اورشيندی د ځمکې په څېر د يوې سياروي کتلې د جسم د پوټکي چاودنه ده، کوم څه چې لاوا، اورشيندي ايرو او ګازونو ته اجازه ورکوي چې تر سطحې لاندې د ماګما له خونو څخه ووځي.

په ځمکه کې، اورشيندي ډېر ځله په هغو ځايونو کې پيدا کېږي، چېرې چې ټيکتونيکي تختې يو له بل څخه جلا يا سره يو ځای کېږي او ډېر ځله تر اوبو لاندې موندل شوي دي. د بېلګې په ډول د سمندر په منځ کې يوه موړه، لکه د اتلانتيک په منځ کې پوله (غونډۍ) د تيکتونيکي تختو د جلا کېدو له امله اورشيندي لري، په داسې حال کې چې د ارام سمندر د اور کړۍ هم اورشيندي لري چې لامل يې د تيکتونيکي تختو سره نښتل دي. اورشيندي په هغو ځايونو کې هم موندل کیږي، چېرته چې د پوټکي د تختو غځون او نري کېدل شته، لکه په ختيځ افريقايي درز، او د شمالي امریکا د ويلز «ګری-کلير وارټر» اورشيندي سيمه او د «ريو ګرانډ» درز. اټکل کېږي چې د تختو له حدودو څخه لرې اورشيندنه د ځمکې په ژوروالي ۳۰۰۰ کيلو متره (۱۹۰۰ ميله) کې د هستې-حايل (mantle هغه حايل يا طبقه ده چې د ځمکې د هستې او پوټکي ترمنځ موجوده وي) له څنډو څخه د راپورته کېدونکو «ډياپيرونو» له کبله منځ ته راځي. دا په ګرمه نقطه کې د اورشيندي لامل ګرځي چې یوه بېلګه يې «هاوايي» ګرمه نقطه ده. عموماً اورشيندي هغه ځای کې نه پيدا کېږي، چېرته چې دوه ټيکتونيکي تختې د يو بل په څنګ کې سره رغړی.

سترې چاودنې په اتموسفيري (فضا/هوا) تودوخې اغېزه کولای شي، ځکه ايرې او د سلفر اسيدو څاڅکي د لمر مخه نيسي او د ځمکې ټروپوسفير سړوي. تاریخ ته په کتنې سره له سترو اورشيندو چاودنو وروسته اورشيندي ژمي راغلي، کوم چې د ناوريني قحطيو لامل ګرځېدلي دي.

رېښهسمول

د اورشيندي « volcano» ټکی د « Vulcano» له نوم څخه اخستل شوی دی چې دا د ايټاليې په «ايليون» ټاپوګانو کې يو اورشيندی ټاپو دی، همدا نوم بیا په خپل وار سره له « Vulcan» اخستل شوی، کوم چې په رومي افسانو کې د اور خدای دی. د اورشيندي څېړنو ته «ولکانولوژي» وايي، په انګليسي ژبه کې په دوه ډوله ليکل کېږي، چې هغه دا دي: (volcanology، vulcanology).[۱][۲]

د تختو ټيکتونیکسمول

د تختو د تيکتونيک (tectonics  يعنې د ځمکې د پوټکي بدلون او جریان) د اند له مخې: د ځمکې ليتوسفير، د هغې بهرنی سخت پوټکی، په شپاړسو سترو او کوچنیو تختو وېشل شوی دی. دا په ښکته پروت نرم څادر/حايل کې د تودوخې د لېږد له امله په کرار کرار خوځښت کوي، او په ځمکه کې ډېری اورشېندې فعاليتونه د تختو له څندو سره منځ ته راځي، په کوم ځای کې چې تختې يو له بل سره نښلي (او ليتوسفير يې له منځه ځي)، يا يو له بل سره جلا کېږي (او نوی لیتوسفير جوړيږي). (ليتوسفير ډبرين پوښ)[۳]

د تختو مختلفې پولې (سره په معکوس حالت کې)سمول

د سمندر په منځ کې موړه کې، دوه ټيکټونيکي تختې يو له بل څخه لرې کېږي، ځکه چې د ګرمې ډبرې څادر د نري سمندري پوښ شاته مخ په بره لور څښېږي. په راپورته کېدونکي ډبرين پوښ کې د فشار زياتوالی د «اډيابيټيک» پراختيا او د ډبرې د نیمه ويلي کېدو لامل ګرځي، په دې ډول اورشيندی منځ ته راځي او نوی سمندري پوټکی جوړېږي. د تختو ډېرې مختلفې پولې د سمندرونو په بېخ کې دي او په همدې بنسټ په ځمکه کې دېرې اورشېندې پېښې هم په سمندرونو کې دي چې د سمندر نوي فرشونه جوړوي. تور لوګي (د ژور سمندر د مورۍ په نوم هم پېژندل کېږي) د دا ډول اورشيندو فعاليتونو شواهد دي. په کوم ځای کې چې د سمندر په منځ کې موړې د سمندر له سطحې څخه پورته وي، بيا اورشېندي ټاپوګان جوړيږي لکه «ايس لينډ».[۴]

د همغاړو تختو پولېسمول

د ښوېدلو سيمې هغه ځايونه دي، چېرې چې دوه تختې، عموماً يوه سمندري او يوه اقيانوسي تخته، يو له بل سره ټکر کوي. سمندري تخته ښويږي (د اقيانوسي تختې لاندې ځي) او د سمندر په ساحل کې يو ژور سمندري خندق جوړوي. په يوه پروسه کې چې بهېدونکې ويلې کېدو په نوم ياديږي، له ښوېدونکې تختې څخه خوشې کېدونکې اوبه د پورته پرتې څادري برخې د ويلې کېدو تودوخه کموي، او په دې ډول ماګما جوړوي. دا ماګما د لوړو «سيلکا» توکو درلودلو له امله ډېره زياته سرېښتناکه وي، له همدې امله ډېر ځله سطحې ته نه رسېږي، بلکې سړيږي او په ژورو کې سختيږي. کله چې سطحې ته رسېږي، نو بيا ورڅخه اورشېندی جوړيږي. په دې ډول د ښويدلو سيمې د اورشيندو له ځنځيرونو سره پولې لري چې دې سيمې ته اورشيندي لېندۍ وايي. عامې بېلګې يې په ارام سمندر کې د اور کړۍ اورشيندي دي، لکه د «کاسکيډ» اورشيندي يا د جاپان مجمع الجزاير، يا د اندونيزيا «سنډا» ليندۍ.[۵]

تودې نقطېسمول

تودې نقطې هغه سيمې دي چې فکر کېږي، د بڼکو په څېر پوښونو څخه جوړې شوي او اټکل کېږي چې د تودو موادو ستنې دي، کومې چې د هستې او حايل/څادر له پولې څخه راپورته شوي دي. لکه د سمندر په منځ کې موړې، راپورته کېدونکی ډبرين څادر د هوا د فشار د کمېدو له امله د راغونجېدو او ويلې کېدو له تجربې تېريږي، د کوم له امله چې ستره ماګما پیدا کېږي. له دې امله چې تيکتونيکي تختې د دې ستنو څخه هاخوا دېخوا خوځښت کوي، هر اورشيندی غېرفعاليږي، ځکه چې دا له دې ستنو څخه توېيږي او نوي اورشیندي په هغو ځايونو کې جوړېږي، چېرته چې تخته د ستنو پر سر مخ په وړاندې ځي. د «هاوايي» ټاپوګانو په اړه فکر کېږي چې په همدې طريقه جوړ شوي دي، لکه د «مار سيند د دښتې» په څېر چې «کاليډرا يلوسټون» د شمالي امريکا د تختې يوه برخه ده چې اوس مهال د «يلوسټون» د تودې نقطې پر سر ده. خو د څادري ستنې د فرضيې په اړه پوښتنې شته.[۶][۷]

قاره يي درزسمول

شونې ده چې د تود ډبرين څادر پرله پسې پورته راتګ د هرې لويې وچې په دنننۍ برخې کې وده وکړي او له همدې امله درز منځ ته راشي. د درزونو لومړي پړاوونه د «باسالتي» سيلاو ځانګړتيا لري او شونې ده هغې نقطې ته وړاندې ولاړ شي، چېرې چې تيکټونيک تخته په بشپړ ډول وېشل کېږي. له دې وروسته د وېشل شويو تختو د دوه برخو په منځ کې د مختلفې تختې پوله وده کوي. خو ډېر ځله دا درز ناکاميږي چې په بشپړ ډول قاره يي ليتوسفير سره جلا کړي (لکه په ولاکوجن کې) او ناکام درزونه اورشيندي خصوصيتونه لري، کوم چې غېر معمولي «الکلي» موادو لاوا او کاربونيټايټس ته چاودنه ورکوي. په بېلګو کې يې د ختيځې افريقا اورشيندی درز شامل دی.[۸][۹][۱۰]

اورشېندې ځانګړتياوېسمول

د اورشيندي عام تصور، يو مخروطي ډوله غر دی، کوم چې د دې پر سر د شته کندې څخه لاوا او زهرجن ګازونه شيندي، خو دا د اورشيندي د ډېرو ډولونو له جملې يواځې يو يې تشریح کوي. د اورشيندي ځانګړتېاوې ډېرې زیاتې پېچلې دي اود دوی چلند او جوړښت په يو شمېر لاملونو پورې تړلي دي. ځينې اورشيندي د څوکې د کندې پر ځای د لاوا له ګنبتې څخه جوړې خشنې څوکې دي، په داسې حال کې چې ځينې نورې يې د سترو لوړو سيمو په څېر اوارې ځمکې دي. هغه سوري چې اورشيندي مواد (د لاوا او ايرو په ګډون) او ګازونه (په ځانګړي ډول بړاس او مقناطيسي ګازونه) خوشې کوي، شونې ده چې د ځمکنۍ بڼې په هر ځای کې منځ ته راشي او شونې ده چې کوچنۍ مخروطي غونډې جوړې کړي، لکه د «هاوايا» د «کلاويا» په يوه څنډه کې « Puʻu ʻŌʻō on». د اوشيندي په نورو بڼو کې «کرايوولکينوز» (يا يخي اورشيندي) شامل دي، په ځانګړي ډول د مشتري، زحل او نيپټون په ځينو سپوږميو؛ او د خټې اورشيندی، د کوم جوړېدل چې د پېژندل شوي ماګماټيک فعالیت سره اړیکه نه لري. په فعالو خټینو اورشيندو کې د اور د اورشيندي په پرتله ډېره کمه تودوخه ښکېل وي، خو له هغه ځای پرته کله چې د خټې اورشيندی په حقيقت کې د اور د يو اورشيندي دريمڅه (مورۍ/سوری) و.

د چاود دريمڅې (سوری)سمول

د اورشيندي چاود دريمڅې اوار، خطی درزونه دي، د کوم له لارې چې لاوا راڅرګندېږي.

د سپر اورشينديسمول

سپر اورشيدو ته دا نوم د دوی پراخ، د سپر په څېر اړخونو ته په کتنې سره ورکړل شوی دی، دا ډول اورشيندي د ښکته سرېښتناکوالي لاوا د چاودېدو له امله منځ ته راځي، کوم چې له يوې دریمڅې څخه ډېر لرې بهېدای شي. عموماً دا ډول يې د ناورين په بڼه نه چاوديږي، بلکې په نسبي ډول د ارامې تودې چاودنې خاصيت لري. له دې کبله چې عموماً په ښکته سليکا کې ښکته سرېښتناکه ماګما شته، د سپر اورشيندي د قاره يي جوړښتونو په نسبت په بحري جوړښتونو کې زيات منځ ته راځي. د «هاوايي» اورشيندي ځنځير د سپر مخروطي ډوله يوه لړۍ ده او دوی په ايس لینډ کې هم عام دی.

سرچينېسمول

  1. Young, Davis A. (2003). "Volcano". Mind over Magma: The Story of Igneous Petrology. د اصلي آرشيف څخه پر November 12, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 11, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Vulcanology". Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schmincke, Hans-Ulrich (2003). Volcanism. Berlin: Springer. د کتاب پاڼي 13–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783540436508. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schmincke 2003، صص. 17-18, 276.
  5. Schmincke 2003، صص. 18,113-126.
  6. Foulger, Gillian R. (2010). Plates vs. Plumes: A Geological Controversy. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-6148-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Schmincke 2003، صص. 18,106-107.
  8. Philpotts, Anthony R.; Ague, Jay J. (2009). Principles of igneous and metamorphic petrology (الطبعة 2nd). Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 380–384, 390. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521880060. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Schmincke 2003، صص. 108-110.
  10. Philpotts او Ague 2009، صص. 390-394,396-397.