انرژي په افغانستان کې
په افغانستان کې انرژي تر ډېره پورې د اوبو پرمټ د تولید شوې برېښنا او ورپسې د فوسیلي سون توکو او لمریزې برېښنا پر مټ تامین کېږي. اوس مهال له ۵۰ سلنه کم افغان وګړي برېښنا ته لاسرسی لري چې تر ډېره دغه لاسرسی هم په لویو ښارونو کې دی. ډیری کلیوالي سیمې کافي برېښنا ته لاسرسی نه لري، خو دغه حالت د کاسا – ۱۰۰۰(CASA-1000) پروژې له بشپړېدو وروسته بدلون کولای شي. [۱][۲][۳]
اوس مهال افغانستان د برېښنا د بندونو (د اوبو پر مټ چلېدونکو) او همدارنګه د فوسیلي سون توکو کاروونکو او د لمریزې برېښنا تولیدونکو مرکزونو څخه په ټولیزه کچه څخه باندې ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کوي. ورته مهال څه باندې ۶۷۰ میګاواټه نوره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو؛ ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه واردوي. [۴][۵]
له دې امله چې له ګاونډیو هېوادونو؛ پاکستان او ایران څخه په پام وړ کچه افغان کډوال هېواد ته ستنېږي کېدای شي چې په راتلونکو کلونو کې دغه هېواد څه باندې ۷۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا ولري. د افغانستان ملي پراختیايي ستراتیژۍ هم د انرژۍ تولیدونکې بدیلې لارې لکه د باد او لمر پر مټ تولید کېدونکې برېښنا د انرژۍ د لوړ ارزښت لرونکې منبع په توګه ښوولې. له همدې امله یې د برېښنا یو شمېر بادي او لمریز تولید کوونکي مراکز تاسیس کړي او یو شمېر نور یې تر کار لاندې دي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د اوبو پر مټ تولید کېدونکې برېښنا
سمولافغانستان د خپلو اوبو پر مټ د ۲۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. افغان دولت د سیمې او ګاونډ له هېوادونو څخه د برېښنا د لا زیاتو بندونو د جوړولو په برخه کې د مرستې ترلاسه کولو هڅه کوي. د دغه هېواد یو شمېر د اوبو بندونه چې د برېښنا د تولید وړتیا لري د ۱۹۵۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۷۰مې لسیزې پورې جوړ شوي چې په دغو کې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د کجکي بند او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو بند هم شامل دي. د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري چې د هلمند او کندهار ولایت برېښنا تامین کوي. د کمال خان د برېښنا بند بیا د نیمروز ولایت برېښنا تامین کوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د نغلو د بند برېښنا کابل، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو ته رسېږي. د کندز ولایت اوسېدونکي د نهرګاوکوش بند له برېښنا ګټنه کوي چې بدخشان بیا په فیض آباد ولسوالۍ کې د شورابک د برېښنا له بند سره وصل دی.
د سلما د برېښنا بند (د افغانستان او هند د دوستۍ بند) د هرات ولایت د وګړو لپاره ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کوي. ورته مهال یو شمېر نور بندونه هم د هېواد په بېلابېلو نورو برخو کې جوړ شوي څو د برېښنا په برخه کې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. [۲۳][۲۴]
په مرکزي ولایتونو کې د کوچنیو ښارونو وګړي بیا د ځان لپاره د اوبو د زیرمو او د برېښنا د تولید په موخه د کوچنیو بندونو جوړولو ته دوام ورکوي. په دې وروستیو کې یو شمېر چینايي پانګوالو لیوالتیا ښوولې څو د دغو پروژو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
وارداتي برېښنا
سمولاوس مهال افغانستان له ګاونډیو هېوادونو؛ ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه ۶۷۰ میګاواټه برېښنا واردوي. د دغې برېښنا کلنی لګښت له ۲۵۰ میلیونو څخه تر ۲۸۰ میلیون ډالرو پورې رسېږي. [۳۰][۳۱]
ایران
سمولله ډېرې مودې راهیسې کېږي چې د افغانستان لویدیځ ولایتونه د ایران له ختیځې برخې څخه برېښنا پېري. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
تاجکستان
سمولاوس مهال افغانستان له تاجکستان څخه ۱۵۰ میګاواټه برېښنا پېري. ورته مهال د کاسا – ۱۰۰۰، میلیارد ډالري پروژې له بشپړېدو وروسته به ۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې ۱۰۰۰ میګاواټه به پاکستان ته لېږدول کېږي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
ترکمنستان
سمولد افغانستان شمال لویدیځ ولایتونه د ترکمنستان څخه له پېرل کېدونکې برېښنا ګټنه کوي. [۴۱][۴۲]
ازبکستان
سمولافغانستان له ازبکستان څخه ۴۵۰ میګاواټه برېښنا پېري. د دغې برېښنا د پېرلو موضوع په ۲۰۰۶ زکال کې تر بحث لاندې ونیول شوه او له دې وروسته د ۴۴۲ کیلومترو (۲۷۵ مایله) په اوږدوالي د لوړ ولټاژ لرونکې برېښنا د لېږدونکو لینونو د کش کولو پروژه پیل او په ۲۰۰۸ زکال کې بشپړه شوه چې له کابل څخه پیل او د افغانستان له پنځو ولایتونو څخه په تېرېدو د ازبکستان له پولې هاخوا د ازبکستان د برېښنا له شبکې سره نښلي. له همدې امله په ۲۰۰۹ زکال کې د کابل ښار اوسېدونکي له ۲۴ ساعته برېښنا برخمن شول. [۴۳][۴۴][۴۵]
نفت او طبیعي غاز
سمولافغانستان نفتي محصولات او طبیعي غاز له ګاونډیو هېوادونو؛ ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي. روسیې هم پرېکړه کړې چې له دغو هېوادونو سره مل شي. ورته مهال د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند د غازو په نل لیکې (ټاپي پروژې) هم کار روان دی. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
له دې سره افغانستان خپله په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې نفتي زېرمې لري. دغه زېرمې شاوخوا ۱.۹ میلیارده بوشکې خام نفت لري. ورته مهال افغانستان ۱۵.۶ میلیارد فوټ مکعبه طبیعي غاز لري؛ په داسې حال کې چې په ډیره لږ کچه نفت او طبیعي غاز د سرپل ولایت په انګوټ استخراجي مرکز کې استخراج کېږي. ورته مهال شبرغان ته څېرمه د زمرد سای په نامه د طبیعي غازو د ویستو د بل مرکز ویل شوي چې د ۲۰۰۱ زکال له نیمايي وروسته یې د بیارغونې چارې پیل شوې دي.[۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]
د ډبرو سکاره
سمولراپور ورکړل شوی چې افغانستان د ۷۳ میلیون ټنو په کچه د ډبرو د سکرو ثابتې شوې زېرمې لري. د ډبرو د سکرو کانونه له بدخشان ولایت څخه تر هرات ولایت پورې شتون لري. د طلوع نیوز د راپور له مخې چین د افغانستان د ډبرو د سکرو د کانونو د ویستو په برخه کې د پانګونې کولو په ارزونه بوخت دی. ویل کېږي چې د دغه پانګونې پر مټ به ۵۰۰ میګاواټه برېښنا هم تولید شي. دغه هېواد د ډبرو د سکرو له یوولسو څخه زیاتې لویې زېرمې لري چې په لاندې ډول دي: [۶۱][۶۲]
د بامیانو ولایت
سمول۱. د اشپشته او سر آسیا د ډبرو د سکرو زېرمې – ۱۵۰ میلیونه ټنه
۲. د سرجنګل او سرآسیا د ډبرو د سکرو زیرمې
د بغلان ولایت
سمول۱. د کرکر د ډبرو د سکرو زېرمې
۲. د دود کش د ډبرو د سکرو زېرمې
د سمنګان ولایت
سمول۱. په صوف دره کې د شباشک زېرمې (ډیر عالي کیفیت لري) چې ۷۴ میلیون ټنه د ډبرو سکاره لري
۲. په صوف دره – کولا بهادري – کیشګینه مابین کلي او بلخاب ولسوالۍ کې د د ډبرو د سکرو زېرمې
د بدخشان ولایت
سمول۱. کوتل خاکي – په برف ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو زېرمې
د پروان ولایت
سمول۱. د غوربند درې د فرح کرد او په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ګاو پران زېرمې
د هرات ولایت
سمول۱. د کرخ د ډبرو د سکرو زېرمې – ۱۵ میلیونه ټن
د ډایکنډي ولایت
سمول۱. لاغرجوی – په کجران ولسوالۍ کې ډبرو د سکرو زېرمې
د ارزګان ولایت
سمول۱. د مداخیلو سیمې په کندلان کلي کې د ډبرو د سکرو زېرمې
پکتیا ولایت
سمول۱. د خوست او پکتیا ولایت د ډبرو د سکرو زېرمې – ۷۵ میلیونه ټنه
د لمریزې او بادي برېښنا تولید کوونکي مرکزونه
سمولافغانستان د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وړتیا لري. په افغانستان کې له لمریزې برېښنا ګټنه مخ پر زیاتوالي ده. په ګڼ شمېر ښارونو کې د لمریزې برېښنا تولید کوونکي مرکزونه جوړ شوي. د افغانستان په ډیری ښارونو کې پر سړکونو باندې د لمریزې برېښنا پر مټ روښانه کېدونکي څراغونه لیدل کېږي. ورته مهال په کلیوالي سیمو کې د کلیوالي وګړو له خوا د برېښنا د تولید کوونکو شیشو (سولرونو) پېرل او د هغو څخه ګټنه مخ پر زیاتوالي ده. [۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۷۴]
ورته مهال دغه هېواد د بادي برېښنا د تولید کوونکو توربینونو په نصب کولو سره د ۶۶۰۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید وړتیا لري. د بادي برېښنا د تولید لومړنی مرکز په ۲۰۰۸ زکال کې په پنجشیر ولایت کې جوړ شو چې د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري. د متحده ایالاتو پراختیايي ادارې (USAID) د تجدید کېدونې برېښنا د ملي لابراتوار سره په ګډه د هرات ولایت د بادونو د نقشې د پراختیا په برخه کې کار وکړ. هغوی د څه کم ۱۵۸۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په موخه د باد د شتون وړاندوینه وکړه. په هرات ولایت کې د بادي برېښنا د تولید کوونکو مرکزونو جوړول کولای شي د افغانستان ډیری لویدیځو برخو ته برېښنا برابره کړي. له دې سره د ۲۰۱۷ زکال په سپټمبر میاشت کې په هرات ولایت کې د ۳۰۰ کیلوواټه بادي برېښنا د تولید یو مرکز افتتاح کړای شو. [۷۵][۷۶][۷۷][۷۸]
بایوماس او بایوغاز
سمولد باد او لمر سربېره په افغانستان کې د انرژۍ په ځای نیونکو نورو منابعو کې بایوماس، بایوغاز او د ځمکنۍ تودوخې انرژي (جیوترمل انرژي) شاملېږي. د بایوغاز تولیدونکي جوړښتونه د حیواناتو د فاضله موادو پر مټ چلېږي چې پاک، بې بویه او بې دوده غاز تولید کوي. د هاضمې بهیر یوه باکیفیته سره تولید کوي چې د بایو ګاز د تولیدونکو کورنیو جوړښتونو لپاره ګټمنه پرېوزي. [۷۹][۸۰]
د بایوغازو تولید کوونکي جوړښتونه د یوې منځنۍ کچې کورنۍ لپاره د کافي سون توکو د تولید په موخه ۵۰ کیلوګرامه سرې ته اړتیا لري. د دغې کچې سرې د تولید په موخه له څلورو څخه تر شپږ غویانو، له اتو تر نهوو اوښانو یا ۵۰ پسونو/وزو ته اړتیا ده. له تیوریکي پلوه افغانستان په کال کې د شاوخوا ۱۴۰۰ میلیون متر مکعبه بایوغازو د تولید وړتیا لري. د تجدید کېدونې انرژۍ د تولید په برخه کې د متحده ایالاتو د ملي لابراتوار د راپور له مخې چې په ۲۰۱۱ زکال کې خپور شو؛ د دغې کچې غازو یو پر څلورمه برخه یې کولای شي د افغانستان د انرژۍ د اړتیاوو نیمايي برخه برابره کړي.
لیتیم او یورانیم
سمولافغانستان په پریمانه کچه د لیتیمو او یوارنیمو زېرمې لري. [۸۱][۸۲][۸۳][۸۴]
سرچينې
سمول- ↑ "Afghanistan". The World Factbook. Central Intelligence Agency. بياځلي په 2020-10-11.
- ↑ "Afghanistan Annually Pays $280M for Imported Power". TOLOnews. 1 September 2020. بياځلي په 2020-10-10.
- ↑ "CASA-1000 Project Stalled Due to Afghan Situation: Reuters". TOLOnews. 21 August 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Afghanistan Annually Pays $280M for Imported Power". TOLOnews. 1 September 2020. بياځلي په 2020-10-10.
- ↑ "Afghanistan". The World Factbook. Central Intelligence Agency. بياځلي په 2020-10-11.
- ↑ "Naghlo Dam Turbines Up And Running". TOLOnews. April 12, 2018. بياځلي په 2019-04-21.
- ↑ "ADB to provide $44.76m for construction of solar power plant". Pajhwok Afghan News. November 26, 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "Fifty-two investors interested in Afghanistan's 2,000 MW solar energy plan". 1TV (Afghan TV channel). April 16, 2019. خوندي شوی له the original on 2019-04-17. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "First-ever Kabul solar energy plant goes functional". Pajhwok Afghan News. May 22, 2018. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "First-ever solar-wind power plant goes functional in Herat". Pajhwok Afghan News. September 17, 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "Solar Power Plants To Be Inaugurated In Kabul, Kandahar". TOLOnews. July 9, 2019. بياځلي په 2020-10-10.
- ↑ "Eastern Provinces To Get Solar Energy Boost". TOLOnews. April 14, 2018. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ Frangoul, Anmar (November 27, 2017). "Solar power in Afghanistan to get $44.76 million boost". CNBC. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ Private firms to build 30-MW solar park in Afghanistan
- ↑ ECOsys Implements the Hybrid Solar and Wind Power Plant in Herat Province-Afghanistan
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑ "ADB to provide $44.76m for construction of solar power plant". Pajhwok Afghan News. November 26, 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "Afghanistan Can Generate 23,000 Megawatts Of Hydroelectric Power". TOLOnews. August 11, 2017. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "The Power of Nature: How Renewable Energy is Changing Lives in Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). September 13, 2017. خوندي شوی له the original on 2021-04-14. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "China Ready to Invest in Energy Sector in Afghanistan". Bakhtar News Agency. January 1, 2023. خوندي شوی له the original on 2023-01-01. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "China Interested to Invest in Afghanistan's Energy Sector". Khaama Press. January 1, 2023. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Kajaki Dam power generation capacity surges to 151MW". Pajhwok Afghan News. 27 July 2022. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Afghanistan's Rivers Could Be India's Next Weapon Against Pakistan". Foreign Policy. November 13, 2018. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "21 hydropower dams in the pipeline". Pajhwok Afghan News. 4 February 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "Starry Nights & Chaikhana Floors: A Journey Through Daykundi, Afghanistan". Nicole L. Smoot. October 2021. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Sokhtook Dam To Provide Electricity To 2000 Families In Daikundi". Bakhtar News Agency. February 21, 2018. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Ghani: Pursuing Nation Building". Daily Outlook Afghanistan. February 11, 2018. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ Sangjoie Luman dam/ پیشرفت کار بزرگترین بند آبگردان جاغوری پر يوټيوب باندې
- ↑ "Afghanistan: China interested in energy, dam projects". Pajhwok Afghan News. 2 January 2023. بياځلي په 2023-01-02.
- ↑ "'Significant' Power Outages Irk Kabul Residents". TOLOnews. 17 December 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Afghanistan Annually Pays $280M for Imported Power". TOLOnews. 1 September 2020. بياځلي په 2020-10-10.
- ↑ "Iran agrees to supply 100MW more electricity to Afghanistan". Pajhwok Afghan News. 11 November 2021. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Herat industry hit by halt to power supply from Iran". Pajhwok Afghan News. 31 January 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Farah to get electricity from Iran soon: Governor". Pajhwok Afghan News. 29 December 2014. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Iran cuts off electricity exports to Nimroz". Pajhwok Afghan News. 4 July 2011. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Tajikistan ready to resume 150mw power supply: DABS". Pajhwok Afghan News. 5 September 2020. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Work on CASA-1000 stalled in Afghanistan, says Tajik official". Pajhwok Afghan News. 21 August 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "CASA-1000 Project Stalled Due to Afghan Situation: Reuters". TOLOnews. 21 August 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Afghan Part of CASA-1000 Project 30% Completed". TOLOnews. 28 March 2021. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ Putz, Catherine (December 12, 2017). "Indian Companies to Begin CASA-1000 Construction in Afghanistan". The Diplomat.
- ↑ "Turkmenistan electricity reconnected to Herat: DABS". Pajhwok Afghan News. 15 December 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Turkmenistan renews electricity contract with Afghanistan". Pajhwok Afghan News. 25 December 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Agreement signed to extend import of power from Uzbekistan". TOLOnews. 1 January 2023. بياځلي په 2022-01-01.
- ↑ "Uzbekistan increases electricity to Afghanistan by 300MW". Pajhwok Afghan News. 10 January 2021. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "Energy is Life: Bringing Power to Afghanistan". Asian Development Bank. October 2009. بياځلي په 2023-01-02.
- ↑ "EXCLUSIVE Afghan Taliban sign deal for Russian oil products, gas and wheat". Reuters. September 28, 2022. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Russia 'Tentatively' Approves Oil, Grain Exports for Afghanistan". Voice of America. September 28, 2022. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Taliban signs 'preliminary' deal with Russia for oil, gas, wheat". Al Jazeera. September 28, 2022. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Taliban Sign Deal With Russia to Buy Cheap Oil, Gas and Wheat". Bloomberg News. September 28, 2022. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Turkmenistan Shares Plan On Practical Start of TAPI Project with Afghanistan". Bakhtar News Agency. 29 November 2022. خوندي شوی له the original on 2023-01-02. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Work on TAPI Pipeline to Begin Soon: Mullah Baradar". TOLOnews. 5 November 2022. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Kabul, Ashgabat Reach Agreements on TAPI: MoFA". TOLOnews. 9 October 2022. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "IEA Sign 25 Years Oil Extraction Contract with China". Bakhtar News Agency. January 5, 2023. خوندي شوی له the original on 2023-01-05. بياځلي په 2022-01-05.
- ↑ "Contract for Extraction of Amu Darya Oil Signed with CPEIC". TOLOnews. 5 January 2023. بياځلي په 2022-01-05.
- ↑ "Chinese firm to extract crude oil from Amu River basin". Pajhwok Afghan News. 5 January 2023. بياځلي په 2022-01-05.
- ↑ "Taliban (IEA) Minister Signs Extraction Contract of Amu Oil Feild With Chines Company". Khaama Press. January 5, 2023. بياځلي په 2022-01-05.
- ↑ "Afghanistan waits for oil boom". The National (Abu Dhabi). October 5, 2012. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Exxon Explores 'Very Promising' Oil And Gas Fields In Afghanistan". Business Insider. September 7, 2012. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "Afghanistan Finds 1.8 Billion-Barrel Oilfield". Bloomberg News. August 15, 2010. بياځلي په 2023-01-01.
- ↑ "From New York heroin dealer to Afghanistan's biggest oil man". Chicago Tribune. July 9, 2014. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "Use of coal ordered for generating electricity". Pajhwok Afghan News. 24 April 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "China Interested in Investment in Coal-Fired Power: DABS". TOLOnews. 31 December 2022. بياځلي په 2022-12-31.
- ↑ "ADB to provide $44.76m for construction of solar power plant". Pajhwok Afghan News. November 26, 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "The Power of Nature: How Renewable Energy is Changing Lives in Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). September 13, 2017. خوندي شوی له the original on 2021-04-14. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "Fifty-two investors interested in Afghanistan's 2,000 MW solar energy plan". 1TV (Afghan TV channel). April 16, 2019. خوندي شوی له the original on 2019-04-17. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "Central Asia's Largest Off-grid Solar Power System: Bringing electricity & hope to Afghanistan". North American Clean Energy. November 20, 2014. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "First-ever Kabul solar energy plant goes functional". Pajhwok Afghan News. May 22, 2018. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "First-ever solar-wind power plant goes functional in Herat". Pajhwok Afghan News. September 17, 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "Solar Power Plants To Be Inaugurated In Kabul, Kandahar". TOLOnews. July 9, 2019. بياځلي په 2020-10-10.
- ↑ "Eastern Provinces To Get Solar Energy Boost". TOLOnews. April 14, 2018. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ Frangoul, Anmar (November 27, 2017). "Solar power in Afghanistan to get $44.76 million boost". CNBC. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ Private firms to build 30-MW solar park in Afghanistan
- ↑ ECOsys Implements the Hybrid Solar and Wind Power Plant in Herat Province-Afghanistan
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑ "The Power of Nature: How Renewable Energy is Changing Lives in Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). September 13, 2017. خوندي شوی له the original on 2021-04-14. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "'Green' Energy Demonstrates Progress in Afghan Province". خوندي شوی له the original on 2013-02-17. بياځلي په 2012-08-01.
- ↑ "Energy that never run out". September 13, 2012. خوندي شوی له the original on 2019-04-21. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "First-ever solar-wind power plant goes functional in Herat". Pajhwok Afghan News. September 17, 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "ADB to provide $44.76m for construction of solar power plant". Pajhwok Afghan News. November 26, 2017. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "The Power of Nature: How Renewable Energy is Changing Lives in Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). September 13, 2017. خوندي شوی له the original on 2021-04-14. بياځلي په 2019-04-20.
- ↑ "Salt Mine Contract Cancelled After Lithium, Uranium Found". TOLOnews. April 17, 2019. بياځلي په 2019-04-18.
- ↑ "Large reserves of Uranium discovered in Afghanistan". Times of Islamabad. April 17, 2018. بياځلي په 2019-04-18.[مړه لينکونه]
- ↑ Afghanistan sitting on a gold mine Archived 2011-12-31 at the Wayback Machine.
- ↑ "defpro.com". خوندي شوی له the original on 2013-01-21. بياځلي په 22 April 2016.