انډریو فیشر

انډریو فیشر د (۱۸۶۲ز کال د اګسټ له ۲۹مې- د ۱۹۲۸ز کال د اکټوبر تر ۲۲مې) د اسټرالیا سیاستوال و، چې د درېیو دورو لپاره یې د اسټرالیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. دا دورې یې له ۱۹۰۸ز نه تر ۱۹۰۹ز، له ۱۹۱۰ز نه تر ۱۹۱۳ز او له ۱۹۱۴ز نه تر ۱۹۱۵ز پورې وې. هغه له ۱۹۰۷ز نه تر ۱۹۱۵ز کال پورې د اسټرالیا د کارګر ګوند (ALP) مشر هم و.

انډریو فیشر
(انګلیسي: Andrew Fisher د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انډریو فیشر
انډریو فیشر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ اگسټ ۱۸۶۲[۱][۲][۳]
مړینه 22 اکتوبر 1928 (66 کاله)[۴][۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا [۵]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (5  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۳ نومبر ۱۹۰۸  – ۲ جون ۱۹۰۹ 
الفریډ ډیکین  
الفریډ ډیکین  
د استرالیا لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۹ اپرېل ۱۹۱۰  – ۲۴ جون ۱۹۱۳ 
الفریډ ډیکین  
جوزف کوک  
د استرالیا لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۷ سپټمبر ۱۹۱۴  – ۲۷ اکتوبر ۱۹۱۵ 
جوزف کوک  
بیلي هیوز  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فیشر د سکاټلنډ د ایرشایر په کراس هاوس کې زېږېدلی و. هغه په ځوانۍ کې ښوونځی پرېښود او وروسته یې د سکرو په کان کې کار پیل کړ. په ۱۷ کلنۍ کې د ایرشایر کان د اتحادیې د ځایي څانګې منشي شو. فشر په ۱۸۸۵ز کال کې اسټرالیا ته کډوال شو، هلته یې د سوداګرۍ له اتحادیې سره خپل کار ته دوام ورکړ. هغه د کوینزلنډ په ګیمپي کې مېشت شو او په ۱۸۹۳ز کال کې د کوینزلنډ مقننه مجلس ته د کارګر ګوند د استازي په توګه وټاکل شو. فیشر په ۱۸۹۶ز کال کې خپله چوکۍ له لاسه ورکړه، خو په ۱۸۹۹ز کال کې بېرته را وګرځېد او په هماغه کال یې د لنډې مودې لپاره د انډرسن ډاوسن په حکومت کې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

فیشر په ۱۹۰۱ز کال کې نوي فډرالي پارلمان ته وټاکل شو، چې د لوی خلیج د برخې استازيتوب یې کاوه. هغه په ۱۹۰۴ز کال کې د کریس واټسن په لنډمهال حکومت کې د څو میاشتو لپاره د سوداګرۍ او ګمرکونو د وزیر په توګه دنده تر سره کړه. فیشر په ۱۹۰۵ز کال کې د ALP مرستیال وټاکل شو او په ۱۹۰۷ز کال کې د واټسن ځایناستی شو. هغه لومړی د محافظه کار مشر الفریډ ډیکین د اقلیت حکومت ملاتړ وکړ، خو ALP د ۱۹۰۸ز کال په نومبر کې له خپل ملاتړه ډډه وکړه او ډیکین د لومړي وزیر په توګه استعفا ورکړه. وروسته فیشر په خپله یو اقلیت حکومت جوړ کړ. دغه حکومت یوازې څو میاشتې دوام وکړ، ځکه د ۱۹۰۹ز کال په جون کې ډیکین د نوي سوسیالیست ضد لیبرال ګوند په مشرۍ د لومړي وزیر په توګه بېرته را وګرځېد.

فیشر د ۱۹۱۰ز کال په ټاکنو کې لومړی وزیر شو، له دې سره کارګر ګوند په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د حکومت اکثریت ترلاسه کړ. د هغه دویم حکومت پراخ اصلاحات تصویب کړل؛ لکه: د زړو او ناتوانو وګړو لپاره تقاعد، په قانون کې د نوو کارګرانو لپاره د حقونو شاملول، د مشترک المنافع بانک جوړول، د شاهي اسټرالیا د سمندري ځواکونو پر پرله پسې پراختیا څارنه کول او د ټرانس- اسټرالیا د ریل پټلۍ جوړول یې پیل کړل او په رسمي ډول یې د اسټرالیا پلازمېنه تاسیس کړه. په هر حال ALP د ۱۹۱۳ز کال په ټاکنو کې د لیبرال ګوند پر وړاندې د استازو په مجلس کې لږ اکثریت له لاسه ورکړ، چې جوزف کوک د لومړي وزیر په توګه د فیشر ځایناستی شو.

کوک یو کال وروسته دې ته اړ شو، چې نوې ټاکنې وکړي. د کارګر ګوند، په مجلس کې یې اکثریت ترلاسه کړ او فیشر د درېیم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. هغه په ټاکنیز کمپاین کې وویل چې: اسټرالیا به تر وروستي وګړي او وروستي بریده( مرمۍ) پورې له بریتانیا دفاع وکړي. په هر حال هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اسټرالیا د ګډون له غوښتنې سره مخالفت وکړ او د ۱۹۱۵ز کال په اکټوبر کې یې د خپل مرستیال بیلي هیوز په ګټه استعفا ورکړه. وروسته فیشر په انګلستان کې له ۱۹۱۶ز کال نه تر ۱۹۲۰ز کال پورې د لوړپوړي کمیشنر په توګه وګومارل شو. فیشر اسټرالیا ته د لنډې مودې تر راستنېدو وروسته په لندن کې تقاعد شو او هلته په ۶۶ کلنۍ کې مړ شو. د لومړي وزیر په توګه د هغه دوره له پینځو کلونو کمه وه، چې د ALP ګوند دویمه لویه دوره ګڼل کېږي او یوازې هاوک ترې مخکې دی.

زېږېدنه او کورنی مخینه سمول

فیشر د ۱۸۶۲ز کال د اګسټ په ۲۹مه په کراس هاوس کې زېږېدلی و. دا سیمه د سکاټلنډ په ایرشایر کې د کیلمارنګ لوېدیځ ته په دوه میله (۳.۲ کیلومټره) واټن کې د کان کېدنې په کلي کې پرته ده. هغه د جین (کورنی نوم ګاروین) او رابرت فیشر له اتو ماشومانو نه دویم و، چې یو مشر ورور، څلور کشري وروڼه او دوه کوچنۍ خویندې یې لرلې. کوچنۍ خور یې د ۱۰ کلونو په عمر په ۱۸۷۹ز کال کې مړه شوه، دا یې یوازینۍ خور وه چې بلوغ ته ونه رسېده. د فیشر مور د یوه پښ لور وه او په کورونو کې یې د خدمتکارې په توګه کار کاوه. د کورني دود له مخې، د هغه نیکه د نوې اتحادیې په خوځښت کې د ګډون له امله ځورول شوی و او یو مهال له پینځو ماشومانو سره بې کوره پاتې شوی و. ښايي هغه څه ناڅه سواد درلود او د فیشر پلار په ځایي ټولنه کې شهرت درلود، ځکه خو د ټولنې په بېلابېلو سازمانونو کې هم ښکېل و. هغه د یوې معتدلې ټولنې مشر و او په ۱۸۶۳ز کال کې یو له هغو لسو کان کېندونکو نه و، چې د کوپراټیف ټولنه یې جوړه کړه. هغه او کورنۍ یې د سکاټلنډ د آزادې کلیسا فعال غړي وو.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لومړي سیاسي فعالیتونه سمول

فیشر د ۱۷ کلونو په عمر په ۱۸۷۹ز کال کې د ایرشایر د کانونو د اتحادیې د کراس هاوس څانګې منشي وټاکل شو. هغه ډېر ژر له کیر هارډي سره اړیکه ونیوله، هارډي د اتحادیې مخکښ غړی او د بریتانوي کارګر ګوند راتلونکی مشر و. دوی دواړو زیاتره وخت د سیاسي مسایلو په اړه له یو بل سره لیدل او د ژوند په وروستیو کې بیا سره اشنا شول. فیشر او هارډي د ۱۸۸۱ز کال په ایرشایر کې د کان کېندونکو د اعتصاب مشران وو، چې له لویې ناکامۍ سره مخامخ شول. د لسو اونیو د اعتصاب په پایله کې ۱۰سلنه  غوښتل شوی معاش زیات شو، چې ډېرو کارګرانو خپله سپما له لاسه ورکړه او ځینې کوپراټیفونه له ماتې سره مخامخ شول. فیشر په اصل کې د اعتصاب مخالف و او د کان له مالکینو سره یې د جوړجاړي ناکامه هڅه وکړه. هغه خپله دنده له لاسه ورکړه، خو ډېر ژر یې په یوه بل کان کې کار پیدا کړ. فیشر هم د نورو کان کېندونکو په څېر د ګلاډسټون لیبرالي ګوند او په ځانګړي ډول د «لیبرال- کارګر» د نوماندانو ملاتړی و، چې د اتحادیې ملاتړ یې درلود. هغه په ۱۸۸۴ز کال کې په کراس هاوس کې د اصلاحاتو د درېیمې لایحې په ملاتړ د یوې عمومي غونډې مشري وکړه، وروسته یې ګلاډسټون ته لیک ولیکه او ځواب یې ترلاسه کړ، چې د هغه له ملاتړه یې مننه کړې وه. فشر بل کال د کانونو په بل اعتصاب کې ښکېل شو، چې نه یوازې یې دنده له لاسه ورکړه، بلکې په تور لیست کې هم شامل شو. هغه په سکاټلنډ کې د لږې مودې لپاره پاتې شو او پرېکړه یې وکړه چې کډوال شي. د فیشر مشر ورور جان څو کاله مخکې انګلستان ته تللی و او په لیورپول کې پولیس و.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لومړی وزیر سمول

لومړۍ دوره ۱۹۰۸ز- ۱۹۰۹ز سمول

فیشر خپل یوازینی اقلیت حکومت او د فیشر لومړی وزارت جوړ کړ. دولت په ۱۹۰۸ز کال کې د دولت د مرکز قانون تصویب کړ، چې د فډرال نوې پلازمېنه یې یاس- کانبرا ته ولېږدوله. د تولید کوونکو د هڅونې قانون یې تصویب کړ او د اوسپنې او فولادو تولید کوونکو ته یې، چې مناسب او معقول معاشونه یې ورکول، د انعامونو د ورکولو امر صادر کړ او د ځایي سمندري دفاع مسئولیت یې پر غاړه واخیست، چې د جګړې پر مهال یې د اسټرالیا سمندري ځواکونه، شاهي سمندري ځواکونو ته وسپارل. [۱۷]

فیشر د کارګر ګوند د اساسي قانون اصلاح ته ژمن کړ، ترڅو د کار، معاش او قېمتونو په اړه مشترک المنافع هېوادونو ته واک ورکړي، سمندري ځواکونه پراخ کړي، د ځوانانو لپاره اجباري پوځي دنده چمتو کړي، تقاعد تمدید کړي، پر ځمکو مالیې وضع کړي، د ټرانس کانټینینټال ریل پټلۍ جوړه کړي، د صنعت د ساتنې لپاره د اسټرالیا د اسعارو پرځای، پونډ سټرلینګ دود کړي او د صنعت د ساتنې لپاره تعرفې چمتو کړي. د ۱۹۰۹ز کال په می کې ډېری محافظه کاران او ازاد سوداګر سره یوځای شول او د مشترک المنافع لیبرال ګوند یې جوړ کړ. په داسې حال کې چې ډېر لیبرال محافظه کاران له کارګر ګوند سره یوځای شوي وو. [۱۸]

وروستي کلونه او مړینه سمول

د لوړ پوړي کمیشنر په توګه د فیشر دوره په رسمي ډول د ۱۹۲۱ز کال د اپرېل په ۲۲مه پای ته ورسېده، فیشر مخکې تر دې د جنورۍ په ۲۹مه د درېیو میاشتو د رخصتۍ لپاره اسټرالیا ته تللی و. هغه له کوم پیاوړي پلان پرته میلبورن ته راغی، خو د کارګرانو په خوځښت کې یې په زړه پوری هرکلی د دې لامل شو، چې فعال سیاست ته بېرته راوګرځي. هغه په کارګر ګوند کې یوازینی پاتې لومړی وزیر و، چې د ۱۹۱۶ز کال د ګوند په وېش کې یې ډېر تجربه کار وکیلان له لاسه ورکړي وو. د ګوند مشر فرانک ټوډور له پرله پسې ناروغیو سره مخامخ و او ټي.جې رایان چې د ټوډور ځایناستی ګڼل کېده، د ۱۹۲۱ز کال په اګسټ کې په ناڅاپي ډول د سینه او بغل ناروغۍ له امله مړ شو. فیشر په جدي ډول انتقالي ټاکنو ته د کاندیدېدو فکر کاوه، خو هېڅ داسې تضمین یې ونه موند، چې ځایي ګوند به هغه د کاندید په توګه ومني. [۱۹][۲۰]

فیشر او مېرمنې یې پرېکړه وکړه، چې لندن ته ولاړ شي او له خپلو بچیانو سره یوځای شي. هغوی په های ګېټ کې یو کور کرایه کړ او وروسته یې د ۱۹۲۲ز کال په اکټوبر کې، هامپسټډ هیټ ته نږدې په سویلي هیل پارک کې یو کور واخیست. هغه د بریتانیا د پارلمان لپاره د کاندیدېدو د امکان جاج واخیست، خو په پای کې یې له سیاسته دایمي تقاعد غوره کړ.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

فیشر د ۱۹۲۸ز کال په سپټمبر کې د انفلونزا په ناروغۍ اخته شو، چې د اکټوبر په ۲۲ مه ، د ۶۶ کلونو په عمر یې له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د اسټرالیا له درېيو لومړیو وزیرانو نه یو دی، چې له هېواده بهر مړ شوی دی. هغه او جیورج ریډ دواړو له اسټرالیا بهر خپل ژوند پیل کړی او هملته یې پای ته رسولی دی. فیشر د ۱۹۲۸ز کال د اکټوبر په ۲۶مه د هیمپسټډ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۲۵]  

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3mr1 — subject named as: Andrew Fisher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6792436 — subject named as: Andrew Fisher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb167498890 — subject named as: Andrew Fisher — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  4. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Фишер Эндрю — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. subject named as: Australian — DACS ID (former): https://web.archive.org/web/20210630075411/https://www.dacs.org.uk/licensing-works/artist-search/artist-details?ArtistId=89e13f15-c7e5-e711-8b59-000c29e811b2 — د نشر نېټه: ۴ جولای ۲۰۲۰
  6. https://www.east-ayrshire.gov.uk/TourismAndVisitorAttractions/LocalHistoryAndHeritage/Famouspeople/AndrewFisher.aspx
  7. Tucker, Spencer (2005). World War I: Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 417. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781851094202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. David Day (2008). Andrew Fisher: Prime Minister of Australia. Fourth Estate. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Peter Bastian (2009). Andrew Fisher: An Underestimated Man. UNSW Press. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Day (2008), p. 5.
  11. Bastian (2009), p. 15.
  12. Bastian (2009), p. 12.
  13. Day (2008), p. 23.
  14. Day (2008), pp. 24–25.
  15. Day (2008), p. 26.
  16. Day (2008), p. 27.
  17. Murphy, D. J. (1981). Fisher, Andrew (1862–1928). Australian Dictionary of Biography. Australian National University. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Andrew Fisher, In office". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Day (2008), p. 401.
  20. Day (2008), pp. 402–406.
  21. Day (2008), p. 406.
  22. Day (2008), p. 407.
  23. Day (2008), pp. 408–410.
  24. Day (2008), pp. 410–411.
  25. Day (2008), p. 411.