انطباق شرق میاشتنۍ

انطباق شرق دا مياشتنۍ خپرونه په ١٣٩٢ لمريز کال د بدخشان ولايت د ځينو لوستو ځوانانو لخوا رامنځته شوه،چې موخه يې د ورځنيو پېښو، فرهنګي، ټولنيزو او سياسي مطالبو خپرول دي او مسووليت يې د نظام الدين مدقق پر غاړه دى. دا جريده پنځه کارکوونکي لري او له شخصي بوديجې څخه تمويلېږي.