انعام الحسن کاندهلوي

محمد انعام الحسن بن اکرام الحسن کاندهلوي (1918/2/20_1995/6/10) د هند يو تکړه اسلامي عالم وو،او دتبليغي ډلي دريم امير ګڼل کېږي.

ابتدايي ژوند او زده کړه سمول

  • انعام الحسن  ١٣٣٦هجري قمري كال د جمادى الاولى پہ ۱۸ (۱۹۱۸ زېږديز کال د فبروري  ۲۰نېټه) د هندوستان د اتر پرديش ايالت د سهارنپور ولسوالي په کاندهله ښار کي زېږېدلى.خپلي لومړنۍ مذهبي زده کړي يې د ډهلي په کاشف العلوم نظام الدين مدرسه کي ترلاسه کړې له هغه وروسته د سهارنپور مظاهرالعلوم مدرسې ته ولاړ،له دې وروسته يې خپل ټول عمر تبليغي ډلي ته کارکولو ته وقف کړ
هغه د شيخ الحديث محمد زکريا کاندهلوي له دويمي لور سره واده وکړ،هغه په 1965کي د مولانا محمد يوسف له وفات وروسته د تبليغي جماعت دريم امير وټاكل شو او د دېرشو کلو لپاره يې د تبليغي ډلي د امير په حيث خدمت وکړ

وفات سمول

انعام الحسن کاندهلوي په لسم محرم الحرام د1416هجري قمري کال (10د جون 1995)له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړې.مولانا صاحب په پوره شجاعت او بصيرت سره د تبليغي جماعت د رهبريت دنده په ښه توګه سرته ورسوله