انسانان ټول یو ډول وخت لري

تقریبا ټول انسان، یو ډول وخت په واک لري؛ او ټول یو ځل ورڅخه ګټه پورته کولی شي. هره دقیقه د هر کس لپاره یو فرصت، چانس او یوه سرمایه ده او نشي کولی د دوهم ځل لپاره یې وکاروي.

له وخت څخه ګټه اخېسته له انسانانو پورې توپیر لري، هغه چې ښه ګټه تر اخلي او د وخت د مدریت په راز پوهیدلي، په ورځنیو چارو کې تر ډېره بریالي او برعکس یې بیا له هماغه وخت څخه هیڅ ګټه نه وي اخیستي او هیڅ له ځانه سره نه لري.

هغه خلک چې خپل وخت ذخیره کوي، مثلا په تحصیل، کار، کسب او نورو شیانو خپل قیمتي وخت مصرفوي، ددې ذخیره شوي وخت په بدل کې حتمن څه تر لاسه کوي. که یوه دفتر کې دنده ترسره کوي د هر ساعت او دقیقي په بدل کې معاش اخلي چې د هماغه ذخیره شوي وخت ثمره یې ده.

که وخت سم مدریت کړو، ارام مومو او انسان هغه وخت له خپلو کارونو څخه راضي کیږي، کله چې یوه مالومه پایله ترلاسه کړي. بریالي کسان په ژوند کې موخې لري او همدا موخې دي چې دوی د وخت په ارزښت پوهوي.

کیدای شي په یوه وخت کې لس یا تر دې زیات کارونه په ورځیني پلان کې مخې ته راشي چې د ټولو ترسره کول اړین او اغېزمن نه دي؛ ځکه د کارونو په زیاتېدو وخت کیږي او کم وخت کې نشو کولی یو کار په سم ډول ترسره کړو؛ بنا له لسو کارونو دوه یې مهم وټاکئ او همدا دوه مهم کارونو کولی زموږ اتیا سلنه کار پرمخ بوځي. همدارنګه په ورځیني پلان کې د کوچنیو کارونو لکه: یو مسیج ته ځواب ورکول، کافي/چای خوړل او داسې نور اړین نه دي او دا کار مو ذهناً نارامه کوي.

د وخت د ښه مدریت لپاره کولی شو ورځنی، میاشتنی او کلنی پلان ولرو؛ خو په نارمل ډول په مخ لاړ شوو؛ ځکه ممکن یوه ورځ احساساتي شوو او ځان ډېر مصروف کړو او څو ورځې وروسته بیا زړه توري شوو او هر څه پاتې وي (ورو مزل، تل مزل).