اندو خلک (هغه خلک يا ولس چې اندو بلل کېږي) اوراسيايي خلک دي چې په اندونيزيا کې ژوند کوي يا ورسره اړيکه لري. په تر ټولو محدوده معنا کې، له دې اصطلاح څخه د پخواني هالنډي ختيځ اينډيز (هالنډي شرق الهند ټاپوګان) کې اوسېدونکي خلک دي، چې له قانوني اړخه اروپايان دي، خو هالنډي او اصلي اندونيزيايي مخلوط پښت لرونکي وو، تر څنګ يې اوس د هغوی زوزات هم اندو خلک بلل کېږي.

په پراخه معنا، یو «اندو» هر هغه څوک دی چې مخلوط اروپايي او اندونيزیايي پښت ولري. اندويايان د پخواني هالنډي ختيځ انډيز د استعماري کلتور سره اړیکه لري، کوم چې په سويل ختيځه اسيا کې يوه هالنډي مستعمره وه، او له دويمې نړيوالې جګړې سملاسي وروسته د خپلواکۍ له اعلان بعد، د نوې اندونيزيا مخنۍ سيمه ده. دا اصطلاح د مخلوط هالنډي او اندونيزیايي پښت سره اړيکه لرونکو خلکو د ښودلو لپاره کارول کېږي، يا دا هغه اصطلاح وه چې په هالنډي ختيځ انډيز (هالنډي شرق الهند ټاپوګان) کې په هغو اروپايانو پلې کېده، کومو چې تر يو بريده اسيايي نسب درلود. د هغې خلکو اروپايي نسب په اصل کې هالنډي و، خو په هغوی کې پرتګاليان، المانيان، برتانويان، فرانسويان، بلجيميان او نور هم شامل وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د اندو (Indo) اصطلاح په لومړي ځل په 1898ز کال کې ثبت شوې ده، چې دا د هالنډي ژبې د اندو-اروپايي اصلاح لنډيز و. په بېلا بېلو وختونو کې کارېدونکي نور اصلاحات هالنډي اندونيزيايان، اوراسيايان، اندو-اروپايان، اندو-هالنډيان، او هالندي-اندويايان دي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ټولکتنه سمول

په اندونيزيايي ژبه کې، عامې مترادفې اصطلاح ګانې سينجو (د نارينه لپاره)، بيلنډا-اندو، اندو-بيلنډا، او اندو، اوراسيايي په معنا ده: يو کس چې اروپايي او اندونيزیايي مور او پلار لري. اندو د اندو-اروپايي اصلاح مخفف دی، چې د نولسمې پېړۍ په هالنډي ختيځ انډيز کې اوراسياييانو د يادولو لپاره د غېر رسمي اصطلاح په توګه پيل شوې وه. Indische بيا د Indische Nederlander مخفف دی. Indische يوه اصطلاح وه، کومه چې د هالنډي ختيځ انډيز سره په تړلي هر څه پلې کېده. په هالنډ کې، د Indische Nederlander په اصطلاح کې ټول هغه هالنډي اتباع شامل دي چې په هالنډي ختيځ انډيز کې يې ژوند کاوه، که هغه هالنډيان وو او که د مخلوط پښت لرونکي. د دې دواړو تر منځ د توپير کولو لپاره، اوراسيايانو ته اندو او اصلي هالنډيانو ته «ټوټوک» ويل کېدل. په هالنډي ختيځ انډيز (اوسنۍ اندونيزيا) کې، دې کورنيو د "ټوټوکانو» (نوي راغلي اروپايان) او سیمه ييزو اوسېدونکو تر منځ یو شان نسلي، کلتوري، او ټولنيز کلي" جوړ کړل. له تاريخي اړخه دوی مسيحيان و او په هالنډۍ، پرتګالۍ، انګريزي او اندونيزيايي ژبو غږېدل. دوی د سويلي افريقا سره اړيکه لرونکو افريقايانو سره پرتله شوي وو، چا چې شريک هالنډي پښت او کلتور درلود، خو توکم يې مخلوط نه و.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

په شپاړسمه-اتلسمه پېړيو کې، اورااسيايانو ته په پرتګالي اصطلاح mestiço (هالنډي: Mesties)، يا رنګه پوستکي لرونکو (هالنډي: Kleurling) سره اشاره کېده. سربېره پر دې، د ليپلاپ (liplap) په څېر د ډېرو سپکاوي کونکو اصلاحاتو يوه پراخه لړۍ په ادب کې هم موندل کېږي.[۲۹]

په سويل ختيځه اسيا کې د اروپايي سوداګرۍ او استعمار تاريخ (شپاړسمه پېړۍ-1949) سمول

په هالنډي ختيځ انډيز کې اوراسيايان د اروپايانو زوزات و، څوک چې د شپاړسمې او شلمې پېړۍ تر منځ اسیا ته تللي وو. په سويل ختيځه اسيا کې لومړي اروپايان پرتګالي او اسپانوي سوداګر و. پرتګالي مکتشفينو اسيا ته دوه سوداګريزې لارې موندلې وې، چې د سوداګريز انحصار د تر لاسه کولو لپاره يې د افريقا يا امريکاګانو په سويل کې سفرونه کول. د سپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې، پرتګاليانو په سويل ختيځه اسيا کې مهم سوداګريز مرکزونه جوړ کړل، کوم چې د ټاپووزمو او ټاپوګانوپه يوه لويه سیمه کې خپرو شويو ډېرو سيالو پاچاييو، سلطنتونو او قبيلو يوه متنوعه ټولګه وه. د پرتګاليانو بنسټيز مرکز په مالوکا ټاپوګانو (ملوکاس) کې و، کوم چې سپايس ټاپوګان بلل کېږي. اسپانويانو په لېرې شمال فلپين کې پياوړی موجوديت پيدا کړ. دې تاريخي پرمختګ په دې سيمه کې د پراخه اوراسيايي ټولنو لپاره د يو بنسټ په جوړولو کې کردار تر سره کاوه. په فلپين کې پخواني اوراسيايي کورنۍ په بنسټيز ډول له اسپانيې سره اړيکه لري. په داسې حال کې چې لرغوني اندو کورنۍ د پرتګالي سوداګرو او مکتشفينو سره اړيکه لري، د زړو اندو کورنيو يو شمېر کورنيو نومونو کې Simao, De Fretes, Pereira, Henriques او داسې نور نومونه شامل دي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

په سويل ختيځه اسيا کې هالنډيان او انګريزان (اولسمه او تلسمه پېړۍ) سمول

د 1920ز لسيزې په اوږدو کې، «جان پيټرزون کوين» په ځانګړي ډول ټينګار کړی چې له هالنډ څخه به کورنۍ او يتيمان استول کېدل تر څو مستعمرې ابادې کړي. د پايلې په توګه، يو شمېر مجردې مېرمنې (ناواده شوې) استول شوې وې او په «بټاويه» کې يوه يتيم خانه جوړه کړای شوې وه، تر څو يتيمانې نجونې سترې کړي، او په ختیځ انډيز کې ناويانې شي. د 1650ز کال په شا اوخوا کې، د هالنډ ختيځ هندوستان د کمپنۍ (VOC) په لومړيو کلونو کې عموماً د مخلوطو ودونو شمېر په تېزۍ سره کم شو. د 1650ز کال په شا او خوا کلونو کې د هالنډ سره اړیکه لرونکو زیات شمېر مېرمنو ودونه وکړل. په باټاويه کې د اروپايي نارینه وو لږ تر لږه نيمايي ناويانې اروپايانې وې. د دې ښځو ډېرې برخه يې کونډې وې، چې له مخکې څخه يې يو ځل په انډيز کې واده کړی و، خو د ودی له ډلې تقريباً نيمايي يې مجردې مېرمنې وې، چې د هالنډ اوسېدونکې او د لومړي ځل لپاره يې واده کاوه. دا مهال ډېر شمېر کې داسې ښځې هم وې چې د ختيځ پر لور انډيز ته تللې. د اولسمې پېړۍ څخه د بېړیو د مسافرو نوملړونه هم د دې یو ثبوت دی. د اولسمې پېړۍ تر وروستيو پورې اسيا ته تلونکو مسافرو په شمېر کې د پام وړ کمښت نه و راغلی.[۳۹][۴۰]

د خپل هېواد د وګړو کم شمېر ته په کتنې سره، هالنډيان اړ و چې د اسيا لپاره خپل مامورين د شمال لوېديځې اروپا وروسته پاتې سيمو کې دباندې کډوالو شويو وګړو په لټون سره پوره کړي. په اصل کې، د هالنډي VOC ډيری کارکونکي سوداګر، محاسبين، ماڼوګان او سفر کونکي وو. په 1622ز کال کې، د 143 باټاويه قشله کې له نيمايي څخه زيات يې بهرنيان وو (اکثريت يې المانيان وو)، فرانسويان، سکاټلينډيان، انګريزان، ډنمارکيان، فلمينګيان او والونيان (په ټوليز ډول دوی د VOC نيمايي برخه جوړوله) هم پکې وو. په باټاويه کې اوسېدونکو اروپايانو کې، نارويژنيان، ايټالويان، مالټيان، پولنډيان، ايرلينډيان، اسپانويان، پرتګاليان او سويډيان هم شامل وو. په هالنډي بېړيو کې د ختيځ په لور سفرکونکو سويډنيانو شمېر زرګونو ته رسېدو. ډيری يې په باټاويه کې د اوږدو مودو لپاره مېشت شول. په اتلسمه او د نولمسې پېړۍ په وروستيو کې مېشت شويو ځينو نارينه وو مېرمنې نه درلودې، او له سيمه ييزو خلکو سره يې ودونه وشول، نورو يې خپلې کورنۍ راوستې وې. VOC او وروسته بيا استعماري حکومت تر يو بريده د دې بهير ملاتړ وکړ، تر يو بريده د دې لپاره چې په دې سیمه خپل واک ته دوام ورکړي. له همدې امله د پرتګالي پښت شته اندو (يا ميسټيزو) وګړو د يو ځای کېدو هرکلی شوی دی. په ختيځ انډيز کې يوه اندو-اروپايي ټولنه جوړه شوه. که څه هم د دې ټولنو ډېری غړي هالنډي اتباع شول، په طبيعيت کې د دوی کلتور پياوړی اوراسيايي و، چې هم يې په اسيايي او هم په اروپايي مېراث تمرکز درلود. په انډيز کې اروپايي ټولنه کې همدا اندويي کلتور غالب و، په کومه کې چې غېر اصلي زېږېدلي مېشت شوي اروپايان مدغم شوي وو. غېر اصلي زېږېدلو (ټوټوک) اروپايانو اندو کلتور او دودونه خپل کړل. د اندو د ژوند طريقه (د بېلګې په ډول، ژبه او د کاليو طرز) يوازې په راتلونکو پېړيو کې د رسمي هالنډي استعمار پر مهال د لوېديځ کېدو تر فشار لاندې راغله. دا په نولسمه پېړۍ کې د هالنډيانو له خوا د رسمي استعمار (نيواک) څخه وروسته بدل شو.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

سرچينې سمول

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. J. Errington, Linguistics in a Colonial World: A Story of Language, 2008, Wiley-Blackwell, p. 138
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. "Indos–people of Dutch descent who stayed in the new republic Indonesia after it gained independence, or who emigrated to Indonesia after 1949–are called 'Dutch-Indonesians'. Although the majority of the Indos are found in the lowest strata of European society, they do not represent a solid social or economic group."
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. (په 10 January 2010 باندې). Dutch Indonesians' search for home.
  17. "Eurasians were referred to by native Indonesians as Sinjo (or Njo for short)". A. Adam, The Vernacular Press and the Emergence of Modern Indonesian Consciousness (1855-1913), Cornell Press, 1995, p. 12
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. "Indos–people of Dutch descent who stayed in the new republic Indonesia after it gained independence, or who emigrated to Indonesia after 1949–are called 'Dutch-Indonesians'. Although the majority of the Indos are found in the lowest strata of European society, they do not represent a solid social or economic group."
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Taylor, Jean Gelman. The Social World of Batavia: European and Eurasian in Dutch Asia (Madison: The University of Wisconsin Press, 1983). ISBN 978-0-300-09709-2
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. Quote: "Liplap: A vulgar and disparaging nickname given in the Dutch East Indies to Eurasians." See: Yule, Henry, Coke Burnell, Arthur Hobson-Jobson: the Anglo-Indian dictionary (Publisher: Wordsworth Editions, 1996) p. 518
  30. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  31. Notable Mestizo communities with Portuguese roots are the Larantuka and Topasses people, a powerful and independent group of Mestizo, who controlled the sandalwood trade and who challenged both the Dutch and Portuguese. Their descendants live on the islands of Flores and Timor to this day. Boxer, C.R., The Topasses of Timor,(Indisch Instituut, Amsterdam, 1947).
  32. Many Portuguese family names can be found on the islands of Ambon, Flores and East Timor. Although most Portuguese family names were adopted after conversion to the Christian religion, many families can still trace their roots to Portuguese ancestors. کينډۍ:In lang Rumphius, G.E. De Ambonse landbeschrijving (Landelijk steunpunt educatie Molukkers, Utrecht, 2002) ISBN 90-76729-29-8
  33. Justus M. Van Der Kroef The Indonesian Eurasian and His Culture
  34. کينډۍ:In lang Pinto da Franca, A. Influencia Portuguesa na Indonesia (In: 'STUDIA N° 33', pp. 161-234, 1971, Lisbon, Portugal)
  35. کينډۍ:In lang Rebelo, Gabriel Informaçao das cousas de Maluco 1569 (1856 & 1955, Lisboa, Portugal)
  36. Boxer, C. R. Portuguese and Spanish Projects for the Conquest of Southeast Asia, 1580-1600 (In: 'Journal of Asian History' Vol. 3, 1969; pp. 118-136)
  37. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  38. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  39. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  40. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found. "Indos–people of Dutch descent who stayed in the new republic Indonesia after it gained independence, or who emigrated to Indonesia after 1949–are called 'Dutch-Indonesians'. Although the majority of the Indos are found in the lowest strata of European society, they do not represent a solid social or economic group."
  41. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  42. Taylor, Jean Gelman. The Social World of Batavia: European and Eurasian in Dutch Asia (Madison: The University of Wisconsin Press, 1983). ISBN 978-0-300-09709-2
  43. Thomas Janoski, The Ironies of Citizenship: Naturalization and Integration in Industrialized Countries (Cambridge University Press, 2010) pp. 163,168 ISBN 0-521-14541-4
  44. Megan Vaughan, Creating the Creole Island: Slavery in Eighteenth-Century Mauritius (2005) p. 7
  45. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  46. Donald F. Lach, Edwin J. Van Kley, Asia in the Making of Europe, Volume III: A Century of Advance. Book 3: Southeast Asia (1998) p. 1317
  47. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  48. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  49. In this time period the word (and country) 'Indonesia' did not exist yet. Neither was the colony of the 'Dutch East Indies' founded yet.
  50. The language of trade was Malay with Portuguese influences. To this day the Indonesian language has a relatively large vocabulary of words with Portuguese roots e.g. Sunday, party, soap, table, flag, and school.
  51. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  52. Blusse, Leonard, Strange company: Chinese settlers, Mestizo women, and the Dutch in VOC Batavia (Dordrecht-Holland; Riverton, U.S.A., Foris Publications, 1986. xiii, 302p.) no.: 959.82 B659
  53. Boxer, C. R., Jan Compagnie in war and peace, 1602-1799: a short history of the Dutch East-India Company (Hong Kong, Heinemann Asia, 1979. 115p.) number: 382.060492 B788
  54. Masselman, George, The cradle of colonialism (New Haven, Yale University Press, 1963) no.: 382.09492 MAS
  55. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  56. Taylor, Jean Gelman. The Social World of Batavia: European and Eurasian in Dutch Asia (Madison: The University of Wisconsin Press, 1983). ISBN 978-0-300-09709-2