اووه څوکې د هغو لوړو غرونو برخې دي، چې د اووو دودیزو  لویو وچو په ډله کې راځي. د دې څوکو سر ته ختل ستونزمنه ننګونه ده. په لومړي ځل دغو څوکو ته ریچارډباس د ۱۹۸۵ز کال په اپرېل کې پورته شو؛ دغو اووو څوکو او پر دې سربېره، شمالي او سویلي قطبونو ته ختلو نوموړي ته د سپړونکي لوی سلېم لقب ور په برخه کړ.[۱]

تعریف سمول

په هرې لویه وچه کې له هر لوړ غره نه دا اووه لوړې څوکې رامنځته شوې دي. بېلابېل لیستونه یې یو څه توپیر لري، خو په ټوله کې یو ډول ټکي پاتې کېږي. اووه څوکې د هغه تعریف له جملې نه دي، چې د یوې لویې وچې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. په دې کې بیا د دې لویې وچې د پولې موقعیت ځانګړی دی. د دې پایله دا ده چې د توپیر دوه لوی ټکي رامنځته کړي. لومړی هغه یې د مونټ بلانک پر وړاندې د ایلبروس غر نومېږي، چې د اروپا لپاره دی، دا غر په دې پورې اړوند دی، چې آیا د لوی قفقاز غرونه د لوی قفقاز د اوبو د تعریف لپاره ترلاسه شوي که نه؟ دا د آسیا او اروپا ترمنځ د تور او کسپین سمندرونو ترمنځ د سیمې لپاره د لویې وچې پوله په ګوته کوي؛ دا هغه وېش دی، چې د البروس غر به د اروپا پر ځای په اسیا کې راولي. د دویم هغه نوم یې پنکاک جایا دی (د «کارستینز پیرامډ» په نامه یې هم خلک پېژني) او د ماونټ کوسیوسزکو پر وړاندې د اسټرالیا د براعظم لپاره دی. دا غر په دې پورې تړاو لري چې ایا یو ساهول شیلف، که یوازې د استرالیا اصلي ځمکه د لویې وچې په ډول په دې وېش کې راځي. دا  یوه بل لیست ته هم وده ورکوي، چې «اته څوکې» نومېږي او په دې کې په نورو لویو وچو کې له پنکاک جایا او ماونټ کوسیوسزکو سره  شپږ څوکې یوځای دي.[۲][۳][۴]

اسټرالیا سمول

د کوسیوسزکو غر په اسټرالیا کې تر ټولو لوړ غر دی، د بحر له سطحې نه ۲٫۲۲۸ متره لوړوالی لري، چې ۷٫۳۱۰ فوټه کېږي. په هر حال پنکاک جایا د اسټرالیا په لویه وچه کې تر ټولو لوړ غر دی، چې نیو ګیني او اسټرالیا په کې رانغښتې ده. دا غر د بحر له سطحې نه ۴٫۸۸۴ متره چې ۱۶٫۰۲۴ فوټه کېږي، لوړوالی لري. له اسټرالیا سره د سهول کانټینینټل شیلف غر د اندونیزیا په پاپوا ولایت او د نیو ګیني په ټاپو کې سره نښتې دي. د کوسیوسکو غره ته ختل تر یوه بریده ستونزمن کار نه دی. له دې غره نه د موټرونو نږدې پارک ته بېرته راتګ  په درې درجو کې څلور ساعته وخت نیسي. دا په داسې حال کې ده، چې پنکاک جایا د غره ختنې د سفر په وېش کې ډلبندي کېږي.[۵]

ځینې ​​سرچینې دا ادعا کوي چې د اسټرالیا په لویه وچه او د پاپوا نیو ګیني په بسمارک لړۍ کې ( د نیوګیني په ټاپو لکه پنکاک جایا) ماونټ ویلهیم (۴٫۵۰۹متره، چې ۱۴٫۷۹۳ فوټه کېږي) تر ټولو لوړ غر دی. دلیل یی دا دی، چې اندونیزیا په اسیا کې راځي. ( د سویل ختیځې اسیا د غرونو نوملړ وګورئ، چې په لوېدیځه نیوګینه او اندونیزیا کې د پنکاک جایا او نورو غرونه رانغاړي). په هر حال دا یو جیوفزیک تعریف نه دی، بلکې سیاسي دی. د دې معنا به دا وي چې په ۱۹۶۹ز کال کې د نیوګینه لوېدیځې برخې لویه وچه بدله کړې ده.

د اسټرالیا په شرایطو کې د یوه هېواد په ډول موسون پیک ( ۲٫۷۴۵ متره چې ۹٫۰۰۶ فوټه کېږي) تر کوسیسکو نه لوړ دی. په هر حال، دا غر په اقیانوس کې پروت نه دی، خو د سویلي هند د سمندر په هرډ ټاپو کې پروت دی. که د نیوګیني له ټاپو نه صرف نظر شو، نو د نیوزیلینډ په سویلي ټاپو کې اوراکي / ماونټ کوک د آسټرالیا تر ټولو لوړ غر دی، چې ۳٫۷۲۴ متره (۱۲٫۲۱۸ فوټه) کېږي، لوړوالی لري.

هغه سرچینې په لاندې ډول دي، چې د پنکاک جایا سرحدونه ښيي یا په اقیانوس کې ماونټ ویلهیم د تر ټولو لوړې نقطې په توګه فهرست کوي: ملګري ملتونه، د لویو وچو غونډې، نړیوال اتلس، د سي ای اې د نړیوال حقیقت کتاب، د کاناډا اتلس او د پاپوا نیو ګیني پي این جي  سخت حرکتونه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

اروپا سمول

په ټوله کې په اروپا کې لوړه څوکه په قفقاز کې ده، چې د ایلبروس غر (۵٫۶۴۲ متره دی یا ۱۸٫۵۱۰ فوټه) نومېږي او دا منل شوې څوکه د باس او میسنر په نوملړ کې تر سترګو کېږي. له دې امله په نړیواله کچه دا موافقه نه ده شوې، چې د اسیا او اروپا ترمنځ سرحد چېرته واقع دی. په اروپا کې یې ځایول جنجالي دي، که د اروپا او اسیا ترمنځ د کوما – مینیچ ډیپریشن د جیولوژیکي سرحد په توګه وکارول شي؛ نو ایلبروس او قفقاز په بشپړه په اسیا کې واقع دي. که پرځای یې د لوی قفقاز اوبه وکارول شي، نو د ایلبروس څوکې چې د اسیا له پولې سره نږدې پرتې دي، ټولې په اروپا کې راځي. مونټ بلانک چې ۴٫۸۱۰ متره یا ۱۵٫۷۸۱ فوټه دی، هغه څوکه ده، چې د ګرین الپس په اوږدو کې د فرانسې او ایټالیې ترمنځ په پوله کې واقع دی. ځینې وايي چې دا غر په اروپا کې تر ټولو غرونو لوی غر دی.[۱۲]

تاریخ سمول

ویلیم ډي هیکټ (۱۹۱۸ز-۱۹۹۹ز) هغه امریکايي غر ختونکی و، چې په ۱۹۵۶ز کال کې د پنځو لویو وچو لوړو څوکو ته پورته شو. نوموړی په ۱۹۴۷ز کال کې د ډینالي (وروسته د ماونټ مک کینلي په نوم نومول شوی)، په ۱۹۴۹ز کال کې د اکونکاګوا، په ۱۹۵۰ز کال کې د کلیمانجارو، په ۱۹۵۶ز کال کې د کوسیوسزکو او په ۱۹۵۶ز کال کې د مونټ بلانک څوکو ته وخوت. په هغه وخت کې مونټ بلانک هغه غر و چې په اروپا کې تر ټولو لوړ بلل کېده. ښاغلي هېکټ هڅه وکړه چې ماونټ ونسن ته وخېژي، نوموړي په ۱۹۶۰ز کال کې د ماونټ ایوریسټ څوکې ته د ختلو اجازه ترلاسه کړه، خو د ځينو شرایطو لکه د یخ وهلو، د بودیجې نشتوالی او نورو له امله په دې ونه توانېد، چې له پینځو ډېرو څوکو ته وخېژي.[۱۳][۱۴][۱۵]

ناومي یومورا  (۱۹۴۱زـ ۱۹۸۴ز) د جاپان هېواد هغه لومړنی اتل او غرختونکی و، چې په ۱۹۷۰ز کال کې پر ایوریسټ غره سربېره له اووو لوړو څوکو نه پینځو هغو ته وخوت. نوموړی په ۱۹۶۶ز کال کې د بلانک، په ۱۹۶۶ز کال کې د کلیمانجارو، په ۱۹۶۸ز کال کې د اکونکاګوا، په ۱۹۷۰ز کال کې د ماونټ ایوریسټ او په ۱۹۷۰ز کال کې ډینالي غرونو ته وخوت. نوموړي پلان درلود، چې شمالي قطب (۱۹۷۸ز) ته تر لومړني سفر وروسته انټراکټیکا ته سفر وکړي او له هغه ځایه د وینسن غره ته لاړ شي. نوموړی په ۱۹۸۴ز کال کې د انټراکټیکا سفر ته د چمتووالي لپاره په یوازې ځان په ژمي کې ډینالي ته پورته شو او هلته د ژمي په توپان کې نادرکه شو.[۱۶][۱۷]

رین هولډ میسنر هغه لومړنی ایټالوي غرختونکی و، چې په ۱۹۷۸ز کال کې له اووو لوړو څوکو نه شپږو هغو ته پورته شو. نوموړی په۱۹۷۱ز کال کې د پنکاک جایا، په ۱۹۷۴ز کال کې د اکونکاګوا، په ۱۹۷۶ز کال کې د ماونټ مکینلي (اوس ورته ډینالي وايي)، په ۱۹۷۸ز کال کې د کلیمانجارو او په ۱۹۷۸ز کال کې د ایوریسټ غره ته پورته شو. په اسټرالیا کې د میسنر لپاره کارستینز پیرامایډ (پنکاک جایا) تر ټولو لوړه څوکه وه (میسنر لیست)، خو نوموړی په ۱۹۸۳ز کال د کوسیوسزکو غره ته وخوت، چې د استرالیا پاتې جغرافیایي تعریف هم بشپړ کړي. ښاغلی میسنر په همدې کال د ایلبروس غره ته پورته شو او ویې ویل چې په حقیقت کې د اروپا لوړه څوکه همدا ده. د غرونو ټولنو دا تعریف ډېر ژر ومانه. په  پای کې نوموړی د وینس غره ته په ۱۹۸۶ز کال کې ورسېد. نوموړی هغه مهال یوازینی پینځم کس و، چې اووو لوړو څوکو ته پورته شو.[۱۸]

ریچارډ باس هغه لومړنی سوداګر او لېوال غرختونکی و چې په ۱۹۸۵ز کال کې ټولو اووو لوړو څوکو ته پورته شو. نوموړی په یوه کال (۱۹۸۳ز) کې شپږو څوکو ته پورته شو، چې په دې څوکو کې اکونکاګوا، ډینالي، کلیمانجارو، ماونټ ایلبروس، ماونټ وینسن او ماونټ کوسیوسزکو شاملې وې. نوموړی دغو ټولو څوکو ته د خپل ملګري فرانک ویلز او د غرونو د بېلابېلو لارښودونو سره یوځای پورته شو. باس او ویلز د ۱۹۸۳ز کال په پیل کې بېلابېلې هڅې وکړې، چې د ایوریسټ غره ته وخېژي، دا څوکه په نوملړ کې تر ټولو لوړه او ستونزمنه وه. باس د ۱۹۸۵ز کال د اپرېل په ۳۰مه  له ویلز پرته د ماونټ ایوریسټ څوکې ته ورسېده، نوموړي دا کار د امریکایي مسلکي غره ختونکي ډیویډ بریشیرز په لارښونه ترسره کړ. نوموړي وروسته د اووو څوکو کتاب هم لیکلی، چې دا تړون  یې رانغاړلی دی. امریکایي غرختونکی ګیری روچ دویم کس شو، چې وروسته په ۱۹۸۵ز کال اووو څوکو ته پورته شو.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. (په 2019-06-05 باندې). 'The Summit Is Never The Goal': Why Climbers Pursue The 7 Summits. NPR
  2. National Geographic Maps (Firm) (2011), Atlas of the world, Washington, D.C.: National Geographic Society, OCLC 671359683, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4262-0632-0, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Climbing the Seven Summits". www.infoplease.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Adventurer: Dick Bass' Many Summits". Forbes. 12 November 2003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Kosciuszko walk - Thredbo to Mount Kosciuszko". NSW National Parks (په انګلیسي ژبه کي). NSW National Parks and Wildlife Service. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "7 Continent Summits". 7 Continent Summits. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "World Atlas / World Map / Atlas of the World Including Geography Facts and Flags". www.worldatlas.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "East Asia/Southeast Asia :: Indonesia – The World Factbook". www.cia.gov. 25 January 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Map" (JPG). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "PNG trekking adventures | Battlefield Treks and Culture". www.pngtrekkingadventures.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "United Nations Geospatial Information Section Web Site". www.un.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Seven Summits". 8000ers.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. American Alpine Journal: In Memoriam – William D. Hackett, 1918–1999 AAJ 2000, Volume 42, Issue 74, p. 435.
  14. abc-of-mountaineering.com "History of the Quest for the Seven Summits (2004)" Archived 2015-10-17 at the Wayback Machine. Retrieved 2 January 2015.
  15. British Mountaineering Council: "60 years of Seven Summits peak bagging (29/08/2013)" by Lindsay Griffin, thebmc.co.uk, Retrieved 2 January 2015.
  16. abc-of-mountaineering.com "History of the Quest for the Seven Summits (2004)" Archived 2015-10-17 at the Wayback Machine. Retrieved 2 January 2015.
  17. Naomi Uemura, renowned Japanese adventurer" Archived 2015-01-08 at the Wayback Machine., nikon.com, Retrieved 2 January 2015.
  18. abc-of-mountaineering.com "History of the Quest for the Seven Summits (2004)" Archived 2015-10-17 at the Wayback Machine. Retrieved 2 January 2015.
  19. Bass، Wells او Ridgeway 1986.
  20. abc-of-mountaineering.com "History of the Quest for the Seven Summits (2004)" Archived 2015-10-17 at the Wayback Machine. Retrieved 2 January 2015.
  21. "About Gerry Roach". climb.mountains.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۷. After climbing Mount Everest in 1983, he went on to become the second person to climb the highest peak on each of the seven continents in 1985. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)