اوقيانوسيه يوه جغرافيايي سيمه ده چې استراليسيا، ميلانيسيا، مايکرونيسيا او پوليسيا په کې شامل دي. په ختيځه او لویدیځه نيمه کره کې خپره ده، د اوقيانوسيه د ځمکې مساحت ۸۵۲۵۹۸۹ کيلو متر مربع  دی (۳۲۹۱۹۰۳ ميل مربع) او نفوس يې له يو څلوېښت ميلیونه خلکو څخه زيات دی. د لويو وچو په پرتله د اوقيانوسيه د ځمکې سيمه تر ټولو کمه ده او له انترکتيکا څخه وروسته دویم لږ نفوس لري.

اوقيانوسيه د استراليا، نوي کالدونيا، نيوزيلانډ، پولينزي فرانسه او هاوايي د هغو ډېرو پرمختللو او د سيالو مالي بازارنو متنوع اقتصادي جوړښت لري، کوم چې د ژوند د څرنګوالي او انساني ودې د شاخص له پلوه په لوړه درجه کې ځای لري. اوقيانوسيه د کمو پرمختللو اقتصادونو له جوړښت څخه هم برخمنه سيمه ده، لکه پاپا نيو ګيني، اندونيزيايي نيو ګيني، کيريباتي، وانواتو او تووالو، په داسې حال کې چې د منځنۍ درجې اوقيانوسي ټاپوګانو اقتصادونه هم لري، لکه: پالوا، فيجي او ټونګا. په اوقيانوسيه کې تر ټولو ستر نفوس لرونکی هېواد استراليا ده او ستر ښار يې سيډني دی.

استراليا، نيوګيني او په ختيځ کې سترو ټاپوګانو ته لومړي استوګن له شپېته زره کاله مخکې څخه رارسېدلي دي. اوقيانوسيه په لومړي ځل د اروپايانو له خوا له شپاړسمې پېړۍ وروسته کشف شوه. د ۱۵۱۲ او ۱۵۲۶ز کلونو تر منځ پرتګالي کشافان د تانيمبار ټاپوګانو، د کارولين ځينو ټاپوګانو او  لویديځې پاپانيوګيني ته ورسېدل. جيمز کاک، څوک چې بيا وروسته زیات پرمختللي هاوايي ټاپوګانو ته ورسېد، په اتلسمه پېړۍ کې د خپل لومړي سفر پر مهال په لومړي ځل تاهيتي ته او بيا د استراليا ختيځ ساحل ته ولاړ. د ارام اوقيانوس سنګر د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د سترو کارونو شاهد و، په ځانګړي ډول د ائتلافي ځواکونو، متحده ايالاتو او استراليا او د جاپان محوره ځواکونو تر منځ.[۱]

په وروستيو پېړيو کې د اروپايي کډوالو په رسېدو سره د اوقيانوسيه په ټولنيز او سياسي حالت کې مهم بدلون راوست. په ډېرو وروستيو وختونو کې د ملي توغونو او د ځينو اوقيانوسي ميشتو دا هيله چې يو جلا او ځانګړی هويت ولري، په اړه پراخه او ډېر بحثونه پیدا کړي وو. د استراليا د اصلي اوسېدونکو د ډبرو هنر، په نړۍ کې تر ټولو اوږد هنري دود دی چې تر سره شوی دی. په پاپا کې د پونيک جايا په نوم څوکه په اوقيانوسيه کې تر ټولو لوړه څوکه ده، چې لوړوالی يې ۴،۸۸۴ متره دی. د اوقيانوسيه ډېری هېوادونه، د ګڼ ګونديز استازولۍ پارلماني ديموکراتيک نظامونه دي او د ارام اوقيانوس د ټاپوګانو هېوادونو لپاره سيالبيني د عايد تر ټولو ستره سرچينه ده.

پېژندنه او پراخوالیسمول

د اوقيانوسيه تعريفونه جلا جلا دي: په هر حال، هغه ټاپوګان چې د اوقيانوسيه په وروستيو جغرافيايي څنډو کې پراته دي، په عمومي توګه د بونين د ټاپوګانو په نوم يادېږي، له سياسي پلوه له جاپان څخه نه جلا کېدونکې برخه ده؛ هاوايي د متحده ايالاتو يو ايالت دی، کليپرټن ټاپو د فرانسې اړوند او ميکوايري ټاپو د استراليا اړوند دی. (ملګري ملتونه د اوقيانوسيه خپل ځانګړي جيوپوليتيکي تعريف لري، خو دا تعريف د جلا سياسي واحدونو لپاره دی، په دې ډول چې بوني ټاپو، هاوايي، کليپرټن ټاپو، جوان فرنانډيز ټاپو او ايسټر ټاپو ورڅخه باسي).[۲]

فرانسوي جغرافيه پوه «کنراډ مالت برون» فرانسوي عبارت « Terres océaniques» (چې معنا يې ده اوقيانوسي ځمکې) په ۱۸۰۴ز کال کې وړاندې کړ، له هغې وروسته په ۱۸۱۴ز کال کې يوه بل فرانسوي «ادرين هوبروت بروئه» له دې څخه لنډ عبارت « Océanie» وړاندې کړ او همدا نوم يې په نقشه ولیکه. «اوقيانوسيه يا د نړۍ پنځمه برخه ده چې د اسيا مجمع الجزاير هم په کې شامل دي». استراليا او پلينزي (يا د نوي هلنډ لويه وچه او د لوی اوقيانوس ټاپوګان). د اوقيانوسيه کلیمه له لاتيني او لاتيني لفظ بيا له يوناني اخیستل شوی دی. د اوقيانوسيه نوم له دې امله کارول کېږي چې د نورو لويو وچو د ډلو په خلاف په دې سيمه کې سمندر د سيمې ځينې برخې يو له بل سره نښلوي. [۳]

  • د ملګرو ملتونو هغه جيوپوليتيکي تصور تر مخې چې نړيوالې المپيک کميټې او ډېرو نورو اطلسونو کارولی دی، په اوقيانوسيه کې استراليا او د ارام قيانوس نور هېوادونه شامل دي چې له ختيځ پاپانيو ګيني څخه پيلېږي، خو اندونيزيايي نيو ګيني په کې نه ده شامله.  

په ځينو هېوادونو کې، لکه:  برازيل، اقيانوس ته په دې مفهوم چې د نړۍ يوه برخه ده، د لويې وچې په توګه کتل کېږي او دا تصور نه شته چې، استراليا هم يوه لويه وچه ده. ځينې جغرافيه پوهان استراليا او په ارام اوقيانوس کې نور ټاپوګان د نيمه لويې وچې په توګه د اوقيانوسيه په نامه لنډ ډلبندي کوي. [۴][۵]

تاريخچهسمول

استرالياسمول

لرغوني استراليايان، د استراليا لويې وچې او ورڅېرمه ټاپوګانو اصلي استوګن دي، څوک چې له افريقا څخه اسيا ته اويا زره کاله مخکې کوچېدلي دي او استراليا ته شا او خوا پنځوس زره کاله مخکې رسېدلي دي. باور کيږي چې، دا له افريقا څخه بهر ته د انسانانو تر ټولو لرغونې کډوال دي. که څه هم شونې ده چې، دوی استراليا ته د سويل ختيځې اسيا له لارې کوچ کړی وي، خو بیا هم له هېڅ پېژندل شوي اسیايي يا پلينزي نفوس سره اړوند نه دي. په لرې شمال کې د استراليايانو او د اوسمهال نيو ګينيا او ټاپوګانو کې مېشت د استرونيزي خلکو تر منځ د جينيتيکي او ژبنيو تبادلاتو دلايل شته، خو دا هم شونې ده چې، دا چاره د وروستيو سوداګريو او په خپل منځ کې د ودونو پايله وي.

دوی نږدې څلوېښت زره کال مخکې، د ځمکني پول له لارې خپل اصلي استوګنځای څخه چې د يخچالونو په وروستي عصر کې و، تاسماني ته ورسېدل. باور کېږي چې استراليا ته د لومړي انسان کوچېدل، هغه وخت تر سره شو، کله چې دا لويه ځمکه د ساهول لويې وچې يوه برخه وه او له نيو ګيني سره د يوه ځمکني پول له لارې نښتې وه. د تورس د تنګي د ټاپوګانو اوسېدونکي د تورس تنګي د ټاپوګانو اصلي اوسېدونکي دي، کوم ځای چې په پای د شمال د کوينزلنډ کې د پاپوانيوګيني سره نژدې موقعيت لري. په استراليا کې د تر ټولو لرغوني انسان پيدا شوي پاتې شوني «د مونګو سړي» اړوند دي چې لرغونتيا يې څلوېښت زره کاله ته رسېږي.

ملانيزياسمول

د ټاپوګانو د اصلي هستوګنو ډلې ته اوس د ميلانيزيا نوم ورکول کېږي او اټکل دا دی چې ،دوی د اوسنۍ پاپواز ژبې ويونکو خلکو نیکونه وو. دوی چې له سويل ختيځې اسيا څخه کوچېدلي وو، فکر کېږي چې تر ختيځ پورې او د سليمان مجمع الجزاير اصلي ټاپوګانو پورې چې ماکيرا هم په کې شامله ده او شونې ده چې، د لرې ختيځ کوچني ټاپوګان  به هم په کې شامل وي، دوی دا ټول ټاپوګان نيولي وي.

په ځانګړي ډول، د نيو ګيني په شمال ساحل کې او د نيو ګيني په شمالي او ختيځو ټاپوګانو کې، استرونيزيايي خلک چې دې سيمې ته يې نږدې درې زره کاله مخکې هجرت کړی و، دلته له پخوا څخه له شته خلکو سره چې په پاپوا ژبه يې خبرې کولې، په اړيکه کې شوي وي. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې، ځينو پوهانو دا نظر ورکړ چې، دلته د اوږدې مودې لپاره تعامل روان و، د کوم په پايله کې چې د خلکو په منځ کې په جينيتيک، ژبه او کلتور کې پېچلي بدلونونه رامنځ ته شول.

مايکرونيزياسمول

په مايکرونيزيا کې زرګونه کاله مخکې هستوګه پيل شوې وه، خو په دې سيمه کې د لومړيو کډوالو د مېشتېدو په اړه سيالې نظريې شته. په دې ټاپوګانو کې د لرغون پېژندنې په اړه د څېړنو په وړاندې ګڼې ستونزې شته، لامل يې د دوی اندازه، د مېشتېدو طريقې او د توپانونو زيانونه دي. په همدې بنسټ ډېر شواهد په شفاهي څېړنو ولاړ دي.

سرچينېسمول

  1. "Aboriginal Australians". National Geographic. 8 February 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Countries or areas / geographical regions". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Christian Grataloup, Continents et océans : le pavage européen du globe, Monde(s), 2013, volume nr 3, pages 240.
  4. "Divisões dos continentes" (PDF). IBGE. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Harvp