اولېمپ دي ګوژ

اولیمپ دي ګوژ (۷ می ۱۷۴۸ – ۳ نومبر ۱۷۹۳) چې په کوچنیوالي او ځوانۍ کې نوم ماري ګوژ و، یوه فرانسوۍ ډرامه لیکونکې او سیاسي فعاله وه چې د ښځو د حقونو او غلامۍ ضد لیکنو يې په ډېرو هېوادونو کې لوستونکي لرل. هغې د ۱۷۸۰یمو کلونو په لومړیو کې خپل کاري ژوند د ډرامو په لیکلو پیل کړ. کله چې په فرانسه کې سیاسي ترینګلتیا ډېره شوه، اولیمپ دي ګوژ په ډېرېدونکې بڼه په سیاسي چارو کې ښکېله شوه. هغې په ۱۷۸۸م کال کې په فرانسي مستعمرو کې د غلامانو د تجارت پر ضد په ښکاره غږ پورته کړ. په ورته مهال، هغې د سیاسي مقالو په لیکلو پیل وکړ. هغې د ښځو او ښځینه ښاریانو د حقونو په اعلامیه کې د نرینه وو واکداري او د نر-ښځې نامساواتو تصور وننګاوه. هغه د ترور په نظام (۱۷۹۳-۱۷۹۴) کې پر انقلابي حکومت د برید او ژيرونديست ګوند سره د تړاو په تور اعدام شوه او سر یې پرې کړل شو.  

ژوندلیک

سمول

زوکړه او اصل او نسب

سمول

اولمېپ دي ګوژ چې په ماشومتوب کې نوم ماري ګوژ و، په ۷ می ۱۷۴۸ نېټه د سوېل لوېدیځې فرانسې کوېرسي (د نني تارنې ګارون) په مونتاوبان سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستي. د هغې مور انې اولېمپ مویسېت ګوژ نومېده او د بورژوا (متوسطې طبقې) له کورنۍ څخه وه. د پلار هویت يې مشخص نه دی. د هغې پلار ښايي د هغې د مور مېړه، پيیر ګوژ وي او یا هم کېدای شي د ژان جاکوېس لېفرانک، مارکوېس دي پومپیګنان حرامونې/نامشروع لور وي. ماري ګوژ هغه آوازې سمې بللې چې پومپیګنان د اولېمپ پلار دی او د هغوی رابطه ښه وه خو له تاریخي اړخه د دې خبرې پخلی کېدلای نشي. په ۱۸مه پېړۍ نورې آوازې داسې وې چې د هغې پلار ښايي پنځلسم لویس وي، خو دغه تشخیص کره نه ګڼل کېږي. [۱][۲][۳]

د پامینګنان کورنۍ د ماري ګوژ د مور، انې، له مویسېت کورنۍ سره له پخوا نږدې اړیکې درلودې. کله چې انې په ۱۷۱۲م کال وزېږېده، د پومیګنان مشر زوی، ژان-جاکوېس لوفرانک دي پومیګنان (چې هغه مهال د پنځو کلنو و)، د هغې مېرنی پلارر و. تر راسترېدو پورې د انې پلار د هغه سرپرستي کوله. په ماشومتوب کې، پومیګنان له انې سره نږدې ملګری شو، خو له هغې څخه په ۱۷۳۴م کال هغه مهال جلا شو چې دی پاریس ته واستول شو. انې په ۱۷۳۷م کال د پییر ګوژ په نامه له یوه قصاب سره واده وکړ او له ماري څخه مخکې يې درې اولادونه درلودل چې یو زوی او دوه لورانې وې. پامپیګنان په ۱۷۴۷م کال کې د ماري له زېږېدو څخه یو کال وړاندې مونتاوبان ته راستون شو. پییري په قانوني توګه د ماري وپېژندل شو. پییر د مۍ میاشتې په اتمه نېټه د ماري د تعمید غسل په ګډون ونه کړ. د هغې مېرنی پلار د ژان پورتې په نامه یو صنعتګر و او میرنې مور یې د ماري ګریمل په نامه یوه ښځه وه. پییر په ۱۷۵۰م کال کې وفات شو. [۴][۵]

د ماري ګوژ د پلار په توګه د پامپګنان د تشخیص لومړنی تایید د "ولمونت د مېرمنې خاطرې" په نامه د هغې په نیمه آټوبیوګرافیکي کتاب کې وموندل شوې چې د پامپیګنان د مړینې څخه وروسته چاپ شو. د معاصر سیاستوال ژان-باپتیس پونسېت ډېلپېک په وینا او نور "ټول مونتاوبان" پوهېده چې پامپګنان د ګوژ پلار دی. خو بیا هم، ځینې تاریخپوهان پدې اند دي چې ګوژ د خپلو خاطراتو لپاره دا کیسه جوړه کړې ده تر څو پاریس ته د کډه کېدو پر مهال خپل پرستیژ او ټولنیز موقف لوړ کړي. [۶]

ماشومتوب او ځواني

سمول
 
د اولېمپ دي ګوژ زوی، پییر آوبري

د ماري ګوژ مور، د بسپنو او خپلې کورنۍ د اغېز له لارې، په خپله لور بورژوا زده کړې وکړې چې ادیبه ترې جوړه شوه. د هغې لومړۍ ژبه د اوکستاین ژبې (Occitan) سیمه ایزه لهجه وه. [۷][۸]

ګوژ د خپلې خوښې برخلاف په ۲۴ اکټوبر ۱۷۶۵ نېټه د لویس یوېس آوبري په نامه د یوه غذا جوړونکي او رسوونکي سره واده وکړ. د هغې د خاطراتو په نامه په نیمه آټوبیوګرافیکي ناول کې د کیسې اتله د خپل واده پر مهال د څوارلسو کلونو وي، نوې ماري آوبري پخپله د اوولسو کلونو وه. د هغې ناول دغه واده په کلکه غندلی دی: "داسې سړي ته ورواده شوم چې خوښ مې نه و او هغه نه شتمن و او نه يې اصل او نسب درلود. زه پرته له هېڅ دلیله قرباني شوم او دغه چارې د دې سړي په وړاندې زما د کرکې لامل شوه." د ماري زښتې ډېرۍ شتمنۍ د هغې مېړه لویس ته امکان ورکړ چې دنده پرېږدي او خپل تجارت پیل کړي. په ۲۹ اګسټ ۱۷۶۶ نېټه يې د پییر آوبري په نامه زوی وزېږېد. د همغه کال په نومبر میاشت کې په تارن سیند کې ویجاوړونکي سېلاب راغلی چې له کبله يې لویس ومړ. هغې بیا هېڅکله واده ونګړ او واده يې "د باور او مینې قبر" باله.[۹][۱۰][۱۱]

ماری د خپل مېړه له مړینې وروسته نوم بدل کړ او پرځان يې اولېمپ دي ګوژ نوم کېښود. هغې د لیون ښار له یوه شتمن سوداګر بیتریکس دي روزېرېس سره اړیکې پیل کړې. [۱۲]

پاریس ته کډه کېدل

سمول

په ۱۷۶۸م کال کې بېتریکس پاریس ته د دي ګوژ د کډه کېدو لګښت پرغاړه واخیست او هغې ته يې د عاید لاره برابره کړه. هغې له خپل زوی او خپلې خور سره ژوند کاوه. هغې د پاریس د فیشني خلکو سره انډیوالی جوړه کړه او "د پاریس یوه تر ټولو ښکلې مېرمن" بلل کېده او مادام دو مونتېسون او د اورلېانز دویم فیلیپ يې ملګري وو. ګوژ د پاریس هنري او فلسفي پروګرامونه ته ورتله او هلته يې د ډېرو لیکوالانو سره آشنایی شوه، لکه لاهارپ مېرسییر او شامپور، او همدارنګه راتلونکي سیاستوالان لکه برېسوت او کانډورسېت. هغې به معمولاً د مادام دو مونتېسون او کومتېسې دو بیوهارنېس پروګرامونو ته وربلل کېده، ځکه هغوی دواړه هم ډرامه لیکوونکي وو. [۱۳]

دو ګوژ په پاریس کې خپل کاري ژوند د لیکوالې په توګه پیل کړ، په ۱۷۸۴م کال کې يې یو ناول چاپ کړاو وروسته یې د ډرامه لیکونکې په توګه یو د ډېرو آثارو لرونکی یو کاري ژوند شروع کړ. د یوې اطرافي او ټېټ پوړ د ښځې په توګه هغې خپل ځان داسې جوړ کړ چې د پاریس د رڼاګانو ښار کې وچلېږي. کوژ به خپل عامه لیکونه د citoyenne، په کلمه لاسلیکول چې د ښاري (تبعه) ښځینه بڼه ده. د فرانسې له انقلاب څخه وړاندې، ښاریان نه و، لیکوالانو به دوی د پاچا رعیت بلل او په انقلابي فرانسه کې بیا یواځې citoyen و چې د ښاري نرینه بڼه ده. د ۱۷۹۲م کال په اکټوبر میاشت کې کنوانسیون داسې یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې باید مېرمنو ته د مادام او مادمازېل پر ځای د citoyenne اصطلاح وکارول شي. [۱۴][۱۵]

 
په ۱۶۸۵م کال کې د Code Noir په نامه فرمان د فرانسوی پاچا "څوارلسم لوی" لخوا صادر شو. Code Noir د فرانسې امپراطورۍ په مستعمرو کې د غلامي لپاره شرایط مشخص کړل او د آزادو تورپوستو پر فعالیتونو يې محدودیت ولګاوه.


په ۱۷۸۸م کال هغې د Réflexions sur les hommes nègres په نامه یوه مقاله ولیکله او په هغې کې يې په فرانسوي مستعمرو کې د غلامانو د ناوړه وضعیت لپاره د ترحم غوښتنه کړې وه. ګوژ پدې اند وه چې په فرانسه کې د استبدادي سلطنت او د غلامۍ د بنسټونو تر منځ نېغه اړیکه شته. هغې ویل: "ټول انسان یو برابر دي...هغه پاچایان چې غلامان نه غواړي، دوی پوهېږي چې مطیع رعیت لري." د l'Esclavage des Noirs ډرامې په لیکلو سره یې د خلکو پام ځان ته راواړوه او د ډرامې تمثیل په ۱۷۸۵م کال کې په مشهور Comédie-Française کې ترسره شو. په فرانسوي مستعمراتو کې د غلامۍ پر وړاندې د هغې د دریځ له امله ګواښونه ورته پیل شول. پر ګوژ هغو کسانو همه برید وکړ چې فکر یې کاوه تیاتر د یوې ښځې لپاره مناسب ځای نه دی. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Kuiper, Kathleen. "Researcher's Note: Who was Olympe de Gouges's father?". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 1 June 2021.
  2. Mousset, Sophie (2007). Women's Rights and the French Revolution: A Biography of Olympe de Gouges. New Brunswick (US) & London: Transaction Publishers. p. 9. ISBN 978-0-7658-0345-0.
  3. Cole, John R. (2011). Between the Queen and the Cabby: Olympe de Gouge's Rights of Woman. Montreal; Kingston; London; Ithaca: McGill-Queen's University Press. pp. 8–9. ISBN 9780773538863.
  4. Mousset, Sophie (2007). Women's Rights and the French Revolution: A Biography of Olympe de Gouges. New Brunswick (US) & London: Transaction Publishers. p. 10. ISBN 978-0-7658-0345-0.
  5. Mousset, Sophie (2007). Women's Rights and the French Revolution: A Biography of Olympe de Gouges. New Brunswick (US) & London: Transaction Publishers. p. 11. ISBN 978-0-7658-0345-0.
  6. Paul, Pauline (2 June 1989). "I Foresaw it All: The Amazing Life and Oeuvre of Olympe de Gouges". Die Zeit. Translated by Kai Artur Diers. Archived from the original on 2 December 2017. نه اخيستل شوی 21 November 2021. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  7. Lisa L. Moore, Joanna Brooks & Caroline Wigginton (2012). Transatlantic Feminisms in the Age of Revolutions. Oxford University Press. p. 245. ISBN 978-0199743483.{{cite book}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
  8. Mousset, Sophie (2007). Women's Rights and the French Revolution: A Biography of Olympe de Gouges. New Brunswick (US) & London: Transaction Publishers. p. 12. ISBN 978-0-7658-0345-0.
  9. Mousset, Sophie (2007). Women's Rights and the French Revolution: A Biography of Olympe de Gouges. New Brunswick (US) & London: Transaction Publishers. p. 14-15. ISBN 978-0-7658-0345-0.
  10. Noack, Paul (1992). Olympe de Gouges, 1748–1793: Kurtisane und Kampferin für die Rechte der Frau [Olympe de Gouges, 1748–1793: Courtesan and Activist for Women's Rights] (په جرمني). Deutscher Taschenbuch Verlag. p. 31. ISBN 978-3-423-30319-4.
  11. Mousset, Sophie (2007). Women's Rights and the French Revolution: A Biography of Olympe de Gouges. New Brunswick (US) & London: Transaction Publishers. p. 16. ISBN 978-0-7658-0345-0.
  12. Hesse, Carla (2006). "Marie-Olympe De Gouges". Europe 1789–1914: Encyclopedia of the Age of Industry and Empire. Charles Scribner's Sons. 
  13. Mousset, Sophie (2007). Women's Rights and the French Revolution: A Biography of Olympe de Gouges. New Brunswick (US) & London: Transaction Publishers. p. 27. ISBN 978-0-7658-0345-0.
  14. Annie Smart (2011). Citoyennes: Women and the Ideal of Citizenship in Eighteenth-Century France. University of Delaware. p. 121. ISBN 978-1611493559.
  15. Annie Smart (2011). Citoyennes: Women and the Ideal of Citizenship in Eighteenth-Century France. University of Delaware. p. 122. ISBN 978-1611493559.
  16. Erica Harth (1992). Cartesian Women: Versions and Subversions of Rational Discourse in the Old Regime. Cornell University Press. p. 227. ISBN 978-0801499982.
  17. Erica Harth (1992). Cartesian Women: Versions and Subversions of Rational Discourse in the Old Regime. Cornell University Press. p. 229. ISBN 978-0801499982.
  18. Mary Seidman Trouille (1997). Sexual Politics in the Enlightenment: Women Writers Read Rousseau. SUNY Press. p. 272. ISBN 978-0791434895.