” سوداګريزې نښې له کارونې څخه منع شوی و، د خپلو نږدې سوداګريزو ملګرو پاول “Paul” او فرېنز فيکينفسچر “Fikentscher” سره يې ناسته راوبلله. دوی د فرېنز فيکينتسچر په استوګنځي کې د شرکت لپاره د نوي نوم د څرنګوالي په اړه بحث وکړ. د ناستې پر مهال د فرينز زوی د خونې يا يوه څنډه يا کونج کې په ارام ډول لاتيني لوستله. نوموړي څو ځله داسې وکتل، چې ښايي کوم څه وايي، مګر خپلې خبرې به يې تېرې کړې او خپل کار ته به يې دوام ورکړ؛ تر دې چې په بې پامه ډول يې وويل: «پلاره، ايا د هورچ پر ځای د اوډي ويل به غوره نه وي؟»، «هارچ په الماني کې د اورېدلو يا غوږ نيولو معنا ورکوي، چې په لاتيني کې د “audire” يعنې اورېدلو مفرد امريه بڼه اوډي ‘Audi’ ده. د نوموړي نظريه په لېوالتيا سره د ناستې د هر ګډونوال له لورې ومنل شوه. د ۱۹۱۰ ز کال د اپرېل پر ۲۵ نېټه Audi Automobilwerke GmbH Zwickau (چې له ۱۹۱۵ څخه راپدېخوا Audiwerke AG Zwickau و) د زويکاو “Zwikau” د ثبت محکمې د شرکت په ثبت کې داخل شو. [۷][۸]

د سپورټ فايټون “Sprot-Phaeton” په نوم د اوډي شرکت لومړنی موټر “Audi Type A” ۲۲/۱۰ هارس پاور (۱۶ کېلو واټ) په همدې کال او ورپسې په همدې کال کې “Type B” ۲۸/۱۰ پي اس هم توليد شو. [۹][۱۰]

اوډي د 2612 cc دننليکې څلور انجنه ماډل “Type A” او ورپسې په 3564 cc ماډل او همدا راز 4680 cc او 5720 cc ماډلونو سره پيل وکړ. دا موټران ان د بدني روزنې يا سپورتي خپرونو برخه کې هم بريالي وو. لومړنی شپږ سلنډره ماډل “Type M, 4655 cc” په ۱۹۲۴ ز کال کې خپور شو. [۱۱]

اوګوسټ هورچ د ترانسپورټ وزارت کې د لوړې دندې تر لاسه کولو له امله په ۱۹۲۰ ز کال کې “Audiwerke” شرکت پرېښود، مګر د امانت ساتونکو د ډلې د غړي په تګه لا هم په اوډي شرکت کې ښکېل و. اوډي د ۱۹۲۱ زکال په سپټمبر کې د موټر لومړنی توليدونکی الماني شرکت شو، چې د “Audi Type K” په نوم د کيڼ لاس چلونې موتر توليد وړاندې کوي. کيڼ لاس چلول د ۱۹۲۰ ز لسيزې پر مهال ځکه خپره او واکمن شوه، چې پر ښي لاس باندې د موټر چلونې په وخت کې يې د لېږد رالېږد د رارسېدونکو موټرانو [چې مخامخ درباندې راځي] غوره کتلو ته لاره هواره کړه او له يوه موټر څخه د بل مخکې کېدل يې نور هم خوندي کړل. [۱۲]

د څلور کړيو تر نښان لاندې د څلورو شرکتونو يو ځای کېدنه سمول

د ۱۹۲۸ ز کال په اګسټ کې د “Dampf-Kraft-Wagen (DKW)” شرکت څښتن جورګين راسموسين “Jorgen Rasmussen” په “Audiwerke AG” شرکت کې د ونډو ډېره برخه ترلاسه کړه. په همدې کال راسموسين د اته سلنډره انجنونو د توليدونکو توکو يا اسبابو په ګډون د متحده ايالتونو د “Rickenbacker” په نوم د موټرانو توليدونکي شرکت پاتې شوني وپېرودل. دا انجنونه په “Audi Zwickau” او “Audi Dresden” ماډلونو کې وکارول شول، چې په ۱۹۲۹ ز کال پيل [جوړ] شول. په همدې کال کې شپږ سلنډره او څلور سلنډره (چې څلور سلنډره يې “Peugeot” انجن درلود) ماډلونه توليد شول. د يادې دورې اوډي توليد موټران ښکلي يا مجلل موټران وو، چې ځانګړی جسمي کار پرې شوی و. [۱۳]

اوډي په ۱۹۳۲ ز کال کې له هورچ “Horch”، “DKW” او “Wanderer” سره يو ځای شو، چې “Auto Union AG, Chemnitz” يې رامنځته کړ. دا د همدې دورې مهال و، چې شرکت ‘Audi Front’  ته چې د لومړنی اروپايي موټر شو، وړانديز وکړ چې د مخکينۍ ارابې چلونې سره شپږ سلنډره انجن جوړ کړي. دې شرکت له “Wanderer’ سره د ګډې يوې برېښنايي لړۍ څخه ګټه پورته کړه، مګر ۱۸۰ درجې بدلون يې وکړ او په دې ډول د چلونې ميله يا ډنډه [د سټيرينګ] له مخامخ سره مخ شوه.

له دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې “Auto Union” هغه څلور يو له بل سره تړليو کړيو څخه ګټه واخيستله، چې نن ورځ يې د اوډي نښه جوړه کړې ده او د همدې څلورو شرکتونو د نښو استازولي کوي. که څه هم دا نښه په ياده دوره کې يوازې د “Auto Union” د ځغاستې موترانو باندې وکارول شوه، په داسې حال کې چې غړيو شرکتونو خپل نومونه او نښانونه وکارول. ټیکنالوژيکي پرمختګ لا زيات متمرکز شو او د اوډي ځينې ماډلونه د هورچ يا وېنډرر د جوړو شويو انجنونو په واسطه پر مخ ولاړل.

سرچينې سمول

  1. "List of Shareholdings in accordance with sections 285 and 313 of the HGB of Volkswagen AG and the Volkswagen Group as of 31 December 2009" (PDF). volkswagenag.com. Volkswagen AG. 31 December 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Audi Launches New Brand Campaign". AudiWorld. 7 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Mercedes to take top spot as best-selling luxury car brand". Car Keys. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nazario, Uriah (18 May 2012). "The History of Audi Auto Group". GearHeads. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Audi AG motion picture 1994: "The Silver Arrows from Zwickau", running time approx. 49 mins.
  6. Audi History Archived 9 February 2010 at the Wayback Machine. audiusa.com
  7. August Horch: "Ich baute Autos – Vom Schmiedelehrling zum Autoindustriellen", Schützen-Verlag Berlin 1937
  8. A History of Progress – Chronicle of the Audi AG. Audi AG, Public Relations. 1996. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8376-0384-1. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Brand family tree". audiusa com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Baldwin, Nick; Laban, Brian (1987). The World guide to automobile manufacturers. Facts on File Publications. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-1844-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. History, Audi (2010). The Audi Story. Audi AG. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Audi chronicle 1915–1929. audi.com
  13. Audi chronicle 1930–1944. Audi.com