انځور خبريالي


د ليكلو توكيو ترڅنگ د انځورونو خپراوى د انځوريزې خبريالۍ په نوم ياديږي. په اوسني پرمختللي پېر كې انځورخبريالي دډله یيزو رسنيو يوه بايده برخه گرځېدلې او له انځور پرته د ورځپاڼو خپراوى ناشونى او بيخونده برېښي. دانځورخبريالۍ بنسټ،هغه چينايۍ وينا ده،چې انځور يوداسې اغيز پرېباسي، چې زر ويونه يې نشي پرې ايستلى. په دې كې شك نشته،چې له خبر سره د انځور خپراوى د خبر په بشپړتيا او زړه راښكون كې ستره ونډه اخلي. نننۍ ورځپاڼې او اخبارونه انځور ته دومره اړمن دي، لكه خبرونو، كالمونو،سرليكنې او فيچرته،چې اړ دي. انځور نه يوازې دا،چې د پېښې رښتينتوب را ښيي، بلكې په لوستوالو كې د خبرلوستو تلوسه او زړه راښكون پيدا كوي.

افغان ماشومه

[iد ورځپاڼو په مخپسولنه كې انځورونه ستر رول لوبوي. هنري ايډيټر د انځورونو په مرسته د ورځپاڼې ښكلا او پسولنې (لې اوټ)ته زړه راښكون ور بښي، ځكه ښكلا او پسولنه د نننيو ورځپاڼو ډيره مهمه ښېگړه او اړتيا بلل كېږي. په ورځپاڼو كې انځور خپراوى له 1920 كال را وروسته پيل شو. ځينو خبري رسنيو به ورځپاڼو ته دتار له لارې انځورونه استول. د امريكا د متحدو ايالتونو اسوسي ايټېدپرېس(اې پي) لومړنى خبري اژانس و، چې پر 1932 كال يې د جنوري په لومړۍ نيټه ورځپاڼو ته د انځور استولو بهير بشپړ كړ. تر دې وروسته په ورځپاڼو كې د اژانسونو انځورونه هم خپرېدل. د ټلويزيون په نوېستنې (اختراع) سره ورځپاڼې اغيزمنې شوې، ځكه ټلويزيون يوه بشپړه انځوريزه وسيله ده، چې سيالي يې د ورځپاڼو په وس كې نه ده. د رنگه انځورونو په نوښت سره د ورځپاڼو په زړه راښكون كې لا زياتوالى راغى. تر 1990 كال وروسته په افغانستان، پاكستان ( او ورڅېرمه سيمو) كې د رنگه خبري انځورونو خپراوى پيل شو. په رنگه انځورونو سره د ورځپاڼو په ښكلا كې زياتون راغى، هرې ورځپاڼې او رسنۍ هڅه كوله د خبرونو د معيار ترڅنگ د ورځپاڼې يا رسنۍ انځوريزې ښكلا ته هم پام وكړي. رنگه انځورونه يوازې په خبرونو پورې تړاو نه لري، بلكې له اونيزو خپرونو، مجلو، مركو، خبرو اترو او فيچرونو سره هم خپريږي.

دوتنه:Afghan child1.jpg
افغان ماشومان

خبري عكاسان د خبرونو او پېښو د انځورونو ترڅنگ د اونيزو او ځانگړو ورځنيو رنگه خپرونو لپاره هم انځورونه برابروي. خبري انځورونه له نورو عادي او ورځنيو عكاسيو سره توپير كوي.خبري عكاسان له پېښې او خبرسره سمې سوژې ټاكي اوپه يوه ځانگړي مهارت سره يې انځورونه اخلي. خبرعكاسان، چې په كوم مهارت سره انځور اخلي، عادي او بازاري عكاسان يې له مهارت اوتكنيكونو ناخبره دي. همدا راز د رڼا كابو كول او د سيوري او نورو څيزونو پامنيوى يوه ځانگړې وړتيا غواړي او دغه وړتيا يوازې له انځوروال (فوټو ژورنالست) سره ده. عام يا د عكسخونو انځورونه په ورځپاڼو كې د خپراوي وړ نه دي. ددې اپوټه په ورځپاڼو او اخبارونو كې داسې انځورونه خپريږي،چې خوځون او بوختيا( اكټيويټي) ولري. د ساري په ډول،يو چېرته خبري غونډه يا غونډې ته وينا كيږي،فوټو ژورنالست يې له بېلابېلو زاويو انځورونه اخلي،چې په خپراوي كې يې حركت تر سترگو شي. انځور تر هغه مهاله بېخونده او نيمگړى وي تر څو خبر ور سره نه وي او خبر تر هغه د لوستوالو تنده نشي ماتولى، ترڅو انځور ونه لري. يانې خبر او انځور يو له بله سره تړلي دي. په ورځپاڼو كې ډېرى خپريدونكي انځورونه له شخصيتونو، پيښو،هلو ځلو،ورزش، ښكلا،جنس،وېرې او ډار سره تړاو لري. انځور بايد روښانه او سپيڅلى واوسي،چې په چاپ كې خپ او تياره رانشي. د انځور د روښانتيا لپاره په كار ده د انځوراخستنې پرمهال پر رڼا كنټرول ولرو او د انځوراخستنې پر مهال ټول شته خنډونه له مخې لرې كړو. كه چيرې انځوريزې خبريالۍ ته لنډه ځيرنه وكړو دا خبره به جوته شي، چې انځور د خبر له يوې مهمې برخې نه پرده اوچتوي. لوستوال د ويونو په پرتله له انځورونو ډېر اغيزمنيږي. انځور د لوستوالو په ذهنونو كې د پېښې رښتينولي انځوروي. د نړيوالو پېښو پرلپسې انځور خپراوى پېښې په يوه پرلپسې او پرله غښتي ډول را وړاندې كوي.

دانځوريزې خبريالۍيوه ستره گټه تفريح هم ده. د طبيعي پېښو او منظرو انځورونه د انسان زړه ته ډاډ او سكون بښي. دهنرمندانو انځورونه هم په لوستوالو كې دتفريح هيلې غوړوي. كه څه هم مثبته چاره نه ده، خو نن سبا د رسنيو سوداگريزه وسيله گرځېدلې ده.

د انځوريزې خبريالۍ ځانگړنې سمول

د انځوريزې خبريالۍ ځانگړنې په لاندې ډول دي: اغيز: له انځورسره لوستوال له پېښې سم او ښه اغيز اخلي. يوازې پرليكنيو توكيو د لوستوالو تنده نه خړوبيږي،انځوركولاى شي هغوى دخبر لوستو ته وهڅوي. دساري په ډول،د دوو پېښو ترمنځ دټكر په بڼه كې د شلو كسانو د مړينې خبر به ښايي هومره اغيزناك نه وي څومره ،چې د انځور په ملتيا اغيزناكتوب مومي.

سملاسي پوهېدا: سمول

انځوركولاى شي لوستوال سملاسي پر پېښه وپوهوي. يوكوچنى انځور د زرگونو كلمو ښكارندويي كوي. څرگنداوى او هر اړخيزتوب: په انځور سره په خبر كې څرگنداوى او بشپړتيا يا هر اړخيزتوب رابرسېره كيږي.

زړه راښكون: سمول

د انځورونو له امله د ورځپاڼو په ښكلا كې زياتون او په لوستوالو كې زړه راښكون پيدا كيږي. په انځورونو سره لوستوالو ته يو ډول ډاډ او تسكين وركول كيږي.

تفريح: سمول

ډېرى انځورونه لوستوالو ته د تفريح زمينه برابروي. د موسم بدلون، جالبې پېښې، دمېرمنو غونډې، خندوونكې صحنې او دهنر او موسيقۍ انځورونه په لوستوالو كې د تفريح مينه پنځوي. يانې لوستوالو ته په ذهنې اودماغي توگه يو ډاډ او خوشالي وربښي.

 
افغانی ځارندوی جونې

د ژورنالستيكي انځورونو ډولونه سمول

ژورنالستيكي انځورونه په لاندې برخو وېشل كېږي: الف: د پېښو انځورونه: دغه انځورونه تر ډېره بريده پر پېښو اود پېښو پر بېلابېلو توكيو غږيږي. د وژنې لوټ،غلا، تښتونو او ... انځورونه د پېښو په انځورونو كې شمېرل كيږي. ب: خبري انځورونه : د ورځنيو خبري پېښو اخستل شوي انځورونه د خبري انځورونو په نوم ياديږي. د ساري په ډول، دغونډې، لاريون،خبري غونډې اوڅيړنغونډو (سيمينارونو) انځورونه د خبري انځورونو په اډانه كې راځي. په ورځپاڼوكې ډېرى خپروېدونكي انځورونه خبري انځورونه وي. دغه انځورونه (له كسانو پرته) د يو ځل خپرېدو وړتيا لري، يانې په ځلونو يې نشوكارولى، ځكه خبري انځور د خبر په څېر خبري ارزښت لري او دغه ارزښت كه له يوې ورځې و بلې ورځې ته وځنډول شي، د وخت تيريدا له امله خپل اغيز او خبري ارزښت له لاسه وركوي. 3- فيچر انځورونه : د لوستوالو د تفريح او زړه راښكون لپاره د ورځپاڼې په رنگه مخونو او اونيزو خپرونو كې د رنگه انځورونو خپراوى، دفيچر انځورونو په نوم ياديږي. دغه انځورونه له تصنع نه لرې اوله فطرت سره نږدې برېښي. د دغو انځورونو دكار دايره ډيره پراخه ده اوتر كارېدا وروسته له منځه ځي. 4- د كسانو انځورونه: د نوموتو كسانو انځورونه د هغو له بيانونو او خبرونو سره يوځاى خپريږي. د ورځپاڼې عكاسان د كسانو د انځور اخستې پرمهال د هغوى پر خبرو تميږي او دڅېرې ټولې اغيزې يې په پام كې نيسي. دغه انځورونه په ځلونو ځلونو كارېدلى شي او دورځپاڼو په انځورخونه (فوټولايبريري)كې خوندي كيږي. ښه داده،چې د كسانو انځورونه وخت په وخت نوي شي، لوستونكي زاړه او سولېدلي انځورونه نه خوښوي. 5- ورزشي انځورونه (: په انځور خبريالۍ كې ورزشي انځورونه يو ځانگړى ځاى لري. له انځورونو پرته د لوبو خبرونه خپل اغيز او زړه راښكون له لاسه وركوي. په ډېرى ورزشي انځورونو كې هر عمل (اكشن)او سټايل را بر سېره كيږي.

د انځور موندنې سر چينې: سمول

د ورځپاڼو (او نورو چاپي خپرونو) انځورونه له لاندينيو سرچينو څخه تر لاسه كيږي: 1- د ورځپاڼو عكاسان: سترې او نوموتې ورځپاڼې او رسنۍد انځوراخستنې لپاره ځانگړي عكاسان ټاكي. دغه عكاسان د ورځپاڼې همېشني كاركوونكي وي او شمېريې د ورځپاڼې په اړتيا او څرنگوالي پورې اړه لري. دغه عكاسان ديوه مشر عكاس تر څارنې لاندې كار كوي. له خبريالانو سره نږدې اړيكي ساتي. خبريال چې كله د خبر اخستنې لپاره سيمې ته وځي، عكاسان هم ورسره بيايي. په غونډو اوسيمينارونو كې د گډون لپاره عكاسانو ته مخكې له مخكې بلنليكونه استول كيږي، خو سملاسي اوبيړنيو پېښو ته بايد تيار او چمتو و اوسي. عكاسان د ورځنيو پېښو او بوختياوو انځورونه له خبري ايډېټر سره شريكوي. كه انځور غير معمولي(ايكسكلوسيو) و په انځورليك(كپشن) كې يې د عكاس نوم هم راځي. ورځپاڼې او په ټوليز ډول خبري رسنۍ خپلو عكاسانو ته پر نورو هغو ډېر ارزښت وركوي او غواړي لومړى يې د خپلو عكاسانو او ورپسې د نورو هغو انځورونه خپاره شي. 2- ازاد عكاسان: د ورځپاڼو او خبري رسنيو لپاره ځينې داسې عكاسان هم كار كوي،چې له رسنيو سره په رسمي ډول تړاو نه لري، خو د ورځپاڼو او رسنيو د اړتياوو په پوره كولو كې رغنده رول لوبوي. دغه عكاسان د خپلو انځورونو په بدل كې پيسې اخلي. 3- اژانسونه : ځينې خبري رسنۍ پر خبرونو سربېره ورځپاڼو او اخبارونو ته انځورونه هم برابروي. د ساري په ډول، په پاكستان كې اين، اېن آى او آن لاين،چې پر خبرونو سربېره انځورونه هم برابروي. دغه انځورونه د بريښناليك له لارې استول كيږي،خو ورځپاڼې يې په خپراوي كې ازاد لاس لري، يانې د خپرېدا او نه خپرېدا پريكړه يې د ورځپاڼو د چارواكو په لاس كې ده. 4- انځورخونه : هره ورځپاڼه (اونيزه او بله چاپي خپرونه) د انځورونو دخونديتوب لپاره يوه انځورخونه يا (فوټولايبريري) لري، چې د نړۍ او هېواد د مهمو كسانو

انځورونه پكې خوندي كيږي. سمول

5- مينه وال: د انځورخپريدا مينه وال او ادارې خبري رسنيو ته له خپلو بيانونو او خبرونو سره انځورونه هم استوي. ورځپاڼې هره ورځ ډېر داسې انځورونه تر لاسه كوي،چې د خلكو او ادارو له بيانونو سره تړاو لري. په ټوليز ډول د ټولو انځورونو خپراوى ناشونى دى، خو ورځپاڼې هڅه كوي د انځور څرنگوالي، خبري ارزښت او خپلې تگلارې ته په پاملرنې سره روښانه اومهم انځورونه خپاره كړي. ډېر داسې انځورونه هم شته،چې د څرنگوالي له مخې د خپرېدا وړنه وي. خبري رسنۍ يا ورځپاڼې ددغه ډول انځورونو له خپراوي ډډه كوي.

د انځورونو اېډيټ: سمول

د انځورونو اوډون(اېډېټ) يوه ځانگړې وړتيا غواړي. خبرخونې يا(نيوزروم) ته ورځني راتلونكي انځورونه په خپله اره بڼه د خپراوي وړ نه وي. په دغو انځورونو كې لومړى د ښه او خراب انځور غورچاڼ ترسره كېږي او وروسته غوره شوي انځورونه اېډيټ كيږي. كه چېرې انځورونه په غونډه او ويناوالو پورې اړوند و اوسي، د ويناوالو مخونه بايد د خلكو پر لور وي، نه پر بل لور. اضافي برخې غوڅيږي او هڅه كيږي انځور لږ ځاى ونيسي. د مهمو پېښو انځورونه يو تربله تړل كيږي او په يوه كرښه په كوچنۍ كچه خپريږي، څو يوخوا ځاى وسپمول شي او له بلې خوا د پېښې په روښانتيا كې اغيزناك تمام شي. د ډيجيټل او پرمختللو كمرو ډېرى انځورونه په فوټوشاپ او نورو كمپيوټري پروگرامونو كې اوډل كېږي. د انځورونو وړول، غټول، رڼا، توروالى، نښلول، د اضافي ځايونو لرې كول، شاغالى(بك گرونډ) او نورې اړوندې چارې په كمپيوټري پروگرامونو كې تر سره كيږي (ژ). همدا راز د انالوگ كمرو انځورونه د سكينر له لارې كمپيوټر ته لېږدول كيږي، دغه مهال د انځوركچه، مخ اړول او نورې اړوندې چارې دكمپيوټري پروگرامونو په مرسته ترسره كيږي. وروسته انځور بشپړيږي اوپه رڼه پاڼه (ټرېسنگ پېپر) كې چاپيږي او يا په كمپيوټر كې د ورځپاڼې په اړوند مخ كې نښلول كيږي.

د انځور خبريالۍ اخلاق: سمول

د خبريالۍ په څېر انځورخبريالي هم يو څه اخلاقي معيارونه په پام كې نيسي. د نړۍ هيڅ قانون هم خبرى رسنيو ته د بې مهاره اوښ په څېر خپلواكي نه وركوي. انځورخبريالۍ ته هر هېواد د خپل ټولنيز ژوند په اډانه كې يو څه اخلاقي معيارونه ټاكلي، خو زموږ په څېر يو څه هېوادونه شته، چې دغه آر ته ډېره لږ پاملرنه كوي. د نړۍ ډېرى مهذب ولسونه پردې يوه خوله دي،چې پاروونكي انځورونه خپاره نه كړي، خو زموږ په ټولنه كې د عكاسانو لپاره داسې ځانگړي ارونه نه دي ټاكل شوي، چې له هغو سره سم عمل وكړي، خو عكاس او خبري رسنيو ته په كارده،چې د پاروونكو انځورونو له خپراوي ډډه وكړي. همداراز د خلكو پر شخصي ژوندانه انځورخپراوى له قانون او اخلاقي ارونو سرغړاوى دى. د ورځپاڼو او خبري رسنيو عكاسان د يوچا دشخصي ژوندانه د انځورخپراوي حق نه لري. داسې انځورونه هم بايد خپاره نشي،چې د انسان پر طبع بدلگيږي. د ساري په ډول،د سويو كسانو، سختو ټپيانو او مړو انځور خپراوى په ټولنه كې ويره، ډار او انديښنې خپروي. د برېټانيې د شهزادگۍ ډيانا د شخصي ژوند د انځورخپراوي پر سر د عكاسانو او خبريالانو ترمنځ سيالي وه، آن تردې، چې مرگ هم د انځور اخستنې پرمهال پرې ورپېښ شو. تر دې پېښې وروسته د برېټانيې عكاسان ترسختو نيوكو لاندې راغلل او خلكو غوښتنه وكړه ،چې عكاسان دې په يوه قانوني اډانه كې خپلې چارې پرمخ بيايي او د خلكو د ځاني ژوندانه له چيړلو دې لاس واخلي.

د انځور خپراوي پر مهال په كار ده لاندې ټكيو ته پاملرنه وشي: سمول

الف: د نړۍ هيڅ قانون هم عكاسانو ته د چا په ځاني ژوندانه كې د ورننوتو اجازه نه وركوي. د خلكو له اجازې پرته انځورخپراوى له اخلاقي ارونو سر غړونه بلل كېږي، خوكه چېرې كوم هېواد دښمنه كس پلټل كېږي، انځور خپراوى يې د عكاسانو او خبري رسنيو مهمه دنده ده. ب: د وېرې او ډارزېږوونكو انځورونو له خپراوي دې ډده وشي. ج: د لوڅو او لغړو انځورونو پر خپراوي دې بنديز ولگول شي. د: خبري رسنۍ بايد هېوادنيو،ټولنيزو دودونو ته د درنښت په سترگه وگوري، د ټولنې او دودونو ضد انځورونه بايد خپاره نه كړي.

هـ: له هغو انځورخپراويو بايد ډده وكړي، چې له يوه منفي كردارنه اتل جوړوي. و: د انځور رښتينولي بايد خوندي شي، يانې لويې غونډې وړې او وړې لويې ونه ښودل شي. دغه كار د خبريالۍ له ارونو سره په ټكر او د خبري رسنيو په زيان تماميږي.

د انځورونو راكړه وركړه : سمول

د ورځپاڼو عكاسان يو تر بله انځورونه بدلوي، خو د ورځپاڼو چارواكي پرې څه نيوكه نه كوي. د انځورونو تبادله له دې امله اړينه ده، چې ورځپاڼې له دريو څلورو زيات عكاسان نشي گومارلى. په دغو دريو څلورو كې يو په اونيزه رخصتي ځي، پاتې دوه يا درې عكاسان نشي كولاى د ښار ټولو غونډو او ناستوته لاړشي. د ښار زياتره غونډې او پروگرامونه ماښام مهال جوړيږي، عكاس په يو وخت يوازې يوې غونډې ته رسيدلى شي، خو دورځپاڼې چارواكي غواړي نورې مهمې غونډې هم عكاسي شي. ددې مسالې اوارى دادى، چې عكاسان په خپل منځ كې گډكار او اړيكي ټينگ كړي. له ټاكلي پروگرام سره سم عكاسان غونډو او ناستوته ځي، انځورونه اخلي او په پاى كې يې يو تربله سره بدلوي. دلته ددې خبرې يادون هم اړين دى، چې د انځورونو تبادله (اېكسچنج) يوازې په ورځنيو پېښو پورې تړاو مومي، غيرعادي انځورونه نه تبادله كيږي، ځكه هره ورځپاڼه غواړي داسې خبرونه او انځورونه خپاره كړي،چې په نورو هغو كې نه وي او خلك د ورځپاڼې پېرنې ته رامات كړي. په غير عادي انځورونو سره د ورځپاڼو په محبوبيت كې هم زياتوالى راځي.

انځورليك (كپشن): سمول

په ورځپاڼو كې تر خپرېدونكو انځورونو لاندې، چې كومه سپړنه ليكل كيږي، انځورليك(كپشن) بلل كيږي. له انځورليك پرته انځور سپړنې ته اړتيا لري. ښه انځورليك په يوه منځني انځور كې هم راتلاى شي،خوبد انځورليك نه يوازې دا چې بد تماميږي، بلكې د انځور اغېز هم له منځه وړي. ښه انځورليك د انځور په سپړنه او اغيزكې مرسته كوي، په لوستوالو كې زړه راښكون پنځوي او سوچ او فكر ته يې اړ باسي. په انځورليك كې بايد د انځور ټول اړخونه په پام كې ونيسي،داسې نه، چې يو نيم توكى يې په دې لامل له سپړنې و باسو، چې لوستوال يې پېژني يا پرې پوهيږي.

انځورليك په دوه بڼو ليكل كيږي، يوه يې رسمي او بله يې نا رسمي بڼه. رسمي انځورليكونه د ورځپاڼو تر ورځنيو انځورونو لاندې ليكل كيږي. د ساري په ډول ولسمشر د يوې غونډې مشري كوي، يا لومړى وزير غونډې ته وينا كوي. په نارسمي انځورليك كې ليكوال يا خبريال ځاني انگيرنې او تخيل له ادبي رنگ سره گډوي او انځورليك ترې جوړوي. دغه انځورليكونه ډېر كړاو غواړي او يوازې هغه كس يې ليكلاى شي، چې د ادبي ذوق او وړتيا څښتن وي. كله كله د انځورليك لپاره د شعر يوه مسره هم ټاكل كيږي. ليكوال: رياض ثاقب ژباړن: نذيرسهار