انګیزه او پر خپل ځان اعتماد

۱.۱ په تجارتی نړی کی انگیزه او پر خپل ځان اعتماد: په تجارتی نړی کی انگیزه یو عمومی بحث او تحقیق دی. په تجارتی نړی کی خلک څه او څرنگه کول غواړی ، په دی پوهیدنه مونږ سره مرسته کوی تر څومونږد خلکو په بهتر لست کی ځان اضافه کړو؛ او په دندو گمارل شوی خلک کولای شی پر خپلو مهارتونو کار وکړی او د یو تر بلی ورځی بهتر شی . له دی پرته پر خپل ځان د اعتماد جوړولو لپاره خپله هم کار کولای شو کله چی هم اعتماد او انگیزه ولرو نو ډیر مثبت فکتورونه یی لاس ته راوړنه کیدا شی په دنده قناعت، دنده کی خوښي او بهتری د هڅو زیاتوالی دکاری چاپیریال بهتری د هر یو کس فکر او استدلال ته موقع برابریدنه د هر کس مسولیت معلومیدل ۱.۲ پرځان اعتماد کوم کس چی پر ځان اعتماد لری د زندگی موانعو ته ډیرخاموش او دفکر په بنیاد ولاړ ځواب وایی، مخکی تر دی چی د تشویش او نا امیدی په ځانگو کی خوب وکړی عمل ته ځان چمتو کوی. پر خپل ځان اعتماد لرونکی کس تر ټولو لمړی پلان جوړوی او پر پلان بی له دی چی د ناکامی هڅی ویره ولری د خپلو مهارتونواو تجربی په مرسته عمل کوی . پر ځان اعتماد لرونکی کس کله چی: خپلی کمزوری اصلاح کوی پر خپل استحکام هم تمرکز کوی له زیان اوخطر ویره نلری رقابت او مبارزه خپلو اهدافو ته درسیدو لپاره کاروی د خپل تکامل او بهتر کیدو لپاره د فرصت په لټه کی وی کله چی غلطی وکړی له اعتراف نه ویره نلری د نه پوهیدو په صورت کی پوښتنه کوی د ضعف نققطی په اعتراف کی صادق وی ۱.۳ پرځان اعتماد مونږ ټول هیله لرو چی په ژوند کی یو څه لاس ته راوړو د څه لاس ته راوړلو لپاره باید: خپل نظم او نضباط زیات کړو څه چی لاس ته راوړل غواړو باید مشخص یی کړو او د لاس ته راوړنی لپاره باید حدود مات کړو څومره چی زمونږ لاس ته راوړنی زیاتی وی همدومره مو پر خپل ځان اعتماد زیاتیږی او که چیری هڅی مو ناکامی شی معکوسا مو پر خپل ځان اعتماد ختمیږی خو له دی نا امیدی نه هم انسان ته دخلاصون لپاره پر خپل ځان د اعتماد ضرورت دی . ۱.۴ داعتماد تعریف ځنی خلک د اعتماد او غرور تر منځ توپیر نکوی; مغرور انسان غیرمحفوظ او کمزوری وی چی خپلو کمزوریانو ته د غرور پوښ ور اغوندی خو اعتماد لرونکی کس خپلی کمزوری په پوهی او تجربی پوښی خپل علم، تجربه او مثبت فکر خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره کاروی .