انساني اصل
انساني اصل یا انتروپیک اصل چې «د مشاهدې د انتخاب اغېز» هم بلل کېږي، یوه فرضیه ده چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۷ کال کې «رابرټ ډیک» وړاندې کړه. دا فرضیه په دې اړه ده چې له نړۍ څخه زموږ مشاهدات له محاسباتي پلوه څومره متحمل یا د پېښېدو وړ دي، ځکه چې مشاهدات یوازې په داسې نړۍ کې پېښېدای شي چې ځیرک ژوندي موجودات ولري. د دغه اصل پلویان استدلال کوي چې دا اصل د نړۍ عمر او هغه بنسټیز فزیکي ثابتونه تشرېح کوي چې د ځیرکو موجوداتو د پیدايښت لپاره اړین دي؛ ځکه که په بل ډول وای، موږ به اصلاً موجود نه وای چې مشاهدات وکړو. د انساني اصل استدلال تر ډېره د دې موضوع په اړه د بحث لپاره کارول کېږي چې موږ په تنظیم شوې نړۍ کې ژوند کوو. [۱][۲][۳]
د انساني اصل بېلابېلې فورمولبندۍ موجودې دي. «نیک باسټروم» د دغه اصل لپاره ۳۰ فورمولبندۍ وړاندې کوي، خو دغه فورمولبندۍ د کایناتپېژندنې د مطرح کېدونکو ادعاوو ډول ته په کتو سره پر قوي او کمزورو ډلبندي کولی یا وېشلی شو. کمزوری انساني اصل د هغه اصل په څېر چې «برانډن کارټر» تعریف کړی دی، څرګندوي چې د نړۍ دقیق ظاهري تنظیم د انتخاب یواړخیزوالی (په ځانګړي ډول د پایښت یا بقا یواړخیزوالی) دی. ډېری دغه استدلالونه د څو نړیو د تصوراتو پر بنسټ استناد کوي تر څو د انتخاب لپاره د ډېرو نړیو یو ارقامي جمعیت موجود وي. له دې سره سره، یوه پراخه نړۍ د کمزوري انساني اصل د اکثرو هغو ډولونو لپاره کافي ده چې په ځانګړي ډول له دقیق تنظیم سره سروکار نهلري. کارټر کمزوری انساني اصل له قوي انساني اصل سره توپیروي او څرګندوي چې نړۍ په یوه ډول پر دې محکومه وه یا په بله وینا دې ته مجبوره وه چې بالاخره به ځیرک او عاقل ژوندي موجودات په کې را پیدا کېږي.[۴][۵][۶]
انتروپیکه هممهالي
سمولپه ۱۹۶۱ کال کې «رابرټ ډیک» وویل چې د نړۍ عمر لکه څرنګه چې د ژوندیو ناظرانو لهخوا لیدل کېږي، تصادفي نهشي کېدای. د دې پر ځای باید د بیولوژيکي عواملو له امله څه ناڅه په طلایي عصر کې وي یعنې نه ډېر کم وي او نه هم ډېر زیات وي. که نړۍ یا کایناتو د خپل اوسني عمر لسمه برخه لرغونوالی هم لرلای، نو (پر هایدروجن او هیلیوم سربېره) به یې د هستې له سنتېز سره د فلزاتو په ځانګړي ډول کاربن د پام وړ کچو د رامنځته کولو لپاره کافي وخت نه لرلای. کوچنۍ ډبرینې سیارې به لا نه وای. که نړۍ تر خپل واقعي حالت لس برابره لویه وای، ډېری ستوري به په اصلي ردیف کې د پاتې کېدو لپاره ډېر زاړه وای او پر سپینو کوچنیو ستورو به بدل شوي وای. په دې توګه ډیک د فزیک له ثابتونو او د نړۍ له عمر څخه د جوړو شویو لویو شمېرو تر منځ هممهالي تشرېح کړه او دا هغه تصادف و چې ډیراک ته یې د متغیرې جي تیوروۍ الهام ورکړ.[۷][۸]
د بې بعده فزیکي ثابتونو مشاهده شوې اندازې (لکه د دقیق جوړښت ثابت) چې پر څلورو بنسټیزو قوتونو یا تعاملاتو حاکمې دي، په داسې ډول یې تعادل برابر دی لکه په دقت چې تنظیم شوې وي تر څو د معمولي مادې جوړښت او ورپسې د ژوندیو موجوداتو رامنځته کېدل ممکن کړي. په قوي تعامل کې ډي نوټرون او ډي پروټون نښلوي او په لومړنۍ نړۍ کې ټول موجود هایدروجن پر هیلیوم بدلوي. په همدې توګه د کمزوري تعامل ډېرښت هم ټول هایدروجن پر هیلیوم بدلوي. اوبه او تلپاتې یا پایدار ستوري چې دواړه د هغو ژوندیو موجوداتو د پيدایښت لپاره اړین دي چې موږ یې پېژنو، موجود دي. په ټولیز ډول د څلورو بنسټیزو تعاملاتو د قوت په نقطو کې کوچني بدلونونه هم کولای شي د ژوند لپاره د نړۍ پر عمر، جوړښت او ظرفیت لویه اغېزه وکړي.[۹][۱۰]
سرچينې
سمول- ↑ Bostrom, Nick (2008). "Where Are They? Why I hope the search for extraterrestrial life finds nothing" (PDF). Technology Review. 2008: 72–77. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09.
- ↑ Bostrom, Nick (9 February 2020). "Was the Universe Made for Us?". Anthropic Principle.
The data we collect about the Universe is filtered not only by our instruments' limitations, but also by the precondition that somebody be there to "have" the data yielded by the instruments (and to build the instruments in the first place).
- ↑ "James Schombert, Department of Physics at University of Oregon: Anthropic Principle". بياځلي په 2022-10-28.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Forms of the anthropic principle". Britannica. بياځلي په 4 August 2022.
- ↑ "What is the Anthropic Principle?". ThoughtCo. بياځلي په 4 August 2022.
- ↑ "Forms of the anthropic principle". Britannica. بياځلي په 4 August 2022.
- ↑ Dicke, R. H. (1961). "Dirac's Cosmology and Mach's Principle". Nature. 192 (4801): 440–441. Bibcode:1961Natur.192..440D. doi:10.1038/192440a0. S2CID 4196678.
- ↑ Davies, P. (2006). The Goldilocks Enigma. Allen Lane. ISBN 978-0-7139-9883-2.
- ↑ Weinberg, S. (1987). "Anthropic bound on the cosmological constant". Physical Review Letters. 59 (22): 2607–2610. Bibcode:1987PhRvL..59.2607W. doi:10.1103/PhysRevLett.59.2607. PMID 10035596.
- ↑ "New Scientist Space Blog: Physicists debate the nature of space-time - New Scientist".