انګاري ګارې

انګاري ګاره (دا ټکی د لاتيني ژبې له ignis  ټکي څخه اخستل شوی چې معنا يې ده اور) يا ماګمايي ګاره، د ګارو (غرګيو) له درې بنسټيزو ډولونو څخه يو ډول دی، نورې دوه بڼې يې رسوبي او ميتامورفي (هغه ډبره چې د يو بهرنی لامل له کبله يې بڼه بدله شوې وي) ګارې دي. انګاري ګاري د ماګما يا لاوا د يخېدو او سختېدو په مټ بڼه خپلوي.

ماګما د يوې سيارې په پوښ يا قشر کې د شته ګارو د نيمه ويلې کېدو له امله منځ ته راځي. عموماً، دا ويلې کېدل د درې جرياناتو څخه د يو يا ډېرو جرياناتو (پروسو/عمل) له امله منځ ته راځي چې هغه دا دي: په تودوخه کې زياتوالی، په فشار کې کموالی، يا په ترکيب (جوړښت/اجزاء) کې بدلون. په ګاره کې سختوالی يا د سطحې لاندې د داخلېدونکو ګارو په توګه منځ ته راځي، يا د سطحې پر سر د بهرنيو ګارو په توګه پېښېږي. شونې ده چې انګاري ګارې له سختوالي سره جوړې شي چې دانې لرونکې (ځيږه) او رڼې وي، يا له سختېدو پرته منځ ته راځي چې طبيعي شيشې جوړې کړي.

انګاري ګارې په پراخه جيولوجيکي جوړښتونو کې منځ ته راځي: د سپر، لوړې سيمې، د ځمکې کمربندونو، ډنډونو، سترو انګاري سيمو، غزېدلي قشر او سمندري قشر په څېر سيمو کې.

جيلوجيکي اهميت (د ځمکپېژندنې له نظره اهميت) سمول

انګاري او ميټامورفي ګارې د حجم له اړخه د ځمکې د قشر پورتنۍ شپاړس کيلو متره (۹.۹ ميله) برخې له ۹۰-۹۵٪ برخه جوړوي. انګاري ګارې د ځمکې د اوسنۍ خاورينې برخې د سطحې نږدې ۱۵٪ برخه تشکيلوي. د ځمکې ډېری سمندري قشر له انګاري ګارو څخه جوړ دی.[۱]

له جيولوجيکي اړخه انګاري ګارې له دې امله هم مهمې دي چې:

  • د هغې کانونه او نړيواله کيميا د ښکتني قشر يا پورتني پوښ د جوړښت په اړه معلومات ورکوي، له کوم څخه چې د دې اصلي ماګما راوتلې وه، همدا راز د تودوخې او فشار حالات کوم چې دې اخراج ته اجازه ورکوي.[۲]
  • د راډيو ميټريک تاريخ ټاکنې د مختلفو بڼو له لارې د دوی مطلق عمرونه تر لاسه کېدای شي او د نژدې جيولوجيکي طبقې سره پرتله کېدای شي، په همدې بنسټ د جيولوجيکي وخت د اندازې موندلو سره مرسته کوي؛[۳]
  • د دې ځانګړتياوې عموما د يو ځانګړي ټيکټونيک چاپېريال خصوصيت لري، کوم چې د ټيکټونيک بيا جوړېدو سره مرسته کوي (پليټ ټيکټونيک وګورئ)؛ (ټيکټونيک د ځمکې د قشر جوړېدل او بدلون دی)
  • په ځينو خاصو حالاتو کې دا مهمې کاني زېرمې لري (فلزات): د بېلګې په ډول، ټنګسټن، قلعي او یورانيوم عموماً له ګرينايټس او ډايورايټس سره نښتي وي، په داسې حال کې چې د کروميم او پلاټينيم فزلزات له ګيبروس سره نښتي وي.[۴][۵][۶]

جيلوژيکي جوړښت سمول

شونې ده چې انګاري ګارې په داخل کې پيدا کېدونکې (پلوټونک يا هايپابيسل) يا بهرنۍ (اورشېندي) وي.

ننوتونکې (په زور سره لاندې تلونکې) سمول

ننوتونکې انګاري ګارې د انګاري ګارو ډېره برخه جوړوي او له هغې ماګما څخه جوړېږي، کومه چې د يوې سيارې په قشر کې يخيږي او سختيږي. د ننوتونکو ګارو جسمونه د ننوتنې په نوم يادېږي او شا او خوا يې له مخکې څخه شته ګارې موجودې وي (چې کاونټري راک يې بولي) (يعنې اطرافي ګارې). «کاونټري راک» يو غوره حرارتي بېلونکی دی، په همدې بنسټ ماګما په کرار کرار يخيږي او ننوتونکې ګارې ځيږې او دانه دارې دي (فانيريټک). په داسې ګارو کې شته کاني دانې عموماً په رڼو سترګو پېژندل کېدای شي (د وسيلې له استعمال پرته). ننوتونکي د ننوتونکي جسم د بڼې او اندازې سره سم او د لاندې پروت «کانټري راک» بستر سره د دې د اړيکو تر مخې ډلبندي کېدای شي، په کوم بستر کې چې دا ګارې مداخله کوي (ننوځي). خاص ننوتونکي جسمونه باتوليتونه (ډېرې سترې ډبرې)، سټاکونه، کوچنۍ ډبرې، دړې او بندونه دي. عامې ننوتونکې ګارې ګرينايټ، ګيبرو او ډايورايټ دي.

د سترو غرونو د لړيو مرکزي هستې د ننوتونکو انګاري ګارو څخه جوړې وي. کله چې د توږل کېدو له امله رالوڅې شي، شونې ده چې دا هستې (باتوليتس بلل کېږي) د ځمکې د سطحې پراخه سيمه ونيسي.

ننوتونکې انګاري ګارې، کومې چې د قشر د داخل په ژورو کې جوړېږي، هغه د پلوټونک (يا اباسل) ګارو په نوم پېژندل کېږي او عموماً ځيږې دانې لرونکې وي.  هغه ننوتونکې انګاري ګارې چې د سطحې سره نژدې جوړېږي، نیمه اورشېندې يا «هايپابايسيل» ګارې بلل کېږي او دا عموماً ډېرې نازکې دانې لرونکې وي، ډېر ځله د اورشېندو ګارو (غرګيو) سره ورته والی لري. «هايپابايسل» ګارې له «پوټونيک» يا اورشېندو ګارو څخه کمې موندل کېږي او عموماً بندونه، دړې، کوچنۍ ډبرې، لوپولتس او فالکوليتس جوړوي.[۷]

بهر وتونکې سمول

بهروتونکې باندنۍ انګاري ګارې چې د اورشېندو ګارو په نوم هم پېژندل کېږي، د ځمکې په سطحه د ويلې شوې ماګما له يخېدو څخه منځ ته راځي. هغه ماګما چې د چاودنو يا اورشېندې د چاودنو له  امله سطحې ته راپورته کېږي، په چټکۍ سره سختېږي. په همدې بنسټ دا ډبرې د نازکو دانو لرونکې وي (افانيټک) يا ان شيشې ته ورته وي. بسالټ (تور مرمر) له ټولو عام بهرنۍ انګاري ګارې دي او د لاوا بهېدل، د لاوا څادرونه او د لاوا لوړې سطحې جوړوي. د باسالټ ځينې اقسام کلکيږي، تر څو څو ضلعي ستنې جوړې کړي. د شمالي ايرلينډ په «انټرم» کې « The Giant's Causeway» (يوه سيمه ده) سيمه د دې يوه بېلګه ده.[۸]

ويلې شوی ګاره چې عموماً د پاتې شويو کريسټالو او اوبه شويو ګازونو لرونکي وي، ماګما بلل کېږي. دا ځکه راپورته کېږي چې د هغې ګارې څخه کمه ډبله وي، له کومې چې دا راوتلې وي. کله چې ماګما سطحې ته رسېږي، بيا لاوا بلل کېږي. په هوا کې د اورشېندي چاودېدلو ته له هوا لاندې اصطلاح کارول کېږي، په داسې حال کې هغه چې د بحر لاندې منځ ته راځي د اوبو لاندې اصطلاح ورته کارول کېږي. د تور لوګي او د سمندر منځ کې موړې ته ورته باسالټ د سمندري اوشېندو فعاليتونو يوه بېلګه ده.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له اورشېندي څخه په کلني ډول چاودېدونکي بهرنۍ ګارې حجم د «پليټ ټيکټونيک» ترتيب په نظر کې نيولو سره مختلف وي. بهروتونکې ګارې په لاندې تناسب سره تولېديږي:[۱۳]

  • لرې حدود: ۷۳٪
  • نږدې حدود (د ښوېدو سيمه): ۱۵٪
  • ګرمه سيمه: ۱۲٪

د لاوا خصوصيت (ځانګړتيا) د هغې تر ټينګوالي پورې تړلی دی، کوم چې د تودوخې درجې، جوړښت او سختو موادو په مټ ټاکل کېږي. د لوړې تودوخې ماګما چې په جوړښت کې يې ډېره برخه باسالتي وي، د ټينګو غوړيو په څېر خصوصيت لري او څومره چې يخيږي هومره کنډ (ځوښه) کېږي. د « pahoehoe » (سخت شوي باسالت) له سطحو سره د اوږدې، نري بسالټ بهېدل عام دي. د منځني جوړښت ماګما، لکه «انديسايټ» په خپلو کې سره د ګډو شويو اېرو، ټوف (د اورشېندو له اېرو جوړه شوې ډبره) او لاوا د نيمه سوځېدلو سکرو مخروطونه جوړوي او شونې ده چې په چاودنې سره يې د ډبل، يخې شېرې يا ان ربړ په څېر شي. فلزي ماګما، لکه «رايولايټ»، عموماً د تودوخې په کمه درجه کې چاودېږي او له باسالت د ټينګوالي څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې زيات ټينګ وي. هغه اورشېندي چې «رايولايټي» ماګما لري، عموماً د انفجار په توګه چاودنه کوي او د «رايوليټي» لاوا جريانونه عموماً تر محدودې اندازې پورې وي او په دې کې ژوره فاصله وي، ځکه چې ماګما ډېره ټينګه وي.[۱۴]

فلزي او منځنۍ ماګما، کومې چې چاودېږي عموماً دا چاودنې په شدت سره او د انفجارونو په تر سره کولو سره کوي، کوم چې د حل شويو ګازونو د خوشې کېدو پايله وي – عموماً دا ګازونه د اوبو بخار وي، خو کاربن ډای اکسايډ هم کېدای شي. د انفجار په توګه چاودېدونکي «پايروکلاسټي» مواد «ټيفرا» بلل کېږي او په هغې کې «ټوف»، ايګلوميريټ او اګنمبرايټ شامل وي. د اورشېندي نازکې اېرې همدا راز چاودنه کوي او د ايرو ټوف زېرمې جوړوي، کوم چې کولای شې ډېر ځله پراخې سیمې وپوښي.[۱۵]

له دې امله چې اورشېندي ګارې عموماً د نازکو دانو والا يا شيشې ته ورته وي، دا ډېره زیاته ستونزمنه ده چې د بهروتونکو انګاري ګارو تر منځ توپير وکړای شي، په پرتله د جلا جلا ننوتونکو انګاري ګارو. عموماً، د نازکو دانو لرونکو بهروتونکو انګاري ګارو د معدني اجزاوو ټاکنه يواځې د يو کوچني ذره بين لاندې د ګارې د نريو برخو د کتنې په مټ کېدای شي. په همدې بنسټ په ځمکه عموماً يواځې د يو اټکل تر مخې ډلبندي کېدای شي. که څه هم د IUGS له خوا د کاني جوړښت په مټ ډلندي غوره بلل کېږي، خو ډېر ځله دا عملي نه وي او د دې پر ځای د TAS د ډلبندۍ په کارولو سره يې  کمياوي ډلبندي کېږي.[۱۶]

سرچينې سمول

  1. Prothero, Donald R.; Schwab, Fred (2004). Sedimentary geology : an introduction to sedimentary rocks and stratigraphy (الطبعة 2nd). New York: Freeman. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7167-3905-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Philpotts, Anthony R.; Ague, Jay J. (2009). Principles of igneous and metamorphic petrology (الطبعة 2nd). Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 356–361. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88006-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Philpott او Ague 2009، ص. 295.
  4. Plant, J.A.; Saunders, A.D. (1999). "Uranium ore deposits". Uranium: Mineralogy, geochemistry and the Environment. 38. د کتاب پاڼي 272–319. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5015-0919-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Heinrich, Christoph A. (1 May 1990). "The chemistry of hydrothermal tin(-tungsten) ore deposition". Economic Geology. 85 (3): 457–481. doi:10.2113/gsecongeo.85.3.457. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Philpotts او Ague 2009، ص. 96, 387-388.
  7. Philpotts او Ague 2009، ص. 139.
  8. Philpotts او Ague 2009، صص. 52-59.
  9. Schmincke, Hans-Ulrich (2003). Volcanism. Berlin: Springer. د کتاب پاڼې 295. doi:10.1007/978-3-642-18952-4. S2CID 220886233. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-43650-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Philpotts او Ague 2009، صص. 365-374.
  11. Philpotts او Ague 2009، صص. 28-35.
  12. Philpotts او Ague 2009، صص. 19-26.
  13. Fisher, Richard V.; Schmincke, H.-U. (1984). Pyroclastic rocks. Berlin: Springer-Verlag. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 3-540-12756-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Philpotts او Ague 2009، صص. 23-26, 59-73.
  15. Philpotts او Ague 2009، صص. 73-77.
  16. Philpotts او Ague 2009، صص. 139-143.